ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي دين ښیګري او فايدي
د اسلامي شريعت بله ګټه دا ده چې ته باید له ځان سره انصاف وکړي، له خلکو لپاره هغه څه پسند وبولې چې له ځان لپاره يې خوښ ګڼې د نورو مسلمانانو ورونو په څېر ځان هم وبولې او داسې کړه وړه ورسره وکړې چې د ځان لپاره يي طمع او توقع لرې او حقوق یې ادا کړې،
رسول الله ﷺفرمایی(لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ،حَتَّى يُحِبَّ لِأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ. [صحيح البخاري: ١٣]
ژباړه تر هغه تاسو کې څوک پوره مومن نه شي جوړېدى چې د خپل ورور لپاره هغه څه پسند وبولي چې له ځان لپاره يې پسند بولي.
ـــــــــــــــــــــ
(۳)برخه
هغه څوک چې د بې خوبۍ سره مخ وي باید څه وکړي؟
هغه څوک چې خوب کول ورته مشکل وسیږی او د بستری څخه یو خوا او بلی خوا ته ګرځي او را ګرځي او خوب نشي کولی باید دا کارونه وکړي.
(۱)-شرعی ذکرونه{ألَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ}[الرعد: ۲۸] په حقیقت کې د خدای په یاد سره زړونه آرامیږي.
(۲)-د ورځې په اوږدو کې دی خوب نه کوئ، پرته له دې چې بله لاره نه وي.{وَجَعَلْنَا النَّهَارَ مَعَاشًا}[النبأ۱۱]او ورځ مو په ژوند کې د هلو ځلو او هڅو وخت ګرځولی دی.
(۳)-د ویده کیدو پورې لوستل یا لیکل.{وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا)[طه۱۱۴]او ووایه ای زما ربه زما علم زیات کړه.
(۴)-د ورځې په اوږدو کې د ګټورو شیانو په کولو سره بدن ستړی کول.{وَجَعَلَ النَّهَارَ نُشُورا}[الفرقان۴۹]او د کار او هلو ځلو په لور یې د منتشر کولو ورځ ټاکلې ده.
او دهغه شیانو لږ څښل چې د بې خوبۍ لامل ګرځي لکه چای او قهوه چې.
تفسير عون المنان جلد(۲۱)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دبل په نسب کی طعن بیانول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د بل په نسب کی طعن بيانول یوه کبیره ګناه ده او لوی جرم دی، بلکه اکثر په بهتان باندی مشتمل وی، او د الله په وړاندی دا بد ترین جرم دی.
الله جل جلاله فرمایی :( وَالَّذِينَ يُؤْذُوْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا)(الاحزاب: (٥٨).
او کوم خلک چه مومنانو سړو او مومنانو ښځو ته په غير د څه قصور نه ضرر رسوی، دوی بهتان تړی او دَ ښکاره ګناه بوج اوچتوی.
(۱)-په نسب کښي طعن بيانول د جاهليت د کارونو نه دی:
د ابو مالک الاشعرى رضى الله عنه نه روایت دی هغه فرمایی : رسول الله ﷺ به فرمایل : څلور کارونه زما په امت کی د جاهلیت د کارونو نه دی هغی لره نه پریدی، د خپل پلار په کارنامو فخر کول د بل په نسب کی طعن او عیب بیانول، په ستورو باندی د باران طلب کول او په مرے باندی ویر کونکی.
(اخرج مسلم،وابن ماجة:).
(۲)-د بل په نسب کښے طعن بيانول كفر دی:
د بل په نسب کی طعن بیانول دومره لویه ګناه ده چه ديته كفر ويل شوی دی او شریعت کی کله ډیری لوی ګناه ته هم کفر ویل کیږی.
د ابو هريرة رضى الله عنه نه روايت دى هغه فرمائی : رسول الله ﷺ فرمایلی دی : دوه کارونه زما په امت کی دی هغه کفر دی، یو د چا په نسب کی طعن بيانول او بل په مړی باندی ویر کول.
(رواه مسلم (۶۷)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژیے عبادتونه او گناهونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په خپل نسب فخر كول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شریعت ددی بدترین عمل نه منع فرمایلی ده او ددی وجه داده چه دا عمل د انسان نه د تواضع بهترین صفت ختموی په انسان کی د تکبر صفت را ولی او ددی په وجه باندی بیا بنده د الله بندګان سپک ګنی او نسبی تفاوت ته د توجه ورکولو په وجه باندی دتقوی او د مینی نه انسان غافل کیږی.
(۱)-قرآن كريم او نسبونو ترمینځ تفاوت:
قرآن کریم مونږه ته په خپلو تعلیماتو کی داخبره رازده کوی چه د نسبونو ترمینځ تفاوت ته توجه مه ورکوی بلکه تفاوت او فرق او بهتری د تقوی به بنیاد باندی ده.ټول مسلمانان ورونه دی د ټولو مسلمانانو اصل يو آدم عليه السلام دی او هغه د خاوری نه پیدا دی نسبونه او قبیلی صرف د تعارف لپاره دی.
{يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ}[سورة الحجرات- آية (13)]
ای خلکو! مونږ تاسو د سړی او ښځی د ملاویدو نه پیدا کړی یی، او مونږ تاسو په قومونو او قبیلو کی ځکه ویشلی یی دی دپاره چه یو بل وپیژنی، بیشکه د الله په نیز په تاسو کی د ټولو نه زيات معزز هغه دی کوم چه د ټولو نه زيات پرهیزګار وی، بیشکه الله ډیر زیات پوهه د هر یو شئی خبر لرونکی دی.
(۲)-نبوي احاديث او د نسبونو ترمینځ تفاوت:
دغه شان احادیث د نبی ﷺ هم د نسب د تفاوت نه مونږه منع کوی او زمونږه توجه بنیادی مقصد ته راوړی چه هغه تقوی ده.
د ابو هريرة رضى الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی : د رسول الله ﷺ نه پوښتنه وشوه چه په ټولو انسانانو کی عزتمند څوک دی ؟ هغه وفرمايل:د الله په وړاندی عزتمند هغه انسان دی چه هغه پدی خلکو کی ډیر تقوی دار دی.[(اخرجه البخاري: ٣٣٥٣).]
د ابو ذر رضی الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی : نبی ﷺ هغه ته فرمایلی دی : خبر شه بیشکه ته د هیڅ سور او تور نه غوره نه یی مګر که ته د هغه نه په تقوی سره بهتر شی).[(اخرجه احمد: ٥، ١٥٨،]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ژبی عبادتونه او ګناهونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پیغور ورکول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پیغور ورکول کله د نسب د کمزوری په وجه وی کله د مال او دولت د کمزوری په وجه وی، او کله د یوی ګناه په وجه باندی وی چه هغه تری توبه ويستلی وی، اوکله د پلار نیکه د يو نقصان او کله د يو بد صفت په وجه باندی وی.
پیغور ورکول یو نقصائی صفت دی چه قرآن او سنت کی د هغی نه منع شوی ده، او دایی د جاهلانو فاسقانو کافرانو صفت بللی دی.
ځکه شریعت اسلامی په نصیحت خیر خواهی او پرده اچولو باندی حکم کړی دی، او شریعت د پیغور او د چا په نقصان باندی د خوشحالیدو نه منع فرمایلی ده.
د عبد الله بن عمر رضى الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی : رسول الله ﷺ فرمایلی دی :ای د هغه چا ټولګیه چه هغوی په ژبه ایمان راوړی دی او ایمان یی لا زړه ته نه دی داخل شوی تاسو مسلمانانو ته اذیت مه ورسوئ او هغوی ته پیغور مه ورکوئ، او د هغوی په پټو عیبونو پسی مه کیږی ځکه څوک چه د مسلمان په عيبونو پسی شو الله به دده په عیبونو پسی شی، او د چا د عیبونو پسی چه الله شی نو هغه به د خپل کور په مینځ کی وشرموی.ترمذی
د پیغور ګناه د پیغور کونکی لپاره ده.
که یو سری چاته پیغور ورکړی نو د پیغور ګناه په دغه انسان باندی بارده.
دجابر بن سلیم نه روایت دی هغه فرمائی:نبی ﷺ په خپل نصیحت کی وفرمایل که یو کس تاته کنځل وکړی او تاته په هغه ګناه پیغور درکړی چه هغه ته معلومه وی ستا په باره کی، نو ته ورته په هغه ګناه پیغور مه ورکوه چه ته ئی په هغه کی پیژنی ځکه دا کار به ستا لپاره اجر او په هغه ګناه وی.
اخرجه احمد: ۶۳/۵، أورده الالباني في الصحيحة : ٧٧٠، وصححه في صحيح الجامع الصغير: (۹۸)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبی عبادتونه او گناهونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چاته د خپلي پټي ګناه حال احوال ويل داسي دى لكه ښكاره ګناه كول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
څوک چې ګناه وکړي او بيا ئي خلكو ته حالونه وائي، د خپل ځانه هغه پرده لري کوي کومه چې پده باندي الله تعالى اچولي وه نو دا د ښکاره کولو کولو متراف ګرځيږي!! د داسي اشخاصو متعلق د شریعت قانون واورئ
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:((كُلُّ أُمَّتِي مُعافى) زما دا ټول امت معاف دى د امت نه(أُمَّةُ الإجابة) يعني مؤمنان مراد دي، مطلب چا چې په رسول الله صلى الله عليه وسلم ایمان را وړی دی نو دوی به الله تعالی معاف كوي الله تعالى به ئي د خپل عذاب او سزا لاندي نه را ولي.
إلا الْمُجَاهِرِينَ) سيوا د هغه چانه چی هغوی ښکاره ښکاره ګناهونه كوي.
او بیشکه د ښکاره ګناه د انواعو او صورتونو نه دا هم دی چې يو شخص د شپي په پټه د ګناه يو عمل وكړي، حال دا چې پده باندي الله تعالی پرده را اچولي وه، نو دی په صبا خلکو ته وایي: فلانيه ما بیګاه دا دا ګناه وکړه حال دا چې د ده رب د شپي ورباندي پرده را اچولي وي، او دی په سهار د خپل ځان نه د الله تعالى پرده لري كوي!!. (رواه البخاري ومسلم).
د دوی په باره کي د الله تعالى قانون دا دی چې دوی ته بخښنه نه کوي، د دي وجه دا ده چې څوک ښکاره ګناهونه کوي نو پده کي نه د الله تعالى نه (حياء) شته او نه د مخلوق نه پكښي حیاء شته! نو څوک چې نه د الله څخه حیاء کوي او نه د مخلوق نه حیاء کوي نو دا ډير پریوتی او غورځیدلی انسان دی نو ځکه ورته بخښنه نه کیږي!!
نـــــــــــــــــــــوت
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
انسان عاجزه او کمزورې دی،معصوم خو صرف انبیاء کرام دي نور انسانان خو معصوم نه دي.نو که د بشریت په تقاضائې،دشیطانی وسوسو او دنفسي خواهشاتو دغلبې په وجه ورنه ګناه وشي نو ده ته پکار ده چې په وخت ورنه توبه اوباسي او په همدې کې دانسانانو کامیابې هم ده
(نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمائي:دهر انسان نه ګناه کیږي خو بهترین په دوی کې هغه دي چې توبه اوباسي)رواه الترمذی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شرح اسماءالله الحسنی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بـــدعـــت
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د بدعت تعریف:(بدعت په لغت کې هر هغه نوي پيدا شوي شي ته وايې چې مخکې يې کومه نمونه او مثال نه وي)البدعة ضوابطها وأثر السيء في الأمة ص۱۳
په اصطلاح کې په داسې طريقه عبادت کول چې اسلامي شريعت يې په اړه حكم نه وي کړی.
يعنې په دین کې بدعت داسې عمل کولو ته وايي چې د هغه په اړه په قرآن
او سنتو کې د وجوب او يا هم د استحباب هيڅ حكم نه وي.نور السنة ص۱۸
او يا په داسې طريقه عبادت کول چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم اوخلفای راشدینو په طریقه نه وي بدعت بلل كيږي.
الله سبحانه وتعالى فرمايي( أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنَ الدِّينِ مَا لَـمْ يَأْذَنْ بِهِ اللهُ)الشوری۲۱
آیا دغه خلکو د الله پاک سره داسی شریکان نیسي چې د دوی د پاره د دین داسې طریقې غوره کړي چې الله پاک د هغه اجازه نه ده کړې .
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي(او تاسې باید زما په سنتو او د خلفاء راشدینو په سنتو چې هدايت شوي دي ټينګ ووسئ)[رواه أبو داود والترمذي]
د تعریف تشریح:
هر هغه عبادت د قبول وړ دی کوم چې د اسلامي شريعت د حكم موافق وي، له ام المؤمنين عایشه نه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي(هر چا چې زمونږ په دین کې څه شی پیدا کړل چې له مونږ څخه نه وي (په اسلام کې نه وي ) پس هغه شی مردود دی ( د قبول وړ نه دی)[متفق عليه]
دا حديث شريف په دین کې يو ستره قاعده او ستر اصل دی ، هر هغه عمل چې د اسلامي شريعت د حکم او امر موافق نه وي ، يعنې په دین کې نوی پیدا شوی عمل چې په دین کې کوم اصل ونلري ( ځکه چې دین پوره شوی دی ) بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده (د دین څخه انحراف دی)حافظ ابن حجر رحمه الله وايي : دا حديث د اسلام له اصولو څخه يوستر اصل دی . او امام نووي رحمه الله وايي : ددې حديث ياد ساتل ضرور دي تر څو د ټولو منكراتو د بطلان لپاره د دلیل په توګه استعمال شي.
هر چا چې په دین کې د خپله ځانه یا د بل چا په حکم داسي عبادت اختراع کړ چې په دین کې اصل ونلري مردود او باطل دی ، ځکه فقهې قاعده ده چې (په عبادت کې اصل د اسلامي شريعت حكم دی مگر هر هغه عبادت چې د شرعي خلاف وي شرعي حکم پکې نه وي منع دى ، مردود دی د قبول ور نه دی.)[قواعد الفقهية - مجلة الاحكام .]
د بدعت د لغوي او اصطلاحي معنى تر مينځ فرق:
د بدعت لغوی معنی نو پیدا مګر شرعی معنی یې دا ده چې په دین کې د داسې څه را منځته کول چې شرعي اصل ونلري بدعت بلل كيږي مګر که دا نو پیدا شی په اسبابو ، اختراعاتو او نورو دنيوي امورو کې وي څه حکم لري؟
په شيانو او اسبابو کې اصل اباحت دی مګر دا چې په هغه کې شرعي ممانعت نه وي فقهي قاعده لرو چې « اصل في الأشياء الاباحة » ژباړه په شيانو او اسبابو کې اصل اباحت دی مګر دا چې په هغه کې شرعي ممانعت نه وي.
لقوله سبحانه وتعالى(أَلَـمْ تَرَوْا أَنَّ اللهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً) لقمان ۲۰
آیا نه وينې چې الله تعالى د آسمانانو او ځمکې ټول شيان تاسې ته تابع کړي او خپل ښکاره او پټ نعمتونه يې ټول پر تاسی تمام کړي دي.
مثلاً : يو کس را ولاړ شو او وايي : په جومات کې قاليني او عصري فرش اچول بدعت دى . مونږ ورته وايو ولى ؟ هغه وايي ځکه دا شی په دور نبوت کې نه وو ، مونږ ورته وايو د جومات فرش عبادت نه دی بلکي د عبادت وسائل دي او وسائل د زماني په تیریدو سره فرق کوي او په وسائل کې اصل اباحت دی.
يعنې په عبادت کې اصل د اسلامي شریعت حکم دى مګر هغه عبادت چې دشرع خلاف وي شرعي حکم پکې نه وي منع دى ، مردود دی د قبول ور نه دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدعات خرافات ناوړه دودونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د چغلی په مذمت کی آثار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-د علي بن ابي طالب رضى الله عنه وينا:
يوه ورځ على بن ابی طالب ته يو انسان د چا چغلی وکړه چه فلانی انسان داسی داسی خبره کوی هغه ورته وویل که تا رښتیا ویلی وی نو زمونږه درسره بغض دی، یعنی که هغه دا خبره رښتیا کړی وی او تا مونږه ته راورسوله ته چغلی کونکی د بغض مستحق یی.
او که تا دروغ ویلی وی نو بیا درله عذاب درکوو ځکه چه ته د عذاب مستحق یی. او که غواړی چه په خپل کار پښیمانه شی نو پښیمانه ،شه مونږه در سره پښیمانی قبلوو، هغه وویل : پښیمانه شوم.(احیاء علوم الدین ۱۶۶/۳)
(۲)-د عبد الله بن عباس رضى الله عنه وينا:
د عبد الله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی چه هغه ددی آیت په تفسیر کسے فرمائی : (فَخَانَتَاهُمَا) د نوح عليه السلام او لوط عليه السلام ښځو خيانت وکړو، هغه فرمائی دوئ زنا نه ده کړی لیکن د نوح عليه السلام ښځی به خلکو ته خبر ورکوو چه دا لیونی دی، او د لوط عليه السلام ښخی به قوم ته د لوط عليه. السلام د ميلمنو خبر ورکوو، چغلی به یی کوله.
رواه ابن أبي الدنيا الغيبة والنميمة:۱۳۷ والصمت:۲۷۵
(۳)-د حسن بصرى رحمه الله وينا:
حسن بصری رحمه الله فرمائی : څوک چه تاته د بل خبره راوړی او چغلی کویهغه به ستا چغلی هم بل ته کوی.احیاء علوم الدین
(۴)-د مجاهد رحمه الله وينا:
عن مجاهد : ( حَمَالَةَ الْحَطَبِ) (المسد: ٤) قال: كانت تمشى بالنميمة.
رواه ابن أبي الدنيا في الغيبة والنميمة : ١٢٣، والصمت (٢٦٦)
امام مجاهد رحمه الله د الله رب العالمين ددی قول په تفسیر کی چه د ابو لهب د ښځی په باره کی فرمایی چه دا د لرګو بارونکی ده وائی دی به چغلی کوله او دا ځکه چه د چغلی مثال داسی دی لکه د اور لپاره لرګی اور په لرګو بلیږی او دښمنی او جنګ په چغلی بلیږی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبی عبادتونه او گناهونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د معلم د ورځې لمانځل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سوال : نن سبا په مکاتبو کې د معلم ورځ لمانځل كيږي زده كوونكي معلمينو ته ډول ډول خوراکونه او سوغاتونه ور وړي او ځنې په دې کار باندې زده کوونکي مجبوروي چې دوی به حتماً د دغه ورځې په لمانځنه کې ګدون كوي او سوغاتونه به وروړي که نه نمري يي کموي.
ځواب: په اسلام کې د هغه دينداره متقي معلم چې خلک د خير طرف ته بولي ستر مقام دى ، الله تعالى ، د هغه ملائكي او نور مخلوق په هغه باندې درود وايي په حدیث شریف کی راغلي «ان الله وملائكته وأهل السموات والأرضين ...... ليصلون على معلم الناس الخير[ترمذی]
اسلامی شریعت ټول عمر ، هره ورځ او هره لحظه زده کوونکو ته د استاذ او معلم د احترام كولو حکم کړی دی.
د کال يو ځل نمايشي يادونه يا لمانځنه هيڅ شرعي اصل نلري بدعت او دكفارو تقليد دى او د کفري ډيموکراسۍ په لاره تلل دي.
دا ځکه بدعت دی چې د معلم احترام كول شرعي حكم او عبادت دى او دا لمانځنه په احترام کی افراط د خاص مناسبت لپاره د خاصې ورځي لمانځنه او احترام بدعت دی هیڅ شرعي اصل نلري.
په دې لمانځنه کي شركت كول حرام دي ، سوغاتونه ور وړل حرام دي او
زده کوونکي په سوغاتو ور وړلو باندي مجبرول حرام او رشوت دی.
جناب رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي(په دین کې د نو پیدا شی نه پرهیز وکړئ چې هر نوى شى بدعت دی
او هر بدعت گمراهي ده او دهرې ګمراهی انجام اور دی)ابوداود
سوال : په هر کال کې ځنې زده کوونکي د معلم د ورځ لمانځنې په مناسبت سوغاتونه راوړي ، حقیقت دا دی چې زه ددې کار په حکم نه پوهیږم نو ماته معلومات راکړي بارك الله فيكم.
ځواب : د معلم يا معلمي عيد يا ورځ لمانځنه هيڅ اصل نلري بلکي دا كار بدعت دی ، او هغوی به دا سوغانونه نه قبلوي ، او هغوی ته وايو چې : داسې کول پکار نه دي د رسول الله صلى الله عليه وسلم په دغه وینا ځان پوهول پکار دي چې فرمايي : إن كل بدعة ضلالة وإن كل ضلالة في النار» يقيناً چې هر بدعت گمراهي ده او د هرې ګمراهۍ انجام د دوزخ اور دی ) ، پس د دغه بدعت او جاهلي اخترونو او لمانځلو ترک واجب دی چې له هغو څخه يو هم د معلم جهاني او نړيوالي ورځي لمانځل دي ، الله تعالى دې ټولو ته د هغه په کتاب او د هغه د نبي په سنتو باندې د عمل كولو توفيق راكري.و الله سبحانه وتعالى اعلم
[ - فتاوى اللجنة الدائمة ٣ / ١١٢.]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدعات خرافات ناوړه دودونه
دجنت دروازه خطا کول
جعفر د خپل پلار نه روایت کوی هغه فرمایی چه نبی صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی کوم یو انسان چه به ما باندی درود ویل پریدی هغه انسان د جنت دروازه خطاء کوی
اورده الألباني في تحقيق فضل الصلاة رقم الله وقال صحيح لغيره
:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ.
اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ.
رسول اللهﷺ فرمایي:که د اسمان او ځمکي ټول مخلوق د مومن په وینه تویه ولو کې سره شریک شي؛ الله ﷻ به ټول جهنم ته وغورځوي.
عن أبي سعيد الخدري وأبي هريرة رضي الله عنهما، عن رسول الله ﷺ قال: لو أنّ أهل السماء وأهل الأرض اشتركوا في دم مؤمن لأكبهم الله في النار.
( أخرجه الترمذي(1398)).
د اسلامي دين ګټه دا ده چې له ناکاره او بدو خبرو او بدزبانی نه خلک منع كوي،
نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: «لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَانِ، وَلَا اللَّعَانِ، وَلَا بِالْفَاحِشِ، وَلَا بِالْبَذِي». [١٩٧٧]
ژباړه مومن انسان په خلکو عيب نه لګوي او نه لعنت ويونکي وي، او نه
کنځلمار وي او نه بي حياء وي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د بدعت او ګناهونو د خپریدو پروړاندې د سکوت خطر
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
الله سبحانه وتعالى فرمايي : [وَاتَّقُواْ فِتْنَةً لا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنكُمْ خَاصَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ]سوره الانفال : ۲۵ .
ژباړه اوتاسو له هغي فتنې نه ځان وساتئ چې په تاسو کې به يواځې خاص ظالمانو ته نه رسېږي او پوه شئ چې بېشکه الله ډېر سخت عذاب والا
دی.
ابن كثير رحمه الله وايي : الله تعالى خپل مؤمنان بنده ګان له داسي فتني څخه وېرولي دي او د داسې امتحان څخه چې په هغه کې به يوازې ګناه
كوونكي شامل نه وي بلكي عام به وي.
ابن عباس په تفسير ددې ايت كې وايي : الله تعالى مؤمنانو ته حكم کړی دی چې د منکراتو او ګناهونو پر وړاندې سکوت ونکړئ که نه د الله تعالی عذاب به پر ټولو باندې نازل شي.
قرطبي رحمه الله وايي : زمونږ علماء وايي : هغه فتنه چې د هغه په وجه به ټول هلاكيږي هغه د ګناهونو ، منكراتو او بدعاتو ظهور او انتشار دی داسې چې خلک يې نه منع کوي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي:(يقيناً الله تعالى د خاصو خلکو په ګناه عام خلک نه عذابوي ،مګر دا چې هغوى منكر او ګناه ويني او د ګناه څخه په انکار او منع کولو قادر وي خو نه يې منع کوي نو کله چې دا کار وکړي نو الله تعالى د خاصو خلکو په ګناه په عامو خلكو عذاب راولي)فتح الباري شرح صحيح البخاري
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدعات خرافات ناوړه دودونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نو کله چې دعوت الى الله ترك شي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دعوت الى الله او أمر بالمعروف او نهى عن المنكر ددي امت عظيمه فریضه ده ، ددې امت د فضیلت سبب دی ، د پیغمبران علیهم السلام لاره ده ، نو کله چي أمر بالمعروف او نهى عن المنكر ترک کړ شي ، د علم ځای به جهل ونيسي ، نيكو او صالح اعمال ځای به فسق او فجور ونیسي،
د صالح انسانانو ځای به فاسقان ونيسي ، د سنتو د متابعت ځای به بدعت ونيسي.
جهل ، فسق او فساد او فحاشت به خپاره شي ځمکه به فساد پر سر واخلي.
اهل خیر به يوازې او غريب شي او اهل فساد به قوت ومومي ، بلاخره د الله تعالى عام عذاب او عامي بلاوې نازليږي چې د هغه څخه به هیڅوک په امن نه وي
لقوله سبحانه وتعالى : [وَاتَّقُواْ فِتْنَةً لا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنكُمْ خَاصَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ[سوره الانفال : ۲۵.]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدعات خرافات ناوړه دودونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د شعائر الله اقسام او انواع
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شعائر الله ډير قسمونه او انواع لري:
(شعائر ظاهري) او (شعائر باطني) همدارنګه (شعائر زماني) او (شعائر مكاني).
د دي نه په بل تعبیر داسي كول هم صحیح دی
( ۱) اشخاص أو أشياء لكه أنبياء، قرآن كريم د رسول الله احادیث او د احاديثو کتابونه، د الله سبحانه وتعالى نومونه!!.
(۲) اعمال لکه آذان اقامت لمونځ، د جمع لمونځ، د جمعي لمونځ، د اخترونه لمنځونه، سنت ګري کول په حج او غټ اختر كنبي ذبح او قرباني كول.
(۳)مكانات او مقامات لكه ټول مساجد كعبه صفا، مروه، منی، عرفات.
(4) اوقات او لمحات لكه څلور د عزت مياشتي (رجب، ذو القعده، ذو الحجة، محرم الحرام) وړوکی اختر، غت اختر، أيام تشريق .
مذکوره څلور واړه قسمونه په شَعَائِرُ الله كي راځي!!.
د شعائر باطني مثال لکه په پټه صدقه ورکول په پته الله تعالى ته ژرا كول او ټول هغه قلبي او نور عبادتونه دي کوم چې په خلوت او د خلکو د سترګو نه آخو پت حالت كی كولى شي.
که چېرته د پورتنو ذکر شوو شعائرو لږ غوندي بي احترامي هم وشي؛ نو بايد ستا زړه په دي باندي سخت دردمند شي تر دي چې علماوو دا هم ليکلي د قران کریم دپاسه به د حديثو کتاب هم نه ږدي او د حديثو د کتاب د پاسه به د منطق فلسفي، سائنس يا بل شي كتاب نه ږدي!!. يا چېرته داسي صورت وګوري چې قرآن کریم خراب پروت وي لکه ځيني قاريان چې د قرآن سره ئي ډير تعلق وي؛ نو په هغوی کښي بيا د قرآن كريم ادب كم وي، نو يدي باندي ستا زړه باید درمند او خفه شي.
علامه ابن كثير رحمه الله په خپل تفسير كي ليكلي(څوک چې د الله تعالى د منهياتو نه ځان وساتي د ګناه کول ورته لوی، غټ او دروند شی ښکاره کیږي؛ نو دا به د ده لپاره د الله په نزد ډير غوره وي، يعني داسي شخص ته به پدي باندي ډير غت خير او ډير اجر ورکړل شي !!.)
بيا دلته الله د دغه خير اندازه نه ده ښودلي؛ خو دومره یاد ساته چې په دنيا او اخرت کي به ډير خير درکوي.
او بيا فرمايي: (وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ).
د الله تعالى د شعائرو أدب كوئ، د الله د دین سره د تړلو شوو شيانو؛ لكه مخكي ئي نومونه تیر شول او همدارنګه داسي اوقات هم شته چې په (شعائر الله) كښي راځي؛ لكه رمضان، د آذان وخت او داسي نور، نو د دې وختونو عزت او احترام هم کول پکار دى، الله تعالى فرمايي: څوک چې د دې عزت کوي دا د زړه تقوى ده - دا د تقوی علامه ده - که په ځان کي تقوى ګوری؛ نو دغه کارونو ته مو وګورئ چې د الله تعالى د شعائر و څومره ادب، درناوی او احترام کوی؟! دا ستاسو د زړه نه استازيتوب او ترجماني کوي.
نو عرض مي دا کول چې د الله تعالی د نومونو او د هغه د شعائر و تعظيم او احترام کول داسي دي لكه د الله تعالى تعظيم، احترام او ادب چې دي وکړو.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شرح اسماء الله الحسنى جلد دوم مخ۳۲۵
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي دين ښیګري او فايدي
د اسلامي دين بله ګټه دا ده چې له ناکاره او بدو خبرو او بد زبانی نه خلک منع كوي،
نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: «لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَانِ، وَلَا اللَّعَانِ، وَلَا
بِالْفَاحِشِ، وَلَا بِالْبَذِي». [١٩٧٧]
ژباړه مومن انسان په خلکو عيب نه لګوي او نه لعنت ويونکي وي،او نه کنځلمار وي او نه بي حياء وي.
ـــــــــــــــــــ
(۲)برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي دين ښیګري او فايدي
د اسلامي شريعت ګټه دا ده چې د مسلمانانو په عیبونو، شرمونو او ګناهونو باندې د پردې اچولو امر كوي،
نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمایي: وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».[صحيح البخاري: ٢٤٤٢]
ژباړه: اوڅوک چې پر مسلمان پرده واچوي نو د قيامت په ورځ به پرې الله پرده واچوی
(۱)برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دقضائی حاجت سنت (۳)آخره برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۷)-په غسل خانه يا حمام کې دبولو څخه ځان ساتل:
د عبد الله بن مغفل رضى الله عنه څخه روایت دی چې نبی صلى الله عليه واله وسلم ددي څخه منع کړی ده چې يو
سړی دی په حمام کي بول وکړي،[اخرجه الترمذي وصححه الالباني في صحيح الجامع رقم / ٦٨١٥/]
نبي صلى الله عليه واله وسلم منع فرمایلی ده ددي نه چې يو سړي دی په غسل خانه کی بول وکړي[ابوداود /۲۸/ وصححه الالباني في صحيح ابي داود/٢٢/]
(۱۸)-په ولاړو اوبو کې متيازي نه کول:
د جابر رضی الله عنه نه روایت دی چې نبی صلى الله عليه واله وسلم منع فرمایلی ده ددی څخه چې یو سړی دی په ولاړو اوبو کې بول وکړي .[مسلم /۲۸۷/]
(۱۹)-) په ګودر کې دقضائی، حاجت څخه ځان ساتل:
دمعاذ رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمايلي دي ددريو اسبابو دلعنت څخه ځان وساتئ په ګودر کی قضاء حاجت کول په عامه لاره او په سیوري کې[رواه ابوداود وابن ماجة حسنه الالباني]
(۲۰)-) داستنجا نه روسته لاس نه دبدبوی ختمولو لپاره لاس په ځمکه مږل:
ابوهريرة رضى الله عنه فرمائی: چې نبی علیه السلام چې کله به قضاء حاجت ته تلله ما به ورته په مشکیزه کی او به راوړی هغه به استنجاء اوکړه او بیا به یی لاس په ځمکه مسحه کړو،[النسائي]
(۲۱)-داستنجا نه روسته خپل لنگ پرتوګ ته پوګنه اوبه ورشیندل کول:
ابن عباس رضى الله عنهما فرمائی : چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم يو ځل اودس وکړو نو خپل پرتوګ ته یی پوګنه وکړه[اخرجه الداري /۷۱۱]
(۲۲)-دخپلو بولو څخه ځان ساتل:
نبی علیه السلام دوه کسان دقبر په عذاب لیدلی وو نو ویی فرمائل دی یو کس دخپلو بولو نه ځان نه ساتلو[البخاری]
(۲۳)-د بیت الخلا ، نه د راوتلو په وخت کې ((غُفْرَانَكَ)) ويل :یعنی یا الله دتانه مغفرت طلب کوو.
احمد ابوداود وصححه الحاكم وابن خزيمة والألباني في صحيح الجامع
(۲۴)-او دادعاء ویل
الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَذْهَبَ عَنِّي الْأَذَى وَعَافَانِي
ابن ماجة وصححه وكاني في السيل الجرار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۳)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سر ويښتانو ځنې برخې اوږده پریښودل او ځنې خریل يا كمول حرام دی
ځکه چې ددې څخه منع شوي ده « انْ ابْنِ عُمَرَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ « نَهَى عَنْ الْقَزَعِ» "
ابن عمر روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم له قزع څخه منع کړې قزح داسې چې د سر يوه برخه وخريلي او بله پريږدي نو داسې كول مكروه د سنتو خلاف دي مګر که د کافرانو او فاسقانو سره د تشبهه په نيت وي حرام دي.
قال الشيخ ابن عثيمين رحمه الله : " والقزع مكروه : لأن النبي صلى الله عليه وسلم رأى غلاماً حلق بعض شعره وترك بعضه ، فنهاهم عن ذلك .
وقال : (احلقوا كله أو اتركه كله إلا إذا كان فيه تشبه بالكفار فهو محرم
، لأن التشبه بالكفار محرم ؛ قال النبي ﷺ : ( من تشبه بقوم فهو منهم )
" انتهى .
ابن عثيمين رحمه الله وايي : قزح مكروه دى ځكه نبي صلى الله عليه وسلم يو ماشوم وليد چې ځني ويښتان يي خريلي او ځنې پريښي وو نو د هغه څخه منع کړ او ویې فرمايل : يا ټول وخريه او یا ټول پریږده . مگر که په دې د کفارو سره تشبه او مشابهت وي حرام دی ځکه د کفارو سره مشابهت حرام دی ، نبی صلى الله عليه وسلم فرمايلي : څوک چې کوم قوم سره مشابهت کوي نو هغه د هغوی څخه دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدعات خرافات ناوړه دودونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دقضائی حاجت سنت (۲)برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۹)-داری کاڼو څخه په کمو باندی استنجاء نه کول:
(۱۰)-په خوشائی استنجاء نه کول :
(۱۱)-په هدو کی استنجاء نه کول:
(۱۲)-په سکورباندی استنجاء نه کول:
د سلمان رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی چې مونږه نبی صلى الله عليه واله وسلم ددی څخه منع کړی یو چی ددریو کاڼو څخه دی په کمو باندی استنجاء وکړو او یا په خوشانی او هډوکی باندی استنجاء وکړو[اخرجه مسلم(٢٦٢)]
عبد الله بن مسعود رضى الله عنه فرمایی:چي رسول الله صلى الله عليه واله وسلم منع کړی ده ددینه چې استنجاء وکړی شي په خوشایی یا سکور[ابوداود وصححه في صحيح الجامع /٦٨٢٦)]
(۱۳)-که د دریو کانو نه زیات ته ضرورت پیښ شی نو طاق عدد کانی استعمالول:
دابو هريرة رضى الله عنه څخه روايت دی هغه فرمایی چی رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمایلی دی : څوک چې اودس كوي خپله پوزه دسون کړی او څوك چې په کاڼو استنجاء كوي نو طاق عدد دى استعمال کړي.[البخاري (٢٢) بحواله شاملة]
(۱۴)یا په اوبو استنجاء کول:
دانس رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی : چې نبی صلی الله علیه واله وسلم چی به کله بیت الخلاء ته داخلیدو نوما او زما په شان یو بل غلام به ورسره داوبو مشکیزه او امسا وړله نو په اوبو به ئی استنجاء کوله[البخاري (١٥١) ومسلم /٢٧٠)]
(۱۵)دخبرو څخه ځان ساتل اگر چی که دسلام جواب هم وی:
د ابن عمر رضى الله عنهما څخه روایت دی هغه فرمایی : چې یو سړی دنبی صلى الله عليه واله وسلم په خوا تیریدلو او هغه بول کول نو هغه پری سلام واچولو نبی علیه السلام ورته د سلام جواب ورنه کړو.[اخرجه مسلم (۳۷۰)]
(۱۶)په لاره او دخلکو په سوری کې دقضاء حاجت نه ځان ساتل:
دابو هريرة رضى الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی تا سود دوه اسبابو دلعنت څخه ځان وساتئ صحابه کرامو عرض وکړو څه شی دی ؟ هغه وفرمايل: يو هغه کس دی چې دخلکو په لاره کې قضاء حاجت کوي او بل هغه كس دی چې دخلکو په سوری کی قضاء حاجت کوي ،
نوت:مطلب دسوری څخه مطلب سایه ده
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۲)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دقضائی حاجت سنت (۱)برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-دقضاء حاجت لپاره پناه ځای ته تلل:
د جابر رضی الله عنه څخه روايت دى هغه فرمائی: چې نبی صلى الله عليه واله وسلم به كله قضاء حاجت اراده لرله نو هغه به لاړو تردی چې هیچا به هغه لره نه ليدلو[أبوداود /٢/ ابن ماجة /٣٣٥/ ]
(۲)-دقضاء حاجت لپاره لری تلل:
دبلال بن الحارث رضى الله عنه څخه روايت دى هغه فرمائی : چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم چې کله به یی اراده دقضاء حاجت لرله نو لری ځای ته به تللو [بحواله شاملة رواه احمد صححه الالباني في صحيح الجامع / ٤٦٥١/]
(۳)-بيت الله الخلاء ته د داخلیدلو نه مخکی بسم الله ویل:
د على رضى الله عنه څخه روايت دی هغه فرمایی چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمایلی دي دپیرانو دسترګو او دبنی آدم دعورتونو ترمنځ پرده داده چې کله یو تن په تاسو کي بيت الخلاء ته داخليږي نو بسم الله ووایی[رواه احمد والترمذي وصححه الالباني في صحيح الجامع /٣٦١١/]
دادعاء ویل:[ اَللّٰهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْخُبْثِ وَالْخَبَائِثِ]يا الله بيشکه زه پناه نیسم په تا پوری دنارينه شيطانانواو ښځو شیطانانو څخه[اخرجه البخاري / ١٤٢ / ومسلم/ ٣٧٥/]
قبلی ته مخ او شانه ګرځول:
دابوايوب الانصارى رضى الله عنه څخه روايت دى هغه درسول الله صلى الله عليه واله وسلم نه روايت كوي فرمائی: چې کله تاسو قضاء حاجت ته راتللی نو تاسو قبلی ته مخه او شا مه ګرځوی[اخرجه البخاري / ٣٩٤ / ومسلم / ٢٦٤/]
(۶)-ځمکی نه دنژدی کیدلو څخه مخکی جامی نه راوچتول:
دانس بن مالك رضى الله عنه څخه روايت دى هغه دنبی صلى الله عليه واله وسلم څخه روايت کوي چې هغه وو چې کله به یی قضاء حاجت اراده لرله نو هغه به جامی نه را وچتولی تردی پوری چی هغه به ځمکی ته نژدی شو[رواه ابوداود والترمذي صححه الألباني في صحيح الجامع /۴۶۵۲)
(۷)-دقضاء حاجت په وخت کې شرمګاه په ښی لاس نیولونه ځان ساتل:
(۸)-په ښی لاس داستنجاء کولونه ځان ساتل:
دابوقتادة رضی الله عنه څخه روايت دی هغه فرمائی : چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمايلي دي : يو تن دى ستاسونه خپله شرمگاه په ښی لاس نه نیسی پداسی حالت کې چې دا بول کوي او نه دي استنجاء په ښي لاس كوي[البخاري / ١٥٣/ ومسلم/ ٢٦٧/]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
که غواری چی دخلکو څخه ستا عیبونه هیر شی.
ابن رجب حنبلي په خپل کتاب جامع العلوم والحكم) كي ليكلي:
(سلفو او مشرانو علماوو ويلي مونږ داسي خلک ولیدل چې په ظاهره هيڅ عيبونه پکښي نه وو خو دوی د نورو خلکو عیبونه را سپړل شروع کړل نو الله تعالى دا سزا ورکړه چې نورو خلکو د دوی عیبونه شروع کړل.
او مونږ داسي خلک هم و موندل چې (ښه ډير) عيبونه پکښي وو، خو دا عادت یي وو چې د نورو خلکو عیبونه ئي نه را سپړل نو د خلکو نه د دوی عیبونه هیر کړی شول.
شرح اسماء الله الحسنى
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
قرآن او سنت کی د چغلی مذمت
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-چغلی د بدترین انسان صفت دی:
قرآن کریم کی الله رب العالمين د يو بدترین انسان صفات ذکر کوی نو یو په هغی کی چغلی کول دی.
( فَلَا تُطِعِ الْـمُكَذِّبِينَ وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ وَلَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍ مَهِينٍ هَمَّازٍ مَشَّاءٍ بِنَمِيمٍ مَنَّاعٍ لِلْخَيْرِ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ) القلم-[۸-۱۲]
(۲)-چغلی د منافقانو صفت دی:
( لَوْ خَرَجُوا فِيكُمْ مَا زَادُوكُمْ إِلَّا خَبَالًا وَلَأَوْضَعُوا خِلَالَكُمْ يَبْغُونَكُمُ الْفِتْنَةَ وَفِيكُمْ سَمَّاعُونَ لَهُمْ وَاللهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِـمِينَ) التوبة-[۴۷]
(۳)-چغلی کونکی انسان ته د قبر عذاب:
ابن عباس رضى الله عنهما نه روایت دی دا فرمائی : نبی ﷺ په دوه قبرونو باندی تیر شو او وی فرمايل:دی دواړو ته عذاب ورکول کیږی او په څه لوی شی دی دواړو ته عذاب نه ورکول کیږی په دی دواړو کی به یو تن د متيازو نه ځان نه ساتلو او هغه بل به چغل خوری کوله.[(اخرجه البخارى ومسلم]
(۴)-چغل خور انسان باندی جنت حرام:
د حذیفه رضى الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی : رسول الله ﷺ فرمایلی دی : جنت ته به چغل خور انسان داخل نشی.[(اخرجه البخاري ومسلم]
(۵)-دچغلی په وجه د مسلمانانو ترمینځ بغض راځی:
عبد الله بن مسعود رضی الله عنه نه روایت دی دا فرمائی نبی ﷺ فرمایلی دی. آیا زه تاسو ته خبر نه درکوم په هغه فاحشی خبری باندی چه د سخت حرمت والا ده، هغه چغلی ده چه بغض او دشمنی اچونکی ده د خلکو ترمینځ.[مسلم۲۶۰۶]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبی عبادتونه او گناهونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د چغلی تعریف
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چغلی یوه کبیره ګناه ده چه قرآن او سنت کی د هغی نه منع راغلی د هغی ضررونه ذکر کړی دی او د هغی مذمت او بدی یی ذکر کړی ده.
د چغلی تعریف:
چغلی د پښتو کلمه ده چه عربی ژبه کښی ورته_النميمة وائی.
د نمیمی (چغل خوری) اصطلاحي تعريف علماؤ داسې كړى:(د فساد په غرض باندی د بعضی خلقو خبره بعضي نورو ته نقل كول).لسان العرب
امام غزالي رحمه الله په احیاء العلوم کې د دي جامع تعریف کړی(پوهه شه چې د چغل خوری اطلاق اکثر په دې باندې کيږي چې يو کس د بل چا خبره
هغه چاته اورسوي چې د چا په باره کې دا خبره شوي وي ، مثلا ته هغه کس ته دا ووایی چي فلانکي خو ستا په باره کې دا دا خبره کړی ، خو چغل خوري صرف د همدې پورې خاص نده
بلکه ددي حَد (تعریف) دادی چې انسان د بل چا داسي خبره ښکاره کړي چې د هغې ښکاره کول بدګنړی شي، اوس برابره خبره ده چي ددي خبري ښکاره کول هغه کس بدګنړي چې د چا نه دا خبره را نقل کولي شي ، يا يې هغه کس بده ګنړي چې چاته نقل كولي شي، او يا يې يو دريم کس بده گنري.
او برابره خبره ده چې دا خبره ښکاره کول که په خله سره وي ، يا په ليکلو سره وي او يا په اشارې سره وي.
او برابره خبره ده چې دا کومه خبره نقل کولي شي که دا د اعمالو سره تعلق لري ، يا د اقوالو سره تعلق لري.
او برابره خبره ده چې دا د چا نه را نقل کولي شي که دا په هغه کې عيب وي او که نه . بلکه حقیقت د چغل خوری راز او هغه پټه خبره ښکاره کول دي د کومې ښکاره کول چې بد ګنړلي شي.
بلکه امام غزالي رحمه الله خو تر دې پورې ليکلي چې که يو انسان د نورو خلقو داسي أحوال او ګوري چې هغوی ددی ښکاره کول بدګنړي نو دا به دغه احوال نورو ته نه بيانوي .
البته په ځني صورتونو کي ددي تذكره بل چاته صحيح ده چې کله په دې کې د يو مسلمان فائده وي ، او يا د يوي گناه نه منع كول مقصود وي ، مثلا یو کس بل څوک اوګوري چې هغه د بل چا مال په نا جائزي طريقي سره خوري نو په ده باندې لازم دي چې هغه کس ته ددي خبر ورکړي ، ددي دپاره چې د هغه حق ضائع نشي.
خو که یو کس خپل مال په پټ ځای کې کيږدي او دا بل څوک اوګوري نو اوس ددي تذکره بل چاته کول هم چغل خوري او راز ښکاره کول دي).اصلاحی مدلل تقريرونه ج ١٤ مخ۷۳
د چغل خوری حکم
امام ذهبي رحمه الله هم فرمايلي چې چغل خوري گناه کبیره ده ، دا په اتفاق د مسلمانانو حرامه ده ، او ددي په حرمت باندی د قرآن کریم او احادیثو نه ډیر دلائل موجود دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبی عبادتونه او گناهونه
کله چې ته چاته تیلفون کوې نو په داسې وخت کی به ورته تیلفون نه کوی،چې هغه وخت دهغی ددرس،خوب مانځه یا دبل یو داسې مصروفیت او عمل وخت وی چې هغه ستا په تلیفون کولو باندې تنګ شي،
ځکه دا دکامل مسلمان نښه او علامه ده چې دهغه دلاس او دژبی دضرر نه به نور مسلمانان په آمن کی وی.
حدیث کی راځی(کامل مسلمان هغه دی چه نور مسلمانان دهغه دژبی او دهغه دلاس (دضرر)نه محفوظه وی)[بخاری]
افسوس!
نن صبا دخلقو سره هیڅ قسم احساس نشته او دخلقو وختونه ورته هم بی کاره ښکاری نه ورسره دخپل دوخت قدر وی او نه ورسره دبل دوخت قدر وی نو داسې انسان دیر بی احساسه وي او که یو کس ورته تلیفون اوچت نه کڔی،نوبیا کنځل،ګیلې،او ردې بدې وائي حالانکه داسې نه دی پکار کیدیشی هغه په مانځه کی مصروف وی،یا اودهٔ یا په درس کی وی،یا بل څه مصروفیت یاعذر ورته وی،ځکه یي موبائل اوچت نه کرو،عاقل انسان هغه دی چه دبل انسان دپاره عذر لتوی،
او دا دسلفو علماؤ طریقه وه چی دیوکس دپاره به ئې او یا(۷۰)عذرونه لتول.
الموعظة الحسنة
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دخوب نه بیداریدلو سنت(۲)آخره برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۷)-) دادعاء لوستل:
لَا إِلَهَ إِلَّا اللّٰهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرُ، الحَمْدُ لِلَّهِ وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ ، وَ اللّٰهُ أَكْبَرُ، وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللّٰهِ، البخاري /١٠٨٦)
فائدة : که یو انسان چی دبیداریدلو په وخت کې دا ولولي او بيا دالله نه مغفرت وغواړي او يا بله دعاء وغواړي هغه قبليږي او که اودس وکړي او لمونځ وكړي هغه هم قبليږي،
(۸)-دادعاء لوستل:
لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ، اللَّهُمَّ أَسْتَغْفِرُكَ لِذَنْبِي، وَأَسْأَلُكَ رَحْمَتَكَ، اللَّهُمَّ زِدْنِي عِلْمًا، وَلَا تُزِغْ قَلْبِي بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنِي وَهَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ.
ابوداود (٥٠٦١ والحاكم في المستدرك ٥٤٠/١٧) وصححه واقره الذهبي
(۹)-مسواک استعمالول:
حذيفة رضی الله عنه فرمائی: چی نبی علیه السلام به کله دشپي را بيدار شو نو مسواک به یی استعمالوو. " اخرجه البخاري /٢٤٦/ ومسلم ٢٥٥ /
(۱۰)-دوينځلو څخه مخکي په لوښي کې لاس نه داخلول:
دابو هريرة رضى الله عنه څخه روايت دی هغه فرمائی : چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمايلي دي : کله چې يو تن ستاسو نه دخوب نه را بيدار شي نو خپل لاس دی تر هغي پوري په لوښي کې نه داخلوي تر دی چې دري کرتي یی ووینځی ځکه دانه پوهیږی چې دده لاس چیرته شپه تیره
کړي ده.متفق علیه
(۱۱)-) دشپي در بيداريدلو په وخت کې خپل خدمت خپله کول چا ته تکلیف نه ورکول لکه چې همدا دنبي عليه السلام مستمر عادت ووچې په ډیرو روایاتو کې ذکر دی،
(۱۲)-خپله پوزه دری (۳) كرتي سون كول.
دابو هريرة رضى الله عنه څخه روايت هغه فرمائی چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمایلی دی کله چې یو تن ستاسو کی دخوب نه را بیدار شي نو دري (۳) كرتي دى پوزه سون کړی پس بیشکه شیطان دده ده پوزی په برسرکې شپه تیره وی.صحيح البخاري / ٣٢٩٥/ بحواله شاملة
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۰)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دخوب نه بیداریدلو سنت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) دبیداریدلو په وخت کې دمخ (سترگو) نه خوب مسحه کول
(۲) دسورة ال عمران اخرنى لس (۱۰) ایتونه لوستل:
عبد الله بن عباس رضى الله عنهما دنبي صلى الله عليه واله وسلم سره شپه تیره کړه فرمانی چی نبی علیه السلام په نمائی شپه کی کیناستلو خوب یی دخپل مخ نه په خپل لاس مسئحه كووبیا یی دسورة ال عمران لس (۱۰) ايتونه ولوستل اخرجه البخاري / ٧٦٣/١٨٣/
(۳)-په دغه ایتونو کې تفکر کول:
(۴)-او اسمان ته کتل:
(۵)-دادعاء لوستل:
(الحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَحْيَانَا بَعْدَ مَا أَمَاتَنَا وَإِلَيْهِ النُّشُورُ)البخاري / ٥٨٣٧ / ومسلم / ۲۷۱۱
هغه ذات لره ثناء ده چې مونږه یی ژوندی کړو روسته دهغې نه چې مړ کړي یی وو مونږه او هغه ته را جمع کيدل دي.
(۶)-دادعاء لوستل:
الحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي عَافَانِي فِي جَسَدِي، وَرَدَّ عَلَيَّ رُوحِي وَأَذِنَ لِي بذكره. الترمذي / ۳۳۹۸/ وصححه النووي في الاذكار / ٥٩ / برقم / ٢٨/
ثناء ده هغه ذات لره چې عافیت یی ورکړی دی زما جسد لره او ماته یی زما روح بیرته واپس کړه او ماته یی اجازت دهغه د ذکر کړی دی ،
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۹)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دویده کیدلو په وخت کې دنبی صلی الله عليه واله وسلم طريقي:(۶) آخره برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۹)-اللَّهُمَّ خَلَقْتَ نَفْسِيْ، وَأَنْتَ تَوَفَّاهَا لَكَ مَمَاتُهَا وَمَحْيَاهَا ، إِنْ أَحْيَيْتَهَا فَاحْفَظْهَا، وَإِنْ أَمَتَّهَا فَاغْفِرْ لَهَا، اَللَّهُمَّ إِنِّيْ أَسْأَلُكَ الْعَافِيَةَ:
اے الله زما نفس تا پیدا کړی ، اوته ئی وفات کوی، مرگ اوژوند ئی هم ستاپه لاس کښی دی که ژوند دی ورکړو نو حفاظت کی وکړه ، او که وفات دی
کرونو بخښنه ئي وکړه ، الله زه تانه دعافيت سوال کوم .
مسلم : ٣٤٨/٢ رقم : ٧٠٦٣]
فضیلت : عبد الله بن عمر رضى الله عنه يوسرى ته حكم وکړو چه کله دخوب دپاره ارخ لګوى نو دادعاء وائيه ، هغه کس عرض وکړو چه تا دا خبره دعمر رضى الله عنه نه اوریدلی ؟ هغوی و فرمائیل بلکه د عمرنه بهتر یعنی پخپله درسول الله صلى الله عليه وسلم نه می اوریدلی...
(۲۰)-دخانسته خوبونو دلیدو دعاء
اَللَّهُمَّ إِنِّيْ أَسْأَلُكَ رُؤْيَا صَالِحَةً، صَادِقَةً غَيْرَ كَاذِبَةٍ، نَافِعَةً غَيْرَ ضَارَّةٍ .
ترجمه : اے الله زه تانه د خائسته او ریشتینی خوبونو سوال کوم ، چه دروغ جن او ضرری نه وی ، بلکه نافع وی .
ابن السني : ٧٤٣ صحيح موقوف على عائشة
فضیلت : د عائشى رضي الله عنها نه منقول دی چه هغی به کله دخوب اراده وکړه نودادعا، به ئي كوله.
(۲۱)-پداسي چت (بام) چې پرده او دیوال پری نه وي نه ويده کیدل:
د علی بن شیبان رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی : چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمايلي دي، چاچې داسې کور په چت باندي شپه تيره کړه چې په هغه پرده ، دیوال نه وو نو دهغې نه دالله زیمواری بری ده.ابوداود كما في صحيح الجامع الصغير /٦١١٣/
(۲۲)-لاسونه دخوراک دبوی څخه پاکول:
دابو هريرة رضى الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی چی رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمایلی دی : چاچی پداسی حالت کې شپه تیره کړه چې دهغې په لاس کې د طعام بوی او غورزی وی نو دغه انسان دی سوا دخپل
نفس څخه بل څوك نه ملامته كوي ...
اخرجه الترمذي والحاكم وصححه الألباني في صحيح الجامع /٦١١٥/
(۲۳)-دیر مخی خوب کولو څخه پرهیز کول:
ابو هريرة رضى الله عنه فرمایی : چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم يو سړی ولیده چې په خيته پروت وو نبی علیه السلام ورته وویل : داسی پریوتل الله نه خوښوي.رَوَاهُ الترمذي صححه الألباني في صحيح الجامع /٢٢٧٠/
(۲۴)-په ډډه باندی داخوتلو په وخت کې دادعاء لوستل:
لا إله إلا الله الواحد القهار رب السموات والأرض وما بينهما العزيز الغفار».
النسائي ، وصححه الألباني في الصحيحة / ٢٠٦٦ / وصحيح الجامع رقم / ٤٦٩٣/
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۸)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دویده کیدلو په وخت کې دنبی صلی الله عليه واله وسلم طريقي:(۵)برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۶)-د شرک نه براءت
فضیلت : دخوب نه مخکښی ددی سورت دلوستلو ډیر لوی ثواب دى ، نبي كريم صلى الله عليه وسلم يو صحابي نوفل رضى الله عنه ته وفرمائيل : قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ.سورت ووایه اوبیادی پسی ویده شه بیشکه داسورت د شرك نه براءت دی.
فائده : ثم تم على خاتمتها مطلب دادی چه داسورت دټولواذکارو او دعا ګانوپه
اخر کښی ووایه او بیاوریسی ویده شه..
(۱۷)-اللَّهُمَّ رَبَّ السَّمْوَاتِ وَرَبَّ الْأَرْضِ وَرَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ، رَبَّنَا وَرَبَّ كُلَّ شَيْءٍ، فَالِقَ الْحَبِّ وَالنَّوَى، مُنْزِلَ التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ وَالْفُرْقَانِ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ كُلِّ شَيْءٍ أَنْتَ آخِذٌ بِنَاصِيَتِهِ أَنْتَ الْأَوَّلُ فَلَيْسَ قَبْلَكَ شَيْءٌ وَأَنْتَ الْآخِرُ فَلَيْسَ بَعْدَكَ شَيْءٌ وَاَنْتَ الظَّاهِرُ فَلَيْسَ فَوْقَكَ شَیْئٌ وَأَنْتَ الْبَاطِنُ فَلَيْسَ دُونَكَ شَيْئٌ، اِقْضِ عَنَّا الدَّيْنَ وَاغْنِنَا مِنَ الْفَقْرِ .
مسلم ٣٤٨/٢ - مسند أحمد ٣٨١/٢-٤٠٤ - ٥٣٦]
فائده : دا دعا هم یوځل لوستل پکار دی. ډیره بهتره او جامعه دعاده .
(۱۸)-اللَّهُمَّ فَاطِرَ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ، عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ أَنْتَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ وَإِلَهُ كُلِّ شَيْءٍ، أَشْهَدُ اَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ وَحْدَكَ لَا شَرِيكَ لَكَ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُكَ وَرَسُولُكَ وَالْمَلَائِكَةُ يَشْهَدُونَ ، اَعُوذُ بِكَ مِنَ الشَّيْطَانِ وَشِرْكِهِ وَأَعُوذُ بِكَ أَنْ اقْتَرِفَ عَلَى نَفْسِي سُوءًا أَوْ أَجُرَّهُ عَلَى مُسْلِمٍ.
ای الله ته داسمانونو او ځمکو پیدا کونکی ئی ، په پټو او ښکاره خبریی ،
دهرشی رب او د هر څه مالك یی، زه گواهی ورکوم چه نشته لائق دعبادت ما سوارستانه ، زه پناه غوارم به تاد شرد نفس خپل ، او د شرد شیطان او د شر دشرك دهغه نه.
مسند احمد ٦٨٥١ ، ومجمع الزوائد : ۱۲۲/۱۰ باسناد حسن
فائدہ : نبی علیه السلام ددے دعاء دومره اهتمام کړی وو چه دا یی ابوبکر صدیق ته خودلی وه چه دا سهار او ماښام او کله چه اوده کیری وایه او بيا عبد الله بن عمرو بن العاص رضى الله عنهما په یو کاغذ باندی لیکلی وہ-پد کی دیری زیاتی فائدی دی۔
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۷)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دویده کیدلو په وخت کې دنبی صلی الله عليه واله وسلم طريقي:(۴)برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۳)-اَللَّهُمَّ قِنِيْ عَذَابَكَ يَوْمَ تَبْعَثُ عِبَادَكَ
يا الله ما په هغه ورځ دخپله عذابه وساته په کومه چه ته خپل بندگان
را پورته کوی .
[صحيح : الترمذى ١٤٣/٣ الكلم الطيب (۳۷)، (۳۹) ابن حبان (۳۳۱/۱۲رقم ٥٥٢٢]
فائده : حذيفة رضي الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم به کله دویده کیدو اراده وکړه نو ښی لاس به ئي دمخ لاندی کیښودو او بیا به ئی دا دعاء ووئیله.
(۱۴)-بِاسْمِ اللَّهِ وَضَعْتُ جَنبِيْ، اَللَّهُمَّ اغْفِرْ لِيْ ذَنْبِي وَاخْسَىْ شَيْطَانِيْ وَفُكَ رِهَانِيْ، وَاجْعَلْنِيْ فِي النَّدِيِّ الأعلٰى.
دالله په نوم می ارخ ولګولو ، يا الله ماته زما ګناه معاف کړی ، او شيطان رانه و شری ، او داور نه می ازادکری ، اود انبیاو او فرشتوپه مجلس کښی می شامل کړی .ابو داود : ٥٠٥٤، حديث صحيح]
فضيلت : أبو الأزهر الأنصاري رضي الله عنه فرمائی: چه رسول الله صلى الله عليه وسلم به کله دشپی څملاستو دپاره دده واچوله نو دادعا به ئی ووئيله ، او دا جامع دعاده ځکه چه پدی کښی د ګناهونود مغفرت ، شیطان نه دحفاظت ، جهنم نه دنجات ،اوملاً على یعنی آخرت کښی په اعلی مقام کښی دشمولیت سوال دی.
(۱۵)-د ټول مخلوق برابر دالله تعریف کول:
اَلْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِيْ كَفَانِيْ وَآوَانِيْ وَأَطْعَمَنِيْ وَسَقَانِيْ وَالَّذِيْ مَنَّ عَلَيَّ فَأَفْضَلَ، وَالَّذِيْ أَعْطَانِيْ فَاَجْزَلَ، الْحَمْدُ لِلَّهِ عَلَى كُلِّ حَالٍ، اَللَّهُمَّ رَبَّ كُلِّ شَيْءٍ وَمَلِيكَهُ وَإِلَهَ كُلِّ شَيْءٍ، اَعُوذُ بِكَ مِنَ النَّارِ .
ابو داود رقم : ٥٠٥٨ ، وشرح السنه : ١٠٦/٥ - والنسائي في عمل اليوم والليلة : ۷۹۸ حدیث صحیح، البانی
فضیلت : رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائی : څوك چه بستری ته راشی اودا كلمات ووائی ، نوده دټول مخلوق برابر دالله تعريف وكړو ( یعنی د ټول مخلوق د تعريف برابر اجر به الله وركړى)...
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۶)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ