امام فضيل بن عياض رحمه الله وایی "تفکر وکړئ او عمل وکړئ مخکې له دې چې پښیمانه شئ. د دنیا فریب مه خورئ، ځکه چې روغ یې ناروغېږي، نوی یې زاړه کېږي، نعمتونه یې ختمېږي، او ځوان یې بوډا کېږي."[ الزهد الکبیر از بیهقی (۴۸۴)]
Читать полностью…ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خوری! علم زده کړه!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
که سری علم زده کړي نو یوازې به خپل ځان وژغوري مګر که ښځه علم زده كري ، د يوې لويې کورنۍ د ژغورنې سبب به شي. خوری ! آیا د رسول الله ﷺ دغه حدیث شریف ته دې پام کړی چې فرمایي: «مَنْ سَلَكَ طَرِيقًا يَلْتَمِسُ فِيهِ عِلْمًا سَهَّلَ اللهُ لَهُ بِه طَرِيقًا إِلَى الْجَنَّةِ » [صحيح مسلم / ٢٦٩٩] ژباړه: هر څوک چې د علم په ترلاسه كولو كې لاره ووهي ، الله تعالی جنت ته تلل ورته آسانه كوي».
ډېری خلک شکایت کوي چې زمونږ ښځې داسې او هغسې دي ، ګوره ښاغلیه سریه خپله خور او خپله مېرمن دې د تفسير او ترجمي ، حدیث او سیرت درسونه ته پرېښې نده نو څنګه د دې په تمه يې چې د سلف د مېرمنو په شان دې چلند وکړي ؟
امام ذهبي وايي د سلف د ناوې ګانو په جهیزیه کی به د مختصر امام مزني کتاب موجود و. [سیر اعلام النبلاء].
سبحان الله ، دوی ته يې په جهیزیه کې کتابونه اخیستل تر څو دخاوند مقام ، د ماشومانو روزنه او له ديني احکامو څخه خبرې شي ، مګر نن څه شوي ؟ آيا د جامو مینځلو په ماشین او.... کولی شو خپل دین مکمل کرو ؟
شيخ محمد بشير ابراهيمي رحمه الله فرمايي: «مسلمانه ښځه باید علم زده کړي ، بايد وروزل شي مګر په دې شرط چې دغه کار به د دین او اخلاقو په
دایره کې وي مګر که ښځه جاهله وي ، خاوند یې زړه توری کوي او ماشومان
يې بې لاره کېږي او د تباهۍ لوري ته ځي.
د ښځو ديني علم ، ښخې د پاک لمنی په لوري بيايي ، او جهالت د ښځو دسقوط سبب ګرځي استعمار د ښځو د ديني علم په ضد دی ځکه چې ديني علم ښځه د صلاح په لوري بيايي او سبا بله ورځ صالحه ښځه او صالحه مور ترې جوړېږي ، چې په په پایله کې د داسی صالحی ټولنې او صالح نسل د را منځته کېدو سبب ګرځي چې په سالمه عقیده ، تینک ایمان او اخلاقو به سمبال وي » [الآثار ۳۱۳۸۴].
د بغداد په جامع جومات کې د صحاح جوهري کتاب د يوې ښځې د لاس په
کرښو شتون لري چې ښکلی خط هم لري ، د دغه کتاب لیکواله مریم بنت عبد القادر وايي: هيله منده یم هغه کسان چې په کتاب کې ځيني غير عمدي اشتباهات ويني ، ما وبښي ځکه چې ما په ښي لاس کتاب لیکه او په کیڼ لاس مې د زوی زانګو ښوروله » مجله لغة العرب ، کرملی (۱۹۲۸ ميلادي).
خورې ، د سلف ټولې مېرمني عالمانې وې ، د تفسير او حدیث په علم سمبال شوې وې ، مېړونو يې د سړیو لپاره او مېرمنو يې د ښځو لپاره دعوت کاوه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه څه چې باید ټولې مسلمانې ښځې پرې پوهې شي
عبد الحمید بن بدیس رحمه الله فرمایي:که یو هلک ته تعلیم ورکړئ، یوازې یو کس ته زده کړه ورکوئ، خو که یوې انجلۍ ته تعلیم ورکړئ، نو په حقیقت کې تا یو ملت ته تعلیم ورکړئ!
"په اسلام کې د لور فضیلت، ارزښت او مقام"
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اې مومنه؛ژمی ستا لپاره یو خبرداری دی!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اې مؤمنانو؛پوه شی چې د ژمي یخنۍ موږ ته د دوزخ د سختې یخنۍ خبر راکوي، ځکه چې دوزخ یخنۍ او تودوخه دواړه لري.
زما ورور الله جل جلاله دې تا په دې پوه کړي چې په دوزخ کې لمر د شدید تودوخې سره سخت او یخ دی، خو په جنت کې داسې نه دی، الله تعالی فرمايي:مُتَّكِثِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ لَا يَرَوْنَ فِيهَا شَمْسًا وَلَا زمْهَرِيرًا) [الإنسان: ١٣].
معنی: هلته په ښکلو بسترونو کې استراحت کوي، نه لمر ويني او نه ساړه.
هو،ژمی آخرت ته د چمتو کیدلو لپاره یو فرصت دی،چی دحشر ورځې لپاره تياری ونیسی،که نه نو دوزخ هغه ځای دی چې سخته ګرمي او یخنۍ درته انتظار باسي.
ګرانو مؤمنانو،د ژمي مقصد،د قیامت ورځي ته تیاری نیول دي.ځکه چې د ژمي په راتګ خلک یو ځل بیا په دې پوهوي چې ژوند یې لنډ شوی دی،خپل قبر ته نږدې شوی،او حجت ورباندی قایم شوی؛نو ددې څخه د ځان ساتلو لپاره یو څه وکړئ ځکه چې د ژمي یخنۍ د دوزخ یوه برخه ده.
ابوهریره رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:په سخته ګرمۍ کې، د ماسپښین لمونځ هغه وخت وکړئ کله چې هوا لږ سړه شي،ځکه چې د تودوخې شدت د دوزخ له تنفس څخه دی.د دوزخ ور الله ته شکایت وکړ چې زما بعضی حصه بعضی نور له منځه وری،الله عزوجل هغه ته په کال کې دوه ځله دتنفس کولو اجازه ورکړه، یو په ژمي کې او بل په اوړي کې، د هغه د ژمي تنفس سخت ساړه او د اوړي د تنفس سخت ګرم دی.بخاری : ٥٣٧.٥٣٦]
نو دې سفر ته د یو څه کولو لپاره؛ موږ باید ژمی په داسې حال کې تېر کړو چې سم صحیح او مثبت ځواب ورته ورکولی وه شو، او دا به هغه وخت وه شو کولی چې ژمی مو په عباداتو، نیکو اعمالو، په ښایسته اخلاقو،د نیکۍ په امر او له بدیو څخه په منع کولو تېر کړو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زمستان فرصتی دوباره برای مؤمنان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ښځه به د نورو ښخو نه خپل عورت پټ ساتي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په صحيح مسلم كي راځي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : (لا تنظر المرأة إلى عَوْرَةِ الْمَرْأَة ښځه دي د بلي ښځي عورت ته نه ګوري .
دې باره کي راجح قول دا دی چې يوه ښځه به د بلې ښځي نه په دومره اندازه پرده کوي، څومره پرده چې ښځه د خپلو محارمو (پلار، ورور زوی وغیره) نه کوي!!.
لكه دا خبره د سورة النور (۳۱) آیت نه معلوميږي، پدي آيات کي ئي د مسلمانو ښځو نه پرده د محارمو د پردي سره يو ځاى ذكر كړي ده!!.
به فتاوى اللجنة الدائمة كي راځی(وقد دل ظاهر القرآن على أن المرأة لا تبدي للمرأة إلا ما تبديه المحارمها، مما جرت العادة بكشفه في البيت، وحال المهنة - يعني الخدمة في البيت ).
دا کار ناروا دی چې يوه ښځه د بلي ښځي مخ کي خپل بچي ته تی ورکوي او خپله سینه ئي بلي ښځی ته ښکاره کيږي، ځکه د ښځي سیني عورت دي، د بل ښځي په مخ کي د دي ښکاره کول ورته ندي جائز.
ځيني ښځي په بله ښځه باندي (بي د سخت ضرورته) خپله شا او يا خیته غوړوي؛ يا د بلي ښځی مخامخ استنجاء کوي، نو دا هم ناروا عمل دی
فتاوى اللجنة الدائمة للبحوث والافتاء، جمع وترتيب احمد بن عبد الرزاق الدرويش ۱۷/ ۲۹۱، المنتقى من فتاوى الشيخ صالح الفوزان:۳۰۷/۳ - ٣٠٨ ، البحر الرائق۸
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شرح اسماء الله الحسنى جلد۳مخ۲۶
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دیره دیره عجیبه فایده:[که دچا اولاد دمور په نس کی ضایع کیږی،یا یی په اولاد باندی جنات وغیره راځی دټولو علاج په یو هیر شوی نبوی سنت باندی]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کور والی په وخت دعا
بِسْمِ اللَّهِ اَللَّهُمَّ جَنِّبْنَا الشَّيْطَانَ وَجَنِّبِ الشَّيْطَانَ مَا رَزَقْتَنَا.
[بخاری ١ / ٤٦٣ - رقم : ١٤١ ، مسلم ٤٦٣/١ - رقم : ٣٦٠٦ ، ابن السني ۶۰۸]
ترجمه : په نوم د الله . ای الله ! وړاندی کړه مونږ د شیطان نه او جدا کړه شیطان د هغی نه چه تا مونږ ته راکړی دی.
روایت کښی راځی څوک چی د خپلی ښځی سره د کوروالي کولو وخت کښی دا ذکر وکړي نو شیطان به ئي اولاد ته ضرر ورنكري (لَوْ أَنَّ أَحَدَكُمْ إِذَا أَتَى أَهْلَهُ قَالَ بِسْمِ اللَّهِ،اللَّهُمَّ جَنِّبْنَا الشَّيْطَانَ وَجَنِّبِ الشَّيْطَانَ مَا رَزَقْتَنَا فَقُضِيَ بَيْنَهُمَا وَلَدٌ لَمْ يَضُرَّهُ). (متفق عليه).
د احاديثو شارحينو لکه حافظ ابن حجر، امام نووي او نورو د (لَمْ يَضُرَّهُ) ډير مصداقات بيان کړي، يوه معنا او مصداق یي دا بيان کړی چی کله دا ماشوم پیدا شي نو پيريان او شیطانان به ورباندي نه راځی تاسي به ليدلي وي په ځينو خلکو کښی پیریان ننوځی تكليف او ضرر وركوي؛ چېغى وهي، نو څوک چی د جماع وخت کښي دا دعاء ووايي او ددي جماع نه د ده اولاد پیدا شي نو په هغه به پیریان نه راځی!!.
د (لَمْ يَضُرَّهُ) معنا علماء دا هم کړي چی کله کله په خیټه کښی هم دا الله تعالی په اراده پیریان او شيطان حمل ته ضرر ورکوي نو د دي ذكر په برکت به شیطان دا کار هم نشي كولى!!.
د (لَمْ يَضُرَّهُ) دا معنا او مصداق هم دی چی ده ته په دین او دنیا کښی شیطان . ضرر نشي وركولى (وګوره: فتح الباري شرح النووي، المفهم، نيل الأوطار، تحفة الأحوذي،وغيره).
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شرح اسماء الله الحسنى جلد(۱)مخ۲۴
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د مرو څخه خپل حاجت غوښتل او يا د مړو او غایبو کسانو را بلل او هغوی نه مدد غوښتل:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لکه یا فلانى ولي . يا سخي زما دغه حاجت پوره کړي ، يا علي مدد ، یا پیره را ورسیږه او نور وغیره او دا عقيده لرل چې هغوى حاضر او ناظر او د څه کارونو متصرفين دي شرك أكبر دی.
ژیاره:که تاسی را وبولی نو ستاسې بلنه نه اوري او که وایې وري هم نو ستاسې غوښتنې نشي پوره کولای ، او د قیامت په ورځ به ستاسې له شریک نیولو څخه انکار هم وکړي.
شيخ فخر الدين حنفي په رساله کي ليکي :ومن ظن أن الميت يتصرف في الأمور دون الله واعتقد بذلك كفر كذافي "البحر الرائق".
ژباره:او که څوک دا گمان كوي چي مري د الله تعالى نه ماسوا متصرف دامرو دي او په دې باندي يې عقيده وي نو دا کفر دی او همدارنګه دا قول يې په بحر الرائق هم ذكر كړى دى.
او قاضي حميد الدين ناكوري هندي په توشيح كي ليكي : منهم الذين يدعون الأنبياء والأولياء عند الحوائجوالمصائب باعتقاد أن أرواحهم حاضرة تسمع النداء وتعلم الحوائج، وذلك شرك قبيح وجهل صريح قال الله تعالى (ومن أضل ممن يدعوا من دون الله من لا يستجيب له إلى يوم القيامة، وهم عن دعائهم غافلون)سورة الأحقاف: الآيه
ژباره:ځيني د دوی داسي کسان دي چي انبياء اولیاء په وخت د مشکل او سختى كي غواري د هغوی نه مدد غواري په دې عقيده چي هغوى حاضر او ناظر دي او غږ اوري او په حوائجو (ضروریاتو او مشکلاتو) پوهيږي دا ډیر بد شرک دی او ښکاره جهل دی. الله سبحانه وتعالى فرمایي (او څوک دي ډير گمراه له هغه چا چې بولي بي له الله څخه هغه چي نشي قبلولى هغه لره تر ورځې د قيامته پورې او دغه له دعا او بلنې د دوى بي خبره دي).
د ما فوق اسباب څخه مدد غوښتل يوازي رب العالمين ته خاص دي (ایاک نعبد و ایاک نستعین ).
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدعات خرافات ناوره دودونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
فایده.څنګه کولای شو خپل ماشومان دلمانځه لپاره لیواله کرو؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
که مور او پلار غواری چی خپل ماشومان لمونځ ګذاره وروزی،نو باید لاندی تکی په پام کی ونیسی.
(۱)-ماشومان دخپلو والدینو تقلید کوی، او دوی خپل مور او پلار دنمونی په توګه تاکی،له همدی امله کله چی مور او پلار تل دلمانځه دوخت حفاظت کوی،او په صحیح کیفیت او دپیغمبر ﷺ په طریقه مونځ ادا کوی،ماشومان هم هڅول کیڔی.
کله چی مور او پلار دلمونځ په ادا کولو کی سستی کوی،نو ماشوم به تری څه زده کری.
په عموم کی ماشومان دهغه شیانو سره مینه لری چی مور او پلار او توله کورنی یی کوی
(۲)-کله چی پلار مسجد ته ځی نو باید خپل ماشوم هم له ځان سره بوځی که څه هم په صف که یی خپل ځان سره ونه دروی،دنورو خلکو په لیدلو عادت اخلی.
(۳)-که په کور کی ماشومان دیر کوچنی وی،اودوی مسجد ته نه شی ورلی،نو مسلمان سری مکلف دی چی خپل سنت مونځ په کورکی ادا کری،تر څو ماشومان په کور کی دهغه څخه لمونځ زده کری،او دا دپیغمبر ﷺ حکم هم دی.
ابن عمر رضی الله عنه وایی رسول ﷺ وفرمایل(دلمانځه یوه برخه په کورکی ادا کری او خپل کورونه په هدیرو مه بدلوی)یعنی سنت او نوافل
(۴)-همدارنګه کله چی مور دلمانځه لپاره ودریڔی،باید خپل ماشوم هم خپل څنګ کی ودروی.
(۵)-نور ماشومان چی دلمانځه لیواله وی،او تل په مسجد کی دلمانځه په صفونو کی وسیڔی،خپلو ماشومانو ته یی یاد صفت او تشویق یی کری.
(۶)-باید دهغه طریقو څخه کار واخلی چی ماشومان مانځه ته هڅوی.
(۷)-ماشومانو ته باید دلمانځه اهیمت او فضیلت په اسلام کی،او دپریښو دولو سزا،او په جنت کی دهغی دفوایدو په اره خبری وکری.
(۸)-دوی ته دلمانځه ځانګری اسباب واخلی(دبیلګی په توګه)جای نماز سپین کالی او که انجلی وی بشپر حجاب او داسی نور....
البته دا یواځی دتشویق لپاره دی
(۹)-ځینی وختونه له دوی څخه وغواری چی دنورو په وراندی دجماعت په شکل مونځ وکری.
(۱۰)-دوی باید په تدریجی او اوږدمهاله توګه دلمانځه لپاره دعوت شی،او په زور سره نه وی او له وهلو باید دده وشی.
(۱۱)-دوی ته باید دنورو مسلمانانو دعبادتونو فلمونه او ویدیوګانی وښودل شی،په ځانګری توګه دحرم دمونځ.
(۱۲)-کوم ماشومان چی لمونځ نه خوښوی هغوی ته دلمانځه لپاره پیسی او رشوت ورکری،په دی توګه هغوی عادت او هڅول کیږی،سلفو به دا کار کاوه
(۱۳)-که ماشومان دعبادت لپاره لږه لیوالتیا هم ولری،هغوی وهڅوی ستاینه یی وکری ترڅو عبادت سره یی شوق پیدا شی.(ژباړه...محمدرضاصافی)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګټورې لارښوونې د ماشومانو دتربیت لپاره
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په هغو څيزونو باندې تبرک کول کوم چې شرعي اصل نلري.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تبرک د بركت له کلمې څخه اخیستل شوی چې زیادت او كثرت او طلب دخير ته وايي.
تبرک او برکت د الله تعالى د جانبه دی مسلمان لره ښايي چې دا عقيده ولري چې بركت د الله تعالى د طرفه دی او د هغه په واک کې دی او د مخلوق له جانبه نه دى.
تبرک په جایز او ناجایز ویشل شوی په کومو شيانو چې د اسلامي شریعت په نصوصو باندې معنوي او ذاتي بركت ثابت دى لكه ليلة القدر د عبادت زيات ثواب ، په مسجد الحرام کې د لمانځه زيات ثواب ،دزم زم د اوبو ذاتي بركت او نور.
ناروا تبرک هغه تبرک دی چې په اسلامي شريعت کې هيڅ اصل نلري، د داسې شي څخه د خير غوښتل او هغه خير او برکت ګڼل چې په اسلامي شريعت کي اصل ونه لري، منع او حرام دى.
لکه د يوې خاصې چينې مبارک ګڼل او په هغه کې د خلکو لمبل چې ددې چينې اوبه مبارکې دي او شفا وركوونكي دي.
د ځينو قبرونو د خاورو او کاڼو مبارک ګڼل د قبر د خاورو خوړل چې هغه د فلاني فلاني مرض درملنه ده.
د خاصي وني نبات،غره او نورو مبارک ګڼل.
د جن د شر د دفع کولو لپاره د ليوه د پوستكي يا هدوكي كارول.
د سترګو د نظر د دفع لپاره د بدرا دودول او نور.
په اکثرو موټرونو کې تسبيح ځرول شوې وي د موټر د حرکت پر مهال
موتروان په هغه باندې خپل لاس کشي دا کار مبارک ګڼې له خطر څخه
يې د بچ کیدو سبب ګڼې چې دا يو شركي بدعت دى.
دا هر څه د جاهليت د زمانې ميراث دی کوم چې مشرکانو به تر سره کول پخپلو لاسونو جوړ کړې،بتان او ځنې كاڼي او ونې به یې مبارک بلل، ځينو قبرونو ته به يې سجدې كولې او د هغوی څخه به يې د خير تمه او عقيده لرله.
د سیرت مشهوره قصه ده چې مونږ (صحابه) د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره حنين ته لاړو، د مشرکینو د دور په باره کې مو خبرې وکړې چې د مشرکينو لپاره يو ونه وه چې هغوی به مباركه بلله په هغه کې به یې خپلې وسلې ځړولې او دغه ونه ذات انواط نومېده مونږ په هغه باندې تیر شو، نو مونږ رسول الله ته وویل زمونږ د پاره هم ذات انواط وتاكه لکه څنگه چې د مشرکانو د پاره وه رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:الله أكبر ! إنها السنن، قلت والذي نفسي بيده، كما قالت بنو إسرائيل لموسى [اجْعَل لَّنَا إِلَهَا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ لتركبن سنن من كان قبلكم.[ترمذی احمد]
ژباړه: الله اکبر د (تعجب لپاره دی يعني الله لوی دی او د هر قسم شرک څخه پاک او منزه دی دا د هغوى طريقه ده د مشركينو)، قسم مي دي په هغه ذات وي چې زما نفس یې په واک کې دی تاسې ما ته داسې څه وایئ لكه بنی اسرائیلو چې موسی ته ویل مونږ ته هم د دغو خلکو پشان خدای وټاکه موسی وویل رښتيا هم چې تاسې ناپوهه قوم يئ، نو تاسې د مخکي خلكو ( مشركينو) طريقي عملي كول غوارئ.
دا حديث شريف د اسلامي امت د پاره لوی او ستر درس دی، چې داسې شي مبارک ګنل چې د هغه په شریعت کې ثبوت نه وي لکه مخکې مو چې بیان کړل د مشركينو او جاهليت ميراث وي او د هغه څخه د خير او منفعت دفع ضرر اراده لري مطلق حرام او دا عمل شرک دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدعات خرافات ناوړه دودونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اودس سنت(۲)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۱)-دمسواک استعمال:
((ابوهریرة رضی الله عنه فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دي: که چیرته تنګستیا نه وی زما په امت باندی نو ما به امر کڔی وی دی ته په مسواک وهلو په وخت دهر اودس کی))[اخرجه احمد وصححه البانی فی صحیح الجامع/۵۳۱۶/]
(۱۲)-دګیري خلالول:
((دانس رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې کله به رسول الله صلی الله علیه واله وسلم اودس کولو نو یوورغوی اوبه به یی واخستلی هغه به یی دزنې لاندې داخل کڔی او ګیره به یی ورباندی خلال کڔه او وبه یی ویل همدغه رنګه ماته زما رب حکم کڔی دی))[اخرجه ابو داود/۱۴۵/صححه فی صحیح الجامع/۴۶۹۶/]
(۱۳)-ټول سرپه مسحه راګیرول:
(۱۴)-په خاص کیفیت سره مسحه کول چې په حدیث کې ذکر ده:
((عبدالله بن زید رضی الله عنه دنبی صلی الله علیه واله وسلم داودس طریقه ذکر کوی نو فرمائی:بیا یی په خپلو دواڔو لاسونو یی ترشا پوری بوتلل او بیا یی هغه ځای ته واپس کڔه دکوم ځای څخه یی چې شروع کڔي وه))[رواه البخاری مختصرالبخاری /۱۴۳/]
(۱۵)-دغوږونو مسحه کول:
دنبی علیه السلام داودس په صفت کی دی((هغه سر او غوږونه یو کرتی مسحه کڔل))[ابوداود۱۳۳]
(۱۶)-دپښو او لاسونو ګوتی خلالول :
((دعبداللّٰه بن عباس رضی اللّٰه عنه نه روایت دی هغه فرمائی چی رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایلی دی خلال کڔه ګوتی دلاسونو او خپو ستا))[رواه احمد وصححه الالبانی فی صحیح الجامع/۳۲۳۹/]
(۱۷)-ښي اندام مخکی وینځل او ګس (چپ)اندام روسته[رواه البخاری] :
(۱۸)-دپښو ګوتی په کچه ګوته سولول:
((نبی صلی اللّٰه علیه واله وسلم وو چی کله به یی اودس کولو نو دپښتو ګوتی به یی په کچه ګوته سولولی))[ابوداود صححه الالبانی/۴۷۰۰/]
(۱۹)هر اندام دری دری کرتی وینځل [اخرجه مسلم وعثمان اخرجه البخاری]-
(۲۰)-اسباغ-یعنی هر اندام پوره وینځل((پوره اودس وکره))[رواه احمد]:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۶)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اودس سنت(۱)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-داودس په اول کی بسم الله ویل:
((دابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دي:دهغه چا اودس نه کیږی چې بسم الله ورپکی ونه وائی)) [احمد/۲۵/وصححه الالبانی فی صحیح الجامع/۷۵۷۳]
(۲)-دخپل لاسونه تر مڔوندونو دری کرتي وینځل:
((عثمان رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم داودس طریقه ذکر کوله نو اوبه یی دلوښي څخه راواڔولی او خپل لاسونه یی ترمڔوندونو دری کرتی ووینځل)) [البخاری ومسلم]
(۳)-خوله دری کرتي وینځل:
(۴)-پوزه ته اوبه اچول:
(۵)-او بیا بیرته پوزه سوڹ کول:
((حدیث دعثمان رضی الله عنه کې راځی .خولې ته یی اوبه واچولی بیا یی پوزې ته اوبه واچولی او بیا یی بیرته سوڹ کڔه))
(۶)-پوزه په ګس لاس (چپ لاس)لاس سوڼ کول: رواه الدارمی
(۷)-خوله او پوزي ته اوبه په ښي لاس اچول:رواه البخاری
(۸)-خوله او پوزی ته دیو ورغوي نه اوبه اچول:
(۹)-او دا اوبه دری کرتي اچول:
حدیث دعبدالله بن زید رضی الله عنه کی راځی[خولی او پوزی ته یی اوبه واچولی دیوورغوي نه او دا کار یی دری کرتي وکڔه] {مسلم۲۳۵}
(۱۰)-په غیر دروژی نه په پوزه کی اوبه زیاتی کش کول
((په پوزه کی اوبه دیری کش کره مګر که ته روزه یی))[ابوداود /۱۴۲/]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۵)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دنبی صلی الله علیه واله وسلم اودس
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
((عثمان رضی الله عنه فرمائي:چې رسول الله علیه واله وسلم اودس کولو نو داسي یی وکڔو چې اول یی دلوښي نه په خپلو ورغوو اوبهٔ راوراڔولی نو خپل لاسونه یی دری کرتي ووینځل،بیا یی ښي لاس په لوښي کی داخل کڔو نو خولي ته یی اوبه واچولی، بیا یی پوزي ته اوبه واچولی،بیا یی بیرته سوڹ کڔه بیا یی مخ دری (۳) کرتي ووینځلو، بیایی لاسونو تر څنګلو پوری دری (۳)کرتی ووینځلو بیا یی په سر مسح وکره، بیا یی خپي دری کرتي تر ګیټو پوری دری کرټی ووینځلی،بیایی وفرمایل چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دی چاچې داسې؟اودس وکه او بیا یی دوه رکعته لمونځ ادا کڔه چې په هغې کی دخپل ځان سره خبری ونه کڔي ده ته به مخکی ټول ګناهونه معاف شی))[البخاری/۱۵۸/]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له تاسو څخه دیره بخښنه غوارم إِنْ شاءاللّٰهُ نن څخه بعد به (یک شنبه- سه شنبه او پنج شنبه فقد نبوی سنتونو باره کی لیکنی نشر کوو،داودس سنتونه (۱)-برخه یی یک شنبه نشره وه ستاسو دنیکو دعاگانو په هیله.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۴)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ژبی باطله چالاکی او فصاحت
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ژبی باطله او فاسده چالاکی او باطل فصاحت دی چه د خپلی ژبی د صفائی او چالا کی دوجی نه یو حلال څیز د خلکو په نظر کی حرام ښکاره کړی او یو حرام څیز د خپلی ژبی د چالاکی په وجه باندی حلال ښکاره کړی. یو بهترین انسان د خپلی ژبی د چالاکی په وجه د خلکو په نظر کښی بد ترین انسان معرفی کړی، او بد ترین انسان د ژبی د صفائی په وجه باندی بهترین انسان ښکاره کړی، د ډیر فصاحت د غرور او مستئ خبری دخلی نه راکاږی او په خپلو خبرو کی داسی قوت پیدا کوی چه هر څه ځان ته داسی راتاوه وی لکه غوا چه واخه په خپله خوله باندی خوری.
(۱)-د ژبے باطل فصاحت سره د الله بغض:
د عبد الله بن عمرو بن العاص رضى الله عنه نه روایت دی چه هغه فرمائی : رسول الله ﷺ فرمایلی دی : بیشکه الله د هغی بلیغ سره بغض لری چه هغه د خبرو په اداء کولو کښی داسی په تکلف سره چالاکی کوی او دا ژبه د ډیر فصاحت او چالاکی د وجی نه په غاښونو کښی اړوی او داسی ئی راتاوه وی لکه څرنګه چه غویی د ګيا د خوراک په وخت ژبه د ګیا نه را تاوه وی.(اخرجه احمد ابوداود ترمذی)
(۲)-د ژبی د باطل فصاحت سره د الله د نبي بغض:
جابر رضى الله عنه فرمائى رسول الله ﷺ فرمایلی دی : بیشکه ډیر محبوب په تاسو کښی ماته او ډیر نزدی ماته په مجلس کښی په قیامت کښی هغه کسان دی چه هغوی ښائسته اخلاق لری.
او ډیر مبغوض په تاسو کښی ماته او ډیر لری په ستاسو کښی زما نه په ورځ د قیامت هغه کسان دی چه هغوی د خبرو باطل فصاحت او چالاکی لری. هغه کسان چه په تكلف سره ډیری خبری کوی د حق نه ووځی. او هغه کسان چه په بی احتیاطی سره په خپلو خبرو کښی ډیره چالاکی کوی او خلکو پوری استهزاء کوی او هغه کسان چه هغوی د ډير تكبر د وجی نه په ډکه خوله خبری کوی
صحابه کرامو وویل : مونږه خو ثرثارون او متشدقون پیژنو خو متفيهقون څوک دی ؟
هغه وفرمایل : هغه کسان چه هغوی تکبر کونکی وی.(اخرجه الترمذى: ۲۰۱۸، وحسنه الشيخ في صحيح الجامع، ٢٢٠١، والصحيحه: ۷۹۱)
د بيان صفائی او چالاکی د منافقت شعبه ده:
د ابو امامة رضى الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی : رسول الله ﷺ فرمایلی دی : حيا او د ژبی چاړاتوب او پڅ والی دواړه د ایمان شعبے دی،او فاحشی خبری کول او بیان یعنی ډیری خبری کول او د خبرو چالاکی دواړه د منافقت شعبی دی).(رواه الترمذى: احمد، والحاكم،صححه الألباني في صحيح الجامع الصغير)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژیے عبادتونه او گناهونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ځوانانو لپاره په غاړه یا لاس کې د ځنځير اچول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په غاړه يا لاس کې د ځنځير او يا حلقې اچول لاندي صورتونه لري:
اول صورت : په غاړه يا لاس کې د ځنځير ، يا حلقي يا مريو اچول په دې نيت چي هغه مؤثر بالذات دي يعني ضرر او بلا دفع كوي نو دا عمل شرک دی.
دوهم صورت په غاړه یا لاس کې د ځنځير اچول که د کفارو د تقلید په نيت وي لکه : سكان چې په لاس کې ځنځير اچوي او دا د هغوى مذهبي
عنعنه ده نو دا کار د کفارو سره مشابہت دی.په حدیث شریف کې راغلي:«من تشبه بقوم فهو منهم »رواه أحمد و شرح فقه أكبر ملا علي قاري ص : ۴۹۶ ..څوک چې د کوم قوم سره ځان مشابه کوي پس له هغوى نه دى له
هغوی سره به شمیرلی شي.
او که په دې عقیده نه وي د جمال او زينت لپاره وي بيا هم په منع شوي مشابهت کې راځي ځکه دا ډول زينت د ښځې لپاره وي نه د نارينه.
دریم صورت که دمرض د درملني په نيت وي نو دا کار هم جواز نلري
ځکه ددي حلقي كارول نه ديني اصل لري او نه هم علمي.
دعمران بن حصن رضی الله عنه روایت دی چه نبیﷺ یو سڔی ولید چه دهغه په لاس کښی دزیڔو یعنی پیتلویوه کڔئی وه- نو نبیﷺتری تپوس وکڔو چه داڅه شی دی؟نو هغه ورته وویل چه دا ما د،،واهنه ،،بیمارئ له وجی نه اچولی،،واهنه داسی بیماری ده چه دانسان په مټ کښی سخت درد راځی او دا صرف په نارینه ؤ کښی وی، نبیﷺورته وفرمائیل چه وی غور ځوه دا تاته نه فائده رسولی شی او نه ضرر بلکه داستاکمزوری نوره هم زیاتوی کچیری تاته ددی کڔی داچولو په حالت کښی مرګ راشی نو هیڅکله به هم کامیاب نه شی. (مسنداحمد)کتاب توحید
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدعات خرافات ناوړه دودونه
هیر شوی سنت
كوژدن والا ته دعا
بَارَكَ اللَّهُ لَكَ وَبَارَكَ عَلَيْكَ وَجَمَعَ بَيْنَكُمَا فِي خَيْرٍ .ابو داود رقم ۲۱۳۰ - ترمذی ۱۰۹۱ - ابن ماجه ١٩٠٥ - والحديث صحيح]
ترجمه : برکت دواچوی الله په تا کښی او برکت دواچوی په تاسو کښی او جمع والے دراولی ستاسو په مینځ کښی په خیر سره.
فائده : چابه چه کویژده وکړه نو رسول الله الله به ورته دغه دعا كوله .
مسنون مستند ذکړونه او دعاګانی
عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فرمایي: «ژمی ته ښه راغلاست وایم؛ په دې کې برکت نازلیږي، د شپې اوږدوالي د قیام لپاره وي، او د ورځې لنډوالی د روژې لپاره» [لطائف المعارف].
Читать полностью…ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو له نظره د ژمي ارزښت او فضیلت
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو د روژې له میاشتې، وروسته ژمی خوښاوه،او په هغه کې یې زیات عبادتونه کول.او د دې اوږدې شپې يې په عبادتونو خوندورې کولی او ورځې يې په جهاد او د دين په تبليغ کې تېره ولی.
امام ابن رجب حنبلي په طائف المعارف کې له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت کوي چې هغه وايي:(ژمی ته ښه راغلاست،برکت په هغی که نازلیږی،شپی د لمانځه لپاره اوږدیږی او ورځ د روژی نیولو لپاره لنډیږی.[الطائف المعارف].
امام ابن رجب حنبلي رحمه الله په کتاب [الطائف المعارف]. کې یو روایت له عبید بن عمیر رضي الله عنه څخه روایت کړی دی چې دژمی میاشت په باره کې فرمایلي دي:ای د قرآن شریف خلکو شپه اوږده شوه د قرآن تلاوت ته،نو د قرآن تلاوت وکړئ[لطائف المعارف]
وعن عمر قال: «الشتاء غنيمة العابد» (مسند احمد صححه الباني).
همدارنګه له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی،(ژمی د عبادت کوونکو لپاره غنیمت دی)[حلية الأولياء].
عبدالله ابن عمر رضي الله عنهما به د ژمي په موسم کې ویل:ای د قرآن شریفو خلکو ستاسو دشپی لمانځه لپاره شپه اوږده ده.او ستاسو دروژې نیولو لپاره ورځ هم لنډه شوې ده [موسوعة ابن أبي الدنيا : ١/ ٣٢٣].
هو،ژمی په دې یخ موسم کې تر ټولو لنډې ورځې او تر ټولو اوږدې شپې لري،ژمی مومنانو لپاره ښه فرصت برابروي.ترڅو د الله سبحانه وتعالی عبادت ته مخ کری،په همدې ډول صحابه کرامو هم دا موسم د ثوابونو د ترلاسه کولو لپاره ښه فرصت ګڼلی دی.
نو ای دصحابه کرامو پیروانو ددغه راروان ژمی څخه،دصحابه کرامو په شان استفاده وکره،اجازه مه ورکوئ چې ستاسو عمر پکی ضایع شي،او تاسو ونشئ کولی له هغې څخه ګټه پورته کړئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کتاب:زمستان فرصتی دوباره برای مؤمنان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ژمي فضائل د رسول الله صلی الله علیه واله وسلم د احادیثو له نظره
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رسول الله صلی الله علیه واله وسلم په څو مبارکو احادیثو کې دژمی دفضیلت په اره ویلی دی او د هغه راتګ یې د مؤمنانو لپاره خیر بللی دی.
تاسو ته باید دغه یادونه وکړم چې هغه ورځې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو لپاره غوره او دفضیلت څه دکی ګڼلې دی.دیری لندی دی لکه مثال روژه، د رمضان وروستۍ لس شپې د شوال، د ذی الحجې لومړۍ لس ورځې،د تشریق ورځې و...،خو تر ټولو اوږدی او دفضیلت ورځې او شپی په حقیقت کې دژمی دي چې د ټولو چارو لپاره کافي وخت پکی شتون لري.
البته د ژمې دفضیلت د بیانولو غرض دا دی چې په دې کې هم د رمضان په څېر ډېر نیک عملونه کېږي ترڅو انسان په خپل ځان کې بدلون راولي.او هغه پخوانی کس نه وسیږی.
له ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ژمی د مؤمن پسرلی دی، شپې یې اوږدې دي، نو شپې ئی دتهجد لپاره او ورځې یې لنډې دی نو ورځی ئی د روژی لپاره»[مسند احمد].
په یو بل صحیح حدیث کې هم راغلی دی( عامر بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په ژمي کې روژه نیول د خوشحالۍ غنیمت دی)[ترمذی : ۷۹۷]
مومن باید دژمی وخت ضایع نکړي، دهغی څخه باید د سرو زرو په څیر استفاده وکری،
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زمستان فرصتی دوباره برای مؤمنان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
أُوس الله تعالی دریم حکم بیانوی خاوندانو ته وایی چه د خپلو ښځوسره ښائسته ژوند تیروی او پکارده چه تاسو خپلو ښځو سره په وړو وړو شيانو
باندی بد اخلاقی ونکړی ترڅو چه د فاحشی اندازی ته نه وی رسیدلی چه سری د هغی د برداشت نه مجبوره شی لکه همدا مضمون نبی کریم الله په ډیرو احادیثو کی بیان کریدی فرمائی:(لا يَفْرَكُ مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةٌ إِنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقًا رَضِيَ مِنْهَا آخر) (صحیح مسلم کتاب الرضاع ٤٧٥/١) -
مؤمن سری دی د مؤمنی ښځی سره بغض نه کوی ځکه چه که د هغی یو خوئ خصلت ئی خوښ نه شی بل به ئی خوښ شی نو پکار ده چه د هغی په نیکیو باندی نظر واچولی شی او د هغوی د بدیو نه سترګی پتی کری شی ځکه چه ډیر کرته بد سلوك په تعلقاتو کی سختی د غیرو سره تعلقات د نافرمانی او بد اخلاقی سبب کیږی-
حافظ سیوطی په (الاکلیل) کی لیکلی دی چه دا آیت کریمه دلالت کوی چه د ښځی سره ښائسته سلوك كول واجب دی په خاوند باندی لازم دی چه د هغی پوره مهر ادا کری په اخراجاتو او د نمبر په تقسیم کی انصاف وکړی د هغی سره نرمی خبری اتری وکړی او بغیر د سبب نه هغه و نه وهی او نه د سختى سلوك وكرى (قاسمی ٢٤٩/٢) والمنار)
وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ
عبد الله بن عباس رضی الله عنه معنی کوی:(أَى طَيِّبُوا أَمْوَالَكُمْ لَهُنَّ وَحَسَنُوا أَفَعَالَكُمْ وَهَيْئَاتِكُمْ بِحَسَبِ قُدْرَتِكُمْ كَمَا تُحِبُّ ذَلِكَ مِنْهَا فَافْعَلُ أَنتَ بِهَا مِثْلَهُ) [قاسمی و ابن كثير وحکمت القرآن]
یعنی هغوی ته مزیداری (او نرمی) خبری کوی او خپل افعال او هيئات هغوی ته ښائسته کړی څومره چه ستاسو و سه وی لکه څنگه چه ته د هغی نه دا کارونه خوښوی نو ته هم د هغوی سره دغه شان کوه دارنګه تندی ورته مه ترش کوه او پدی کی دا هم
داخلیږی چه که خاوند وس لری نو د ښځی دپاره خادمه و نیسی کله چه زنانه ته د خدمت تکلیف وی.
د ښځو سره د نيك ژوند تیرولو ترغیبات
په اسلام کی د ښځی سره د ښائسته سلوك كولو ډیر تاکید راغلی دی یو خو دا آیت دی چه ته ئی تشریح ګوری دارنګه نبی کریم ﷺ فرمایلی دى(خَيْرُكُمْ خَيْرُكُمْ لِأَهْلِهِ وَأَنَا - خَيْرُكُمْ لِاهْلِی)چه تاسو کی د تولونه غوره هغه دی چه د خپلی ښځی دپاره غوره وی اوزه د خپلو بیبیانو دپاره ستاسو نه ښه یم- دا حدیث د الفاظو په معمولی فرق سره د عائشی رضی الله عنه ابن عباس او معاویه رضی الله عنهم نه ترمذی، ابن ماجه، طبرانی او حاکم و غیر هم روایت کریدے۔ وصححه الالباني واحمد شاكر)
حافظ ابن كثیر او قاسمی رحمه الله وائی : درسول الله صلی الله علیه واله وسلم سلوك د خپلو بیبیانو سره انتهائی درجه ښائسته وو همیشه به ئی د هغوی سره په خندین مخ باندی خبری کولی، د هغوی سره به ئی توقی کولی، او ام المؤمنین عائشی سره به ئی منده و هله هره شپه به ئی د هغوی ټولو سره په شریکه خوراک کولو او د اوده کیدو نه مخکی به ئی د خپلی بی بی سره ډیر وخت پورے خبرے کولی، او د نبی کریم الله صلی الله علیه واله وسلم مبارك ذات د هغه د امت د افرادو دپاره نمونه ده پدی وجه مسلمانانو لره هم د خپلو ښځو سره داسے سلوك كول پکار دی-
الله تعالى فرمائی : ﴿لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللهِ أَسْوَةٌ حَسَنَةٌ ﴾ چه د رسول الله صلی الله علیه واله وسلم ذات ستاسو دپاره ښاائسته نمونه ده (قاسمی (٢٥٠/٢)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حکمت القرآن جلد۳مخ۴۷۳
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دفطرة سنت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دفطرة سنت هغی ته ویل کیږي چې کله یی یو انسان ادا کڔی نو دادهغې فطرت سره موافق کیږی چې الله رب العالمین پری بندګان پیدا کڔی دي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-د ماشوم سنت ګري کول:
(۲)-استنجاء کول:
(۳)-مسواک استعمالول:
(۴)-نوکان پریکول:
(۵)-بریتان لنډول:
(۶)-ګیره اوږدول:
(۷)-زیر ناف ویښتان خریل:
(۸)-دتخر ګونو ویښتان خریل:
(۹)-دګوتو بندونه چې خیری پکی جمع کیږی وینځل:
(۱۰)-خوله وینځل:
(۱۱)-پوزه وینځل:
[البخاري/۵۸۹۱/ومسلم/۲۲۷//۲۶۱/]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۰)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:(کورته د داخلیدو سنت)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-کورته دداخلیدو په وخت کې ذکر کول:
دجابر رضی الله عنه څخه روایت دی چې ده درسول الله صلی الله علیه واله وسلم څخه اوریدلی دي چې کله یو سڔی خپل کورته داخل شي او د داخلیدو وخت کې دالله عزوجل ذکر وکڔي او دخوراک په وخت کې دالله ذکر وکڔي نو شیطان ووائی چې ستا لپاره دشپی دتیریولو ځای هم نه شته او دبیګا خوراک هم نه شته،(مسلم/۲۰۱۸/)
فائده:ددی سنت دعملی کولو په وجه باندی دده خوراک او کور دشیطان څخه محفوظ شي،
(۲)-کورته داخلیدو په وخت کې سلام اچول:
فائده سلام اچولو په وجه باندی ستا او کور والا باندي برکت نازلیږی،(الترمذی/۲۶۲۲/ وصححه وحسنه)
(۳)-دا دعاء لوستل:
اَللَّهُمَّ إِنِّی أَسْأَلُکَ خَیْرَ الْمَوْلَجِ،وَخَیْرَ الْمَخْرَجِ، بِسْمِ اللّٰهِ وَلَجْنَا،وَبِسْمِ اللّٰهِ خَرَجْنَا،وَعَلَی اللّٰهِ رَبَّنَا تَوَکَّلْنَا. (اخرجه ابو داود)
ترجمه:ای الله زه تانه بهتر ځای دداخلیدو غواڔم،او بهتر ځای دوتلو،دالله په نوم کورته داخلیږو،او دالله په نوم دکورنه وځو،او په الله تعالی باندی چه ځمونږ رب دی ځمونږ توکل دی.
(۴)-کورته داخلیدو په وخت کی مسواک استعمالول:مسلم/۲۵۳/
(۵)-په کور کې خدمت کول:
عائشیة رضی الله عنها فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم به په خپل کور کې خپلي کپڔي(جامی)پخپله ټولولی،او خپله ګډه یی خپله لوشله او خپل خدمت به ئی خپله کولو،(احمد صححه الالباني فی الصحیحه/۴۷۱/وصحیح الجامع/۴۹۹۶/)
ــــــــــــــ
او دا عمل په ورځ کې بار بار تکراریږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۹)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:(دکور څخه دوتلو او ننوتلو سنت )
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-دکور څخه وتلو او ننوتلو وخت کې دوه رکعته سنت کول:
ابو هریرة رضی الله عنه فرمائی:چې رسول الله(ﷺ) فرمایلی دی کله چې ته دکور څخه وځی نو دوه رکعته لمونځ وکڔه، هغه به تالره دبدترینو وتلو څخه منعه کڔي،او چې کله کورته داخلیږی نو دوه رکعته لمونځ وکره هغه به تالره دبدترینو داخلیدو څخه منعه کڔي،(اخرجه البزار حسنه الالبانی فی صحیحه/۱۳۲۳/وصحیح الجامع/۵۰۵/)
(۲)دادعاء لوستل:
بَسْمِ اللهُ تَوَکَّلْتُ عَلَی اللّٰهِ لَاحَوْلَ وَلَا قَوَّةَ إِلَّا بِاللّٰهِ.
ترجمه:په نوم دالله شروع کوم او توکل مے کڔی په الله تعالی باندی،نشته دګناه نه اوریدل او نه دنیکئ توفیق ورکول مګر په الله تعالی.
فائده:کله چه انسان دکورنه دوتلو په وخت کې دا دعاء ووائی:دی انسان ته وویل شي: ستا کفایت وشو:ته دهر شرنه وساتل شوی، تاته هدایت وکڔی شو او دی انسان څخه شیطان په دده شي.(الترمذی/۳۴۲۲/ صححه الالبانی فی صحیح الجامع/۶۴۱۹/ مسنون مستند ذکرونه او دعا)
(۳)-دا دعاء لوستل:
اَللَّهُمَّ إِنِّیْ أَعُوْذُ بِکَ اَنْ اَضِلَّ اَوْ اُضَلَّ اَوْ اَزِلَّ اَوْ اُزَلَّ اَوْ اَظْلِمَ اَوْ اُظْلَمَ اَوْ اَجْهَلَ اَوْ یُجْهَلَ عَلَیَّ.
(۴)او ددی دعاء دلوستلو په وخت کې اسمان ته نظر اوچتول:ابوداود/۵۰۹۴/
یالله زه پناه نیسم په تاباندی چې زه بل چا لره ګمراه کڔم او یا زه ګمراه شم او یا زه تیروځم یا بل څوک تیر باسم،یا زه وخویږم یا بل څوک وخویوم او یا په چا ظلم وکڔم اویا په ما ظلم وکڔی شي،یازه کم عقلتوب وکڔم او یا په ما څوک کم عقلتوب وکڔي،
(ابوداود رقم۵۰۹۴-الترمذی۳۴۲۳-وسنده صحیح)
(۵)-دچا سره ملاقات په وخت کې سلام اچول
ابو هریرة رضی الله عنه فرمائی :دمسلمان په مسلمان شپږ حقونه دی یو په هغې کې دادی چې کله ورسره ستا ملاقات وشي نو سلام پری واچوه،(رواه مسلم /۲۱۶۲/)
(۶)-چاسره ملاقات په وخت کې ستڔي مه شی کول:
دبراء بن عازب رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:هیڅ دوه مسلمانان نه شته چې دیوبل سره ستڔی مه شی وکڔي مګر هغوی ته دیوبل دجدا کیدو څخه مخکی مخکی مغفرت کیږي،(رواه ابوداود/۵۲۱۲صححه الالباني في صحیح مشکاة/۴۶۷۹/)
(۷)-مسلمان ته کتلو په وخت کې مسکا کول،
دابوذر رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې رسول الله(ﷺ) فرمایلی دي: مسکا کول ستا په مخ د ورور کې دا هم ستا لپاره صدقه دی،(احمد/۱۶۷/۵/احمد الالبانی فی الصحیحه/۵۷۲/وصحیح الجامع/۲۹۰۸/)
(۸)-په لاره باندی ذکر کول:
ابوهریرة رضی الله عنه فرمائی:چې رسول الله (ﷺ) دمکي په لاره مزل کولو په یو غرباندی تیریدولو نو دي ویل دا (جمدان) غر دی مفردون جنت ته مخکی شوی،هغه وفرمایل:(مفردون)څوک دی؟وفرمایل هغه کسان چې الله ډیر یادوی (مسلم/۲۶۷۶/)
(۹)-ضرري څیز دلاری نه لري کول:
نبی(ﷺ) فرمائی:ایمان څه دپاسه اویا شعبی دی اعلی په هغې کې لا اله الا الله او ادنی په هغې کې ضرري څیز دلاری څخه لري کول(رواه بخاری)
(۱۰)-دخیر په نیت دکور څخه وتل:
لکه دعلم نیت،عبادت نیت،چاسره دښیګړی په نیت،دمسلمانانو ترمینځ دصلحی نیت،دحلال رزق دګټولو او ځان دحرامو نه دبچ کیدلو په نیت،
(۱۱)-خبری کمی کول او اکثر وخت په چپه تیرول:
عبدالله بن عمر رضی الله عنه فرمائی:چې رسول الله (ﷺ)فرمایلي دي:څوک چې چپ شونو هغه نجات ومندو،(رواه ترمذی/۲۵۰۱)
(۱۲)-دلاڔی په ښي طرف مزل کول:
ځکه په ټولو کارونو کې ښی طرف غوره دی ترڅو چې دلیل په په ګس طرف قائم شي کما تقدم فی حدیث عائشة...(وفی شأنه کله)
دنـــظـــر حــفاظـــټ کـــول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
محترمو لوستونکو دا عمل په ورځ کې څومره زیات تکراریږی که دنبی صلی الله علیه واله وسلم دغه سنت پکی عملی شي څومره لویه ذخیره شوه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۸)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ
⛔️ داحساساتو په کارولو سره د مسلمانانو مسخره کول!
◾️په انټرنیټ کې د مسلمانانو د مسخره کولو په نیت داحساساتو کارول د اسلامي اخلاقو څخه لری او د ګناهونو څخه دي.
▫️وهب بن منبه رحمه الله وايي: له الله جل جلاله سره له شرک وروسته، ستره ګناه په خلکو ملنډې وهل او په هغوی مسخرې کول دي. [حلیات الاولیاء،أهداف ومرام،شرح فارسي بلوغ المرام].
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اودس سنت(۳)آخره برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۱)-اسباغ-یعنی هر اندام پوره وینځل((پوره اودس وکره))[رواه احمد]:
(۲۲)-او په اودس کی دحدنه زیاتی کولو نه پرهیز کول:
یو بانده چی نبی صلی الله علیه واله وسلم ته راغی چې دهغه څخه یی د اودس پوښتنه کوله هغه ورته اودس دری کرتی و ښودلو او بیا یی ورته وویل : چا چی ددی څخه زیاتی وکړو نو ده بد وکړه زیاتی یی وکړه او ظلم یی وکړو.رواه احمد/ ۲۲۸۴/ حسنه الألباني في الصحيحة۲۹۸۰
(۲۳)-په یو مد باندی اودس کول-
مد د صاع څلورمه حصه ده او صاع تقریباً دونیمی کیلو دی ، نو دا تقریبا دری پاوه جوړیږی
رسول الله صلى الله عليه واله وسلم به غسل په یو صاع کول او اودس به یی په یو مد باندي کولو يومد تقریباً نیم
ليتر او به دى صحيح فقة السنة /۱۰۸/۷
(۲۴)-اندامونه په اودس کی مګل:
عبد الله بن زيد رضى الله عنه فرمائی : ما رسول الله صلى الله عليه واله وسلم ليدلی وو چې اودس یی کولو نو شروع شو چی خپلی لیچی یی مګلی.اخرجه ابن حبان۱۰۸۲
(۲۵)-په کور کی اودس کول :
دابو هريرة رضى الله عنه څخه روايت دى هغه فرمائي : چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمایلی دی چاچې په کور کې اودس وکړه او بيا دالله دکورونونه یو کور ته ددی لپاره لاړه چې دالله د فرائضونه یو فرض ادا کړی نو دهغې دواړو قدمونو نه چې يو قدم اخلی نوهغه به یو گناه رژوی او چې بل اوچتوی نو یو درجه به یی اوچتوی. مسلم / ۲۸۲/ بحواله شاملة
(۲۶)-دڅنكلو او ګیتو څخه بره حصه وینځل:
دابو هريرة رضى الله عنه څخه روایت دی چی هغه اودس کولو نو چی کله بی متی وینځلی نو دګیتو څخه بره حصه یی هم ورسره ووینځله او چې کله یی پښې وينځلی نو دګیتو څخه بره حصه یی هم ورسره ووینځله او بیا یی و فرمائل ما رسول الله صلى الله عليه واله وسلم ليدلي وو چی همدغه رنگه اودس یی کولو.رواه مسلم۲۴۶
(۲۷)-داودس نه روسته خپل لنګ او پرتوګ ته او به شیندل:
نبي صلى الله علیه واله وسلم چی به کله اودس وکړو نو يو چونک او به به یی راواخستلی هغه به یی خپل عورت ته وروشندلی.احمد صححه الألباني صحيح الجامع۴۶۹۷
(۲۸)-داودس نه روسته دادعا، لوستل:
أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُوْلُهُ مسلم۲۳۴
فائدة : ددی دعاء به وجه بنده نه دجنت انه واره دروازی خلاصیږي چي دارد کومی دروازی نه وغواړي دهغې نه به داخليږي
(۲۹)-سُبْحَانَكَ اللّٰهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوْبُ إِلَيْكَ الخرجه النسائي في الكبرى والحاكم
فائدة : څوك چې اودس وکړی او دا دعاء ووائی داپه یوه ورقه کی ولیکل شي او بیا پری مهر ولګیږی او تر قیامته
پوری نه ماتیږي.
(۳۰)-داودس نه روسته دوه رکعته لمونځ:
فائدة : كوم انسان چي پوره اودس وکړي او بيا په هغې باندی دوه رکعته لمونځ په پوره توجه سره وکړي هغه لپاره به جنت واجب شي.مسلم
فائدة:اودس ددغى سنتو عملي كولو فائدة:
نبی صلى الله عليه واله وسلم فرمائی : چاچی اودس وکړو او ښایسته اودس یی وکو دهغه دجسد څخه گناهونه خارج شي تردی چی دنوکانو د لاندي نه هم گناهونه راوځي.رواه مسلم.۲۴۵
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۷)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د سپين ګيرو خلكو د اكرام،عزت او تعظیم صورتونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په مجلس،په ناسته پاسته، په وتلو او ننوتلو، په صف وغيره کښي د دوى خصوصي خيال ساتل، په هغوی شفقت او ترحم کول، د هغوی سره مدد کول د هغوی سره نرم چلن او خوی کول؛ د هغوی د عُمر او کمزوری لحاظ کول، د هغوى جائز حاجتونه پوره کول، د هغوی نه حياء كول دا ټول د دوی په توقیر تعظیم او ادب کښي داخل دي). [وګوړه.عون المعبود۲۱۲۹/۹ بترقیم الشاملة]
دا طبعي خبره ده چې انسان بودا او زوړ شي نو په رنګ خوی، خبرو، عاداتو وغيره کښي ئي څه نا څه فرق راځي داسي ډير بد نصيبه خلک شته چې د سپين ګيرو او عمر خوړلو خلکو په خبرو په رنګ په جامو په ساده توب په غریبی د نظافت او صفائي په خيال نه ساتلو پسي، خندا، توقي، يا استهزاء كوي، نو دا عمل د دغه حديث خلاف دی!!.د الله تعالى نه ويره پکار ده، مؤمن انسان دي د دغه بد عمل نه سخت اجتناب وكړي!!.
حديث کښي دا هم راغلي چې مشران بوداګان او زاړه خلک د معاشري او کورنۍ لپاره د خير او برکت سبب ګرځيږي.[وګوړه. سلسلة الاحادیث صحیحة]
لهذا دوى په خپل ځان باندي بوج ګڼل نه دي پکار.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شرح اسماء الله الحسنى جلد دوم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د مسلمان سپين ګيري عزت كول
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
روايت کی راځی(بيشكه د الله سبحانه وتعالى د تعظيم نه يو طريقه دا ده چې د مسلمان سپين ګيري عزت او إكرام وكړل شي)[رواه ابوداود والبيهقي]
د ټولو انبياوو سنت!!
د هغو خلکو چې سپين ګيري زاړه او مشران شي د دوی لحاظ کول د ټولو انبياء عليهم السلام سنت او معمول دی.
د يوسف عليه السّلام په واقعه کښي راځي، د هغه ورونو وويل: (إِنَّ لَهُ أَبًا شَيْخًا كَبِيرًا).دبنیامین ډیر بودا پلار دی ته يو مُحسن شخصیت ئې د کمزرو، مشرانو او بوداګانو سره احسان كونكى ئې، د داسي خلكو رعايت كوي!!) مفسرينو ليكلي[پدي خبري سره یی غرض د يوسف نه د شفقت مطالبه کول وو، چې د يوسف عليه السلام زره نرم شي.]
د موسى عليه السلام متعلق راځی(وَلَـمَّا وَرَدَ مَاءَ مَدْيَنَ وَجَدَ عَلَيْهِ أُمَّةً مِنَ النَّاسِ يَسْقُونَ وَوَجَدَ مِنْ دُونِهِمُ امْرَأتَيْنِ تَذُودَانِ قَالَ مَا خَطْبُكُمَا قَالَتَا لَا نَسْقِي حَتَّى يُصْدِرَ الرِّعَاءُ وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ)
من سورة القصص- آية (23))
ترجمه:او کله چي د مدين اوبو ته ورسيدو؛ نو يوه ډله خلک ئې پري وموندل چي خپل څاروي ئي خړوبول او له دوى آخوا ئي دوه ښځي وموندلي چي خپل څاروي ئي را منع كول، (موسى عليه السلام)ورته وويل ستاسو څه معامله (او مشکل دی) ؟ هغوى دواړو وويل: مونږ څارويو ته اوبه نه ورکوو تر څو چي شپانه بيرته ستانه شوي نه وي، پلار مو ډېر سپين ګیری دی!!.
(فَسَقَى لَهُمَا ) . نو (موسى عليه السلام) دوی دواړو ته څاروي ور اوبه کړل.
زمونږ د نبي محمد رسول الله - صلى الله عليه وسلّم - متعلق خو - حَدَّثْ وَلَا خَرَجَ-د هغه مبارک سیرت ته وګورو نو هغه خو د دغه ادب ډير زيات لحاظ كړى!! مثلاً روايت كښي راځي: د انس بن مالک رضی الله نه نقل دي:(یو بوډا سړی د نبي كريم صلى الله عليه وسلم ملاقات ته راغی، نو د مجلس خلکو زر زر ورته ځای ورنکړو، هغه ته ئي په ځای ورکولو کښي لږ تاخير شان وکړو، نو نبي - كريم صلى الله عليه وسلم يدي (باندي ناراضګي ښکاره کړه) وي فرمايل: هغه څوک زمونږ (دډلي) نه ندى چې زمونږ په کشرانو شفقت نه کوي او زمونږ د مشرانو (بوداګانو) عزت ادب او تعظيم نه کوي!!. (رواه الترمذي وصححه الألباني
نبي كريم صلى الله عليه وسلّم به په مجلس او مشوره کښي هم د مشر او کشر شخص لحاظ كول، لكه يو ځل د (حُوَيْصَةَ) او (مُحَبِّصَة) په نامه دوه کسان رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغلل، نو پدوى کښي كشر غوښتل چې لومړى خبري وكړي، رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: (كبر كبر) يعني لومړی په عمر کښي مشر ته د خبرو وار او نمبر ورکړه بيایي ته وكړه.(متفق عليه).
په اجتماعي عملونو لکه مونځ کولو کښي هم د دوی رعایت شوى، روايت كښي راځي(کله چې په تاسي کښي څوک خلکو ته جمع ورکوي، نو سپک شان مونځ دي ورته کوي ځکه په دوی مقتدیانو) كښي كمزوري هم وي، بيمار هم وي او مشران (بوداګان) هم وي .او کله چې څوک يواځي مونځ کوي نو څومره چې ئي خوښه وي هغومره دي اوږد كړي.(متفق عليه).
د سلام اچولو متعلق یي فرمايلي:(يُسَلِّمُ الصَّغِيرُ عَلَى الْكَبِيرِ) كشر دي په مشر باندي سلام واچوي . (رواه البخاري في صحيحه).
د يوي اداري، يو ځاى (خصوصا كورنۍ) مشري او مسؤلیت ورته سپارل که چیرته په چا کښي څه صلاحيت وي، نو د کورنۍ يا بل ځای مشري او مسؤلیت هم هغه چا ته سپارل پکار دي چې د نورو په نسبت ئي عمر ډير وي، روايت كښي راځی:(تاسي د الله تعالى نه وويريږئ، او خپل مشر رور مشر جوړ کړئ، ځکه کوم خلک چې په دوی کښي مشر سری خپل مشر وګرځوي نو دوی د خپل پلار ځای ناستی و موندل او کشر چې کله مشر جوړ کړي نو په همځولو او سیالانو کښي به سپک او د عيب سبب وګرځي).رواه احمد والحاكم والطبراني
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شرح اسماء الله الحسنى جلددوم صحفه۴۵۲
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی ستاسو په ورځو کښی بهترینه ورځ دجُمعی ورځ ده،په دی کښی آدم علیه السلام پیدا شوی،په دی کښی وفات شوی په دی ورځ به قیامت قائمیږی،نو تاسو په ما باندی په دی ورځ کښی زیات درود وایئ، ځکه ستاسو درود په ما باندی په قبر کښی پیش کیږی)[ابوداود والنسائی وابن ماجه]
:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ.
اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي دين ښیګري او فايدي
د اسلامي شريعت بله ګټه دا ده چې غدر او دوکه يې حرامه کړې ده، الله پاک فرمايي:(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ)من سورة المائدة- آية (1)
ژباړه: ای هغه کسانو چې ایمان موراړی دی په عقدونو (وعدو) باندې پوره والى
وكړئ.
او الله پاک فرمایي:(وَأَوْفُوا بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْئُولًا ﴾ [سورت اسراء : ٣٤)
ژباړه: په لوظونو باندې وفاء وكړئ ځکه دلوظونو باره کې تپوس کېدی شي.
او له نبي كريم صلى الله علیه وسلم څخه روایت دی چې هغه فرمايي: «لِكُلِّ غَادِرٍ لِوَاء يَوْمَ الْقِيَامَةِ، يُقَالُ: هَذِهِ غَدْرَةُ فُلَان. [صحيح مسلم: ١٧٣٦]
ژباړه: د قيامت په ورځ به د هر دو که باز لپاره بیرغ وي، ويل کيږي به چې دا د فلانكي غدر او دوكه ده.
او نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي: «أَرْبَعٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ كَانَ مُنَافِقًا خَالِصًا، - وَعَدَّ مِنْهَا - وَإِذَا عَاهَدَ غَدَر». [صحيح البخاري: ٣٤]
ژباړ څلور خصلتونه دي چې په چا کې شته شي نو خالص منافق به وي، يو يي دا شمېر کړ: او کله چې وعده کوي نو غدر کوي.
او نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي: «قَالَ الله تَعَالَى: ثَلَاثَةٌ أَنَا خَصْمُهُمْ يَوْمَ القِيَامَةِ رَجُلٌ أَعْطَى بِي ثُمَّ غَدَرا». [صحيح البخاري: ٢٢٧٠]
ژباړه: الله فرمايي درې ډوله کسان دې چې د قيامت په ورځ به ورسره زه جګړه كوم، يو هغه سړی چې زما په نوم څه واخلي او بيا دوکه وکړي.
ـــــــــــــــــــــ
(۵)برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي دين ښیګري او فايدي
د اسلامي شريعت بله ګټه او لوړ اخلاق دا دي چې مسلمان باید د خپل مسلمان ورور عزت او ابرو نفس او مال د توان په اندازه خوندي وساتي، تیری او ظلم تري دفع كړي، د خپل استطاعت په مقدار باید ورڅخه دفاع وکړي،
له ابودرداء رضي الله عنه نه روايت دى چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په مجلس کې يو چا د چا بد وويل، بل سړی يې د بدو ځواب وکړ نو نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
مَنْ رَدَّ عَنْ عِرْضِ أَخِيهِ رَدَّ اللهُ عَنْ وَجْهِهِ النَّارَ يَوْمَ القِيَامَةِ». [جامع الترمذي: ١٩٣١]
ژباړه: څوک چې د خپل ورور له عزت او ابرو څخه دفاع وکړي نو د قيامت په
ورځ به يي الله له مخ څخه اور واړوي.
ـــــــــــــــــــــ
(۴)برخه
امام ابن قیم رحمه الله وایي:(د دعا کیلی په پیغمبر صلی الله علیه وسلم درود ویل دي،لکه اودس چی د لمانځه کیلی ده.جلاء الأفهام (ص: ۲۶۲-۲۶۰).
عون المنان ، في تفسير القرآن
:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ.
اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ.