*دشیطان پیژندګلوي(اوومه برخه)*
یادګېرنه : په تېرو برخو کې د شیطان د خلقت په اړه او پدې اړه بحث شوی وو چې شیطان د انسان ازلي دښمن دی او هېڅکله په هېڅ صورت کې د ا نسان دوست او خیر خواه نشي کېدلی اوس به په شلو صورتونو کې دا خبره ښکاره کړو چې شیطان له انسان سره دښمني څنګه کوي؟
*د شیطان د دښمنۍ صورتونه*
*لمړی صورت*
د شیطان د دښمني لپاره همدا بس ده چې ده خپله قسم کړی دی چې دی به انسان ته په سمه لاره کې کيني او هغه ته به له هرې خوا نه ورځي ترڅو هغه له سمې لارې نه بلې خو اته وګرځوي او ده په خپله دا عزم کړی دی او الله جل جلاله ته یې ویلي دي چې ډیر کم کسان به داسې پیدا شي چې د الله جل جلاله د نعمتونو شکر وباسي الله جل جلاله یې هغه واقعه مونږ ته را نقل کوي چې ده ویل :
قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ 16 ثُمَّ لَآَتِيَنَّهُمْ مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَنْ شَمَائِلِهِمْ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ 17. سورة الاعراف
ترجمه : وويل (ابليس) نو قسم دى په ګمراه کولو ستا ما لره (په سبب د آدم)چې خامخا به کينم زه دوى ته (يعنى انسانانو ته د ښويولو ﻻمله (له وجى) په ﻻره ستا(اسلام) کې چې سمه صافه ده . بيا خامخا راځم زه دوى ته (په هر وخت) له وړاندې د دوى او له وروسته د دوى او له ښيو (طرفو) د دوى او له کيڼو (طرفو) د دوى او نه به مومې ته اکثر د دوى شکر ايستونکي(مؤمنان).
نو چې مونږ اوس ګورو د ډېرو خلکو همدا حال دی چې شیطان له حق نه بلې خوا ته نه یوازې اړولي دي بلکه د هغه باطلې لیارې لپاره یې داعیان جوړ کړي دی او نور خلک هغه غلطې لارې ته ورغواړي .
*دوهم صورت*
ددې لپاره چې یو انسان د شیطان دښمني و پېژني دا هم بس ده چې هغه زمونږ پلار او مور حضرت آدم او حواء علیهما السلام ته هر ډول چل او مکر جوړ کړو او هغوی ته یې پداسې حالت کې په درواغو قسم وکولو چې دوی ددې تصور هم نشوای کولی چې د الله جل جلاله په نوم به هم څوک د درواغو قسم کوي تردې پورې چې حضرت آدم او حواء علیهما السلام یې دوکه کړل او له جنت نه یې را ښکته کړل الله جل جلاله هغه واقعه مونږ ته نقل کوي او فرمايي : سورة الاعراف آیة ۱۹ نه تر ۲۲ پورې
ترجمه : او (وویل الله جل جلاله ) اې آدمه اوسه ته او (اوسي دې) ښځه ستا (حوا) په جنت کې نو خورئ تاسې دواړه له هر ځایه (اوهرشي ځنې) چې خوښه مو وشي او مه نژدې کیږئ تاسې دواړه دې ونې ته (په قصد د خوراک او که له دې جنسه وخورئ) نو شئ به تاسې دواړه له ظالمانو (په خپلو ځانونو) نو وسوسه واچوله دوی دواړو ته شیطان د پاره د دې چې ښکاره کړي دوی دواړو ته هغه چې پټ کړل شوي دي له دې دواړو ځنې له غلیظه وو عورتونو د دوی او وویل (ابلیس دوی ته) نه یئ منع کړي تاسې رب ستاسې له (خوراک) د دې ونې ځنې مګر له دې جهته چې نه شئ تاسې د واړه پرښتې (په مرتبه یا په ښائست یا په بې پروائي له خوراکه) یا چې نشئ تاسې له تل پاتې کېدونکو (په جنت کې) او سخت قسم یې وکړ دوی ته (په نامه د الله جل جلاله ) چې بېشکه زه تاسې دواړو ته خامخا له (دوستانو) نصیحت کوونکو څخه یم پس را کوز کړل (ابلیس) دوی دواړه (له عالي مرتبې نه ښکته مرتبې ته او مائل يې کړل خوراک ته له هغې ونې ) په فریب (او په وسوسه په دې دروغ قسم سره) نو کله چې و څکله دغو (دواړو میوه د دغې ممنوعې ) ونې نښلولې دوی پر عورتونو خپلو له پاڼو (د ونو) د جنت څخه (چې پټ کړي ځان خپل) او غږ وکړ دوی ته رب د دوی (داسې) چې آیا ما نه وئ منع کړي تاسې له (خوراکه د) دغې ونې څخه ا و (نه وو) ویلي ما تاسې ته (چې پام وکړئ پوه شئ) چې بېشکه شیطان تاسې دواړو ته دښمن دی ښکاره (بلکه منع کړی مو وئ او ویلي مو وو تاسې ته!) .
*دریم صورت*
شیطان انسان ته کفر ښايسته کوي ورته وايی په کفر کې ښه ژوند دی ، ښه تنخوا ده پکې ، د ژوند سهولتونه دي ، کفر د امن مذهب دي ، په اسلام کې تکلیفونه دي او داسې نور دا ټولې خبرې انسان ته شيطان د خپلې دښمني پاللو په سلسله کې کوي او کله چې انسان کفر خوښ کړي بیا شیطان ورسره هېڅ هم نشي کولی او په نتیجه کې یې یوازې او یوازې هلاکت وی الله جل جلاله مونږ د شیطان لدې فریب نه خبروي او فرمايي : سورة الحشر آیة ۱۶ او ۱۷
ترجمه : (مثال د منافقانو په مخالفت د وعدې کې) لکه مثل (قصه) د شیطان داسې ده کله چې وائي انسان ته چې کافر شه نو کله چې (انسان) کافر شي وائي (شیطان) زه بېزاره جلا یم له تا څخه بېشکه زه وېرېږم له الله جل جلاله چې رب د ټولو عالمیانو دی پس دی عاقبت انجام د دواړو (ګمراه کوونکي او ګمراه شوي) داسې چې بېشکه هغوی دواړه به وي په اور (د دوزخ) کې تل به اوسیږي دوی (دواړه) په هغه (اور د دوزخ) کې او هم دا (خلود د اور د دوزخ جزاء د ظالمانو (کافرانو) ده .
په اوس وخت کې په لکونو داسې خلک دي چې د ښه ژوندون په لټه کې له ایمان څخه خلاصیږي او په لکونو داسې دي چې د ښه ژوند په لټه
ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغوی خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي .
او فرمايي : وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ ….(التوبه ۷۱ )
ژباړه : او مؤمنان سړي او مؤمنانې ښځې ځينې د ځينو نورو دوستان دي امر کوي په نيکی او له بدليو نه خلک منع کوي .
نو څنګه کيدای چې مسلمان د کفارو په شعائرو ، اخترونو ، عقدتي خوښۍ کې کډون وکړي ؟
حال دا چې په دې لمانځنه او کډون کې لاندې قبيح اعمال موجود دي :
۱- د کافران صف او ډله زياتول .
۲- د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې درېدل ځکه چې کفر د اسلام پر وړاندې يو ملت دی .
۳- د هغوی په دغه کفري عقائدو او شعائرو باندې رضا کيدل .
مسلمانانو وروڼو او خوندو !
اصلاً هيڅ مسلمان دا کار نه کوي لکن ځنې يې چې کوي د هغه وجه جهل دی ، هغوی نه پوهيږي .
ټولو مسلمانانو وروڼو او خوندو ته مو دا نصيحت دی که په داخل کې ياست يا په خارجي هيوادونو کې خپل ځانونه ، خپل ملګري او خپلوان او خپل اولادونه دغو مسائلو او عقيدتې خطراتو ته متوجه کړئ تر څو کوم مسلمان په دغه خطرناکو کفري شعائرو کې کډون ونه کړي .
الله تعالی د مسلمان صفت داسې بيانوي :
﴿وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا﴾[ فرقان 72]
ژباړه: د الله تعالی بندګان هغه کسان دي چې به زور (نا مناسبو او منحرفو ) مجالسو کې نه حاضريږي او کله چې ناګهانه د اهل باطل په پوچو خبرو ور برابر شي په شريفانه ډول له هغه څخه مخ اړوي او تيريږي .
همدارنګه د کفارو د اخترونو تيار کړي خوراکونو خوړل حرام دي
وسئلت اللجنة الدائمة هل يجوز الأكل من الأطعمة التي أعدها الكفار لأعيادهم؟
فأجابت: لا يجوز للمسلم أن يأكل مما يصنعه اليهود أو النصارى أو المشركون من الأطعمة لأعيادهم، ولا يجوز أيضاً للمسلم أن يقبل منهم هدية من أجل عيدهم، لما في ذلك من تكريمهم والتعاون معهم في إظهار شعائرهم وترويج بدعهم ومشاركتهم
السرور أيام أعيادهم
و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب
آن لاين اسلامي لارښود
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
*څومره بې غوره یو!!!!*
که موږ ته څوک ووايي چې په دغه لاره مه ځه،ځکه لاره کې درته ستا دښمن ناست دی او غواړي تا قتل کړي؛نو موږ په هغه لاره بيا هيڅکله لاړ نشو،کيداې شي مقابل جانب موږ ته دروغ ويلي وي، خو بيا هم موږ د احتياط په خاطر په هغه لار نه ځو.
مګر اللهﷻ د انسان د خير ښيګڼې/نيکمرغۍ او په دنيا او آخرت کې کاميابي لپاره په قرآن کريم څو ځلې دا خبره تکرار کړې چې شيطان ستاسو دښمن او په دښمنۍ يې ونيسئ.
ٌ
(يٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا ادْخُلُوا فِى السِّلْمِ كَآفَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوٰتِ الشَّيْطٰنِ ۚ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِين)ٌ
سُوۡرَةُ البَقَرَة : 208
اې مؤمنانو! تاسې په هر اړخيز ډول په اسلام کې ننوځئ او د شيطان پيروي مه كوئ، چې هغه ستاسي ښكاره دښمن دى.
اللهﷻ چې يو رښتينې ذات دی او دی کې هيڅ شک شبهه نشته، لکه څرنګه چې په قرآن کريم فرمايې:
(... ۗ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللَّهِ حَدِيثًا)
سُوۡرَةُ النِّسَاء : 87
.....او د الله له خبري څخه ډېره زياته رښتينې خبره د بل چا كېداى شي؟
خو موږ بيا هم د شيطان د مکر او فريب د اغيزې لاندې راځو او د هغې پيروي کوو!!
متعال ربه!موږ په مستقيمه لاره برابر کړې او د شيطان د مکر او فريب څخه نجات راکړئ.
مصباح
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
*د ماشوم (ختنه) سنت کول*
د ماشوم سنت کول د فطري سنتو څخه دي ، د اسلام شعار دی .
رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :
« الفطرة خمس: الختان، والاستحداد، وقص الشارب، وتقليم الأظفار، ونتف الآباط» ( متفق عليه ).
ژباړه: دا پنځه شيان د انسان د فطرت سليمه د تقاضا خاص احکام دي :
① ختنه سنت کول
② د نامه لاندې ويښتو خريل
③ د بريتو لنډول
④ نوکونه پرې کول
⑤ د تخرګونو د ويښتانو اخستل .
د سنت کولو د وخت په اړه د فقهاء کرامو څو قولونه دي :
۱ قول – د کوچنيتوب څخه د تمیز تر سن پورې .
۲ قول – د اووه کلنۍ نه تر لس کلنۍ پورې .
۳ قول– د هغه سن څخه چې ماشوم يې طاقت ولري تر لس کلنۍ پورې ځکه په لس کلنۍ کې د لمانځه امر شوی دی .
(الموسوعة الفقهية ۱۹/۲۹ ).
خو د ځینو علماؤ رايه دا ده چې د اوو کلونو د عمر په د ننه کې غوره او اولی دی ،ځګه د ماشوم والدينو ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم دا دی چې په اوه کلنې کې مو اولاد ته د لمانځه کولو حکم وکړﺉ ، ختنه يا سنت کول له طهارت سره تړلي دي .
*د سنت کولو حکمت:*
الف): ديني حکمت :
۱- د حنفي دين فطرت او د اسلام شعار .
۲- مسلمان له غير مسلمان څخه جلا کيږي .
۳- د الله تعالی په بنده ګۍ باندې اقرار .
ب) : صحي حکمت :
د ماشوم د ختنې په وسيله د نظافت مراعات او د ډيرو امراضو مخنوی کيږي.
دوکتور صبري پخپل کتاب «حياتنا الجنسية» کې د ختنه اطفال ځينې صحي ګټې په لاندې ډول بیان کړې دي :
۱- د شحمي افرازاتو څخه خلاصون کوم چې د وينې د ميکروبي کېدو او په سوزاک باندې د اخته کېدو سبب ګرځي .
۲- د آلت د پراختيا پر مهال حفشه له خطر نه ساتل .
۳- ختنه شوي کسان په سرطان باندې لږ اخته کيږي .
۴- طفل د شپې له ميتيازو کولو منع کيږي .
۵- د (Phimosis) د درد څخه مخنوی کوم چې د آلې د نل د تنګوالی څخه پيدا کيږي .
(تربيه الطفل في الاسلام / سيما راتب ص ۳۳ ،تربية الأولاد في الإسلام /عبدالله ناصح ۱/۱۱۶)
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
*نېکمرغي څه شی ده؟*
رسول اللّٰه ﷺ وایي: ( په دې نړۍ کې د یوه مسافر په څېر ژوند وکړه. )
نېکمرغي په مال او شتمنۍ کې نه ده، نه د قارون په خزانو کې او نه د فرعون په پاچاهۍ کې نغښتې ده، بلکې نېکمرغي د صحابه وو رضي اللّٰه عنهم په ژوند کې وه، ځکه هغوی یوازې دنیا ته پام نه کاوه، بلکې د دین په خدمت کې هم بوخت وو.
نېکمرغي څه بانکي چک نه دی، چې له کوم بانک نه ترلاسه کړای شي او نه کوم څاروی دی، چې په مېله کې وپلورل شي او نه کوم خوشبویه ګل دی چې په یو څو روپو ترلاسه شي، بلکې نېکمرغي خپله له ایمان او دین څخه را وتلی شی دی، موږ په موټرو او ښکلو ماڼیو کې نېکمرغي پلټو، په داسې حال کې چې دغه ټولې اسانتیاوې د اندېښنو زېرمې دي.
د نړۍ ستر مصلح محمد مصطفی صلی اللّٰه علیه وسلم ته وګورئ، چې هغه څومره د غریبۍ ژوند درلود؛ خو سره له دې هم په داسې نېکمرغیو کې یې ژوند تېر کړ، چې یوازې اللّٰه تعالی پرې ښه پوه دی.
سعد بن ابي وقاص رضي اللّٰه عنه خپله ښځه، بچي او ګډې وزې له ځانه سره واخیستل او له ښاره یوې دښتې ته ولاړ او هلته استوګن شو، له دنیوي ستونزو او اندېښنو نه یې کډه وکړه؛ یوه ورځ یې له ښاره یو زوی دده خواته ورغی او ورته یې وویل: پلاره! ته دلته ناست یې او هلته د شتمنیو پر وېش خلک سره نښتي دي، نو سعد رضي اللّٰه عنه ورته وویل: زه ستاسې له شره اللّٰه تعالی ته پناه ور وړم او ما له رسول اللّٰه ﷺ نه اورېدلي و، چې اللّٰه تعالی داسې کس خوښوي، چې نوم ورکی غني او پرهېزګار وي.
رحمت اللّٰه مؤمن
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
دانتخابي اسلامي چینلونولیست
#نوټ:- لیسټ موږ خپله حذف کوو تاسو یې دنوي لیسټ تر نشرېدو مه خرابوئ
پښــتوبرنـامـې
/channel/AarHasAHSa
حکایات مثنوي شریف
/channel/ASTHarHDSHS
ماشاءالله خپرندویه اداره
/channel/yasinashn
نعتخوان ندامحمدنویـد
/channel/naveedashna
مختصر ډیزاین شوي حدیثونه
/channel/AkhASDPPOAHSmH
قاري بشیراحمدنعماني
/channel/Nomanijanan
ادبي ټولــــنه
/channel/AdabiTolana1
قاري شبیرشادان
/channel/Shabirshadan
ذاکــرځـلاند
/channel/zakirzaland33
مولوي رازمحمدزاهدي
/channel/zahedijanan
دادبي ستورو جونګړه
/channel/adabistoori
نعتخوان فیضاني عاجز
/channel/fizaniajiz1
افتخارافغان
/channel/IftekharAfghan
الخـــادم خــپرندویه اداره
/channel/alkhadimmedia
عزیرمیډیاآزاده پاڼه ده
/channel/Azizozairmedia
سنګــــرمــیډیا
/channel/sungermedia2
الـــدعا
/channel/Gulab_Gulab
د ژوند ماځیګری
/channel/Al_Aesha_News
دشاعرانو غورچاڼ
/channel/Shaerani_Mahfal
رښتیني ملغلري
/channel/Marghalri
مســروري اشـنا
http://t.me/masroriashna
مولوي عبدالرحـمـن زاتف قال
/channel/zatifqal1
مولوي نصیب الله ضرار
/channel/naseebullahzarar
ستا دسـترګو شاعر
/channel/zakirzalandAshna
ابدالي خــپرنیون
/channel/abdalikhparanyon
استشهادي کاروان
/channel/Haqani7
حقاني جانان میډیا
https://t.me/joinchat/AAAAAEwG27G1MH0Vyiu5Yg
بدري لښکر
/channel/BADRILSHKAR
دعبرت څخه ډکي کیسې اوحدیثونه
/channel/gfghftgvhbjjggh123
شاعر یحی کاشف
/channel/yahyakashif
کــتــابـي خـبـري
/channel/AarHaHS
رشتینـــې لار
/channel/AaHLDHaSA
منتخبي دعاګاني
/channel/AHTKRrSDT
نـبـوي احـادیـث
/channel/AamHSDH
طالب کریم الله
/channel/talibKarimullahkhan
پښـــتوکیـسې
/channel/AaAwwwama
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د غوره انتخابي چینلونو ځانګړی لیست
لَا إِلَهَ إِلَّا اللهَ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيءٍ قَدِيْرٌ¤
#الـدعاء_اذکار_اودرودشریف
@Gulab_Gulab
منتخبی دوعاګانی
الله تعالی ج فرمایي:
د دعا کوونکي دعا قبلوم کله چې له ما دعا وغواړي.
سلام په ادب او احترام ګلونو دوستانو.
غواړم انتخابي دعاګاني د قرآن شریف څخه درسره شریکي کړم
ستاسو د همکاری په هیله
راسره مله پاتي شی.
/channel/AHTKRrSDT
#منتخبی_دوعاگانی
له فرض لمونځ نه پس دعاګاني
(④) « لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ لاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَلاَ نَعْبُدُ إِلاَّ إِيَّاهُ لَهُ النِّعْمَةُ وَلَهُ الْفَضْلُ وَلَهُ الثَّنَاءُ الْحَسَنُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ »
( مسلم اول ټوک ۲۱۸ مخ او نسائي اول ټوک ۱۹۶ مخ )
نشته بل معبود بر حق مګر يو الله دی يواځې دی شريک نه لري ده لره پاچاهي ده او ستائنه ده لره ده او هغه پر هر څه واک لري ، له ګناه نه د بچکيدو طاقت او د نيکيو کولو طاقت نه دی مګر له الله تعالی نه دی ، نشته بل معبود برحق مګر يو الله دی موږ خاص د ده عبادت کوو نعمتونه د ده دي او ده لره غوره والی او ښه ستائنه ده ، نشته بل معبود بر حق مګر يو الله دی خاص ده لره دين دی که څه هم کافران يې بد ګڼي.
#منتخبی_دوعاگانی
@AHTKRrSDT
له فرض لمونځ نه پس دعاګانې
(②) حضرت معاذ رضی الله وايي: چې ماته نبي عليه السلام وويل : چې ای معاذه د فرض لمونځ نه پس کله هم دا دعا پرينږدې .
اللَّهُمَّ أَعِنِّى عَلَى ذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ »
( ابو داود اول ټوک ۲۲۰ مخ )
ای خدايه زما مدد ستا په ياد او شکر سره وکړه ، او په دې سره چې ستا سم عبادت وکړو.
#منتخبی_دوعاگانی
@AHTKRrSDT
#اذکار
يَا حَيُّ يَا قَيُّومُ بِرَحْمَتِكَ أَسْتَغِيثُ أَصْلِحْ لِي شَأْنِي كُلَّهُ، وَلَا تَكِلْنِي إِلَى نَفْسِي طَرْفَةَ عَيْن.
#منتخبی_دوعاگانی
@AHTKRrSDT
#منتخبی_دوعاګانی
رَبَّنَآ ءَامَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَأَنتَ خَيْرُ الرّٰحِمِينَ
[سُوۡرَةُ المؤمنون : ۱۰۹ ]
"اې زموږ ربه! موږ ايمان راوړ، موږ ته بخښنه وکړه، پر موږ رحم وکړه، ته ترټولو رحم كوونكو څخه زيات رحيم یې.
#منتخبی_دوعاګانی
@AHTKRrSDT
#منتخبی_دوعاګانی
ياالله تاته مي لاسونه لپه کړي!
اې داسمانونو خالقه!
اې دجهانونو واکداره!
اې د زکريا او ابراهيم عليهماالسلام د دعا قبلوؤنکې خدايه!
زماټولي ناخوښي کړني راوبخښه،
نيغه لاره راوښايه,
زمامور,پلار,استادان،شاګردان،خپلوان اوجمله مسلمانان وبخښه!
پروردګاره!
زماپه ګران هيوادکي امن,سوکالي, اسلامي نظام اوخپلواکي نافظ کړه.
ای د زړونو مالکه!
قرضداران له قرض نه،
غمجن له غم نه،
مریضان له مرض نه،
زندانیان له زندان نه،خلاص کړه،
او مسافر خپلو کورو ته په خیر او خوښۍ ستانه کړه.
ای! مالک او قادر ذاته!
د شهیدانو شهادت،
د عابدان عبادت،
د سخیانو سخاوت،
د ذاکرینو اذکار قبول کړه.
اې! دعمر او خالد ربه!
زموږپه ځوانانوکي ددين جذبه راژوندۍ کړه.
لويه څښتنه! دقيامت په ورځ مو درسوايې نه وژغوره!
مهربانه خالقه!
اولس موستومانه دی,وږی دی,بي اسرې دی,محکوم دی,لالهانده دی ته يې ټېک اومرستندوی سه!
اې خدايه! اې پروردګاره! اې خالقه! اې ربه!
ته مودشيطان له مکر,داوسني عصرله ړندوفتنو,اودکينه ګرو له حسدنه په امان کي ولره!
اې! د جهانونو پاچا!
اې! د اسمانونو او ځمکو پاچا!
اې! خالق او رازق ذاته!
اې! د جبریل امین مولا!
ستا د ربوبیت په خاطر؛
ستا د قدرت په خاطر؛
د شان او شوکت په خاطر؛
مونږ خپل د ژوند په اصلي هدف (دشهادت مرګ) باندي ونازوه!
آمين ثم آمین الف آمین یا رب العالمین
منتخبی دوعاګانی
/channel/AHTKRrSDT
د ریښتیا ویلو پایله !
یو پاچا اعلان وکړ چې ، که چا درواغ وویل د دولت له لوري به پنځه (۵) دیناره جرمانه کیږي، ددې اعلان په اوریدو د ښار خلکو د جرمانې د وېرې له امله په خپل منځ کې د درواغو له ویلو څخه ډډه کوله.
همدارنګه پاچا او وزیر هم د څیړنې لپاره په بدله بڼه ښار کې ګرځیدل، په ښار کې یې له يو زیات شمیر وګړو څخه پوښتنې وکړې؛ خو هیچا درواغ ونه ویل. کله چې له یوه تاجر سره مخامخ شول او له هغه څخه یې د هغه د ژوندانه په اړوند لاندې پوښتنې وکړې.
پاچا: ستا عمر څو کاله دی؟
تاجر: زما عمر (۲۰) کاله دی.
پاچا: تا سره څومره دولت دی؟
تاجر: زما ټول دولت (۷۰۰۰۰) دیناره دی.
پاچا: څو بچي لرې؟
تاجر: یو.
له پوښتنو څخه وروسته پاچا او وزیر د دربار په لور روان شول، پاچا خپلو چارواکو ته لارښونه وکړه، څو د هیواد د وګړو د کوایفو دفتر ورته راوړي، هغه مهال چې دفتر یې ولید؛ نو بیا یې تاجر خپل دربار ته راوغوښت او هم هغه درې پوښتنې بې بیا ترې وپوښتلې، تاجر بیا هم هغه ځوابونه ورکړل ددې ځوابونو په اوریدو سره پاچا وزیر ته امر وکړ چې، پر تاجر باندې (۱۵) دیناره جرمانه ولیکه او په دولتي خزانه کې یې داخله کړه ځکه؛ تاجر درې واړه ځوابونه د درواغو ویلي دولتي پاڼو کې ددې تاجر عمر (۳۵) کاله، دولت یې تر (۷۰۰۰۰) دیناره زیات او (۵) بچي یې لرل.
پاچا له تاجر څخه د درواغو ویلو سبب وپوښته تاجر وویل: زما د ژوند (۲۰) کاله په نیکۍ او ایماندارۍ تیر شوي او همدغه زه خپل اصلي عمر بولم او په خپل ژوند کې مې (۷۰۰۰۰) دیناره د جومات په ودانولو کې خرڅ کړي، همدغه زه خپل دولت بولم او زما په (۵) بچو کې (۴) بچي بې لارې او بدعمله دي، یوازې یو بچی مې صالح دی چې، هغه زه خپل بچی بولم.
ددې خبرو په اوریدو پاچا د تاجر (۱۵) دیناره بیرته ورکړې او ورته یې وویل:
-مونږ ستا له ځوابونو څخه خوښ یو.
ریښتیا هم عمر هغه دی چې، په ښو او نیکو کارونو تیر شي، دولت هغه دی چې، د الله تعالی په لاره کې مصرف شي او اولاد هغه دی چې، صالح او د ښو اخلاقو څښتن وي.
ومن الله توفیق.
👈 دا معلومات له خپلو ملګرو سره شریک کړئ .
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
کې په ګناهونو آخته کیږي دا خلک دا هرڅه پخپله نه کوي بلکه دا هرڅه ورته شیطان ښاېسته کړي دي او هغه دوی ته خیرخواه نه دی بلکه له دوی سره خپله دښمني پالي .
*څلورم صورت*
د شیطان د دښمني څلورم صورت دادی چې هغه کسان چې له انسانانو څخه دده متابعت وکوي د قیامت په ورځ به هغوی ته داسې خبرې کوي چې دا متابعت کوونکي له خپله ځانه و شرمیږی او هغوی ته به خجالت ورکوي او ورته وايي به چې تاسې په ما ولې ملامتي کوئ ما خو صرف تاسې یو غلط کار ته را وغوښتلئ تاسې زما خبره ومنله نه به مو منله الله جل جلاله د هغه وخت حالت مونږ ته مخکې له واقع کېدلو څخه واضح کوي فرمايي : سورة ابراهیم ایة ۲۲
ترجمه : او وبه وايي شیطان کله چې فیصله شي امر (د حساب په قیامت کې) بېشکه چې الله جل جلاله وعده کړې وه له تاسې سره (په دنیا کې) وعده د حق (چې بیا را پورته کېدل دي ، دوزخ دی او نعمتونه دي) او وعده کړې وه ما له تاسې سره بیا نو خلاف مې وکړ له تاسې سره (په وعده کې لکه چې اوس در ښکاره شو) ، او نه وو ماته پر تاسې هېڅ حکومت ( او غلبه) مګر دا قدر چې وبللئ ما تاسې (ګمراهي ته) نو قبول کړو تاسې (په تشو غولولو سره) دعوت زما ، نو مه ملامتوئ تاسو ما او ملامت کړئ نفسونه (ځانونه) خپل نه یم زه اوس فریاد رس (له عذابه خلاصوونکی) ستاسې او نه یئ تاسې فریاد رس (له عذابه خلاصوونکي) زما ، بېشکه زه کافر (منکر بېزاره یم) له هغه اشراکه د تاسې ما لره (له الله جل جلاله سره په طاعت کې) پخوا (له دې نه په دنیا کې) ، (نو فرمائي الله جل جلاله ) بېشکه چې ظالمان شته دوی ته عذاب ډېر دردناک .
معنی دا چې شیطان به د قیامت په ورځ ا نسان ته وایي چې زما خبره به د نه منله څه زور خو می نه وو درباندې کړی ما خو صرف دې لارې ته را وغوښتې تا ومنله اوس د چې عاقبت خراب شو اوس ما مه ملاتوه خپل ځان د ملامت کړه .
*پنځم صورت*
دا پداسې توګه انسان ته راځي چې انسان یې په راتلو باندې نه پوهيږی او له ذکر او عبادت نه یې مصروف کوي او له هغه شي نه یې مصروف کوي چې ده ته په آخرت کې په ښه ورځي او هغه ورڅخه هېر کړي او پداسې توګه یې په عبثیاتو کې آخته کړي چې د انسان بالکل دېته فکر نه کيږي چې دا زما فکر شیطان واړولو الله جل جلاله فرمايي : وَإِمَّا يُنْسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلَا تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ (۶۸) سورة الانعام
ترجمه : او که هېر کړ له تا نه (دا اعراض او څنګ کول) شیطان نو مه کښېنه وروسته له یادېدلو (د دې منعې) سره له قوم ظالمانو.
تاسې پام کړی دی کله شیطان په ناګهانه ډول په مجلس کې د چا نوم را یاد کړي او بیا حاضرین شروع شي د هغه سړي عزت پایمال کوي ، غیبت یې کوي او خبرې ورپسې کوي چې دا ټول ګناه ده او هېڅوک دا پام نه کوم چې دا کس ولې او څنګه یاد کړل شو؟ دا شیطان له حاضرو خلکو سره خپله دښمني پالي او دوی یې د نېکو خبرو او د الله تعالی له ذکر نه د ګناه او غیبت په خبرو مصروف کړل .
*شپږم صورت*
د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې هغه ځینې انسانان په خپله یوه طائفه سره مس کوي بیا د انسان زړه داسې ړوند شي چې هېڅ حق ورته نه ښکاره کیږي ، او هېڅ سمه لاره ورته نه ښکاره کیږي او له هر ډول حق نه بیا ړوند شي الله جل جلاله د مونږ وساتي د اکثرو خلکو اوس دا حال دی چې حق ويني نو نه یې طرفداري کوي او نه ورته حق ښکاره کیږي او چېرته چې باطل ویني نو ده ته هغه ددې قابل ښکاره کیږی چې متابعت يې وکوي او مرسته یې وکوي دا ددې امله چې شيطان د دوی زړونه داسې مسخر کړي وي چې حق ورته حق نه ښکاره کیږي .
په اوس وخت کې څومره خلک داسې دي چې حق ویني خو حق ورته حق نه ښکاره کیږي او ددې وخت هم ورسره نشته چې پدې اړه فکر وکوي چې حق څوک او باطل څوک ؟ او شیطان دې انسانانو ته ددې اجازه هم نه ورکوي چې فکر وکوي ترڅو حق و پېژني .
*اوم صورت*
د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې کله هغه په انسان کومه ګناه کوي هغه ورته ګناه نه ښکاره کوي بلکه هغه ورته داسې ښائسته کړي چې بالکل ورته څه غلط کار نه ښکاره کیږی نو پدې سلسله کې انسان د عبادت ، ذکر او سمې لارې څخه په فریب باندې بې لارې کړي او په هغه ګناه کې يې آخته کړي چې ده ته یې په نظر کې ور ښائسته کړې وي الله جل جلاله په قرآن کریم کې د حضرت سلیمان علیه السلام په واقعه کې د هُد هُد قول را نقل کوي چې هغه ویل : وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ فَهُمْ لَا يَهْتَدُونَ (۲۴) . سورة النمل
ترجمه : او ښاېسته کړي دي دوی ته شیطان عملونه د دوی پس منع کړې دي (شیطان) دوی له سمې صافې لارې پس دوی نه مومي سمه صافه لیاره .
په اوس وخت کې څومره خلکو ته ګناه ښايسته شوې ده، څومره خلک د ګناه په لور روان دي او هغه ورته یو نېک کار ښکاره کیږي ، څومره خلک دي چې د ګناه په صف کې وي او همدا کار ورته د فخر قابل ښکاره کیږي …. بس څه ووایو خو وبه وایو چې اعوذ با لله من الشیطان الرجیم ….
نور بیا ان شا
*د کفارو په اخترونو کې کډون عقيدوي خطر دی*
دغه پیغام تر نورو ورسوئ تر څو نور کسان هم خبر شي
د کفارو د اخترونو څخه يو هم د نصاراؤ اختر دی چې ميلاد عيسی يا کريسماس بلل کيږي.
د Christmas کلمه له دوو برخو تشکيل شوې ده Christ په معنې د (المخلص ) چې د مسيح لقب دی او دوهمه برخه يې mas ده چې د فرعوني کلمې نه اخيستل شوې ده چې معنې يې ميلاد دی.
کريسماس په معنې د ميلاد مسيح چې دغه ميلاد د نصاراؤ مذهبي اختر او د خوښۍ ورځ بلل کيږي په دغو ورځو کې د خپلو پوچو او باطلو اعتقادات اظهار او خوښي ښکاره کوي او هغه لمانځي .
نو آيا کوم مسلمان به د هغوی دغه اختر لمانځنې ته تيار وي په داسې شان چې هغوی عقيده لري چې په دغه ورځ باندې العياذ بالله د الله زوی پيدا شوی دی حال دا چې مونږ مسلمانان په دې باندې کلکه عقيده لرو چې : ( لم يلد ولم يولد * ولم يكن له كفواً أحد) .
نصارا يا مسيحيان خو په تثليث باندې عقيده لري ، پر الله تعالی باندې عقيده لرل او د هغه سره شريک نيول عسی (زوی) اوروح القدوس (جبريل) له هغه سره شريکوي (العياذ بالله) (الموسوعة الميسر ص ۵۰۳).
او د ميلاد په اختر کې هغوی د همدغه عقيدې لمانځنه او اظهار کوي .
نو آيا کوم مسلمان به د هغوی دغه لمانځنې ته تيار شي ؟
حال دا چې مونږ په دې باندې ايمان لرو چې حضرت عيسی عليه السلام د الله تعالی پيغمبر ؤ .
قرآنکريم د هغوی ګمراهې داسې بيانوي : يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ وَلاَ تَقُولُواْ عَلَى اللّهِ إِلاَّ الْحَقِّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَلاَ تَقُولُواْ ثَلاَثَةٌ انتَهُواْ …(النسآء ۱۷۱ ) .
ژباړه : ای اهل کتابو! پخپل دين کې افراط مه کوئ او الله ته له حق ويلو پرته بل هيڅ خبره مه منسوبه وئ يقيناً چه عسی زوی د مريمی له دې پرته چې د الله رسول او فرمان ؤ نور څه نه ؤ چې الله مريمی ته وليږو چې د الله له لوري يو روح ؤ چه د مريم په رحم کې يې د ماشوم بڼه غوره کړه . نو تاسې په الله او ټولو پيعمبرانو ايمان راوړی او مه وايی چه خدای دری دي منعه شئ ( له دې باطلو عقائدو ) .
مسلمانانو وروڼو او خوندو !
د کفارو په اخترونو کې حضور او کډون کول په اتفاق د امت حرام او ستر عقدوي خطر دي :
کفايت المفتي د کفارو په اخترونو کې د کډون کولو حرمت بيان کړی دی او بيا يې په همدې مطلب کې لاندې حديث شريف نقل کړی دی :
عن عبدالله بن مسعود رضی الله عنه قال سمعت رسول الله ضلی الله عليه وسلم يقول : من کثر سواد قوم فهو منهم و من رضی عمل قوم کان شريکا لمن عمله (المطالب العالية بزوائد المسانيد الثمانية ۲/۲۴ ) .
يعنې : څوک چې دکوم قوم ډله زیاته کړي نو دهغوی له ډلې دی ، او څوک چې د يو قوم په عمل باندې راضي شي دی د هغه قوم په عمل کې شريک شميرل کيږي .
(کفايت المفتي ج ۹ ص ۳۱ )
د حضرت عمر رضی الله عنه په شرايطو کې چې ټول صحابه ورسره متفق ؤ راغلي دي چې اهل ذمه به په دار الاسلام کې خپل اخترونه نه ښکاروي او د هغه لمانځنه به نه کوي ، نو چې د کافر د پاره په دار الاسلام کې د کفري شعائرو او عقائدو لمانځل او ښکاره کول د مسلمانانو د پاره خطر وي ، مسلمانه ! ته چې د کفر په پوچو او باطلو عقدوي لمانځنو او شعائرو ورکډيږي آيا ستا دين ته به خطر نه وي ؟ الفقه الإسلامي – التشبه المنهي عنه (533) .
او عبدالله بن عمرو رضی الله عنه قول دا دی چې :څوک تر مرګ پورې د مجوسيانو په اختر (نوروز ، مهرجان ) کې کډون کوي او د هغوی سره مشابهت کوي نو هغه به هم د قيامت په ورځ د همدغو کفارو سره حشر کيږي . السنن الكبرى (9/432).
همدارنګه قاضي خان په خپله فتاوي کې لیکي : “رجل اشترى يوم النيروز شيئا لم يشتره في غير ذلك اليوم : إن أراد به تعظيم ذلك اليوم كما يعظمه الكفرة يكون كفرا .
(که يو کس څه شی د نوروز په ورځ واخلي او هغه شی د نوروز بغير په نورو ورځو کې نه اخلي او که نيت ددې ورځې تعظيم او احترام وي لکه څنګه چې کفار د هغه تعظيم کوي نو دا عمل د ايمان د زوال سبب ګرځي ).
د حرمت او عقيدتي خطر وجه څه ده ؟
د آدم عليه السلام د وخت څخه او بيا د اسلام د مقدس دين د ظهور څخه تر نن پورې انسانان په دوو جلا ملتونو تقسيم شوي دي ، د کفر ملت او د اسلام ملت ، دا دواړه ملتونه يو د بل مخالف ملتونه دي او هيڅکله يو پر بل کې نه شي ور ګډېدلای او هر ملت په خپل مينځ کې دوستان او ملګري دي لکن مخالف ملت ته په دوښمني کې يو لاس دي .
لقوله سبحانه وتعالی :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ { [المائدة:51]
يعنې : ای مؤمنانو، يهوديان او نصرانيان دوستان مه نيسئ دوی په خپلو منځو کې سره
*ولې مسلمانان مغلوب او کفار غالب دي؟*
پخوا د مسلمانانو د اتحاد بنسټ په نظريه او( الولا والبرا ) باندې ولاړ وو او د غربيانو اتحاد به په مادياتو وو ، همدا لامل وو چې مسلمانان قوي ول او غربيان به اکثره د مادي مفاداتو په سر نښتي ول .
اوس مهال د مسلمانانو د اتحاد بنسټ په مادي مفاداتو ولاړ دی ، همدا لامل دی چې په وړو وړو سياستونو او مادي مفاد پرستيو د يو بل وينې څکلو ته اړ دي، برعکس معاصر غربيان يوه نظريه او يوه اجنډا مخ پر وړاندې وړي ….!
مثال : پرون ترکيې له فرانسي شيانو اخيستلو انکار وکړو ، نن ټول اروپايي يونين ترکيې ته اخطارونه ورکول.
د مسلمانانو دې ماديت پرستانه ذهنيت دا نقص وکړو چې اوس هر مسلمان هيواد ضرور د يو غير مسلم هيواد مرستې او تائید ته اړتيا لري ، د هغوئ په تائيد کې خپله بقاء ويني .
د مسلمانانو تاريخ ته وګورئ …..!
هر څومره چې اتفاق زيات وو هغومره قوت هم زيات وو ، پرمختګ هم زيات ، هر کله چې تدريجي اتفاق ختم شو نو قوت هم ختم شو اګر که مسلمانان د نړۍ دريمه برخه دي ، اګر که له 50 زيات هيوادونه ورسره دي ، خو د يو مختصر او وړوکي کفري هيواد سره هم ډغره نشي وهلی ، لامل دا دی چې ماديت پرستئ بزدلي وزېږوله …..!
هغه يهود چي چا به ځای نه ورکولو، نن يې خنځيران ( صليبیان ) ځان سره روان کړي وي او يو يو مسلمان باندې ځان په زور مني …..!
دا حالات يو بې فکره او خپل تاريخ نه ناخبره مسلمان ته عادي ښکاري خو د يو فکري مسلمان زړه ورسره خوړل کېږي.
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
*ورځنۍ ملغلره*
عن انس عن النبی صلی اللہ علیہ وسلم قال جاھدوا المشرکین باموالکم وانفسکم والسنتکم (رواہ ابو داؤد والنسائی والدارمی )
ژباړه : له انس رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې ویې فرمایل : له مشرکینو سره په مالونو ،ځانونو اوژبو سره جهادکوئ !
تشریح : په مال سره جهاد دادی چې خپل مال دجهاد په لاره کې مصرف کړي یعني دجهاد وسائل ورباندې واخلي یادمجاهد خرچه ،اونورمصارف ورباندې اداء کړي ،او په ځان سره جهاد دادی چې دجهاد په تشکیلونو کې ولاړشي ،اوپه ژبه جهاد دادی چې دجهاد اهمیت ، فضائل اومسائل خلکوته ورسوي یا د جهاد څخه دفاع وکړي . همداراز په خپلو اشعارو سره دکفارو تشنیع یاهجو بیان کړي اومجاهدینو ته دجهاد جذبه اوقوت ورکړي لکه حضرت حسان حضرت ابن رواحه اونورو به په شعر سره داسلام اومسلمانانو دفاع وکړه.
/channel/AarHaHS
*د مقعد او شرمګاه د ويښتانو دلرې کولو حکم*
سلامونه زه پوښتنه لرم هیله ده چې ځواب یې کړئ هغه د بدن د ويښتانو د خریلو په باره کې یعنی هغه ويښان چې سنت ورته وایو که ماته په واضح توګه سره ووایی چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لریږي خریل کېږي که نه که ځواب په خصوصي توګه راکړئ مننه به مو وي.
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
دتخرګو او نامه لاندې (شرمګا) د ويښتانو لرې کول د ايستلو يا خريلو په وسيله د فطرت له سنتو څخه دي او د اسلام مبارک دين د هغه په رعايت ډير تأکيد کړي دی د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارک ارشاد دی :
(الفطرة خمس: الختان، والاستحداد، وقص الشارب، وتقليم الأظفار، ونتف الآباط).[1]
داپنځه شيان دانسان دفطرت سليمه دتقاضا خاص احکام دي :
۱- ختنه ۲- دنامه لاندې ويښتو خريل ۳- دبريتو لنډول ۴- نوکونه پرې کول ۵- د تخرګونو د ويښتانو اخيستل .
د رسول الله صلی الله عليه وسلم عادت مبارک به دا وو چې په هره هفته کې به يې لرې کول .
په هره هفته کې يې لرې کول غوره دي مګر زياته موده يې څلويښت ورځې ده چې تر هغه زيات نه پريښودل کيږي .
أنس رضی الله عنه ويلي :
« وَقَّتَ لَنَا فِي قَصِّ الشَّارِبِ وَتَقْلِيمِ الْأَظْفَارِ وَنَتْفِ الْإِبِطِ وَحَلْقِ الْعَانَةِ أَنْ لَا نَتْرُكَ أَكْثَرَ مِنْ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً»[2]
پيغمبر صلی الله عيله وسلم د بريتونو د لنډولو ،نوکونه ،د تخرګو او شرمګا ويښتانو د خريلو څلويښت ورځې مقررې کړې ،چې دا به تر دې زيات نه پريږدی .
حديث کې ويل شوی دي چې د “عانة” يعنی د نامه لاندې شرم ګاه د نر او ښځې د مخې طرف شرمګا د ويښاتو خريل سنت دي مګر د مقعد ویښتان پخپل حال پريښودل کيږي ځکه په حديث شريف کې هغه د فطرت له سنتو څخه نه دي او د بدن د نورو ويښتانو په ډول ويښتان دي .خو د مقعد د ويښتانو لرې کول کوم شرعي ممانعت نه لري خريل يې مباح دي .
[1]. بخاري(5889، 5891، 6297) و مسلم (257).
[2]. مسند احمد (3/122، 203، 255). مسلم (258). ابوداود (4200). نسائي (14). ترمذي (2759)، ابن ماجه (295).
آن لاين اسلامې لارښود
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
*~درمـــلـــنــه~*
*په بازار کي روان وم يو دوکان پر سر باندې ليکلي وو، دزړه اصلاح او درملنه!!*
*دغه دوکان ته ننوتم ومي ليدل چي هلته سپين ږيرې خلک دي.*
*پوښتنه مي وکړه دلته دزړونو درملنه کيږي؟*
*يوه راته وکتل، په مسکا سو ويې ويل هو، وروسته يې زما لاس ونيوه او ويې ويل زويه!!ستا دزړه ضربان ډير زيات دي خو تشويش مکوه زه يې نسخه لرم، وروسته مي وويل څنگه؟*
*هغه وويل: پدې نړۍ کي بيلابيل زړونه سته لکه سالم زړونه،حساس زړونه،سخت زړونه، نرم زړونه،مجروح زړونه، مغرور زړونه او فياض زړونه، چي زه يې دټولو درمل لرمه.*
*ما وويل ژر کوه وايه.*
*~اې زويه!!~*
*1) ستا روزي تر مخه مقرر سوي نو تشويش مکوه.*
*2) ستا دوست تر تا هم عاجز دي نو مه ترې ډاريږه*.
*3) ستا دوښمن تر تا هم ضعيفه دي نو مه ترې ډاريږه.*
*~خو ياد لره!!!~*
*زړه له دريو شيانو پاک کړه. بدى، کينه، چل او فريب زړه له دريو شيانو ډک کړه. راستى، اخلاص او تقوا زړه کي درې شيان ځاې کړه.*
*الله ج ته تسليمى*
*محمدﷺ سره مينه*
*دالله ج شکر ښکاره او پټ ټول مخلوقات الله ج ته پريږده ځکه دانسان اصلاح کوونکى يوازي الله ج دى، ته يوازې دځان داصلاح په باره کي فکر وکړه.*
*~درى شيان ياد ولره!!~*
*1) ذکر ويونکى ژبه*
*2) صبر لرونکى جسد*
*3) عارفانه عقل*
*~ددريو شيانو لري اوسه!!~*
*1) دخلکو باره کي خبري*
*2) دخلکو سره چم نه کول*
*3) له بدو خلکو سره ناسته ولاړه نه کول*
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
1234512345:
پاملرنه ملګرو چي ليست نشر سى دسهار 8 بجو فوري نور نشرات مه ورفسى کوى او که نشرات هم وکړي نو ليست ده چينل فاى ته را اړوى که هر ملګرى دا رنګه ونکړي دليست نه حزف کيږي
شاعر قاري يوسفي👇
https://t.me/joinchat/AAAAAFhqMyiuuHrpJTURqw
صادق دترانو کور👇
/channel/sadiqyaar11
المشهود خپرندويه اداره👇
/channel/hejratghaznavi
قاري حماس اشنا👇
http://t.me/QariHammas
حنفي جانان خادم اشنا👇
https://t.me/joinchat/AAAAAFcKuoBq8v22JXHY9w
شاعر شـاهـد مـلـنګ 👇
https://t.me/joinchat/AAAAAEts0UJOMzWvpUneVQ
شاعر مهاجر سبحاني👇
/channel/Almahajar
شاعر صابر زابلى 👇
https://t.me/joinchat/AAAAAFZeo0USUt2xiAjuKg
غيرت پکتيکاوال👇
/channel/zzzfffdddd
کانال ډيـزايـن صفـحه👇
/channel/wwaa66
دزړه مــيــنــه 👇
/channel/sherahmadmohammdi
انس هاشـمـي 👇
/channel/ANNNNNPP
دمـيني لاروى 👇
/channel/sssssssssscc
حـافـظ عــابــد👇
/channel/abidkhanm
ده قاري معتصيم تراني 👇
https://t.me/joinchat/AAAAAEbOQRLwFkeEM09wZg
کـتـابـي خـبـرى 👇
/channel/AarHaHS
حکايات مثنوي شريف 👇
/channel/ASTHarHDSHS
ډيزاين سوى حديثونـه👇
/channel/AkhASDPPOAHSmH
رشتنـي لار 👇
/channel/AaHLDHaSA
نـبـوى حـاديــث👇
/channel/AamHSDH
دجمهوريت واقيعتونه👇
/channel/HGHGHGGHJK
تازه ترانـي 👇
https://t.me/joinchat/AAAAAES_UgxHG5m8WU1Wdw
دايمان ډيـوه 👇
/channel/LGLGLGLGS
الـشـهـادت خپرندويه اداره👇
/channel/Alshahadkhparyonchinal
نـور احـمـد سـيـدي👇
/channel/Saiedy309
عابـد ځـلانــد👇
/channel/abidzaland
قـاري عابـد يـار اشـنا👇
https://t.me/joinchat/AAAAAENn3f-7ddmOm-7Mvw
منتخبي دوعاګانـي 👇
/channel/AHTKRrSDT
جلال الدين حقمل 👇
/channel/shcjuvbt
نـعـتخوان مـعـروفـي صاحب👇
https://t.me/joinchat/AAAAAFcvHrJ1aHvFSpYvNw
#منتخبی_دوعاگانی
که غواړئ چي د قرضونو او غمونو څخه خلاص شئ نو د رسول الله ﷺ په دغه نصیحت عمل وکړئ!
ابو سعید الخدري رضي الله عنه فرمایي: یوه ورځ رسول الله ﷺ مسجد ته تشریف راوړ، د ابو امامه په نوم يې یو انصاري صحابي ولید، تپوس یې ترې وکړ: ابو امامه! د لمونځ وخت خو لا نه دی، څنګه بې وخته په مسجد کي ناست یې؟
هغه ورته وویل: د الله رسوله! څه غمونو او پریشانۍ او قرضونو راګېر کړی یم.
رسول الله ورته وویل: آیا داسي کلمات او دعاء درته ونه ښایم چي، کله هغه وایې؛ نو الله ﷻ به دي له غمونو او قرضونو څخه خلاص کړي؟
ابو امامه وایي: ما ورته وویل: د الله رسوله! ولي نه بیا ورته د الله رسول دغه دعاء وښودله او توصیه یې ورته وکړه چي، سهار او ماښام دا درې درې ځله وایه:
«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ الْهَمِّ وَالْحَزَنِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الْعَجْزِ وَالْكَسَلِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الْجُبْنِ وَالْبُخْلِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَقَهْرِ الرِّجَالِ».
صحابي وایي: ما به چې کله دا دعاء ویله؛ نو الله تعالی به زما پریشانۍ هم ختمي کړې او له قرضونو څخه یې هم خلاص کړم.
(صحيح الترغيب والترهيب جـــ۳ صـــ۵۵)
ګرانو ورونو او خویندو! په خپلو کورونو کي مېرمنو، خویندو، میندو، او خپلو اولادونو ته دا دعاء زده کړئ؛ ځکه چې ډيره د پريشانيو زمانه ده چې، الله تعالی مو مدد ګار شي.
#منتخبی_دوعاگانی
@AHTKRrSDT
#منتخبی_دوعاگانی
د اولاد لپار د والدینو دعا
رَبِّ اجْعَلْنِيْ مُقِيْمَ الصَّلٰوةِ وَ مِنْ ذُرِّيَّتِيْ١ۖۗ رَبَّنَا وَ تَقَبَّلْ دُعَآء ِ۰۰۴۰
( سورت ابراهيم ۴۰ ايت )
ای ربه ما او زما اولاد د لمونځ پابند جوړ کړې ، او ای زما ربه زما دعا قبوله کړې.
#منتخبی_دوعاگانی
@AHTKRrSDT
#منتخبی_دوعاگانی
له فرض لمونځ نه پس دعاګاني
(③) لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهْوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ اللَّهُمَّ لاَ مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ ، وَلاَ مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ ، وَلاَ يَنْفَعُ ذَا الْجَدِّ مِنْكَ الْجَدُّ.(بخاري اول ټوک ۱۱۷ مخ او مسلم اول ټوک ۱۱۸ مخ )
نشته بل معبود بر حق مګر يو الله دی يواځې دی شريک نه لري ده لره پاچاهي ده او ستائنه ده لره ده او هغه پر هر څه واک لري ، خدايه تا چې چاته څه ورکړي منع کونکی نه لري او چې له چا دې څه دريغ کړي ورکونکی نه لري او ګټه نه شي رسولای يو د حيثيت خاوند بل ته.
#منتخبی_دوعاگانی
@AHTKRrSDT
#اذکار
سُبحَان الذي إذا ذَكرتَهُ ذكَرَك ، و إن شكَرتَهُ زادَك ، و إن توكّلت عليه كفَاك ، سُبحانَ الله وَبِحمدِه ، سُبحَانَ الله العَظِيم¤
پاکي دي وي هغـه ذات لره، کوم چي کلـه یې تـه یاد کړې، هـغهﷻ دي هـم یادوي.
او کلـه یې چي تـه شکر ادا کړې، هغـهﷻ برکتونـه درکوي.
او کـه چیري تـه پـه هغهﷻ توکل وکړې، ستا لپاره هم دی کافي دی.
پاکي دي وي اللهﷻ لره پـه حمد ویلو سره، پاکي دي وي اللهﷻ لره چي لوی دی.
#منتخبی_دوعاگانی
@AHTKRrSDT
ﻫـﻐﻪ ځـاﻳـﻮﻧﻪ ﺍﻭ ﻭﺧـﺘﻮنـه ﭼـﯥ ﺩﻋـﺎ پکي ژر اجابت لـه رسیږي:
① د ﻗﺪﺭ ﺷﭙﻪ ﻟﻴﻠﺔ ﺍﻟﻘﺪﺭ.
② د ﺷﭙﯥ ﭘﻪ منځ ﻛﯥ.
③ د ﻓﺮﺽ ﻟﻤﺎنځـه ﭘﻪ ﺍﺧﻴﺮ ﻛﯥ.
④ د ﺍﺫﺍﻥ ﺍﻭ ﺍﻗﺎﻣﺖ ﭘﻪ منځ ﻛﯥ.
⑤ د ﺑﺎﺭﺍﻥ ﻭﺭﻳﺪﻭ ﭘﻪ ﻭﺧﺖ ﻛﯥ.
⑥ د ﺟﻤﻌﯥ ﭘﻪ ﻭﺭځ ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻌﻠﻮﻡ ﻭﺧﺖ ﻛﯥ.
⑦ د ﺯﻣﺰﻡ ﺍﻭﺑﻮ ﺩ څښلو ﭘﻪ ﻭﺧﺖ ﻛﯥ.
⑧ د ﺳﺠﺪﯤ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻭﺧﺖ ﻛﯥ.
⑨ ﺩ ﺛﻨﺎﺀ ﺍﻭ ﺩ ﺩﺭﻭﺩ لـه ﻭﺋﻴﻠﻮ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ.
⑩ ﺩ ﺍﺳﻢِ ﺍﻋﻈﻢ ﻟﻪ ﻭﺋﻴﻠﻮ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ.
⑪ ﺩﻳﻮﻩ ﻣﺴﻠﻤﺎﻥ ﺩﻋﺎ ﺑﻞ ﺗﻪ ﺩﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻏﻴﺎﺏ ﻛﯥ.
⑫ ﺩ ﻋﺮﻓﯥ ﭘﻪ ﻭﺭځ.
⑬ ﺩ ﺭﻣﻀﺎﻥ ﭘﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ ﻛﯥ.
⑭ ﺩ ﺫﻛﺮ ﭘﻪ ﻣﺠﻠﺲ ﻛﯥ.
⑮ ﺩ ﻣﻈﻠﻮﻡ ﺩﻋﺎء .
⑯ د ﭘﻼﺭ ﺩﻋﺎ ﺩ ﺧﭙﻞ ﺑﭽﻲ ﻟﭙﺎﺭﻩ.
⑰ د ﻣﺴﺎﻓﺮ ﺩﻋﺎء.
⑱ ﺩ ﺭﻭﮊﻩ ﻣﺎﺗﻲ ﭘﻪ ﻭﺧﺖ ﻛﯥ ﺩﻋﺎ.
⑲ ﺩ ﻛﻌﺒﯥ ﺷﺮﻳﻔﯥ ﭘﻪ ﺩﺍخل ﻛﯥ.
⑳ ﭘﻪ ﺻﻔﺎ ﺍﻭ ﻣﺮﻭﻩ ﻛﯥ.
²¹ ﭘﻪ ﻋﺎﺟﺰﻱ ﺍﻭ ﺩ ﺯړﻩ ﭘﻪ ﺍﺧﻼﺹ ﺳﺮﻩ ﺩﻋﺎ ﻛﻮﻝ.
🤲🔰
#منتخبی_دوعاگانی
@AHTKRrSDT
#منتخبی_دوعاګانی
له فرض لمونځ نه پس دعاګانې
(①) له ثوبان نه روايت ده چې نبي عليه السلام به چې کله سلام وګرځوه نو درې ځلته به يې استغفرالله ويل:
او بيا به يې دا دعا کوله.
« اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلاَمُ وَمِنْكَ السَّلاَمُ تَبَارَكْتَ يَا ذَا الْجَلاَلِ وَالإِكْرَامِ ». ( مسلم اول ټوک ۲۱۸ مخ او نسائي اول ټوک ۱۹۶ مخ )
خدايه ته سلام يې او له تا نه سلامتيا ده او ته ډير بابرکته يې ای خاوند د لويۍ او عزت.
#منتخبی_دوعاګانی
@AHTKRrSDT
*دشيطان پیژندګلوي(شــــپږمه برخه)*
یادګېرنه : په تېرو بحثونو کې د شیطان د خلقت او له ا نسان سره د سختې دښمني لرلو خبره شوې وه پدې برخه کې د قرآن کریم د آیتونو په رڼا کې د شیطان دښمني د انسان له دښمني سره مقایسه کوو او ان شاء الله په راتلونکې برخه کې به د شیطان د دښمني په صورتونو سره بحث وکوو او بیا به په هغه لارو چارو خبرې وکوو چې شیطان یې د انسان د هلاکت لپاره کاروي له توجه مو مننه .
*د انسان دښمني او د شيطان دښمني*
انسان چې کله له بل انسان سره دښمني کوي دا له هغې دښمني څخه بدله ده چې شيطان ئې له انسان سره کوي الله جل جلاله په قرآن کريم کې په دريو ځايونو کې د انسان او د شيطان د دښمني ذکر په يو ځای کې کوي .
لمړی ځای :
الله جل جلاله فرمايي : خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ . سورة الاعراف
ترجمه : و نیسه (اې محمده! عادت) عفوې کولو او امر وکړه په معروف سره او مخ ګرځوه ! (په څنګ شه!) له جاهلانو (نا پوهانو لېونیانو) څخه . او که باعث او تیز کړي تا (په ګناه) له طرفه د شیطان کومه وسوسه نو پناه وغواړه په الله جل جلاله پورې بېشکه دغه (الله جل جلاله ) ښه آورېدونکی ښه عالم دی (د ټولو اقوالو په ټولو احوالو) .
دوهم ځای :
الله جل جلاله فرمايي :
ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ السَّيِّئَةَ نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا وَقُلْ رَبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَنْ يَحْضُرُونِ . سورة المؤمنون
ترجمه : دفع کړه (ای محمده!) په هغه خصلت سره چې هغه ډېر ښه دی بدي (او ضرر د دوی تاته) مونږ ته ښې معلومې دي هغه خبرې چې ستائي (دوی تا یا ما نو وربه کړو پرې دوی ته جزا) او ووایه (اې محمده!) ای ربه زما پناه غواړم په تا پورې له چخولو (وسوسو) د شیطانانو نه (چې را کش کوي خلق ګمراهي ته) او پناه غواړم په تا پورې ای زما ربه چې حاضر شي (دوی) ماته (په لمانځه یا تلاوت د قرآن یا په ځنکدن کې) .
دریم ځای :
الله جل جلاله فرمايي : وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ … وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ….. وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ . سورة فصلت
ترجمه : او نه برابریږي سره نیکي او نه بدي (په جزاء او حسن العاقبة کې) دفعه کوه (ته هغه بدي) په هغه خصلت سره چې هغه ډېر ښه وي پس نا څاپه هغه څوک چې په مینځ ستا او په مینځ د هغه کې عداوت دښمني وي لکه چې دی به دوست وي ډېر مهربان او نه ورکول کیږي دا (نېک خصلت د بدي دفع په نیکي سره) مګر هغو کسانو ته چې صبر تحمل کوي او نه ورکول کیږي دا (نېک خصلت) مګر خاوند د برخې ډېرې لوئې ته او که ورسیږي تاته له طرفه د شیطان څه تباهي، وسوسه (چې د واړوي تا له دغه ښه خصلت) پس پناه ونیسه په الله جل جلاله (له شره د ده) بېشکه الله جل جلاله هم دی دی ښه آورېدونکی ښه عالم .
ابن کثير رحمه الله فرمايي : پدې معنی کې چې د انسان سره او شيطان سره دواړه دښمني په يو ځاي کې ذکر کيږي همدا دری آيتونه دي پدې معنی کې ورسره څلورم آيت نشته چې کله کوم انسان له تا سره دښمني کوي په پورتنيو دریو واړو آيتونو کې الله جل جلاله امر کوي چې له هغه سره ښه رويه وکوه ، نيکي ورسره وکوه ترڅو دا ستا نيکي د هغه په زړه باندې تاثير وکوي او د هغه دښمني په دوستي بدله شي خو کله چې د شيطان د دښمني ذکر کيږي نو هلته خامخا له هغه نه د پناه غوښتلو امر شوی دی ځکه دا داسې دښمن دی چې نيکي ورسره نه کيږی او که نيکي ورسره وشي هم له انسان سره د بې ساري عداوت او بې اندازې کينې له امله هغه يوازې او يوازې د انسان هلاکت غواړي نور يې په هېڅ شي باندې هم زړه نه صبريږي نو ددې خبرې د معلومېدلو نه وروسته به هم د لوستونکي په ذهن کې راغلي وي چې له شيطان سره بايد څه وکوي؟ د هغه سره دا خپله ازلي دښمني څنګه و پالي؟
هو ! انسان بايد له شيطان سره خپله دښمني پداسې ډول و پالي لکه څنګه يې چې شیطان پالي او ټول هغه کارونه پرېږدي چې شيطان ورباندې خوشحاليږي او ټول هغه کارونه خپل کارونه کړي چې شيطان ورباندې خفه کيږي.
نور بیا ان شاء الله.......
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
له ښځې سره د شا په طرف کې کوروالی کول حرام دي !
شير کول مو هير نشي !
*د داسې عمل کونکی ملعون اولواطت کار دی البته ښځه نه پری طلاقه کیږی .
* د لواطت خطرناکې پايلې ټولو ته معلومې دی چې د لوط عليه السلام قوم چې په نوموړې عمل اخته ؤ د خدای جل جلاله لخوا د اسلامې پوهانو په اصطلاح په لومړې آسماني اټم بم وويشتل شول .
* داسې له خاورو سره خاورې شول چې د ژوند نښانې یی بالکل له منځ لاړي .
* په دې اړه قرآني او نبوي ارشادات :
* قوله تعالی : وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ 5 إِلاَّ عَلَى أَزْوَاجِهِمْ ((او هغه کسان (بريالي اوکامياب شول ) چې دوی د خپل شرمګاه ساتونکی دي ، پرته له ښځو خپلو )) (المؤمنون ) .
* مطلب دا چې بغير له خپلې ښځې نه نور د شهوت پوره کول په هره شيطاني لاره چې وي حرام دي خپلی ښځی ته به هم د مخی لاری نه راتګ کوی .
* د خپلې ميرمنې سره د يوځايوالې په اړه قرآنکريم داسې ارشاد کوي :
* « نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ » [بقره: 223] .
* (ستاسې ښځې ستاسې کښتونه دي ، ستاسې خپله خوښه ده چې څنګه مو چې زړه غواړی په هغه شان په خپل کښت کې تصرف وکړﺉ ) .
* د کښت معنی نسل دی چې د نسل ځای معلوم دی .
* د ښځې سره د شاه په طرف (د فاضله موادو د خارجيدو په ځای ) کې د جماع کولو د حرمت او سختو وعيدو په باره کې هم ډیر احاديث ذکر شوی دي چې دلته مو يو څو را نقل کړل چې همدا کافي دي .
* له ابوهریرهرَضِيَ اللَّهُ عَنْهُنه روایت دی چې وايي :
پیغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايل :
« مَلعونٌ مَنْ أَتَى امْرَأَةً فِي دُبُرِهَا»[1]
« څوک چې د شاه په طرف کې له خپلې ښځې سره جماع کوي ملعون دی »
او په يو بل روايت کې راغلي : « لا ينظرُ الله إلى رجلٍ جامَعَ امرأتَهُ في دُبُرها»[2] :
« الله تعالی به هغه کس ته د رحمت نظر ونه کړي چې له ښځې سره يې د شا په طرف کې کورواله وکړي »
له علی بن ابی طالب رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ نه روایت دی چې پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل :
« لا تأتوا النساء في أعجازهن» أو قال «فی أدبارهن»[3]
« د شاه په طرف کې له ښځو سره جماع مه کوﺉ .»
مفتي کفايت الله دهلوي (رح) ليکي که څوک له خپلې ښځې سره خلاف فطرت کار (لواطت) وکړي د تعزير مستحق ګرځي که اسلامې حکومت وي د ثبوت په صورت کې د تعزير جزا ورکول کيږی ،او نکاح نه ماتيږي (کفايت المفتي ج ۵ ص ۳۶۱ ) .
که له چا څخه خدای مه کړه په ناخبری دا ستر جرم شوی وي نو کلکه توبه دې وباسي .
👈 دا معلومات له خپلو ملګرو سره شریک کړئ .
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS