بسم الله الرحمن الرحیم
•د کاريال نوم : فضایل ذکر
•وينا وال : الحاج مولوی دیوبندی صاحب
•د کاريال ورژن : اول
•د کاريال بڼه : غږيز درسونه
•برخې : ټولی 21برخې
•کاريال جوړوونکی : محمدعوض مدنی
•ترتيب کوونکی : الحاج داکتر فريدون احرار
•نشروونکې اداره : د اسلامي کاريالونو څانګه
•دحفاظت په اړه : ددې اپلېکېشن ټولې مهمې برخې دAESرمزګذاري پواسطه رمز (کوډ) شوي
•که تاسې غواړئ ستاسو دکتابونو او نصیحتونو نعتونو څخه اپلیکیشن جوړ شي نو مونږ سره په اړیکه کې شئ
@ewazmadani
•که په کاریال کې کومه ستونزه وه ، خامخا راسره په لاندی ادرس اړیکه ونیسئ ترڅو هغه تیروتنه اصلاح کړو
_مننه
•دنورو کاریالونو لپاره
@AarHasAHSa
بسم الله الرحمن الرحیم
•د کاريال نوم : علم الاداب
•وينا وال : مفتي ابو محمد شاهد الله حقاني
•د کاريال ورژن : دوهم
•د کاريال بڼه : غږيز درسونه
•برخې : ټولی 43برخې
•کاريال جوړوونکی : محمدعوض مدنی
•ترتيب کوونکی : الحاج داکتر فريدون احرار
•نشروونکې اداره : د اسلامي کاريالونو څانګه
•دحفاظت په اړه : ددې اپلېکېشن ټولې مهمې برخې دAESرمزګذاري پواسطه رمز (کوډ) شوي
•که تاسې غواړئ ستاسو دکتابونو او نصیحتونو نعتونو څخه اپلیکیشن جوړ شي نو مونږ سره په اړیکه کې شئ
@ewazmadani
•که په کاریال کې کومه ستونزه وه ، خامخا راسره په لاندی ادرس اړیکه ونیسئ ترڅو هغه تیروتنه اصلاح کړو
_مننه
•دنورو کاریالونو لپاره
@AarHasAHSa
بسم الله الرحمن الرحیم
•د کتاب نوم :دنبی کریم ﷺ سل وصیتونه
•کاريال جوړوونکی : محمدعوض مدنی
•ترتيب کوونکی : الحاج داکتر فريدون احرار
•دحفاظت په اړه : ددې اپلېکېشن ټولې مهمې برخې دAESرمزګذاري پواسطه رمز (کوډ) شوي
•که تاسې غواړئ ستاسو دکتابونو او نصیحتونو نعتونو څخه اپلیکیشن جوړ شي نو مونږ سره په اړیکه کې شئ
@ewazmadani
•که په کاریال کې کومه ستونزه وه ، خامخا راسره په لاندی ادرس اړیکه ونیسئ ترڅو هغه تیروتنه اصلاح کړو
_مننه
•دنورو کاریالونو لپاره
@AarHasAHSa
*ابن عبَّاس رضی الله عنه به چي له کوره جماعت ته راوان وه، د لاري ګاونډ اوسیدونکي به پوهیدل،ځکه له لارې به خوشبویي پورته کیده.*
*الأدب لابن أبي شيبة : ١٧٥*
*ــــــــــــــــــــــــــــــ*
*عبدالله بن عمرو رضی الله عنه فرمایي :که له دوږخه یو سړی دنیا ته راسي، د هغه دخرابي څېرې او بدبویي له امله به ټول دنیاوال مړه سي.*
*الرقة و البكاء ( ١٠٤ )*
*ـــــــــــــــــــــــــــــ*
*امام شافعي رضی الله عنه فرمایي:*
*څوک چي دخاتمې ښه والی غواړي، په خلکو دي نېک ګمان کوي.*
*(المجموع للنووی)*
*ــــــــــــــــــــــــــ*
*امام زهری رحمه الله فرمایي:*
*که چیري دنړۍ دټولو ښځو علم را جمع سي، دبي بي عائشې رضی الله عنها علم ته به ونه رسیږي.*
*سیر اعلام النبلاء ۱۴۱/۲*
*ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ*
*ابن القيم - رحمه الله تعالى -*
*که د الله ﷻ ستا د دعا دقبلیدو اراده نه وای، بیا یې دعا نه درښووله.*
*عدة الصابرين ٦۰*
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
*یو ملګری مي فاحش دي باید څنګه اصلاح شي؟*
*سوال: یو ملګری مي ډېر فاحش دی، څنګه کولای شم چي دده اصلاح وکړو؟*
*ځواب: عبدالغفار جُبیر*
*۱: لمونځ یې علاج دی، تاسي کوښښ وکړی چي دغه فاحش ملګری مو لمونځ شروع کړي، داځکه چي الله جل جلاله فرمايي:*
*ان صلاة تنها عن الفحشاء والمنکر*
*ژباړه: په تحقیق سره لمونځ د فحشاء او د منکر څخه منع کونکی دی.*
*۲: ددغه فاحش کس ماحول باید بدل کړل شي، داسي ملګري ورته پیداکړل شي چي عالمان او مخلص وي، او کوښښ باید وکړل شي چي تبلیغ ته واستول شي، تر څو چاپیریال یې بدل او یو عابد انسان ورڅخه جوړ شي.*
*۳: و دغه فاحش کس ته تاسي ملګري ضرورو په هر لمانځه کي دعاء وکړي چي الله یې هدایت کړي، او دعاء ضرور اثر لري.*
*۴: و داسي کسانو ته باید د ترغیب او ترهیب دواړو څخه کار واخیستل شي.*
*۵: په پوره حکمت او استدلال سره باید بحث ورسره وشي، او کوښښ وشي چي هغه بد اعمال چي ترسره کوي یې د هغو تاوانونه د منطق په دائره کي ورته په احسنه طریقه سره ور وښودل شي، او کوښښ باید وشي چي دا هر څه وعظ په نرمه لهجه ورسره وشي.*
*۶: دغه بد افعالو والا خلک تل د جزبانو او احساساتو ښکار وي نو کوښښ باید وشي چي دوی د جزباتو څخه د شفقت و درجې ته راکښته شي.*
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
د دعاء فضيلت، طريقه او د قبلېدلو وختونه يې
د دعا فضيلت:
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:
چا ته چې د دعاء دروازه خلاصه شي، هغه ته د رحمت دروازې خلاصې شوې.
ابو هريرة رضي الله عنه ويلي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: د الله تعالی پر وړاندې تر تولو غوره شی دعاء ده.
دعا د عبادت مغز دی.
دعاء د مسلمان «د کاميابي» وسله ده.
د ستونزو اصلي حل د الله تعالی طرف ته په متوجه کېدلو او په سنت دعاوو کې دی.
څوک چې له الله تعالی جل جلاله څخه څه نه غواړي الله جل جلاله ترې ناراضه کيږي.
*د دعاء کولو طريقه:*
د دعاء کولو غوره طريقه دا ده چې سړی په اوداسه سره په جومات يا بل پاک ځای کې قبلې ته مخامخ کېني، لومړی د الحمدلله په ويلو سره د الله جل جلاله لويي بيان کړي، بيا پر خپلو ګناهونو توبه وباسي او له هغه وروسته بيا چې کوم ضرورت لري، د پوره کېدلو غوښتنه دې وکړي.
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي: له الله جل جلاله څخه دعاوې په داسې توګه وغواړئ چې د قبلېدلو باور او يقين مو وي.
او په دې هم پوه شئ! چې الله جل جلاله د هغه چا دعاء نه قبلوي چې زړه يې له دعاء څخه غافل او بې پروا وي.
*د دعاء قبلېدلو غوره وختونه:*
له فرض لمانځه څخه وروسته دعاء.
د روژه ماتي پر مهال دعاء.
د شپې په نيمايي کې دعاء.
د غم پر مهال دعاء.
د خوشالي پر مهال دعاء.
د کعبې شريفې ليدلو پر مهال دعاء.
د زمزم اوبه څښلو پر مهال دعاء.
د اولاد په حق کې د مور او پلار دعاء.
په غياب کې د مسلمان ورور په حق کې دعاء.
*راځئ!*
د وخت يوه برخه د دعاء کولو لپاره ځانګړې کړو او د هرې ستونزې پر مهال د زړه له کومې له الله جل جلاله څخه دعاء وغواړو.
ترتيب: ګل محمد «سلام خېل»
#منتخبی_دوعاگانی
@AHTKRrSDT
سلم سره خوراک ته حاضرېدلو مونږ به په خوراک باندې تر هغه وخته پورې شروع نه کوله چې ترڅو به رسول الله صلی الله علیه و سلم نه وه کړې نو اول به لوښی ته رسول الله صلی الله علیه و سلم لاس ور وړلو یو ځل چې مونږ له هغه سره خوراک ته حاضر وو نو یوه جینۍ راغله داسې راغله لکه هغه چې ټېله کېدله نو لاړه غوښتل یې چې خپل لاس په خوراک کې کېږدي رسول الله صلی الله علیه و سلم د هغې لاس ونیولو بیا یو کوچی راغلو داسې راغلو لکه هغه چې د شا نه ټېله کیږي (هغه هم غوښتل چې زر خپل لاس په خوراک کې کېږدي) رسول الله صلی الله علیه و سلم د هغه لاس هم ونیولو بیا رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل : بېشکه شیطان حلال ګڼی (خوراک کوي ) له هغه خوراک نه چې په هغه باندې په شروع کې د الله جل جلاله نوم یاد نه کړل شی او شیطان دا جینۍ راوستله ترڅو دا په خوراک باندې بغیر د بسم الله نه شروع وکوي او بیا ده ته هم ضمینه برابره شي چې خوراک وکوي نو ما ددې لاس ونیولو بیا یې دا کوچی راوستلو نو ما دده لاس هم ونیولو زما د په هغه ذات باندې قسم وي چې زما نفس یې په لاس کې دی چې د شیطان لاس زما په لاس کې ددې له لاس سره وو (کله چې ما ددې لاس ونیولو نو لدې سره د شیطان لاس هم وو) . صحیح مسلم
ددې امله خو رسول الله صلی الله علیه و سلم مونږ ته امر کړی دی چې خپل مالونه له شیطان څخه وساتئ او طریقه یې هم راته ښودلې ده چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : أغلقوا الأبواب, واذكروا اسم الله، فإن الشيطان لا يفتح باباً مغلقاً، و أوكوا قربكم، واذكروا اسم الله، وخمروا آنيتكم، ولو أن تعرضوا عليها شيئاً، وأطفئوا مصابيحكم.
ترجمه : خپلې دروازې بندوئ ، د الله جل جلاله نوم یادوئ (هر وخت او يا د دروازې د بندولو په وخت کې) بېشکه شیطان بنده دروازه نشی خلاصولی سرچپه کوئ خپلې کټوې او د الله جل جلاله نوم ورباندې یادوئ د خپلو لوښو سرونه پټوئ اګر که په هغه باندې څه شی په پلنوالي کېږدئ (که د کوم شي د سر پټولو لپاره څه شی نه وو نو بل داسې شی چې هغه یې سر هم پوره نشي پټولی هغه ورباندې له بسم الله سره کېږدئ ) او خپل چراغونه ګل کوئ .
یوازې دا هم نه بلکه کله چې کوم انسان په چپ لاس خوراک او څښاک کوي ، په ولاړه یې کوي نو هم شیطان ورسره شریکیږي حضرت عائشه رضی الله عنها فرمایی رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایل : من أكل بشماله أكل معه الشيطان، ومن شرب بشماله شرب معه الشيطان. مسند امام احمد بن حنبل
ترجمه : څوک چې په چپ لاس خوراک کوي شیطان له هغه سره خوراک کوي او څوک چې په چپ لاس څښاک کوي شیطان له هغه سره څښاک کوي .
حضرت ابو هریره رضی الله عنه فرمایی : أن النبي صلى الله عليه وسلم رأى رجلاً يشرب قائماً فقال له: قه، قال: لم؟ قال: أيسرك أن يشرب معك الهر؟ قال: لا، قال: فإنه قد شرب معك من هو شر منه, الشيطان. مسند امام احمد بن حنبل
ترجمه : بېشکه رسول الله صلی الله علیه و سلم یو کس ولیدو چې په ولاړه یې اوبه څښلې رسول الله صلی الله علیه و سلم ورته وویل : قی که هغه کس وویل : ولې؟ رسول الله صلی الله علیه و سلم ورته وویل : ته دا غواړې چې پیشو د لتا سره د یوه لوښي نه اوبه و څښي؟ هغه کس وویل : نه رسول الله صلی الله علیه و سلم ورته وویل : لتا سره داسې شي اوبه و څښلې چې هغه له پیشو نه هم بد تر دی شیطان .
نو ددې امله دي چې اکثر زمونږ خلک فکر کوي چې خوراک یې زر ختم شو ، اوړه یې زر ختم شول ، په کور کې یې برکت نشته او داسې نور زمونږ د خلکو دا فکرونه په ځای وي څومره یې چې د کور د خلکو نفوس وي تر هغوی زیات ورسره شیطانان خوراک کوي ددې مشکل د حل لپاره مونږ کولی شو په کورونو کې بسم الله ویل عام کړو ، له هرشي سره ، له هر حرکت سره ، له خوراک او څښاک سره .
*نولسم صورت*
شیطان کوښښ کوي چې هرڅنګه وي یو مسلمان خفه او آزرده کړي ، په څه ډول یې غمجن کړي د مثال په ډول په مجلس کې ځینې خلکو ته ووایی چې دوی له یو بل سره پټې پټې خبرې وکوي چې یو بل مسلمان ورته ګوري نو هغه فکر وکوي چې دا کسان لکه چې زما په اړه څه خبرې کوي هسې نه چې ماته څه ضرر راکړي او داسې نور لکه الله جل جلاله چې فرمايی : إِنَّمَا النَّجْوَى مِنَ الشَّيْطَانِ لِيَحْزُنَ الَّذِينَ آَمَنُوا وَلَيْسَ بِضَارِّهِمْ شَيْئًا إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ (۱۰) سورة المجادلة
ترجمه : بېشکه پټې خبرې (په ګناه) (کارونو) د شیطان دي لپاره د دې چې خفه کړي هغه کسان چې ایمان ئې راوړی دی او نه دی (شیطان یا پټه خبره) ضرر سوونکي دغو (مؤمنانو) ته د هېڅ شي مګر په اذن حکم اراده د الله جل جلاله او ښائي چې خاص پر الله جل جلاله پس توکل د وکړي مؤمنان (او الله جل جلاله ته وسپاري ټول امور خپل او هېڅ پروا دې نه کوي د پټ راز ویلو د نورو څخه ) .
*شلم صورت*
د شیطان د دښمنۍ ډېر خطرناک صورت دادی چې هغه له یوې خوا په انسان باندې ګناه وکوي او له بلې خوا کوښښ کوي چې دده په ګ
حضرت محمد(ﷺ) فرمايي :ﷲﷻ له هغه شخص څخه ناراضه دی چي مسلمان وي خو بیا هم د پردیو اغیارو طریقې اختیاروي.
( مشکوة المصابیح، ص: ۲۷ )
هغه کمزور ایمانه مسلمانان هم تر دې حدیث شریف لاندي راځي چي اللهﷻ ورته دوه اخترونه تحفه کړي وي خو دوی بیا هم د پردیو اخترونو کښي اختلاط کوي ، لکه : نوروز ، کریسمس او داسي نور...!
او یا هم هغه معاصر موډي او فېشني ځوانان او ښځي چي صرف د اسلام ورته نوم پاته دی ، لباس ، خوراک ، خبري ، معاملې او په عموم کښي اکثره ژوند د فاجرانو او فاسقانو پر طریقه تېروي خو خپل د نبي(ﷺ) او اسلام مبارکي طریقې یې تر شا غورځولي وي.!
دا کسان باید د ربﷻ له ستر عذابه ووېرېږي او له اوس څخه لازمي باید ربﷻ ته په عاجزۍ او تضرع توبه وباسي ، ځکه مرګ نابللۍ مېلمه دی.!
اللهﷻ دي موږ مسلمانانو لره د خپل محبوب پېغمبر(ﷺ) او صحابه کرامو رضي الله عنهم طریقه او ژوند را نصیب کړي.!
کاپي.
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
*د رسول الله صلى الله عليه وسلم وصيت!*
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: اتق الله حيثما كنت، واتبع السيئة الحسنة تمحها، وخالق الناس بخلق حسن (ترمذي، ۳۵۵/۴)
ژباړه: په هر ځاى او هر حالت کې له الله تعالى څخه ووېريږه، په بدۍ پسې نېکي وکړه، ځکه نېکې بدي له منځه وړي او له خلکو سره ښه اخلاق کوه.
د نبي صلى الله عليه وسلم پورتنى وصيت پدې خبره دلالت کوي چې مؤمن به په هر ځاى او هر حالت کې له خپل رب څخه ويږيږي، دا چې انسان کمزورى دى کله کله ګناه هم ور څخه صادريږي؛ نو بيا په مسلمان لازمه ده چې له ګناه وروسته نېکي وکړي، ځکه نيکي بدي له منځه وړي او بل له حديث شريف څخه دا خبره هم څرګنديږي چې انسان بايد ښه اخلاق و لري؛ نو مؤمن بايد خپل ژوند داسې عيار کړي چې له تقوى، عبادت او توبې سره سره ځان په حسنه اخلاقو مزين کړي، له دې څخه غير مسلمان بايد د خپل مسلمان ورور حقوق اداء کړي او له نورو مسلمانان سره ښه اخلاق وکړئ لکه: عاجزي، درناوى، پر کشرانو شفقت، دمشرانو احترام، دعلماوو عزت او د خلکو پر تېروتنو سترګې پټول او داسې نور.
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
*د فساد په زمانه کې په سنتو باندې د تمسک فضيلت*
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل امت ته خبرداری ورکړی دی چې په آخره زمانه کې به زياتې فتنې پيدا شي.
مونږ په داسې زمانه کې قرار لرو چې ټوله نړۍ فتنو نيولې ده ، هر سهار او هر ماښام نوې نوې فتنې را پيدا کيږي .
خو د دغو ټولو فتنو څخه د نجات يوازنی لاره په قرآن او سنتو باندې تمسک کول دي.
يا أيها الناس، إِنِّي قَدْ تَرَكْتُ فِيكُمْ مَا إِنِ اعْتَصَمْتُمْ بِهِ فَلَنْ تَضِلُّوا أَبَدًا كِتَابَ اللَّهِ ، وَسُنَّي([1] ).
وقال: فَعَلَيْكُمْ بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الْمَهْدِيِّينَ الرَّاشِدِينَ تَمَسَّكُوا بِهَا وَعَضُّوا عَلَيْهَا بِالنَّوَاجِذِ وَإِيَّاكُمْ وَمُحْدَثَاتِ الْأُمُورِ فَإِنَّ كُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ وَكُلَّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ ) ([2]).
ژباړه:ای خلکو يقيناً ما په تاسې کې دوه شيان پريښي که تاسې په هغو باندې ټينګ ووسئ هيڅکله به ګمراه نشئ ، د الله تعالی کتاب او زما سنت.
او فرمايي :
(پس تاسې زما په سنتو او د خلفاء راشدينو په سنتو چې هغوی هدايت شوي دي ټينګ ووسئ او هغه په عقلي غاښونو ونيسئ او تاسې به په دين کې له نوي شيانو لرې اوسئ ځکه په دين هر نوی شی بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده).
او واقعاً په داسې يوه زمانه کې چې ټوله نړۍ فساد او فتنو په سر باندې اخستي وي په سنتو باندې تمسک اختيارول ستر اجر لري ، ځکه چې په دغه زمانه کې په اسلام باندې پوره پابند خلک لږ وي او دوی په غربت کې ژوند تيروي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«بَدأ الإسلام غريبا وسيعود كما بدأ غريبا فَطُوبَى لِلغُرَبَاءِ . قِيلَ : مَن هُم يَا رَسُولَ اللَّهِ ؟ قَالَ : الذِينَ يَصلُحُونَ إِذَا فَسَدَ النَّاسُ »([3]) .
ژباړه: اسلام بې کسه او غريب شروع شویدی دی او بيا به بي کسه او غريب شي لکه څنګه چه شروع شوی ؤ .
همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:
«العِبَادَةُ في الهَرْجِ كهِجْرةٍ إلَيَّ »([4]) .
ژباړه : د فتنو په زمانه کې عبادت کول داسې ثواب لري لکه زما طرف ته هجرت کول.
يعنې داسې دی لکه اولينو مهاجرينو چې د دين د ساتنې لپاره زما طرف ته (مدينې منورې ته )هجرت کړی وو .
او جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ مِنْ وَرَائِكُمْ أَيَّامَ الصَّبْر ، الصَّبْرُ فِيهِ مِثْلُ قَبْضٍ عَلَى الْجَمْرِ ، لِلْعَامِلِ فِيهِمْ مِثْلُ أَجْرِ خَمْسِينَ رَجُلًا يَعْمَلُونَ مِثْلَ عَمَلِهِ ، – وَزَادَنِي غَيْرُهُ – قَالَوا يَا رَسُولَ اللَّهِ أَجْرُ خَمْسِينَ مِنْهُمْ ؟! قَالَ : أَجْرُ خَمْسِينَ مِنْكُمْ » ([5]).
ژباړه : د تاسې څخه وروسته د صبر ورځې دي ، چې په هغه وخت کې صبر کول داسې دي لکه پخپل موټي کې د اور سکروټه نيول ، په داسې زمانه کې د سنتو موافق عمل ثواب د پنځوسو کسانو د عمل ثواب لري . صحابه کرامو وويل : ای رسول الله د هغوی د پنځوسو کسانو ؟ ويې فرمايل : د تاسې د پنځوسو کسانو .
يعنې پنځوس کسان د نن زمانې نه بلکي د صحابه کرامو د پنځوسو کسانو او څه وخت چې فتنې او بدعات او منکرات په خلکو کې زيات شي،نو د دغه وخت پر علماوو باندې لازمه ده چې د فتنو پر وړاندې سکوت اختيار نکړي ځکه چې داسې کول سخت خطرناک دي .
آن لاين اسلامي لارښود
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1] – مستدرک الحاکم ۱/۱۷۲
[2] – رواه أبو داود ۴۶۰۷.
[3] – رواه مسلم : ۱۴۵ .
[4] – رواه مسلم .
[5] – رواه أبوداود ۴۳۴۱ ، الترمذي ۳۰۵۸ و سلسلة الصحيحة ۴۹۴
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
*انس بن مالكؓ وایي مځکه هره ورځ په لس ډوله جملو* *سره اوازونه کوي، وایي*
*اې د ادم زویه*
۱_ ته زما پر شا باندي تګ راتګ کوې،
اخر راتلل به دي زما نس ته وي یعني قبر ته.
۲_ ته زما پر شا باندي ګناهونه او نافرماني کوې، خو زما په نس کي به عذاب در کول سي یعني په قبر کي.
۳_ ته زما پر شا باندي خاندې خو زما په نس کي به وژاړې، یعني په قبر کي.
۴_ ته زما پر شا باندي خوشحالي کوې خو زما په نس کي به غمجن سې یعني په قبر کي.
۵_ ته زما پر شا باندي مال جمع کوې خو زما په نس کي به پښېمانه سې یعني په قبر کي.
۶_ ته زما په شا کي حرام خورې خو زما په نس کي به دي چینجیان وخوري یعني په قبر کي.
۷_ ته زما په شا کي فخر او غرور کوې خو زما په نس کي به ذلیله او خوار سې یعني په قبر کي.
۸_ ته زما په شا کي په خوشحالي او فخر تګ کوې خو زما په نس کي به غمجن پرېوزې یعني په قبر کي.
۹_ ته زما پر شا باندي په رڼا کي تګ کوې خو زما په نس کي به په تیاره کي پرېوزې یعني په قبر کي.
۱۰_ ته زما پر شا باندي د ټولیو ټولیو سره تګ کوې خو زما په نس کي به یوازي پرېوزې یعني په قبر کي.
ماخذ : منبهات ابن حجر عسقلاني صـ۱۰۹_۱۱۰
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
ن شي ، په فکر کې شي چې ددې خوب به مې څه معنی وي پدې سره انسان خسته شي او په ډول ډول فکرونو کې آخته شی چې په نتیجه کې یې انسان ته تکلیف ورسیږي ددې امله رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلی دي چې یو انسان چې خوب ویني نو هغه په دری ډوله وي :
1. یو هغه خوب دی چې د رحمن ذات له لوري وي .
2. بل هغه خفه کونکی خوب دی چې د شیطان له اړخه وي .
3. بل د انسان د نفس خبرې .
رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایی : إذا رأى أحدكم الرؤيا يحبها، فإنما هي من الله، فليحمد الله عليها، وليحدث بها، وإذا رأى غير ذلك مما يكره، فإنما هي من الشيطان، فليستعذ بالله، ولا يذكرها لأحد، فإنها لا تضره. صحیح البخاري
ترجمه : کله چې په تاسې کې چا داسې خوب ولیدلو چې دده خوښېدو نو دا د الله جل جلاله له لوري دی په هغه سره د د الله جل جلاله حمد اداء کړي او (چاته یې چې زړه غواړي هغه ته د) ددې خوب قصه وکوي او که داسې څه شی یې ددې نه بغیر ولیدل چې دده نه وو خوښ نو دا خوب یې له شیطان څخه دی نو اعوذ بالله د ووایی او دا خوب د هېچا ته نه وایی ځکه دا ده ته ضرر نشي رسولی.
ج. کورونه سوزول
شیطان کله کله د خلکو کورونو ته اور هم اچوي اګر که ده ته خپله دومره وس نه دی ورکړل شوی چې دا کار وکوي لکن دی د ځینو حیواناتو د هڅولو نه دا کار اخلي رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : إذا نمتم فأطفئوا سرجكم، فإن الشيطان يدل مثل هذه الفأرة على هذا السراج فيحرقكم . رواه ابن حبان
ترجمه : کله چې تاسې ویده کېدلی نو چراغونه ګل کوئ ځکه شیطان ښوونه کوي په مثل ددې موږک ته د چراغ پس هغه تاسې سوزوي (یعنی موږک شیطان دېته هڅوي چې ستاسې چراغ په کوم شی ور چپه کړي او يا په چراغ باندې کوم شی ور واچوي چې له امله یې اور بل شي او تاسې ته ځاني او يا مالي تاوان ورسیږي همدا د شیطان خوشحالي ده) نو ددې امله کله چې یو دم په کوم ځای کې اور بل شي نو لرې نه ده چې دا اور د شیطان بل کړی وي .
نور بیا ان شاءالله .......
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
په قرانکریم کي د شل (20)ډوله زړونو يادونه سوې ده
۸ اته ډوله زړونه روغ دي او ۱۲ دوولس ډوله زړونه په بېلابېلو مرضونو اخته زړونه دي! راسئ چي خپل زړه پکښي پیدا کړو
۱_ القلب السّليم :*
سلیم زړه:یوازي، الله تعالي ته مخلص زړه، هغه چي له كفر، نِفاق او هر ډول رذيله صفاتو څخه تش او پاک وي. إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ. [سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء : 89]
۲_ القلب المنيب :*
منيب زړه : هغه زړه چي هر وخت الله تعالی ته په توبه را گرځي، او د الله تعالی اطاعت كوونكی وي. مَنْ خَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ وَجَاء بِقَلْبٍ مُّنِيبٍ. [سُوۡرَةُ قٓ : 33]
۳_ القلب المخبت :*
مخبت زړه : الله تعالي ته خاضع، غاړه ايښودونكی او له سکون څخه ډک زړه. فتُخْبِتَ لَهُ قُلُوبُهُمْ. [سُوۡرَةُ الحَجّ : 54]
۴_ القلب الوجل :*
وېرېدونكی زړه : هغه زړه چي هر وخت له، الله تعالی څخه په وېره کي وي، چي الله تعالی به ورڅخه نېك عمل قبول كړي كه نه؟ او د الله تعالی له عذاب به نجات ومومي كه نه؟ وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوا وَّقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ.[سُوۡرَةُ المؤمنون : 60]
۵_ القلب التقي :*
تقي زړه : هغه زړه چي د شعائرالله له تعظيم او عظمت څخه ډك وي. ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ.[سُوۡرَةُ الحَجّ : 32]
۶_ القلب المهدي :*
هدايت موندونكی زړه:هغه زړه چي د الله تعالی په قضاء راضي او اوامرو ته يې تسليم وي. وَمَن يُؤْمِن بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُ.[سُوۡرَةُ التّغَابُن : 11]
۷_ القلب المطمئن :*
مطمئن زړه : د الله تعالی په توحید او ذکر، له سکون څخه ډک زړه. وتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّه. [سُوۡرَةُ الرّعد : 28]
۸_ القلب الحي :*
ژوندی زړه:هغه زړه چي د الله تعالی له هغو مثالونو يې پند او عقل اخیستی وي چي د بېلابېلو امتونو د گناهونو په اړه يې اورېدلي وي. إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَن كَانَ لَهُ قَلْبٌ.[سُوۡرَةُ قٓ : 37]
پروردګاره! زموږ زړونه، د لوړ لیکل سوو زړونو څخه وګرځوې
او له لاندي لیکل سوو زړونو څخه مو مه ګرځوې
۹_ القلب المريض :*
مريض زړه : هغه زړه چي په بېلابېلو مرضونو لکه ( شک، نفاق، فجور او د حرامو په شهوت) اخته وي. فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ. [سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 32]
۱۰_ القلب الأعمى :*
ړوند زړه:هغه زړه چي حق نه درك كوي، نه اعتبار وركوي، او له حق كتلو يې سترگي پټي وي او بلكل ور گوري نه. وَلَكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ. [سُوۡرَةُ الحَجّ : 46]
۱۱_ القلب اللاهي
په لهو او چټیاتو اخته زړه:له قران څخه غافل، د دنیا په باطلو شهواتو اخته او له عقل څخه کار نه اخيستونکی زړه. لاهِيَةً قُلُوبُهُمْ.[سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء : 3]
۱۲_ القلب الآثم :*
گناهکاره زره:هغه زړه چي حق او پر حق شاهدي ورکول پټوي. وَلاَ تَكْتُمُواْ الشَّهَادَةَ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ.[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 283]
۱۳_ القلب المتكبر :*
مغروره او كبرجن زړه : د الله تعالی له طاعت او توحيد مخ اړونكی کبرجن او په ظلم او له الله سره په سخته دوښمنۍ اخته زړه. قلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ. [سُوۡرَةُ المؤمن/غَافر : 35]
۱۴_ القلب الغليظ :*
سخت زړه : هغه زړه چي نرمي، پوستوالی، عاطفه او رحمت پکښي نه وي. وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ
[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 159]
۱۵_ القلب المختوم :*
مُهر سوی او ټاپه سوی زړه : چي نه هدايت اوري او نه يې ورباندي عقل كار كوي. وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ. [سُوۡرَةُ الجَاثیَة : 23]
۱۶_ القلب القاسي :*
قاسي ( ډېر كلك ) زړه : بلكل ايمان اخيستو ته نه نرمیږي او نه پکښي د ايمان ريښې ځغلي، او د الله تعالی له ياد او ذكر څخه مخ اړوي. وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً. [سُوۡرَةُ المَائدة : 13]
۱۷_ القلب الغافل
غافل زړه : هغه زړه چي د الله تعالی د ياد او ذكر پر ځای، او د الله تعالی د اطاعت پرځای ورباندي د نفسي خواهشاتو او هوس اثر او تسلط وي. وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا.[سُوۡرَةُ الکهف : 28]
۱۸_ الَقلب الأغلف :*
پوښل سوی زړه:هغه زړه چي داسي کلک پوښل سوی وي، چي د نبي عليه الصلاة والسلام خبره او وينا ورته بلكل ور ننوتلای نه سي. وَقَالُواْ قُلُوبُنَا غُلْفٌ. [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 88]
۱۹_ القلب الزائغ
له حق څخه بل خوا ته مائل زړه. فأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ.
[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 7]
۲۰_ القلب المريب
په شک اخته زړه:{ وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ. [سُوۡرَةُ التّوبَة : 45]
اې زموږ مهربان ربه جل جلاله! زموږ زړونه د هغو لوړو ۸ اتو زړونو څخه وګرځوې.....امین یارب العالمین
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
د همیشه اودس ساتلو ۱۲ فايدې:
①- هر اندام یې د الله تعالی ذکر کوي.
②- تکبیر اولی ترې نه پاتې کیږي.
③- کله چې ویده کیږي نو ملائکې یې ساتنه کوي.
④- د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو پابندي به یې نصیب شي.
⑤- الله تعالی به یې فقیري لري او حاجت به یې پوره کړي.
⑥- په اسمان کې موجودي ټولې ملائکې ورته له الله تعالی نه د بښني دعاګانې غواړي.
⑦- د مرګ پر وخت به یې غوږ کې داسي غیبي اواز وشي. ای زما بنده! غم او ویره مه کوه ځکه چې زه له تا نه راضي یم.
⑧- د مرګ سختۍ به پري اسانه شي.
⑨- د کرام الکاتبین ملائکو قلم به هر وخت ده ته د ثواب په لیکلو بوخت وي.
⑩- الله تعالی به ورته د عبادت توفیق ورکړي.
⑪- زړه به یې هر وخت نرم وي.
⑫- د الله تعالی د نیکو بندګانو په صف کې به راپورته شي.
*ـــــــــــــــــــــــــــــ👇👇👇ـــــــــــــــــــــــــــــ*
*د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړی*
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
*(یوه ښځه)*
*👈ابن سینا وايي هغه څوک چې یوازې یوه ښځه لري په ځوانۍ کې زړيږي. هغه ته د هډوکي ، ملا ، څټ او د بندونو درد پيښيږي. د هغه ناامیدي ډیریږي ، د هغه کار/محنت کميږي، خندا یې ورکیږي او هغه د شکایتونو بنډل کیږي ، یعنی هغه به تل شکایت کوي.*
*👈 قاضي ابو مسعود وايي چې د کوم سړي لپاره يوه ښځه وي د خلکو په مینځ کې پریکړې کول روا نه دي ، یعنی د هغه لپاره قضاوت روا نه دی.*
*👈 خلق ابن خلدون وايي کله چې ما د تیرو ملتونو د ویجاړیدو په اړه فکر وکړ ، نو ما ولیدل چې دوی د یوې میرمنې سره راضي وو.*
*👈 ابن مایار وايي د هغه چا عبادت چې ښځه یې یوه وي نيمګړتياوې لري.*
*👈 د عباسي خلیفه مامون الرشید ته ویل شوي وو چې په بصره کې داسې خلک هم شته چې یوازې یوه ښځه لري. نو مامون الرشید وویل چې دا سړي نه دي. سړي هغه څوک دي چې ښځې ولري. او دوی واړه د طبیعت او سنت خلاف دي.*
*👈 ابن یونس ته وویل شو:*
*ولې یهودیان او عیسویان د څو میرمنو درلودو مخه نیسي؟*
*هغه ځواب ورکړ ، "ځکه چې الله تعالی غواړي چې ذلت او نا آرامي دوي خپل منزل مقصود کړي.*
*👈 له ابو معروف کرخي څخه وپوښتل شول چې د هغو کسانو په اړه ستاسو نظر څه دی څوک چې ځانته دیني عالم وايي خو په يوه ښځه قانع دي. هغه وویل چې هغه زاهد نه بلکه لیونی و. هغه نشي کولی د ابوبکر ، عمر، عثمان او علی رضي الله عنهم لقب ته ورسیږي.*
*👈د ابن فیاض څخه د هغو خلکو په اړه پوښتل شوي وو چې یوازې یوه ښځه لري. نو دوی وویل چې دوی مړه دي ، یوازې خورئ او څښئ او ساه واخلئ.*
*👈والي کرک ابن اسحاق په ټول ښار کې مال وویشلو خو یوې ښځې والا ته یې هیڅ ورنه کړه. کله چې له هغه څخه دلایل وپوښتل شول ، هغه وویل چې الله سبحانه وتعالی فرمايي چه سفهاء يعني کم عقلانو ته مال مه ورکوئ [دا چې دوی دا ضایع کوي].*
*👈ابن عطاء د هغو کسانو په هکله چې يو میرمن لري د تبصرې پرمهال وویل: موږ څنګه وکولی شو (هغو کسانو ته چې د لویانو سنت پریښود ، یعنی د صحابه کرامو سنت) لوی وګڼو؟ .*
*👈حصري وايي چه کله الله تعالى د واده حکم کړي نو ویې ویل دوه دوه وکړئ ، درې درې وکړئ او څلور څلور ودونه وکړئ. او هغه چا ته يې د يوې اجازه ورکړه چې په ویره کې وي.*
*👈 کله چې تقی الدین مزني د سمرقند فقیه شوه ، نو ورته وویل شول چې دلته ځینې خلک په یوې ښځې قناعت لري. نو ده وویل چې ایا دا مسلمانان دي؟ بیا هغه د ښار خلکو ته تبلیغ وکړ ، د راتلونکي مياشتې د ليدو نه مخکې ، درې زره ودونه وشول او هیڅ کوم انجلۍ ، طلاقه شوې او کونډه په ښار کې پاتې نشوه.*
*ـــــــــــــــــــــــــــــ👇👇👇ـــــــــــــــــــــــــــــ*
*د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړی*
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
بسم الله الرحمن الرحیم
•د کاريال نوم : علم الاداب
•وينا وال : مفتي ابو محمد شاهد الله حقاني
•د کاريال ورژن : اول
•د کاريال بڼه : غږيز درسونه
•برخې : ټولې 100برخې
•کاريال جوړوونکی : محمدعوض مدنی
•ترتيب کوونکی : الحاج داکتر فريدون احرار
•نشروونکې اداره : د اسلامي کاريالونو څانګه
•دحفاظت په اړه : ددې اپلېکېشن ټولې مهمې برخې دAESرمزګذاري پواسطه رمز (کوډ) شوي
•که تاسې غواړئ ستاسو دکتابونو او نصیحتونو نعتونو څخه اپلیکیشن جوړ شي نو مونږ سره په اړیکه کې شئ
@ewazmadani
•که په کاریال کې کومه ستونزه وه ، خامخا راسره په لاندی ادرس اړیکه ونیسئ ترڅو هغه تیروتنه اصلاح کړو
_مننه
•دنورو کاریالونو لپاره
@AarHasAHSa
بسم الله الرحمن الرحیم
•د کتاب نوم :د تهجدلمونځ طریقه اوفضیلت
•کاريال جوړوونکی : محمدعوض مدنی
•ترتيب کوونکی : الحاج داکتر فريدون احرار
•دحفاظت په اړه : ددې اپلېکېشن ټولې مهمې برخې دAESرمزګذاري پواسطه رمز (کوډ) شوي
•که تاسې غواړئ ستاسو دکتابونو او نصیحتونو نعتونو څخه اپلیکیشن جوړ شي نو مونږ سره په اړیکه کې شئ
@ewazmadani
•که په کاریال کې کومه ستونزه وه ، خامخا راسره په لاندی ادرس اړیکه ونیسئ ترڅو هغه تیروتنه اصلاح کړو
_مننه
•دنورو کاریالونو لپاره
@AarHasAHSa
*درې خبرې به تل کره او ثابتې وي!*
*۱- حرام به تل حرام وي، که ټول خلک پرې اخته شي.*
*۲- حجاب به تل فرض وي، که د نړۍ ټولې ښځې لوڅې شي.*
*۳- د توبې دروازه به خلاصه وي، که مومن زر ځله ګناه وکړي.*
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
د دعا دقبلیدو وقت دمازیګر دلمانځه څخه تر لمر پریوتو پورې....
✨قال رسول الله ﷺ :
( *إنَّ في الجمُعةِ ساعةً لا يوافقُها عبدٌ مُسلمٌ ، يسألُ اللَّهَ فيها شيئًا ، إلَّا ** *أعطاهُ إيَّاه* )ُ
صحيح النسائي
✨قال رسول الله ﷺ :
*( التمسُوا الساعةَ التي تُرجَى في يومِ الجمُعَةِ، بعدَ العصرِ إلى غيبوبةِ* *الشمس* )ِ
صحيح الترمذي
✨قال رسول الله ﷺ :
*( إنَّ ربَّكم حَيِيٌّ كريمٌ ، يَسْتَحْيِي من عبدِه – إذا رفع يَدَيْهِ إليه –* *أن يَرُدَّهُما صِفْرًا* )
صحيح أبي داوود
🌹دجمعې مبارکې په مازیګر تر لمر پریو تو پوری داسی یو ساعت شته چې الله ﷻ پکې دخپلو بندګانو دعا نه ردوی....
❣ستاسو د دنیکې دعا په هیله🤲
____🍃🌟🌸🍃___
#منتخبی_دوعاگانی
@AHTKRrSDT
ناه باندې خلک خبر شي چې لکه څنګه چې دده آخرت خراب شو داسې په دنیا کې هم و شرمیږي او ښه ذلیل شي پدې اړه امام ابن قیم رحمه الله فرمايي : ان العبد يفعل الذنب لا يطلع عليه احد من الناس فيصبح والناس يتحدثون به وما ذاك الا ان الشيطان زينه له والقاه في قلبه ثم وسوس الى الناس بما فعل والقاه اليهم فاوقعه في الذنب ثم فضحه به فالرب تعالى يستره والشيطان يجتهد في كشف ستره وفضيحته فيغتر العبد ويقول هذا ذنب لم يره الا الله ولم يشعر بان عدوه ساع في اذاعته وفضيحته وقل من يتفطن من الناس لهذه الدقيقة.
ترجمه : بېشکه یو بنده ګناه کوي او هېڅوک هم ورباندې نه خبریږي خو کله چې سحر شي خلک دده د هغه ګناه په اړه خبرې کوي دا بل څه نه دي دا همدا شیطان دی چې اول یې هغه ګناه دده لپاره ښائسته کړه او ده ته یې د ګناه وسوسه ور واچوله او بیا یې خلکو ته په زړونو کې د هغه څه وسوسه ورواچوله چې ده وکول نو له یوه پلوه یې دی په ګناه آخته کړو او له بله پلوه یې وشرمولو الله جل جلاله (سره ددې چې په ګناه کولو سره بنده دده نا فرماني وکوله هغه په بنده باندې پرده اچوی ترڅو ونه شرمیږي) او شیطان (سره ددې چې انسان په ګناه کولو سره د شیطان متابعت وکولو ) د هغه کس شرمول غواړي او کوښښ کوي چې د هغه نه پرده لرې شی او وشرمیږي بنده اکثر ځان ته په غوره کې وی چې ځه په ګناه مې د الله جل جلاله نه بغیر نور څوک خبر نه شول او په دې نه وي خبر چې دده دښمن دده د شرمولو او دده د ګناه په اړه د اواز خپرولو کوښښ کړی دی په خلکو کې ډیر کم خلک دي چې دې باریکۍ ته یې ور پام کیږی .
نور بیا ان شاء الله.......
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
*دشيطان پيژندګلوي(نهمه برخه)*
یادګېرنه : په تېرو برخو کې د شیطان د خلقت په اړه او پدې اړه بحث شوی وو چې شیطان د انسان ازلي دښمن دی او هېڅکله په هېڅ صورت کې د ا نسان دوست او خیر خواه نشي کېدلی په تېرو دوو برخو کې مو د شیطان د دښمني په ۱۲ صورتونو خبرې وکړې او دهغې په دوام …
*دیارلسم صورت*
د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې هغه ماشوم چې نوی پیدا شي هغه هم دده له ضرر نه په امن کې نه دی چې هغه له هر لحاظ نه ددې قابل وي چې رحم ور باندې وشي ، معصوم وي ، دنیا ته نوی راغلی وی ، نازک وي خو په هغه وخت کې شیطان ده ته ضرر ور رسوي ځکه خو هغه په بده توګه ژاړي حضرت ابو هریره رضی الله عنه فرمایي رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايل : صياح المولود حين يقع من نزغ الشيطان. صحیح مسلم
ترجمه : هغه ماشوم چې نوی پیدا شي هغه چې چيغه کوي دا هم د شیطان له څوخلو څخه دی .
*څوارلسم صورت*
د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې کله په بندګانو کې داسې خلک وي چې هغوی دده خبره نه مني او دده له هڅونه په ګناه نه آخته کیږي د هغوی په اړه دی کوښښ کوي چې په بدعتونو کې یې را ښکېل کړي او داسې کارونه ورباندې وکوي چې نه په قرآن کریم کې ، نه د رسول الله صلی الله علیه و سلم په سنتونو ا و نه خو د صحابه وو او سلفو په اعمالو کې مثالونه ولري اولکه وروسته په نورو برخو کې به ان شاء الله راشي چې شیطان ډېر خوشحالیږي چې کله څوک په بدعت آخته کړي ځکه کله چې په یو انسان باندې ګناه وکوي نو دا د یوکس د هلاکت سبب کیږي او کله چې یو څوک په کوم بدعت باندې اخته کړي لدې سره وروسته ډېر خلک هلاکېدلی شي کېدای شي پدې بدعت باندې ډېر خلک دده نه وروسته هم عمل وکوي .
په اوس وخت کې د ښادیو په واقعاتو کې د مړي په مراسمو کې بلکه د ژوند په هره برخه کې څومره بدعتونه زمونږ په عملونو کې را داخل شوي دي او مونږ یې داسې پالو او عمل پرې کوو لکه دا چې ښه کلک شرعي امر وي دا ټول د شیطان دښمني ده چې له مونږ سره یې پالي او مونږ ورباندې آخته کوي .
*پنځلسم صورت*
د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې کله د شپې انسان ویده شي هغه یې په سر پورې غوټې تړي او وايی چې ویده شه شپه اوږده ده ترڅو هغه په خواږه خوب ویده پاتې کړي او دېته یې پرې نه ږدي چې د شپې له مبارک وخت نه څه ګټه پورته کړي نو د رسول الله صلی الله علیه و سلم د حدیث مطابق چې څوک ټوله شپه ویده پاتې شي هغه صبا چې را ویښ شي نو طبیعت یې خراب وي سستیا پکې وي ټوله ورځ یې د زړه زور نه وي لکه څرنګه یې چې شپه ضايع کړې وي داسې یې ورځ هم ضايع شي .
ددې امله دي چې سره ددې چې مونږ ته د تهجد فضائل معلوم دي ، پدې خبر یو چې د شپې پنځه دقیقې د عبادت را پورته کېدل یو غوره عمل دی لکن بیا هم نشو کولی چې را پورته شو.
*شپاړسم صورت*
د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې هغه غواړي چې انسان په فکرونو او چورتونو کې ، کله په عبث کارونو کې د شپې آخته کړي او کله چې د سحر وخت شي نو هغه د سحر له مانځه نه ویده پاتې کړي نه یوازې دا چې د شپې له مانځه نه یې ویده او سست کړي بلکه دسحر مونځ ورڅخه قضاء کړي لکه وروسته به یو حدیث راشي چې رسول الله صلی الله علیه و سلم د هغه کس په اړه فرمايل چې ټوله شپه یې په خوب تېره کړې وه ذاك رجل بال الشيطان غي اذنيه-او قال في اذنه . صحیح البخاري
ترجمه : د هغه کس په غوږونو کې شیطان متیازې کړې دي .
*اولسم صورت*
د شیطان د دښمنی بل صورت دادی چې هغه په دنیا کې د څه خلکو ، نجومیانو او کاهنانو سره مرسته کوي چې نور خلک دوکه کړي وروسته به یې تفصیلي حدیث راشي چې شیطانان هغه خبرو ته غوږ ونیسي چې ملائک یې کوي هغه واوري په دنیا کې یې څه کاهنانو ته ووایي دا کاهنان چې خلکو ته هغه خبرې کوي نو سل ورسره له ځانه وتړي خلک یې چې هغه یوه خبره وویني چې رښتیا شوه نو دا سل درواغ یې هم ورسره ومني او په هغه باندې دوکه شي پداسې حال کې چې هغه کس د هېڅ اهمیت قابل نه وي دوی ورته عزت ورکړي او هغه ته په بې جوړې احترام قايل شي .
ددې امله دي چې مونږ د ځینې خلکو له خبرو متاثر کېږو ، کله یو کوډ ګر جادو ګر مشهور کیږي خلک ورته په زیات احترام قائل کیږي سره له دې چې په حقیقت کې له هغه سره هېڅ شی نه وي .
*آتلسم صورت*
شیطان غل دی د خلکو له مالونو څخه غلا کوي ، د خلکو له خوراک نه خوراک کوي ، له خلکو سره د هغوی په کورونو کې شپې کوي هرڅوک چې د خوراک په وخت کې بسم الله ونه وایی ، کور ته د ننوتلو په وخت کې بسم الله ونه وايی شیطان له هغه سره خوراک کوي ، له هغوی سره څښاک کوي ، له هغوی سره د هغوی کور ته بغیر د هغوی له اجازې ننوزي که چېرته انسانان دا نه غواړي چې شیطان د له هغوی سره په یوه لوښي شریک شي او يا د دهغوی په خاصه کوټه کې له هغوی سره شپه وکوي نو کله چې کور ته ننوزي اویا په خوراک شروع کوي نو بسم الله د وايي پدې اړه له حضرت حذیفه رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی :
ترجمه : کله به چې مونږ له رسول الله صلی الله علیه و
*د علماء کرامو ملګرتیا به نجات درکړي*
یو عالم د (یا ایها الذین امنو اتقو الله و کونو مع الصادقین) تر وضاحت لاندې ویلي چې یو وخت یو ساحر او جادوګر اتش پرست ؤ، چې هیچا یې د مقابلې لپاره زړه نه ښه کولو، خو بالاخره یې د وخت ولي الله مالک بن دینار مقابلې ته تیار شو.
کله چې مالک بن دینار راغی، خلک راټول ول چې اوس د اسلام او کفر مقابله ده، معلومه به شي چې څوک په حق دي. مسلمانان هم حیران او کفار هم حیران ولاړ دي، مالک بن دینار امر وکړ چې لرګي راټول کړی دا د اور خدایي منونکی اتش پرست به هم لاس کې ننباسي زه هم، همداسې وشول، دواړو لاسونه سره ورکړل او اور ته یې دننه کړل، خو د یوه لاس هم نه سوځي، مالک بن دینار حیران دی چې یا ربه زما خو ستا په وحدانیت ایمان دی، د ده لاس ولې نه سوځي، خو مقابله پای ته ورسیده، هیڅ څوک هم بریالي نه شول.
مالک بن دینار ورته وایي سبا به بیا راځو، د شپې ټوله شپه مالک بن دینار رب ته دریږي او ژړا کوي چې یا ربه ما خو ستا په وحدانیت باور کړی وو چې لاس مې نه سوځیده د هغه لاس ولې نه سوځیده.
د شپې وروستی شپه کې خوب پرې راځي او الله جل جلاله بلا کیف په خوب کې ویني، ورته وایي اې مالکه د هغه لاس ستا له لاس سره یو ځای شو، نو ځکه نه سوځیدلو، سبا ورځ مالک بن دینار راځي اتش پرست ته د مقابلې لپاره، بیا اور تیاریږي، خو مالک بن دینار نن ورته شرط لګوي چې زه به اور ته خپل لاس جلا ننباسم او ته جلا، اتش پرست یې نه مني او مسلمانان مقابله ګټي، خو د وخت بادشاه له مالک بن دینار پوښتي چې دا شرط یې ولې ورته کیښود هغه ورته د خپل خوب کیسه بیانوي.
له دې معلومه شوه چې د صالحانو په ملګرتیا کې نجات ده، کله چې د صادقینو ملګری شوې له اور څخه به په امن شې، د صادقینو تفسیر په علماء شوی، نود علماء په ملګرتیا کې نجات ده.
عاکف مهاجر
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
♧کبیره ګناهونه♧
♤ده الله سره شریک نیول♤
♤قتل کول♤
♤جادو کول𓎂
♤لمنځ نه کول𓎂
♤زکوة نه ورکول𓎂
♤ده رمضان روزی نه نول 𓎂
♤ده طاقت باوجود حج نکول𓎂
♤ده والدینو نافرمانی کول𓎂
♤ده رشتدارانوسره قطع تعلقی کول𓎂
♤زنا کول𓎂
♤سود خوړل𓎂
♤ده یتیمانو مال خوړل𓎂
♤ظلم کول𓎂
♤درواغ ویل𓎂
♤غیبت کول𓎂
♤تکبر کول𓎂
♤شراب چښل𖢔
♤مال غنیمت کی خیانت کول𖢔
♤ټکس اخستل𖢔
♤په درواغو قسم اخستل𖢔
♤حرام مال خوړل𖢔
♤خود کشی کول 𖢔
♤رشوت اخستل𖢔
♤ریاکاری کول𖢔
♤ده دنیادپاره علم حاصلول𖢔
♤علم پټول𖢔
♤چغل خوری کول𖢔
♤خیانت کول𖢔
♤پرچا لعنت ویل𖢔
♤ده وعدی خلافرضی کول𖢔
♤چاته دوکه ورکول𖢔
♤ده ښځی دپاره ده خاوند نافرمانی کول𖢔
♤جوارته تکلیف ورکول𖢔
♤په ناپ تول کی کمی کول𖢔
♤صحابه رضی الله عنه ته کنځل کول𖢔
♤بغیرله عذره مسلسل جماعت قضاکول𖢔
ده ثواب په نیت یی درسره شیرکی
کتاب الکبائر
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
*څنګه مې لمونځ پیل کړ؟*
د هغه کس لنډ داستان چې لمونځ یې نه کاوه…
هغه وایي:
یوه ورځ په ټولګي کې ناست وو د دیني علومو د مضمون ساعت وو ، ښوونکی چې صنف ته داخل شو ، د زده کوونکو څخه یې پوښتنه وکړه...
ستاسو په نظر کوم کسان لمونځ نه کوي؟
لومړي زده کوونکي وویل:
(هغه کسان لمونځ نه کوي چې مړه شوي وي)
دوهم شاګرد وویل:
(هغه کسان لمونځ نه کوي چې لمونځ کول یې زده نه وي)
دریم شاګرد وویل:
(کوم کس چې مسلمان نه وي هغه لمونځ نه کوي)
څلورم وویل:
(څوک چې د الله تعالی څخه نه بیریږي لمونځ نه کوي)
ټولو شاګردانو خپل نظرونه وویل ، خو زه حیران وم چې څه ووایم ، ځکه ما هم لمونځ نه کاوه.
د ځان سره می وویل:
زه په کومه ډله کې یم؟
۱- آیا مړ شوی یم؟
۲- آیا لمونځ مې زده نه دی؟
۳- آیا العیاذ بالله مسلمان نه یم؟
۴- آیا د الله تعالی څخه نه بیریږم؟
نو ولې لمونځ نه کوم؟!!
د ځان سره می وویل:
کچیرې په قبر کې زما څخه پوښتنه وشي چې:
ته خو ژوندی وې!
ته خو مسلمان وې!
ستا خو لمونځ هم زده وو!
نو ولې د لمونځ نه کاوه!؟
ولې؟؟؟!!!!
نو زه به څه جواب ور کوم!!!
پر بدن مې سخته لرزه راغلل او کلک هوډ مې وکړ چې بیا به دعذر پرته هیڅکله لمونځ قضاء نه کړم ، الله تعالی ته مې توبه او رجوع وکړه.
تاسو هم فکر وکړئ!
ژباړه: مولوي محبوب شاه ساجد
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
*لِوٙاطٙتْ کول*
دا د لوط عليه السلام د قوم جرم او جنايت
وو چې د ښځو پر ځاى نرانو سره ئې لواطت
کوو الله تعالى له هغوي څخه حکاېت کوې
فرمايې سورة العنکبوت آيــــت 29ترجمه
او ياده کړه اى محمده د لوط قصه چې خپل قوم ته وويل چې تاسې خامخا ناکاره کار کوى لواطت
چې مخكي شوى نه ده پر تاسې په دې قبيح کار هيڅ څوك نه له انسانانو او نه له جنيانو آيا تاسې
خامخا له نرانو سره فحاشت کوى او د الله سمه لاره پريدى او خپلو مجلسونو کې منکر ته انجام
وركوى په ډاګه او ددې ناروا کار ډېر بد والى او قباحت له وجې الله تعالى په خلکو څلور4قسمه
عذاب نازل کړو 1الله تعالى د دوى سترګې ړندې کړئ 2الله په دوى ځكه په بل مخ واړوله
3او په دوى يې د دوزغ د تيږو باران يئ وکړو4او په دوى يې ډېر بد او هلاکوونکى غږ يې نازل کړو
او دا څلور4واړه عذاب په بل قوم ندې نازل شوې او زمونږ په شريعت يعني د لوطې سزا د توري په
واسطه سرئې وهل کيږې او دا د فاعل او مفعول
بِهِ د دواړو سزا ده د ابن عباس رضې الله عنهما
نه روايت دى هغه له نبې عليه السلام نه روايت کوې فرمايې(1)ترجمه چې پيدا مو کړ هغه کس
چې د لوط عليه السلام د قوم عمل يې کوٶ نو فاعل او مفعول بِهِ دواړه يې قتل کړى زمونږ
اوسنې عصر کې داسې آفتونه او مرضونه پيدا
شول چې زمونږ په مخکينې خلکو کې نه وو
دا ټول د فحاشت په سبب لکه ايډز چې هلاک
کوونکى مرض دى او دا د الله تعالى په هغه
حکمت دلالت کوې چې ددې عمل کوونکوته يې سزا تعينه کړېده او هغه د تورې پواسطه سر وهل دې
الله تعالى د مونږ له داسې بد عمل څخه وساتې
صلى الله علېه وسلم
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
*دشيطان پيژندګلوي(آتمه برخه)*
یادګېرنه : په تېرو برخو کې د شیطان د خلقت په اړه او پدې اړه بحث شوی وو چې شیطان د انسان ازلي دښمن دی او هېڅکله په هېڅ صورت کې د ا نسان دوست او خیر خواه نشي کېدلی په تېره برخه کې مو د شیطان د دښمني اوه صورتونه یاد کړي وو او د هغې په دوام …
*آتم صورت*
د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې دی انسانان ډاروي او بیا ورنه د هغې ډار په نتیجه کې د خپلې خوښې کار اخلي د مثال په ډول د هغه په زړه کې له فقر نه وېره ور اچوي ترڅو وډار شي او هغه مال چې له ده سره وي هغه مصرف نه کړي ، خیرات ترې و نه کوي ، د خیر په کارونو کې یې نفقه نه کړي الله جل جلاله فرمايي : الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُمْ بِالْفَحْشَاءِ وَاللَّهُ يَعِدُكُمْ مَغْفِرَةً مِنْهُ وَفَضْلًا وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (۲۲۸) سورة البقرة
ترجمه : شیطان وعده ورکوي تاسې ته د خواري (او ډاروي مو چې خوار به شئ!) او حکم کوي تاسې ته په (کولو د) ناوړو (غلطو) کارونو (لکه بخل) او الله جل جلاله وعده کوي تاسې ته د مغفرت (د ګناهونو) له خپله (لوري) او د فضل (د انفاق په بدل کې) او الله جل جلاله پراخ دی (رحمت ، فضل او احسان د ده) ښه عالم دی (پر ټولو احوالو) .
*نهم صورت*
د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې هغه هر وخت کوښښ کوي چې د خلکو په مینځ کې دښمني جوړه کړي او د هغوی په مینځ کې شر خپور کړي الله جل جلاله فرمايي : وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوًّا مُبِينًا (۵۳) سورة الاسراء
ترجمه : او ووایه (اې محمده!) بندګانو زما ته چې وائي دې (مشرکانو ته) هغه خبرې چې هغه ډېرې غوره دي ، بېشکه چې شیطان دښمني اچوي (او شر پورته کوي) په مینځ د دوی کې ، بېشکه چې شیطان دی د پاره د انسان دښمن ښکاره .
*لسم صورت*
د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې هغه کسان چې دده سره نیږدې شوي وي او دده له دوستانو څخه وي هغه په خپل فرضي قوت سره ډاروي چې په حقیقت کې ده ته الله جل جلاله هېڅ قوت او زور نه دی ورکړی نه چا ته څه ډول فایده رسولی شي او نه څه قسم نقصان الله جل جلاله مونږ ته فرمایلي دي چې هېڅ قسم قدرت او طاقت نه لري تاسې له هغه نه ما ډارېږئ الله جل جلاله فرمايي : إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءَهُ فَلَا تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (۱۵۷) سورة آل عمران
ترجمه : بېشکه دا سړی شیطان دی چې وېروي تاسې (اې مؤمنانو) له دوستانو خپلو (چې کفار دي نو مه ویریږئ له کفارو! او وویریږئ زما (د احکامو له ترک) څخه ! که یئ تاسې مؤمنان (په حق سره) .
*یولسم صورت*
د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې دی انسانان بې لارې کوي ، په ګناه یې اړوي ، له سمې لارې یې چپوي ، کافر او مشرک کوي يې د څه لپاره؟ صرف ددې لپاره چې په آخرت کې اور ته لاړ شي او دی داسې هم نه دی چې ځينې خلک دده ډېره تابعداري وکوي نو هغه به دده خوښ وي هغه یې هم نه وي خوښ د هغوی لپاره هم څه د خیر فکر نه لري بلکه خپل دوستان هم دېته ور غواړي چې اور ته لاړ شي الله جل جلاله فرمايی : إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ (۶) سورة فاطر
ترجمه : بېشکه چې شیطان تاسې ته دښمن دی پس تاسې هم ونیسئ دی (خپل) دښمن بېشکه هم دا خبره ده چې بولي شیطان ډله خپله (ځای د هلاک ته) د پاره د دې چې شي دوی له ملګرو د دوزخ (په آخرت کې) .
*دولسم صورت*
د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې دده یوازې د انسان د آخرت سره هم کار نشته بلکه په دنیا کې هم انسان ته د تاوان ورکولو کوښښ کوي ، په هر کار کې کوښښ کوي چې انسان بد بخت کړي ځکه یو داسې دښمن دی چې هېڅ وخت یې له انسان سره په دښمني کې څه ډول کمښت نه راځي بلکه هر وخت یې چې وس ورسيږي انسان ته تاوان ورکوي دا خو د الله جل جلاله شکر چې ده ته یې کوم قوت او طاقت نه دی ورکړی یوازې دا یې په وس کې ده چې انسان ته وسوسه ور واچوي او دا کار دی هر وخت کوي حتی چې په ډېرو وسوسو سره د انسان دماغ ور خرابوي چې په نتیجه کې یې د انسان دنیوي روزمره ژوند هم متاثر کیږي او همدارنګه انسان ته د بدنی او مالی تاوان ورکولو کوښښ کوي یو څو نمونې یې ستاسې په وړاندې اېږدم .
الف : رسول الله صلی الله علیه و سلم ته د تکلیف ورکولو کوښښ
په ځینې روایاتو کې راځي چې شیطان له رسول الله صلی الله علیه و سلم سره مخامخ شوی وو او ددې کوښښ یې کاوه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم د اور په لمبه سره وولي او هغه د رسول الله صلی الله علیه و سلم مخ ته ور وغورځوي لکن رسول الله صلی الله علیه و سلم ته الله جل جلاله دده لعین له ضرر نه نجات ورکړی وو او الله جل جلاله یې حفاظت کړی وو .
ب : بد خوبونه
د شیطان په وس کې دا هم شته چې انسان ته ځینې داسې خوبونه ور وویني چې له امله یې انسان غمج
*دږيــــرې خرېيلو " 38 " څلويښت زيـانــونه:*
دوســتانو دثواب په خاطر يې شيــر کړى ،
*رسول الله* ،صلی الله علیه ږسلم، فرمايلي دي ، چې دمشرکـانـو خلاف کار وکړى ږيـرې پريــږدى او بــريـتونه کم کړئ ،
ګيـره چې سوک کلوي نو دهغې تاوانونه
1: دمـجوسو کفـارو سـره مشـابهت لري ،
2: دقيامت په ورځ به دنصاراٶ په صف کې راپورته کيـږي ،
3: دا دلوط ــ ع ــ دتباه شوي قوم عمل دى ،
4: دا دټـولو انبياٶ دسنتــو خلاف کړنه ده ځکه ټــولو انبياٶ ګــيـري پــريښي،
5 : دريښتيني علماٶ ســره يې مخــالفت راځــي ،
6 : دريښتيني شهداٶ سـره يي مخالفت راځــي ،
7 : دا دنبي ـ ع ـ دحديث خلاف کيږي،
8 : دږيري دعزتمندو ويښتانو بې عزتي راځي ،
9 : دشريــعت له امر څخه ســر غړونه ده ،
10 : د نبوي سنتو څخه محرو مــيـدل دي ،
11 : دږيرې دخلالو لو ثــواب له مينځه زي ،
12 : دمخ نــور کمــيـــږي ،
13 : دا فســــق او کبــيره ګناه ده ،
14 : نايي ته دږيرې خريلو امر ـ بل ته دګناه کولو امر دى ،
15 : اســراف اوبې ځايه پيسې خرچ کول دي او اسراف کونکى دشيطان ورور دى ،
16 : حرام مال ته دى دعوت ورکــول دي ،
17 : په ناروا ځايي مال خرچ کول دي ،
18 : دوخـــت بربادول دي ،
19 : دنيـکو کارونو څخه منعه کول دي.
20 : دنايي وخت بر بادول دي.
21 : دنايي ګنــهګارول دي.
22 : دقبيــح او بد کار باندې عمل کول دي.
23 : دغــيـبت کولو ســبب ګرځــي.
24 : قـاضي به يي ګواهي نه قبلوي.
25 : نايي بې مجبه په ديت کې راځي.
26 : دچـاچې ګيره خريلې وي دهغه ګواهي نه قبليږي.
27 : شيطان ور باندې خوشحاليږي او شيطان دانسان دښمن دى.
28 : ږيــره لرونکي ورته بد ښکاري.
29 : دږيــرو والا باندې ټوکې او خندا کوي دا ګناه ده.
30 : ږيــرو ولا دسکهانو سره مشابه کوي.
31 : په نـورو ګنا هونو هونو جرئت او زړورتيا پيدا کوي.
32 : د ټــولو نېکانو بې عزتي کيږي.
33 : بې ګيـرو پسې لمونځ مکروه دى.
34 : په لويه ګناه کې هميشه اخته کيږي.
35 : په دې بد عمل خوشحاليږي او ځان ورته ښه ښکاري ، چې پدې کافر کيږي.
36 : دښځو سره يې مشابهت راځي.
37 : دشهوت قوه يې کميږي ،داخبره نوي ساينس هم ثابته کړې ده.
38 : دمخ پوستکۍ يې بدرنګه کيږي....
*ـــــــــــــــــــــــــــــ👇👇👇ـــــــــــــــــــــــــــــ*
*د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړی*
#کـتـابـی_خـبـری
@AarHaHS
*قیمـــــــتي*
*امام قرطبي رحمه الله فرمایي*
*څوک چې مرګ یادوي اللهﷻ ورته لاندې دری کرامتونه ورکوي*
*اول ⇤:د توبې ویستلو ژر توفیق الله ﷻورکوي.*
*دوهم⇤:پر لږ شي صبر او قناعت ورکوي*
*دریم⇤:داچې پخپل عبادت څخه خوند اخلي او خوشحاله به وي*
*او څوک چې مرګ نه یادوي نو هغه په دریو عذابونو اخته کیږي*
*اول⇤:په توبه ویستلو کې به سستي کوي تر څو وفات شي.*
*دوهم⇤:په خپل رزق به قناعت نه کوي*
*دریم⇤:په خپل عبادت کې به سستي کوي.*
*شیر یی کړی*
*ـــــــــــــــــــــــــــــ👇👇👇ـــــــــــــــــــــــــــــ*
*د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړی*
/channel/AarHaHS
❀✍ دا کار ولي وکړم؟!✍❀
(لنډه عبرتناکه کیسه)
دوه ملګري د ماهیانو د ښکارولو لپاره ولاړل، یوه ملګري یې یو لوی ماهی ښکار کړ او په خپله کڅوړه کي يې واچوئ او ولاړ سو تر څو د کور پر لوري روان سي، خو دوهم ملګري پوښتنه ورڅه وکړل:
چيری ځې؟!
ملګري يې جواب ورکړ:
ما یو لوی ماهی ښکار چي زما ښه بسنه کوي.
دوهم ملګري يې ورته وویل:
څه ګړی صبر وکړه، تر څو زما په څير نور غټ ماهیان هم ښکار کړې.
ملګري يې ورته وویل:
دا کار ولي وکړم؟!
دوهم ملګري ورته وویل:
که ته زیات ماهیان ښکار کړې نو ته به هغه خرڅ کړې.
ملګري يې ورته وویل:
دا کار ولي وکړم؟!
هغه ورته وویل:
تر څو زیات مال ترلاسه کړې.
ملګري يې ورته وویل:
نو دا کار بیا ولي وکړم؟!
هغه ورته وویل:
نو بیا ته کولای سې چي هغه زیات مال ذخیره کړې او ستا بانکي حساب زیات سي.
ملګري يې ورته وویل:
دا کار بیا ولي وکړم؟!
تر څو ته شتمن سې.
ملګري يې ورته وویل:
په شتمنۍ زه څه وکړم؟!
دوهم ملګري يې ورته وویل:
کله چي ته ضعیف او زوړ سې نو یوه ورځ کولای سې چي د خپلي مېرمني او اولادونو سره ښه وخت تېر کړې.
هوښیار ملګري يې ورته وویل:
همدا هغه څه دي چي زه يې اوس کوم، زه نه غواړم چي دا نېکمرغي او خوشحالي وځنډوم او په دې لټه کي خپل عمر ضائع کړم.
°•┈┈┈•✵•✿•✵•┈┈┈•°
حکمت:
د پورتني کیسې څخه دا خبره څرګندېږي، چي په تېر پسي خپل فکر مه ځغلوه او مه هم د راتلونکي ژوند لپاره ځان په غم کي اچوه، بلکي اوس چي څه درسره دي هغه غنیمت وګڼه او استفاده ورڅخه وکړه؛ ځکه د دنیا ژوند داسي دئ چي هیڅوک په امن نه پاتېږي، بلکی تلپاتي ذات یوازی لوی څښتن دئ چي موږ او تاسو يې بندګي کوو.
•┈┈┈••✦🌹✦••┈┈┈•
پورتنۍ لیکنه تر خپلو ملګرو پوري ورسوه، تر څو هغوی هم ورڅخه برخمن سي او ستا په عملنامه کي یوه بله نېکي هم اضافه سي؛ ځکه ښه خبره کول یا رسول هم صدقه ده.
/channel/AaAwwwama