baidar8 | Unsorted

Telegram-канал baidar8 - شـاعر شفیق بیدار

340

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎ زمونږ رسمي چینل لینګ ☟ https://t.me/Baidar8 زموږ شخصي رابیطه☟ https://t.me/baiadar

Subscribe to a channel

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــــ غزل

دا بعـــضې وخت نوم دجانان دسړی زړه اوباسی؟
خـــو کلـه کله جـــــارر کوربان دسړی زړه اوباسی؟

په نیمـــــه شپه کې انتـــظار او دچا یاد او توپان؟
دســــــې وهــــمــونه په قران دسړی زړه اوباسی؟

که اوس ونـــــــشو نو ستا دیدن ســـــهر کې کوم؟
دشـــــپې لګیږی سخت توپان دسړی زړه اوباسی؟

اې دکافر لور په لمانځه کې شوم دوه وارې سهوه؟
تا چـې مسج کې وویـــل جان دسړی زړه اوباسی؟

مــــونږ به نـــــــور هیڅوک سره بیل نه کړی یاره؟
تا چې بـــــــللی یم خپل ځان دسـړی زړه اوباسی؟

بیـــداره راسه بــــــارانی موسم ده سـخـته یخني؟
مــــوسم بــدل اوری بـــــاران دسـړی زړه اوباسی؟

ـــــــــــــــــ2022:ژوئیه12

خپله جونګړه؟ 0580
25

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــــ غزل

ځوانـــي دې تیــــره اوس له شــــرنګه وځي
زمـــــونږ دې کلی چم نه وګوره ملنګه وځي


قسم شراب جـام او ساقي ورته هیران پاتې
دا څه خوشبو عطرین بوئ دلــــــونګه وځي


زمــــــونـــږ پیرانــــــــو زیات بــــاور خوړلی
لکه دې وخت بچوړي هر وخت د ننګه وځي


ستا نـــــه مـــــــنګر نه یـــم دا څه کیسه ده
زمــا دمینې سورخي ولې ستا له رنګه وځي


لکه ارزشت دځان ساته په نورو نه پوهیـږې
پیاز پوست بــــاندې هـــم توره دزنګه وځي


بیـداره ستــا سره کړي مینه درته پته نــشته
په پــورې کلی کې ناره شوه چې دنګه وځي


ــــــــــــــــــــ 1400:8:7تاریخ

شاعر بیــدار وردګ
23

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــــــــ غـزل

ستا دې خولې خواږه لفظونه به ما وخوري
ستـــا ادا او ستــا یـــــــادونه به ما وخوري


ساقـــي یـــاره زه بیخــــي ستا یار نه یـم
داســـې نـــه خـــالي جامونه به ما وخوري


څه یــــاران او څــــه مسـتې ځــوانئ لاړې
دومـــــره هــــجر او غـــمونه به ما وخوري


یـــۇ ورځ نه ده چـــې زړونـــه انتـظار کړو
ســتا راغـــــلي تـــــور تمونه به ما وخوري


ستــــا په زړه کې بیا دِ نـوي عشق نیزه ده
دا دِ عشق نــه ډک شعـــرونه به ما وخوري


په بیـدار خو ته له ځانـــه بیشـک ګران یې
ستــا لـه لوري جــــوابـــــونه به ما وخوري


ـــــــــــــــــــــــــــــ 1400:8:5 تاریخ ـــــــــــــــــــــــــــــ21

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــــــ غزل


بېـــــګا مې نـــــه تیرېــــدو غـــم راشه
بــــاور پـــه خــــــدای وکړه صنم راشه


ســــترګې مــــــې اړوې یۇ بل خــوا ته
ته هـــــم یــــوځلې ښـــــــه نا پم راشه


دنن شپه بیا خــدایه په ویـــــښه تیرم
تیر ځــــل راغـــــــلې دا ځــل هم راشه


زړه مې هـم مـاټ ټوک ټـوک زره زره دئ
یــــار ته بـــاور وکړه په قسم راشه


بیــداره نه ده پو هغه چې له کلی وځي
ته بیـــــړه وکـــــــــړه خـــو یۇ دم راشه


ـــــــــــــــــــ تاریخ 1400:8:15
19

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــــــ غزل


پــه دې ښـــار کـې دِ آزار خلک ژوندي دي
نـه پوهیـــږم اوس دِ دار خلک ژوندي دي


ډمه مـړه شوه ډمه مړه شوه په بازار کې
خـــو رباب او دې سیتار خلک ژوندي دي


زړه مـــې سم ورپسې مـات ولا هم دسې
سـتا دِ نـه راتلـــو دې یار خلک ژوندي دي


ستا په ښار کې هــــم له لوګې یتیم مړ وه
ډیــر بې شرمه لادې ښار خلک ژوندي دي


نــه وا پس واخله تصویر دې بیرته یوسه
زړه مــې مات خو داقرار خلک ژوندي دي


سـتا پاګل بیـدار په خداے وسپاره ګرانې
ستا بیــدار غــوند بیمــار خلک ژوندي دي


ـــــــــــــــــــــ تاریخ 1400:8:21
17

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــ غـــزل


ستاپه سترګو کې شغلې هم د سپوږمۍ دی
ستا سلګۍ ګرانې دې ورتــــــه تروږمۍ دی


دوطن مورکۍ په خپلو بچـــــــــــو ویر کړو
وروره واوره د نــارې زمـــــــا د مورکۍ دی


لمنځ قــــضا ښه ده دیـــــدن دلیونتوب حق
بس تر غاړه مو هــــــم تاو دې دار رسۍ دی


ستــا نه زر ده چې جودا یار لاس ته رشـــي
ستا هجــران زما دې اوښکې بـې صبرۍ دی


دیــــن مـــــزهـــب خو رانه پاتې شو کافرې
ســـــتا ادا خـــــندا په مسال دِ ښاپیرۍ دی


لیونتــــــوب عجـــــبه کـــیف لـري بیـــداره
پـــه دې ښار کـــې اکسر نجونې لیونۍ دی


ــــــــــــــــــــــــــــ 1400:8:25تاریخ
15

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــ غزل


زمـــا مـــخې ته چـــې راغلـــې کوچنۍ لیونۍ
څنګه دې نیم مخ رانه پټ کړشا ذادګۍ لیونۍ


ته لکه زمـــا ملګري دومـــــره رانه لـــــرې لاړې
ترغرونو وا وښتې پنا شـوې که حـوسۍ لیونۍ


ستا په جبر زه قـــایل دې محبت لــــــــمر پاتې
ته هم وریځ کې رانه پټه شوې سپوږمۍ لیونۍ


که وخت بـــاغي شو ستا دهر کدم خوند اخلمه
ښه شوه چې ته په وطن راغـــلې آزادۍ لیونۍ


هــو ستا ټپه وه ما خـو اوریده وطـــــن مورکې
اخ کاشکي څنګ کې راســـره وای ملالۍ لیونۍ


بیـداره خـو وکړې لـــیونۍ درپسې سمې چیغې
نه په خوله او نه ښـکاره شـــــوې لیونۍ لیونۍ


ــــــــــــــــــــ 1400:8:27: تاریخ
13

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــ غـزل


زمــا اوس ورانــــه زندګي ده صرپ ستا دلاسه
په اوږو بــار مې دې زړګي ده صرپ ستا دلاسه


په تمه ناست دِ لار په سر دِ هـــــغې لارې څارم
څومـــــــره بدرنګه تنهایي ده صرپ ستا دلاسه


ته خــو نو ښه وایي لــږ وخــــــانده ساء وباسه
د ساء ایستل مې په خواري ده صرپ ستا دلاسه


خبــره خطمه شـوه بیخي د صبر زغـم وتـــــلې
خو زموږ خوارانو بدبختي ده صرپ ستا دلاسه


په وچـو شنډو خنــدا چـا وکړه د زړه خو نه وه
دې ژونده سخته بیــــزاري ده صرپ ستا دلاسه


اوس د بیــداره دهــغې کــیسې خــــــــوند نشته
اوس چې له هرڅه نه باغي ده صرپ ستا دلاسه

ـــــــــــــــ 1400:9:2 تاریخ
11

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــــ غـــزل


زه لـکه بــــوت دې زمــانــې مات یم
اشنـــا هـــم ســتـا دیــارانې مات یم


د زړه چـاودون کیـسه بـلا ده څه ده
زه خـــو دژونـــــد لـه زاویې مات یم


صــــرپ هـــم ته راته کـاپي وې خیر
البته نــــور لـــــه دې کـیسې مات یم


غـزل الــــهام بانـدې لیکل بــــــولم زه
زه یـــې بیـخي لــــــه کافیې مات یم


بیـــداره اور پورې کـړ یار تصــویر ته
وایـي لــه وجــــې ده هـمدې مات یم


٫ــــــــــــــــــــ٫ 1400:9:6 تاریخ
9

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــــــ غزل


چـــــې لـــــه زړګـي نه مې وتې ووتې
لکــــــه پـــــه شان د جـــــــنازې ووتې


د هجر تـــــبه خو مـــــــو تـــــېره کړله
ستا په دیـــــدن پسې مو خولې ووتې


د ځـــــــناورو ستــرګې ډکــــــې شولې
چې له انـــــسان نه مــــو جامې ووتې


کـــــور کې دې نوم زمـا اخیستی و چا
له خنــــدا شنه شـــوې له کـوټې ووتې


زه دې پــه زړه پوهېـدم زړه دې تنګ و
ته مې په ســـــــــترګو پــوهېدې ووتې


زه د هـــــمزولو لــــه سیــــــالۍ ووتـم
تـــــه د یــــــارانــــو له پــــــــرې ووتې


بیـــداره جار دې شـم هـــــله ږغ راوکه
زمـــــــــا خـــــو ستـرګې درپسې ووتې

ــــــــــــــــ 1399:7:24 تاریخ
7

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــ غزل

په مــــا راغــــلی و سـتا غم ښه نه و
دســتا دې تـګ ورستی کدم ښه نه و

په مخه ښه کې مو یـــــۇ بل ته کتل
دغه یـــــۇ کار خو دې صنم ښه نه و

تا له رقیب ســــره لاره یۇه کړه لاړې
سترګـــــو باڼه باندې دې نم ښه نه و

ما هم څـــــو ځله یار تـــر لاس ونیو
یـــــار چې خوړلی وو قسم ښه نه و

که رقیب مړ شو خوشحالی به راځي
حــالت یې شوکر دومره هم ښه نه و

بیـداره ډیـــــرو خلکو زر ته هیر کړې
تـا چې دزړه پر کــــــړو کرم ښه نه و


ـــــــــــــــــــــــ1400:8:27 تاریخ

5

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــــ بـــــــــدري قطعه


تا بــــــه ساتـــــــــــي مکمل بدري قطعه ده
هـــــو پــــــه شان لکه د ګل بدري قطعه ده


ائ وزیـر صیب دمـــــرحوم عمـــر بچی یې
مـخــــــــته ورَسـته مسلسل بدري قطعه ده


زړه ساتنه کـــــــــــړه زمـــــونږ دهیواد والو
هوســــــا کــــیږو پل په پل بدري قطعه ده


زمونږ هیـــواد او ساتنه یې زمـــونږ ویاړ ده
د هیـــــــواد کې نــوره خپل بدري قطعه ده


سـتا رینجر ټـانـګ د شهیــد د ویــنو رنګ ده
حافـظت کــــړي سل په سل بدري قطعه ده


ای بیـداره شاعـــــري دې تاثــــــــــــیری ده
ستا قلـــــم چې څه ستایل بدري قطعه ده

ــــــــــــــــ 1400:9:23 تـــــاریخ
3

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــــــــــــــ غــزل

یار مې په زور ګوتې را ونیــــسي قلم ونیسي
ما د ټول کام مشر کړی مــا په دې غم ونیسي

دلته له چـــم پریب دوکه دنــــیا خورا ډکه ده
دلتــه صوفي هلـــته ملا څوک به ګرم ونیسي

له عــلاوت نـــه درتــه تیر یم خو بیرته راسه
دغــه خزان خزان موسم به زموږ چم ونیسي

جهنــمي نه یم خـــو شوکر په هر څه پوه یم
زمـا زمــیر ویجدان له بـــدو څه کدم ونیسي

د مجبورۍ له وجې خپلــو دوستانو هیر کڔم
ته په اخته وروره هسې نه مــونږ هم ونیسي

بیــداره وخت سره دې وکــــړه په نــــره لوبه
هسې نه لاس دِ په لاسونو کې صنـم ونیسي

ــــــــــــــــــــــــــــ درملـــتون ماښام :۱۲بجو❤
1

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ريکارډينګ الـعـزم ډيجټيل سټوډيو

خوندور تـرنـم

دمبايل ريکارډ

زه دي وسوم ده سترګو په ښکلا
ماشاءالله
زما ژوندخورانه يووړی ستاخندا
ماشاءالله

اواز محترم سعيد بري اغا
شاعر محترم بيدار

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

💓تازه په تازه 💓

❤️نوې عامه ترانه ❤️

کســـــــــــــــــر؟🕹️

چې له زړګی نه مې وتـــــــــې ووتې
لکه په شان دجــــــــــــــــــنازې ووتې


🎙️په خواږه آواز

📲 نتخوان زاهب تسل

شاعـــــــــــر محترم✒️

بیـــدار وردګ

💓شعر او ټپیزو ګروپ💓
❓ لخا نشتر ته وسپارل شوه❓

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــــ غزل

هسې نـــه زړه دې له ټولې نړۍ تور شي
پیــــر زمـــــونږ هره کیسه هم داسې ده


کــه یار لاړ شي هغه بل یار ځانته ګوري
دا دوه مــــــــــخې زمــانه هم داسې ده


په بیلتون کې خوب ارام چیرې که وشو
هغـــــې او دغــــــې یارانه هم داسې ده


زړګـــی وخـوره او څه زهر ځانته واخله
اوس د ښـــــکلو نــــظرانه هم داسې ده


کــــه پـــــه مینه ته بـــــاور لرې ناپو یې
دې نــــاپوهو انـــــــــــدازه هم داسې ده


په بیــدار خـــار یې نن شک دمین راغلو
ده بـــــې کــاره تجـــــــربه هم داسې ده

1400:8:5 تاریخ

ـــــــــــــــــــــــــ : بیـــدار وردګ: ـــــــــــــــــــــــــ
24

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــ غزل

په فِڪراو خیالاتو ڪې رهبره ده خو نره ده
ده غره په سر هم دپاسه ډبره ده خو نره ده


یوسف ښایست دافغــــان په خاوره هم شته
ستـا هغه زلیخه یـې هم نظره ده خو نره ده


دڪفرشکست خوړلي ښاربربادې ټفې وڪړې
پ زړو‌ یې پخوا غـوند سنـدره ده خو نره ده


ولسه ڪـه دریاد شي تــاسې ګـالۍ تیر وتنې
پاچـا د ښارڪې نن سوالــــګره ده خو نره ده


ولس هـم له سره ستاسره نه ده سیالي ڪړې
راغلــــې چ په هـر نامه ڪبتره ده خو نره ده


بیـــداره ڪومې هیلې درته بیا هیله درڪړې
خبر یم هغه تیره اوس له سره ده خو نره ده

ـــــــــــــــــ 1400:8:10 تاریخ
22

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــــــ غـــزل

په سترګو مــې اظهاره شوه ژړا زما خالقه
یـۇ چـا را پــورې وکړه بیا خندا زما خالقه


هغه سلـګو اخیستې و له ویرې دوهشیانو
ترې تـللې وَ دوخــت هغه مسکا زما خالقه


مونږ وژني خو وروره پوښتنه له چا وکړو
بس وژنو خو یۇ بل سره بې ګنا زما خالقه


پردو نه ګیله مونږ نه کــــړه خـو پردي وو
نن خپل ورور ورور تـــه شو بـلا زما خالقه


که ړنګه زمانه هم داسې ړنګه هـیله زه یم
چا وڪړ او چـا واخیسته دا چا زمـا خالقه


بیــداره وچې شنډې مسڪا نه لـرې ولـــې
یـار راته زړه مــــات کــړ ریښتیا زمـا خالقه

ــــــــــــــــــ تاریخ 1400:8:13
20

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــــ غزل

ستاسره زمونږه دَ یاري ده صداقت نښه ده
زمــا ړنګه بنګه زندګي ده صـداقت نښه ده


زمــــا او ستا جـــــوړه کــه خـدای جوړ کړه
نودا بیشک خدای راستي ده صداقت نښه ده


مــــونږ چې څوک ووینو کامــــت یــې منو
د داسې پیر دا مـــوریدي ده صـداقت نښه ده


زه خبر یـم په ځان هیڅ تومت نه منم خو
خــبر که واورم دِ زړګي ده صـداقت نښه ده


یۇچا یارۍ ته غوښتم غلی بې ځـوابه یم زه
یار که ونشی دا دوستي ده صـداقت نښه ده


بیــداره زمــــا دِ کلیوالې مینه کفر ښـکاري
اوس چې هم ما دا زوروي ده صداقت نښه ده


ــــــــــــــــــــــ1400:8:20 تاریخ
18

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

غـــــزل


اوس مې څه ویل چې څه درسره راوړه
هو یۇ یـــخ ګــــلاس اوبـه درسره راوړه


تــه راځــې خـو هـغه تـل درنــه هیریږي
خیر بــل ځلــــې مــې زړه درسره راوړه


ستادِ لوري ګرانې یــۇه ډالۍ مو بس ده
ستا دې زلــفو تــار ویښـته درسره راوړه


زما وجود به هغه وخـــت په کــرار شي
بس دې نه دیــدن ته شـپه درسره راوړه


په بیــدار وردګ هـره ورځ تیـــــــاره ده
دې تیـــارو ته خـو ډیــــوه درسره راوړه


1398:8:15 تاریخ
ــــــــــ شاعر بیــدار وردګ
16

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

بې مطلې

په مـــــــا دې کـــــفر ټــاپــې مه لګوه
دســــــــتا فېتوا په مـا اســر نه کوي

ښــــــکلو دخـدای ومــنئ دا مه کوئ
ښکلی یۇ لمنــځ هم په اختر نه کوي

ستا مشـــــــران ټول دبـــوتانو بچي
ستا مشران سجــــده مــندر نه کوي

ته چې حرام خورې دا روا شو درته
هو دغــــــه تــــاته کوم زرر نه کوي

بیــداره هغــــه لکه سـپي درغــاپي
هغه خــــو یـۇ کار هم دنـــر نه کوي

بیـــدار وردګ
ـــــــــــــــــــــ 1398:3:25
خپله جونګړه؟
14

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــ غـــزل

یــو څـــوک خو شته چې په ما لورینه وکړي
دې خوشحـالۍ رانـه څو ځـله بیا مننه وکړي


زړه خــو مې مــــات د روغـــــې شتون نشته
پـردي پریږده چې خپلوان مې پوښتنه وکړي


پـــه مزدورۍ کې مې څو ځله کالي پرې شوی
مزدور خو نه لري ماشین کار به په ستنه وکړي


په دې دوه مخې زمـانه کې په چا تیر نه وځې
په ژوند به نه کوی پوښتنه په مرګ ژمنه وکړي


هۍ دسر تورې مــور ښېرې که خدای زر کبولې
په هغې دنیــــــا به دحق سوال د هر تنه وکړي


د امارت په صف کې زیات لنډغران جمعه شول
د امارت دصف پــاکي دېب۲۰۲۱ یویشتمه وکړي


بیـداره خدای که موږحاضر کړی دحشر په ورځ
ستا خیانت ته به یتیم شهید څنګه بښنه وکړي


ـــــــــــــــــ 1400:8:26 تاریخ

12

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــــــ غزل

زمـــونږ د ښار خلک بــن یته دي نظر مو نه کړي
د خپل رازونـه ساته زړه کې چې بهر مو نه کړي


که مـو سجده رکَو کامـــــــت کـاوا ټول غلت وو
داځــــنې خلک ایمـــان داره دي رهبر مو نه کړي


حــــق ځـان پټ کړی دروغو تود بــــــازار ساتلی
داســې څوک نه وو ایـمان باندې خبر مو نه کړي


خبـــرې واوره بیا وروسته ګـوره فیصله دقاضي
قـاضي هم درشوت خور چې در په درمو نه کړي


که زه قایــل په مینه نه وم بــس تــــــه پوهیږې
دغه یاري ستا خود به خود سر به سر مو نه کړي


بیـداره ټولې ښځې حـــق غواړي نـــو حق به لري
بیــداره ښکلې خــود کېفا دي په ښکر مو نه کړي

ـــــــــــــــــ1400:9:3 تاریخ
10

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــــ 👇🏻غــــــزل


خنـدا یې په سرو شنډو په زنه خال مبارک
خـتلی مې د یار دِې میـــــــــنې پال مبارک


که خدائ کول اولس مو غوشتی امن تل ده
اشــناه دســـتا پــوره شو دغه سوال مبارک


رقیب هـم دا وخــــــت د زور خبرې نه کړی
رقیب چې ویــنی ستا ســـــــور شال مبارک


نــړۍ درته راغـــلې دستا حسن جمال ګورې
او تا نــــــړۍ ته وښــــود خپل جمال مبارک

بس ما هـم ورته وویــل زمونږ واده دی کله
ویل چـــــوپ شه غــــــلی تر دې کال مبارک


بیـداره پاچا هی دې ما خیال ړنګه نوره بولم
جـانان مې کــــړه خــــــــبره په زوال مبارک


ــــــــــــــــــــــــــ(2021)3(4ـــــــــــــــــــــــــ

8

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــ غزل


یو څـــوک درپسې مات لکه باڼه دۍ ځواني مرګې
چاودلی یې هم تاپسې خپل زړه دۍ ځواني مرګې


هې خـــدایه یۇ بنده دستا حضور ته ژړا واخیست
په هغه یـوه سجـده باندې ویده دۍ ځواني مرګې


دیار دپـــــښو خپونه مې بـــارانه خـــــراب نه کړې
جــلا رانه یـــۇ څوک په ژوندانه دۍ ځواني مرګې


په درد دِ بیلتانه مونږ ته احساس دیعقـــوب وشي
دا درد مې پـــــــه زړګي دبیلتانه دۍ ځواني مرګې


په کوم طرف تللی هیڅ احـــــــــوال دجانان نشته
دې ښار کې هغه ډیر څــه بیګانه دۍ ځواني مرګې


بیــداره هــــر یــۇ درد هم له جلا لوري نه راغلــــو
هو کدم مې دورک شوي یار دپله دۍ ځواني مرګې


ــــــــــــــــــ 2021:12:28 تاریخ
6

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــ غزل


زه نه په لېچــو دبنګـــړو نـــه پــه خندا مین یم
پښتنې پېغـــلې خورم قسم ستا په حيا مين يم


پغمبري سنـت په ځــــای کــــــــــــړو یتیم بچیه
دســــتا په وچو شنډو څه ستا په مسکا مین یم


کبر غـــرور نه مونږه وساتې ریښتیا هــــم دا ده
په عشق کې یۇانتخاب بس چې په لیلا مین یم


که شفاعـــت راته نـصیب دخـوږ پیشوا شي ربه
خــــو زمـــونږ ربه په نــــبي رسـول الله مین یم


یۇ چــا په ټیټ آواز نــارې وکړې پې نه پوهیدم
یۇ چا په غوږ کې راته وویل په ریښتیا مین یم


بیــدار په تیــــره مینه اوبــــاسي تــــوبه ووایي
هغه په خــــوا مینه مې لاړه یـۇ ځل بیا مین یم


ـــــــــــــــــــ1400:9:25تاریخ
4

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــ غــــزل

یـــۇ ښکلې رانه ورکه ده سهــــرا کې زورورې
ثــانـي یــې بیخي نشته په هیـچا کې زورورې


بیلتون کې یې کابو څلورلس کالـــه ڪړې دم
غــم خــور مې پیدا نشو په دنیا کې زورورې


چې بیا ځلې مین شوم هغه هم ستا څهره وه
هـــم رټـــه تاته ورته وه په ښکلا کې زورورې


رقیب هــم لکه وږی سپی ستا خوا ته کتل یې
هو ته هم خدای ج ساتلې وې حیا کې زورورې


دوخت زمیر پروشان وطنه تا کیسه کې نه وو
نو تې څـنګه دوښمــن ته زر رسوا کې زورورې


بیـــداره وخـت خراب خپله ځان ته قبر باسې
هغه درته دمرګ ګـــــاښ ته مسکا کې زورورې


ــــــــــــــــــ 1400:9:16 تاریخ
2

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

🌹 خوندوره شهیده زمزمه 🌹
♧په عجیبه غمجن نابلده طرزکې♧
❤️ــــــــــــــــ♛ــــــــــــــــــــ❤️

د وردگو سیدابات دباغک په شهیدان

💔 زړونه یخ کړی 💔

🍁 •┈•🎤 غـــــــږ 🎤•┈• 🍁
ــــــــ ♬◆ د ملال وردگ ◆ ♬ ــــــــ

•┈┈••✾•❥✒️ شاعـــــر ✒❥•✾••┈•
ــــــــــــ ❥هم ملال وردگ❥ ــــــــــــ

ــــــــ ☜خوندونه ترې واخلۍ☜ ـــــــ

رابطه شخصی👇🏼
/channel/baiadar

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

‏فایل صوتی از طرف زه خو دمړ کړم

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

‏فایل صوتی از طرف 🍂شاعر بیـدار وردګ 🍂

Читать полностью…
Subscribe to a channel