نـــــظم
په زړه زخمي شوم چی دا کار دې وکړو
زمــــا له مــینی نه انکار دې وکړو
د محبــت په نامه خـــوږه یاره
ډیر عجبیه له شا ګوزار دې وکړو
ستا نه د تلو توان په ما کی نشته
د بیا راتلو تـــــوان په تا کی نشته
د جــدایی توان په چا کی نشته
رنګ دې د ګل او خوی د خار دې وکړو
د محبت په نامه خوږه یاره
ډیر عجیبه له شا ګوزار دې وکړو
زما دمـــینې نه نفرت پیدا شو
دستا د مینې نه عزیت پیدا شو
زما جواب کې ستاعزت پیدا شو
ستړی منزل وو خو بې لار دې وکړو
دمحبت په نامه خوږه یاره
ډیر عجیبه له شا ګوزار دې وکړو
ستا جدایي او د بیلتون خبرې
د زخمي زړه او دې تنګون خبرې
چا راته نه کړې دسکون خبرې
ډیر بې وفــــــا ته انتظار دې وکړو
دمحبت په نامه خوږه یاره
ډیر عجیبه له شا ګوزار دې وکړو
نه په نفرت نه محــبت ارزې دو
نه دغه کار په توهــمت ارزې دو
نه دسې کار په محنت ارزې دو
بیــداره هسې ګوتو شمار دې وکړو
دمحبت په نامه خوږه یاره
ډیر عجیبه له شا ګوزار دې وکړو
ـــــــــــــــــــــ 1400:10:30 تاریخ
82
ـــــــــــــــــــ غزل
چې جوړ دې په هندارې کې اوربل کړلو ظالېمې
برباد دِ هر عـــــــاشق د خپل محل کړلو ظالېمې
بربــــــاد یمه خو ستا رنګه د ژوند په مزو نه یم
هو وخت او زمـانې هـم دسې چل کړلو ظالېمې
تـا نه مـــنم ځان نه مـــنم یــار نه مــنم هغه هم
داځـــــکه چې یاران دې رانـه خپل کړلو ظالېمې
ته روغ یې زه ښه نــیم په فِــــکر دخـــــــیالاتو
مــــزل مو هــــــم دستړو لارو پــل کړلو ظالېمې
نصیبه شوکر خلاصــه شــوه کیسه مو یو له بله
زمـــا تصویر دِ ورسته له مــا ښکل کړلو ظالېمې
بیـداره خو پــوهیږې هم دا وخت ده زندګۍ دئ
تا خـــــپله ځان ساتلی هغـــــو چل کړلو ظالېمې
ــــــــــــــــــــــ 1400:11:22 جمعه
80
ـــــــــــــ غزل
ولاړ یـــــم که امام خـــــو په لمانځه کې غږیدلم
دخـــــپل مقتدي مـــخ کې په سجده کې غږیدلم
تــــــپوس رانه اوس مه کوئ یارانو سورکې نیم
جــــــــانان کلی ته تلـــلی وم کوڅه کې غږیدلم
د حســـــن تجلې یې دړڼـــــو ستورو په شان وې
دچــــــا ښــــــایست راز وو او په څه کې غږیدلم
په نور باندې روښان یې چې ځمکه او آسمان شو
حبـــــیبه ډیــــر محبوب یې ستا نامه کې غږیدلم
ته چــــوپ شه غلـــی کیـنه آشنا غوندې آواز شو
ساقـــي ویل پیاله کــــــــــشیږده نشه کې غږیدلم
عجیبه شـــــــان کیسه ده ای بیــداره تې بیا وکړه
دیار د تــــــورو ســـــترګـــــو په کیسه کې غږیدلم
ـــــــــــ سه شنبه ۲۲ تاریخ زوی او ورېره
78
ـــــــــــــــ غــزل
خـــبر یې نه کـړه ترې مــــــنګره شوله ښه کار وشو؟
هغه جنۍ چې مسلمانه وکافــره شوله ښه کار وشو؟
تا چـې یې روح واخیـست عـــــــــــــــزائیله وروره؟
چې سوال جواب کې درنه یــره شوله ښه کار وشو؟
خـــانه خـرابه ټول دښار ســـــوالګر په تمه ستا وو؟
خــــانه د یوه لـور دې سوالـګره شوله ښه کار وشو؟
دامــــن غـــږ مــو دشمشاد له لـوړې څــــــوکې وکړ؟
دامن غږ مو دشمشاد دغره ډبره شوله ښه کار وشو؟
ســولې کمبتې کاشکې ســتا د در ملنـګ ژوندی وای؟
ســـولې ځــــواني یې له نـــظره شوله ښه کار وشو؟
تا چې روخست واخست ډیــــــــر ښــــــه کار وشو؟
ماته چــــــالانـد دغـــــم سـندره شوله ښه کار وشو؟
دامــــن لــــــور را غټــــه شـوې چې واده یې وکړو؟
دامــــن لــور خــــــدایه راسـتره شوله ښه کار وشو؟
بیـــداره نـه منــــم که کــــفر ته اسلام څــوک وایي؟
پاتې دسپین زرغـون بیرغ خبره شوله ښه کار وشو؟
ــــــــــــــــ 1400:12:11 چهارشنبه
خپله جــــونګړه
76
ـــــــــــــ غزل 👈بغاوت
درده تــــا نه منــــــــم درده تــــــا دنیا ماته کړه
یـــــــاره چې تا مـــــــنم یار تـــا ښکلا ماته کړه
یۇ څه افـسوز راته ده دغـو څـــــو خبرو راشي
هغـــــه چې ووایــــي د میـنې خبر ما ماته کړه
زمونږ دمسجد امـام په غوږ کې راته دسې ویل
ســــــړیه تا په یــــــوه سجده ټوله ګنا ماته کړه
الله ته ما وبښه تیــــــــــــر ګناء تکرار شوه رانه
دا کـــــــــــــافره دګناهو مې یوځل بیا ماته کړه
نامـــرده مینې زه تر دغې حده غوټ مات کړمه
نامــــــــــرده مینې مې د مخ نور تجلا ماته کړه
کمــــــسلو وخوړم اوښیار یار مې ساتنه وکـــړه
دګل یوه څانګه وم دبل کلی بـــــــــورا ماته کړه
بیــداره وکـــــړه بغــــــاوت لـکه عمر او منصور
دبغــــاوت د فلسـفـې لار خـــــــــو ملا ماته کړه
ـــــــــــــــــــــ1400:12:23 سه شنبه
خپله جونګړه
74
ــــــــــــ غــــزل
دستــــــا سره؟ کړم مینه څومره نه که مبارکه
تــــه ورور د احـــمدشا یې جـارر خټکه مبارکه
دستا په سرچې درد شي زماهم زړګی غورځي
تـــــه څنګه را ایــــــله شـولې په ځمکه مبارکه
دځان دسمــولو تـــوان یۇ الله ج نه غـــــــواړه
بنــــــــــده شه او دځان جوړ کــړه ملکه مبارکه
د دغه سړی ټول بچیان دخپل ځان په وده بند
بس ټول هم ده ته ورته ټول لــــــوچکه مبارکه
دهغـــــې ورځـــــې دومره راته ګرانه ده ملګرو
تـــرې واخلم هـــر وخت د سوال مچکه مبارکه
بیــداره یــار دې هغه وخـــت خوږه خبره وکړه
چې تا ورته په نـــــاز وویـل ورورکـــــه مبارکه
1400:12:24چهار شنبه ـــــــــ ملکه وردګي لهجه
یعنې ملایکه
ـــــــــــــــــــــــــــ
خپله جونګړه
72
غزل
که سړی مړ شی د ژونـدون د زاوې یې وځي
د دله تـن نه چې جامې باسـي له پردې وځي
یا که په دشــته چیرې مړشم یا لیوانو خوړم
څوک به مې نه ویني او ما نه به جامې وځي
په پښتنو سترګو دکــــــــــفر لورې مه راګوره
پـــــــه پښتنو کې ورور د وروره جنازې وځي
چې یوه میاشت روسته زنګ وکړي نې پیږنم
زمـــا ټلوفون نه د خود سره یار شمارې وځي
پرون یې کور کې ورور زما دې نـامه ذکر وکړ
هغـې ته زما نوم چې شی ذکـر له کوټې وځي
خـو په بیــدار ملنګ دهغـې نوم ډیر خوږ لګي
خو یوه هغه ده چې په نوم یې له مـزې وځي
ــــــــــــــــــــــــــ 1400:12:26
خپله جونګړه
70
ـــــــــــــــ غزل
ولا ډیـــر سخت په غـذاب یم که ښکاره شم
اوس په مړو کې حـسـاب یم که ښکاره شم
ګولئ نـه خورم ځانه دومــــره غم ګالی شې
تر هـــــغې پــــسې خـراب یم که ښکاره شم
عشـــــقه وخـــت سره مو ښه لوبه شرو کړه
د یــوه تللـی کـس ځــواب یم که ښکاره شم
مینتوب په پــــردي کـــــــــــټ کې پراته دي
لا هم ګیر پـــــــکې جنـاب یم که ښکاره شم
چې رڼـــــا برې سپوږمۍ رانـــــــــه اخیسته
زه دهغــــــې مینــې بــاب یم که ښکاره شم
زه بیــدار د پیــــــر مــورید یم خطر مه کړه
یاره ســــــــتا دمــخ نقاب یم که ښکاره شم
ــــــــــــــــــــــــــــ سه شنبه ۲۲ ۲۰۲۲
خپله جونګړه
68
ـــــــــــــــــ غــزل
هغـــې خبـــرو کې ولا ډیـــــره دمه وکړه
په ټـــول ژوند یې همــدا خبر سمه وکړه
یـــــاران ما باندې احـــــــسان څــه معناه
مـــونږ د یـــــارانو څــه وخــت تمه وکړه
خــــدایه منم چې هــر څه ستا نعمت ده
چــــــې آدم ولې بــــیا څکه د غنمه وکړه
پیره د ښـــــــار حـالات اوس څنګه روان
پیـــــره اوږده کــــــــــیسه دې کمـه وکړه
دا دې دوهـم روژه مات خـــوند رانه هیر
په روژه ماتي دڅــــــــــو ځله ځـمه وکړه
بیــداره ډاډ درکوي هغه ګوره ښه طبیب
بیــداره تــا ورته کیـــــسه د زړه نه وکړه
ـــــــــــــــــــــــ 1401:1:8 چهارشنبه
خپله جونګړه
66
ـــــــــــــــ غزل
ژوند روان ژوندون خـپله یو کیسه د ژوندون
یار ستا نوم خواږه الفاظ که سپاره د ژوندون
کتاب کتاب خبرې اورم خو د ستــا په نوم دی
ژوند مو تیر کـړ یره ټول په خاطره د ژوندون
په اول سر مو چې شــــرو سبیل الله وکــــړله
ستـــاسې وه پاکه عقیده هــم اراده د ژوندون
بس ملحـدین دلته له هر خوا شر شور جوړوي
ستاسې نــړۍ ته کړه معلومه عقیده دژوندون
الــــــــحاج غــــازي ملا برادره افرین شه په تا
تا امــــــــریکې ته وروښـــــود ذایـقه دژوندون
بیــداره ووایه اوس خـــــــو سترګې نه برګَوي
مونږ هم له تیغه ده ایستلې امریکه دژوندون
ــــــــــــــــــ کیف 1401:11
احمدالله الهام درملتون
64
ـــــــــــــــ غـــزل
کیسې دخوږو سترګو ټول رندان را وښودل
خو دغې مجبورۍ خواږه دوستان را وښودل
هغو به چې په ستېج زمونږ دمرګ خبر کوله
تیر وخت هم د نمردو واړه بچیان را وښودل
ته خار یې هۍ انسانه دخالق تعبداري کړه
خالق راته په خوب کې دوزخیان را وښودل
دخپل مسلمان ورور سره تر حده رحم دېل شه
خالق په څــــو رقـــــمــــــه انسانان را وښودل
د ورور عزت دخپل ځان دعزت په رقم بوله
ملا صیب دحـــــــــــق لارې مسلمان را وښودل
بیــداره عزمت غواړي همیش دَ دین خبرې
د تیر دوران؟ عجب هغه کسان را وښودل
ــــــــــــــــــ 1401:1:22
خپله جونکړه
62
ــــــــــــ غزل
قــصور دمینې نه وو خو ویجدان ته ملامت شو
ته تیر شه رانه لـرې خــــپل جانان ته ملامت شو
د خپل بــــــــیرغ ساتنه دومـره مفته خبره نه ده
قسم کـــــــوم اې ګران افغانـستان ته ملامت شو
که ستاسې کــــکرۍ دلته شوې خـاورې نړۍ والو
په دغه کار نـــــــــامو بانـدې جهان ته ملامت شو
خـــو دلـته دوطن او یــا کفن بچــــــو خراپ کړې
په زړه بانـدې زخمي ده کابل جـان ته ملامت شو
پــردۍ چاړه یې راوړه دخـپل ورور په وینو سره
په دغــــه شان وژلـــو سپین قـران ته ملامت شو
قســم ده انسانیت په څــو خبـرو مونږه هیر کړو
اوس تش په نــوم خبره ده انـسان ته ملامت شو
بیــداره نـــارې ووهـــه د حئ الفلًّاحَ حئ الصَلاَّح
نـــــاره دخــوږ جـانان ده بس آذان ته ملامت شو
ــــــــــــــــــــــــ 1401:1:22
60
ــــــــــــــ غزل
موسيقی په اورېدو مونږه کافـر کړو
او په خپله یــې ډمــــــــانې ګــډولې
با وجـــــــود د دغـــه دومره نـارواوو
زمـــــــــانــې هــم رانه سترګې اړولې
سـتا دسترګو دښکلا بحث کې ګــرانه
په خـبرو کې مـو ژبـې وه ژویـــــــلې
بزرګی خو دولـــــــیانو خلــکو کار ده
ته مې څـنګ ته که مــوریده تاویدلې
دهغې مستې کافـرې سترګې ستا یم
پښتنې وې نن یې بل ته تــــــــورولې
رسوا کــیږو ستا تر ټول لوګر کوربان
ته به چیرې یې او چیرې به یې غلې
په بیـدار خو دمینې لاس راکش کړه
په خپل بـاب کې به څــه درته ویلې
ــــــــــــــ 1401:2:7
خپله جونګړه
58
ــــــــــــــ غــزل
په سرو سپینو کې پـــوښلی یۇ المـــــاس ده
زمونږ وطن د دغه رنـــــځ نه په وسواس ده
تیر په څیـر به تیر نه وزو تجـــــربه مو وکړه
تـیر نه به زده کـړو دا هم حاضِـــل قیاس ده
پـــرون اعــلان وشو دټـولو امنیت تا مین ده
دا ټنــگ او ټونـگ نه دربـــــاب نه دګلاس ده
رشـــوت باب شو دغه ،نسل رشوت خور شو
د دې خــلکو دلـــــوړ پــــــــوړو سره لاس ده
په خپلو سترګې را اوبــاسې دا پوښتنه کوم
دپنجابي مقــــابل ستا زلمیه څه احساس ده
بیــدار نه لیونی ده نه نـــــــاحقه په نڅا شو
سندر یې غـږولې هم دانن شپه دناشناس ده
ــــــــــــــــــــــ1401:2:2
خپله جونګړه؟
56
ــــــــــــ غزل
مسال که وغواړي څوک زړه بد کوي
که دې زړه وغــــــواړي هغـه بد کوي
ملګرو وویل وروره ستا څه پکار دی
ماویل پخیر راشـــــــــئ ښه بد کوي
دیار په څو خبــرو زړه ته ګیله راغله
اوس که هرڅو وایي چې نه بد کوي
اخلاص هم دلته دومره خوند نه کوي
که ته صادیق یې نو بیـــا څه بد کوي
هغو هــــــــم دسې لارې جوړې کړلې
یار لــــوز مات کړي هره شپه بد کوي
مونږ که هغې ته په ښه سترګه ګوره
پر مـــونږ کړي جوړه مسخره بد کوي
بیـداره هغه یوه زما خوښه وګوره نو
هـو که قسم کړي په سِـــپاره بد کوي
ــــــــــــــــــــــ1401:2:21
خپله جونګړه؟
54
ــــــــــــــــ غزل
نـــمرود را بنده کــــړله سا الحمدو زه ژوندی یم
که هر څـــو تنګه ســـا زما الحمدو زه ژوندی یم
دزړه تنـګون مرهلې څه وې تنهایي زړه چاودون
نــــه کار تعویذ کړو نه ملا الحمدو زه ژوندی یم
وخــــته د هـــــــــر څه پوښتنه شته منم درسره
کــــوم ظلم و نکـــــړ دونیا الحمدو زه ژوندی یم
روخست دِ واخست مګــر ما ته دِ هم فِکر نه شو
اوس بیل لـــــه تا یمه اشنا الحمدو زه ژوندی یم
ملـــــــګرو ومنئ قسم ده ډیرو هیر کړم خو خیر
زه به یې هــم هیر کړم سبا الحمدو زه ژوندی یم
بیــداره یوه بـــجه ده وخت هم نیمایي پاتې شو
په ژونــــد خبرې به کړو بیا الحمدو زه ژوندی یم
ــــــــــــــــــــ 1400:11:19 سه شنبه
81
ـــــــــــــــ غـــزل
د وطـــــــــن د استقــــــــلال خبره وکړه
د رڼـــــو ســـــــــــتورو هلال خبره وکړه
زمــــــــــا لمنځ دجنازې خدای خبر وشی
د آذان او تـــــــــــــــــور بلال خبره وکړه
سپین که تــــــور شي او تـور سپین شي
دسپـــوږمۍ دمــــــــخ جلال خبره وکړه
په نــــــیم ګړې دنـــیا خـدای لرم صاحبه
ما خــــــو نن په خـد او خال خبره وکړه
مــــــونږ دهغې مهـشر ورځ دلې سبا کړه
ته دهـــــغې مهــــــــــشر کال خبره وکړه
په یــــارانو کې آبــــــــاد یې ته بیـــداره
خــــو یو چـــا د پــــــه زوال خبره وکړه
ـــــــــــــــــ 1400:11:26 سه شنبه
کندهار
79
ـــــــــــــ غـــزل
مـــــــــونږ ته دســــــتور دمـــیکدې راکړه؟
ســــــاقي دســـــــــتا دلاس پیــالې راکړه؟
په تصـــــــوُر کې ســــــــجدې نه جـــوړو؟
مـــــــونـــــږ ته ریښـــتــــــنې ارادې راکړه؟
کلی کې شور شو راکــــــــړه ورڪړه جرم؟
یــــــــــوه خـــــــــولګۍ پرون هغې راکړه؟
د جــــــار کــــــــوربان لفظــــونه بلې بلې؟
نیــــــږدې دســـــــــترګو اشـــــــارې راکړه؟
په تـــــــــا خو نه کیده مـور زه به لاړ شم؟
مـــــور اجــــــــازت خـــــــو دعمرې راکړه؟
مونـــــــــږ له اجـــــله کور خراب خلک یو؟
د دغـــــه ســــــوال جـــــــواب ادې راکړه؟
بیــداره جــــــــار د شــــم پیدا کــړو سره؟
ســــتاسې دکــــــور څـــــو نــښانې راکړه؟
ــــــــــــــ 1400:12:10 سه شنبه
کـــــــــندهار مرکز
77
ـــــــــ غزل
تا چــــې وکړه ما خـــــو وو نه کړه خبره
اوس خـــــو حال وایه ښه یې دزړه سره
دمښام لمنځ چـــې قضا شي بیا راګرځي
بــــــیا به را نه شي د ورک دیـــدن سهره
په میډیا څهـــــــره څرګنده شوه پوهیږو
ای زمــــــــــونږ دفـــــــــدایانو سر لښکره
که دوخت زامن ملنډې په خپل ځان کړې
تــــــا ور وښـــــود طالبــي او د غره سره
خــــلفـیه ســــراج دین امـیر صیب واوره
څــــومره کـــــلک مـــو وو دریـز لکه ډبره
په بیــدار وردګ الـــــــهام د شـاعــرۍ ده
ځکه هر غـزل وي یو تر بل به بـهــــــــتره
ـــــــــــــــــ یکشنبه
75
ــــــــــــــــ غزل بغاوت
تــــا خبر ماته کــــــړه خـــو ما نه زندګي نه کیده
خلاصه خــــبره ده بس مانه چاپ لوسي نه کیده
ســــــتا انتظار او زه بې خـوبه پردی کار او سهار
حـــــــــــــلاله وو خو یاره دسې مزدوري نه کیده
زړه ماتېدل زړه، سمــــــول، خورا دروند مسولیت
یــاره ته ومنه دمــــــــــــــات زړه نجاري نه کیده
یــو خوا په نیمه شپه دیدن بل ستا بنګړي لیوني
ستــــا دبـــــنګړو دشوره ستاسره دلداري نه کیده
عشق ماشومتوب جنون کب یـا د ویالې په شانې
عشــــق ماشوم او جنون کـب وو سیالي نه کیده
یــو مین توب بـــل دهغې څومره غـــمونه خدایه
قلـــــــــــم مې مات کړ د غمـــونو شاعري نه کیده
سـتاسې په فِکر به بیـداره کوم لار خدائ ته رسي
که خدائ منـې که دغې کار ته لاس رسي نه کیده
ـــــــــــــــــ 12:1400:23سه شنبه
خپــــــــــله جونګړه
73
ــــــــــــــــ غزل
ستا سترګې دي خو ډیرې ریا کارې دي منم چې
بس خښې مې دزړه په سر نوکارې دي منم چې
الف نه اوس تر یا پورې دې خــــــلکو ګناء وکړه
خو پټې ګناء ګانـــــې یې بیسیارې دي منم چې
خالقـــــه په ژړا مې تـــیره شپه کې بیا غوښتله
خالقه اوس مې سترګې څه بیمارې دي منم چې
مخلــوقه زه په ښکلو د یو نوک هم پروا نه کړم
مخــــلوق هغه ښـــکلې هم بیزارې دي منم چې
زما دمــــــظلوم یت سترګې ولس خاته کږې دي
زما دمظلــوم یت چیغې سنګسارې دي منم چې
هغه چې مونږ ته ګرانه شوه هغه لاړه واده شوه
نصیب په مـونږه کـړې داسې چارې دي منم چې
که وخت زمونـــږه راغلو او حالات هم دسې وو
ټاکلې مـــو عــجیب شانتې تګلارې دي منم چې
زه تـــور یم خو دسپین سره په هغو لارو نه ځم
دوخت سپینې جــــامې نوکی داغ دارې دي منم
بیـداره غـــریب مړ شو خو د لور دسر سیوان وو
بیــداره د غـــریب دې لـــور بوغارې دي منم چې
1400:12:25
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خپله؟جونګړه؟
71
ــــــــــــــ غزل
ښکــــــــــلې راشه ښه بــانـــنګه غاړه راکړه
هـــــوخــــوره وره آهـــــــــــنګه غاړه راکړه
مونـــــږ په ښکلو پسې نه درومو زیارت ته
ته مې پیر یې ځـــــــــارر ملنګه غاړه راکړه
ســــــتا په غونډه زنه خال مرۍ مو حد ده
ښکــــلیه واوره تــــــه دا دنــګه غاړه راکړه
چې دهـوش آواز مې مړ او احـساس مړوي
ستا اوبه اوبه سینه ده دا لونګه غاړه راکړه
په جـــنون ولا ډیر کیف دخـاموشۍ پروت
ای دې ژونــــــد په نیل ګلـرنګه غاړه راکړه
په بیـــدار خـــــو بیا دمینـې احسان وشو
ویل پـه مــــینه یــاره ته ړنــګه غاړه راکړه
ــــــــــــــــــــــــــ1400:12:27
خپله جونګړه
69
ــــــــ غزل
ستــا کـــــاږه کـــــاږه باڼه دی لیونۍ
په ښــایست کې د ډیر څه دی لیونۍ
شــــــــاعران ورته له یوه نظره ګوری
ټول لفـــــظونه ستا خواږه دی لیونۍ
مـــــــــکر ذکر دجنت له خانه دانه وي
ســــــتا مکــــرونه پښتــانه دی لیونۍ
مینتوب کې چـې لمنځونه قضا کیږي
عاشـــــقان ستاســــې کاږه دی لیونۍ
عشقه روغ سړی نو ته ولې پاګل کړې
دمعـــــشوق زلفـــان خواره دی لیونۍ
په بیــدار وردګ د ښه تـاویذ دۍ کړی
ستا نه هیـــــڅ نـه صبریده دی لیونۍ
ــــــــــــــــــــــــــــ چهارشنبه
خپله جونګړه
67
ــــــــــــ غزل خو
له الــــف نـــه اوس تــر یـا منافقت شو
یـــاره ووایـه ریښـــــــــتیا منافقت شو
کمـــزوری چـا دتـــربور ســـره و نه کړه
کـــمـــــــزوری دخـپل بـابـا منافقت شو
وخــــت ښه ده دیـارانو زور معلوم سو
وختـــــه دلتـه له هـرچـا مــــنافقت شو
که حسرت غواړې دځان دحـافظت کړه
ګـــوره ګــوره نن ســـــــــبا منافقت شو
روایت درته راوړی انـــــــــــــــــــسانانو
ګــوره ګـــوره تـــــر پــخوا منافقت شو
په بیــدار وردګ هغه ده ډیــــــره ګرانه
اوس کـه وایــــم بې وفـــا منافقت شو
ــــــــــــــــــــ 1401:1:17
خپله جونګړه
65
ـــــــــ راسره ولولئ تازه غزل
دا مــــینه نــــه ده چې پیغور ونخوري
هغه مین نه شو چــــــې شور ونخوري
پـــه دسې مینه دې بیا اور پــورې شي
چې ځان پتنګ نه کړي او اور ونخوري
مونـــــږ خپلواکي د هغې نه منـو نـــور
چې دغلــــــــــیم ګولۍ په زور ونخوري
ځنې مشران موپه خپل ځان کې ګوري
ځنې مشران بــه خواړه سپور ونخوري
دهغـــــې سـترګې مــــــــا تبــا تبــا کړې
دهـغې سترګې بــه څوک نـور ونخوري
شفیق بیـداره دومــــره سپـینې مه کړه
چــې سپین لباس دِ ټـکی تـور ونخوري
ـــــــــــــــــ 1401:1:15
خپله جونګړه
63
غزل ولولئ
غزل
مینه مقدسه ده، زړه هم مقدس غواړي
دا د محبت مزل، ځواک غواړي او وس غواړي
بېرته که امکان لري، راشه زندګۍ ته مې؟
زړه لېونی شوی دی، تا رانه واپس غواړي
را دې شي پخلا دې شي, زه به یې ترې ځار کړمه
یار د اننګو بوسې! 9 غواړي که لس غواړي
اوس هغــــــه مجنون نشته اوس هغه لیلا نشته
دسې مینه کړی نــشې دا مینه اودس غواړي
ربه ته یې وشینده، رحم تشو لپــــــــــو کې
امن په دې خاوره کې، دا ستړی ولس غواړي
ستا بیـــدار په تاپسې، سم لېونی شوی دی
ستا د بنګړو شور غواړي، ستا د خندا کړس غواړي
ـــــــــــــــــــــ1401:1:22
کندهار
61
ـــــــــــــــــــــــــــ غزل
سره انقلابي شراب
واړؤه ساقي شراب
بنګ مې ورته پرېښودل
غؤاړم ګلابي شراب
زه پرې کافر کېږم نه
څښمه کتابي شراب
سم لکه جنت غوندې
راکه ثؤابي شراب
تکې تکې سرې شونډې
سره سره اننګي شراب
ډېر راباندې ښه لږي
ستاسې د منګي شراب
مینې لیؤنۍ کړمه
نشته لیؤني شراب
تش ګیلاس مې لاس کې دی
ګورمه سؤالي شراب
بیا بنډار ته راغلمه
بیا مې ځنګؤي شراب
پاتې چې بوتل کې دي
دا اخــــــیرني شراب
تاچې په بیا بیا وڅکل
هې بیـداره دي شراب
ـــــــــــــــــــ 1399:2:12
59
نظم
مومین ولسه درته وایم ستاسو اخـتر مبارک
دټولو مخکې دا اختر زمونـــــږ د رهبر مبارک
دخــــوشحالۍ او ســـراسـر امن یې وګرزوې
هـــــر یۇ وګړی دافـــــغان یۇ تن یې وګرزوې
وایم تبــرک شه دستاسې خــــوږ نظر مبارک
په دغه لار مـونږ په زر هاوو شهیدان ورکړي
زمونږ کونډې ګوره دومره مو ځوانان ورکړي
آزادي راغله دمظلوم طالـــــــب په سر مبارک
زمونـږ دزړه دارمانونو سترګې ستا وه خواته
دیتمانو د پلـــورونو ســــترګې ستا وه خواته
اوس خـــو راګـــرزه لږ زمونـــږه په در مبارک
زمـــــونږ وطن او رغـــــونې ته نظر په کارده
بــــل د طالب دې ســـــرښندنې ته نظر پکاره
مــــونږ به په ځان کې راولو دغـه هنر مبارک
اوس خو ســوله ده جنګي خبرې نه دي پکار
یار زمـــــا ستا خپل منځي خبرې نه دي پکار
بیــداره چا وویـل د اخـتر لومړی سهر مبارک
ــــــــــــــــ کوچنی اختر مبارک
57
نــــظم
ته خو لږ و نڅا زما په خوښه
په مونږ به کله دا هــوا راشي
ډیر عزیت یم خو له حد نه زیات
کاشکې یوځلې هغه بیا راشي
٭٭٭٭
هغه درویش نن څومره سپینه وکړه
ویل پیغلوتوب که په آشنا راشي
ماهم دخپل ګریوان ټوټې ورلیګې
ما ویل په دې به خامخا راشي
٭٭٭٭
یاره مړ کیږم ګوره سا مې خیږي
یار دې پوښتنې ته زما راشي
بې وسي بده ده خو دومره وایم
خپل بې وسۍ پورې ژړا شي
٭٭٭٭
هغه تــــــربور سره واده وکړ لاړ
تشو وادو پـــــــورې خندا راشي
تشویش خبره نه د چې سرټکوم
هغه مې فِــــــکر ته هم دا راشي
٭٭٭٭
چیرت به اوسو دمسجد په خاکې
که زمـــــــــــونږ کلي ته ملا راشي
مونږ شــــــرو کړو بیا دسره سبک
که ماشوم توب یو وارې بیا راشي
٭٭٭٭
څه خوشحالي به سره لمانځو دواړه
که تیر وختونه لږ په شا راشي
بیــداره و به ڪړو څه ډیرې کیسې
خو که یۇ ځلې یاران زما راشي
٭٭٭٭
ــــــــــــــــــــــــــ1400:6:23
خپله نوجګړه؟
55
آزاد نظم ✒️
یوه وینځه اوغلام دی
سره ناست دی او ماښام دی
یو عجیبه محفل جوړ دی
هر طرف ته ښکلاګانی
په هر لورې رڼاګانی
طبیعت ورته پسخیږې
هر جنت ورته پسخیږې
یو بې نوره تماشه ده
بې دلیل خنداګانی
خوندوره زندګي ده
هرطرف ته خوشالي ده
دژوندون نغمی غږیږي
ساز سرود په مستی سر دی
څنګ کې ناست راته دلبر دی
ژوند له ورایه په خندا دی
یو حسینه معجزه ده
درباب دنغمی ساز دی
سرودونه په مستی دی
بهارونه په مستی دی
د سپوږمی دمخ رڼا ده
دلیلا په خوله خندا ده
خمارونه دژوندون دی
څه خوندونه دژوندون دی
راز اونیاز دمحبت دی
هر انداز دمحبت دی
وسوسی دزړونو نه شته
یو قراره زندګي ده
دغزل سره مستی ده
خوب خندا ده بې غمی ده
ډک له ستورو نه اسمان دی
یو بیدیا ده بیابان دی
څنګ تر څنګه مې جانان دی
بیــدار چپ دئ ورته ګوری
ډکې یې سترګې دی له اوښکو
اسویلې کوی او ژاړې
یو سړی له خدایه غواړې
یو سړی له خدایه غواړې
53