baidar8 | Unsorted

Telegram-канал baidar8 - شـاعر شفیق بیدار

340

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎ زمونږ رسمي چینل لینګ ☟ https://t.me/Baidar8 زموږ شخصي رابیطه☟ https://t.me/baiadar

Subscribe to a channel

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــــــ غزل

په زړه کې مې د اور بلې لمې وې او ته نه وې
اخ شونډې مې ستا له غم پرې وې او ته نه وې

زغملی دې ما نشو ستا هجر دومره زور وو
رایادې به هم ستا خوږې کیسې وې او ته نه وې

د غم سوی فریاد مې چې کاوا ته راته یاد وې
را پاتې دې یادونه خاطرې وې او ته نه وې

کرئ شپه مې جانانه ستا په یاد باندې سبا کړه
سهر مې شونډې پرې ارې ارې وې او ته نه وې

د غم چیغې مې هغه وخت دخولې رابهر شوه
چې پاتې دې ما لره جامې وې او ته نه وې

بیـداره چې د خدای په لار څوک شهیدان وو
په سر به یې بسته هـــم کلیمې وې او ته نه وې


ـــــــــــــ 2023 :10:30
خپله جونګړه

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــــ غزل

د جـودایۍ زور په جانان تیروم
خدایه نو زه به هم ایمان تیروم

جانان مې دومره راته ګران خدایه
د کوره ځي لوړ پرې قران تیروم

پرون یې وخندل رقیب ومخ ته
نن به یې پټ په بیابان تیروم

نن له مجبورې ستا خبرې اورم
د مجبورۍ هر څه په ځان تیروم

مینه کول د لیونیانو ڪار وي
اول اخیر یې په تاوان تیروم

قسمت د لوبو سامان نه دی ګوره
بیـداره هــر تقلیپ د جان تیروم

ـــــــــ 1402/8/21
خپله جونګړه؟

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــ غزل

تا پرې ویلې سپاره ښه نه وه
مــا یې اخیستې نامه ښه نه وه

د عشق دیدار باید غرمه ڪې وشي
خو زما لپاره دا غرمه ښه نه وه

زړه مې وو شوی چې سندرې واورم
واعظه دومره زر توبه ښه نه وه

ما ویل توبه اېستل ډیر زر پڪار ده
ما ویل خو ستا دا طریقه ښه نه وه

د عشق ڪیسه باید صفا صفا ڪړو
په منځ ڪې پاتې لانجه ښه نه وه

بس ڪله ڪله یې له درده وڪړو
ګني په دې عمر نشه ښه نه وه

چې خپل ڪیردار نه ڪړو موږ خپله سهي
بیا څله موږ وایو زمانه ښه نه وه

بیـداره ذوق دې مینې پټ وساته
د پردو ښځو تماشه ښه نه وه

ـــــــــــــــ 1402/7/30
خپله جونګړه؟

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــــ غزل

ورخطا ڪیږم نو دې ځڪه زه دې نوم اخلمه
چې راسره مې وي ادڪه زه دې نوم اخلمه

ته چې مې څنګ ته راسې وشرمیږم
سر مې را ځوړنډ ڪړم په ځمکه زه دې نوم اخلمه

پرون یې وویل زما ڪور خوا ڪې مه ودریږه
څوڪ به دې ووهي هلڪه زه دې نوم اخلمه


ما پرون ولیدې خو هیڅ د شرمه نه ودریدم
ما ویل ڪه ودریدم چابکه زه دې نوم اخلمه

ته چې ما ووینې بې سُور غوندې شې
ڪه بیا دې ونیولم ڪلڪه زه دې نوم اخلمه

بیـدار بیا دیدن ته راغلو ورخطا ښڪاریږي
تا ورته نه ویل وَرڪه زه دې نوم اخلمه

ــــــــــــــــ 1402/7/30
خپله جونګړه؟

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــــ غزل

هره ورځ وي ویر ماتم په افغانانو
بس تــر ټولې نړۍ غم په افغانانو

د یو غم نه مو بری موندلی نه وي
بل غم راشي شـي سم په افغانانو

اې خالقه رحم وڪړې په موږ ټولو
رحم وڪړه چم په چم په افغانانو

ګناء ګار یو ډیر بې حده زما ربه
ته خو وڪړې نور ڪرم په افغانانو

نور مو وساتې ستا قهر او غضب نه
رحم وڪړې ته نور هم په افغانانو

اې بیـداره تــــوبه اوباسه خالق ته
ستا حـضور ته ولاړ یم په افغانانو

ــــــــــــــــــ 2023/10/11
خپله جونګړه؟

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــــ غزل

نــــــری بــــــاران یخه ګوټه زه او هغه
د چـــــا دلاس ګرمه قهوه زه او هغه

خـــــدایه نشه ڪې شو یو بل ته غاړې
خـــــالي ګوټه دواړه نشه زه او هغه

داســـــــې نیږدې یو څه ویلی نشو
زموږ په منځ ڪې دا ڪیسه زه او هغه

یو څوڪ مو وه نه ویني بده ده خو
د ڪور مو خلاصـــــه دروازه زه او هغه

بیـداره دې عشق په اصلی دام ڪړه بنده
راسره ناسته وه خدای شته زه او هغه

ــــــــــــــ 2023/9/29
خپله جونګړه کندهار؟

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــــ غزل

د زندګي مې یوه حصه واخله ځه
زما په ژوند برخه درنه واخله ځه

ملا شراب او سرې شنډې د یار
ورسره بیا ټوله میکده واخله ځه

چې ترېنه تاو نشم او رانه تاو نشي
وروره دمور په نوم کعبه واخله ځه

تا خو د بل په غم ڪې سترګې لمدې
سترګو رانــــجه او آینه واخله ځه

ما په نشه ڪې ستا سترڪې لیدې
ته هم د یار سترګو نشه واخله ځه

هغه مې زړه ته راغله زړه مې غواړي
یاره راپاتې دا یو زړه واخله ځه

بیـدار په تا ڪړی تاوان ګلرنګې
تې هم له زړه څخه نامه واخله ځه


ــــــــــــــ 2023/9/18
خپله جونګړه کندهار؟

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــــــــ غزل

زما نه خپل پردی لڪه هنداره زغلی
زه خبر نه یم دوی د څه لپاره زغلی

زه خودې مړ شم هیڅ پروا نه ڪوي
سڪه سڪه دوستان هم له بیماره زغلی

هغو ته ووایه ښایسته یې ته سینګار مکوه
ښایست تُحفه ده بدرنګ یې له بنډاره زغلی

مینه له زړه کوئ خو بیرته زر شي منڪره
خبره وڪړو سره بیرته شي مرداره زغلی

ته څنګه وایې چې جنت په توپڪ ګتی شو
دنیا ڪې چل راڪړی اخیر ڪې زیمه واره زغلی

هغو ته تا چې ڪله یاد ڪړ بیـدار خپه شوه
له ډیره درده په ژړا شــوه بې اختیاره زغلی

ـــــــــــــــــــــ 1402/6/19
خپله جونګړه وردګ

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــ غزل

ته چې راغلې زموږ دکور ډیوې رڼا شوې
تیارې لاړې هر لوري ته بریښنا شوې

چې دې مینه پرما ختمه شوه کار وشو
ښه شوه ډیره چې دبل سره بسیا شوې

لڪه غرونه دومره درد مې په سینه کې
ټولې هیلې مې دژوند لاړې رسوا شوې

د مسکا تاثیر مې هیڅ څهره ڪې نشته
ته چې لاړې او دبل دکور ښکلا شوې


ته خو یوه وعده پوره ڪړه دزړه سره
ستا وعدې ټولې په نن یا په سبا شوې

سوی چیغې نن بیــدار درپسې وڪړې
ویل ولې او په څه رانه جودا شوې

ـــــــــــــــــــ 2023/9/2
خپله جونګړه وردګ

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــــ غزل

دیار تصویر دې نړیدو امد مې نه درلودئ
یاره ښکاره د پریښودو امد مې نه درلودئ

یو څه الفاظ باید دمینې لږ ښڪاره ووایو
ستا د بڼړو ښکته ڪیدو امد مې نه درلودئ

قسمت راڪړې په څو واره په مخ مخ څپېږې
بخته د دومره غورځېدو امد مې درلودئ

بې وسي بده ده په دغه یارانو پرېښوم
ما دیارانو ډڪ جیبو امد مې نه درلودئ

درته مې ایښی دئ سر په سجده خالقه
ما ستا بنده ته د سجدو امد مې نه درلودئ

د هجر اورمې بیـداره په سینه ڪې ډوب دئ
له دغه غم نه د وتو امد مې نه درلودئ

ـــــــــــــــــــــ 1402/5/22
خپله جونګړه ؟

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ما به دځان غم نڪو ما په نورو ژړل
پرون تمامه شپه زما په غم ستورو ژړل


دلار په دو افغانو ته خورڪۍ لاس نیولی
خان دوم واده ژړل ما په سر تورو ژړل

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــــ غزل

ځینې خبرې چې سبب هم د خفګان شي
د سړی زړه خوری هغه چې روان شي

زه همیشه زړه خوګو ته غزل وایم
زړه خوګو راشئ دا غزل به مو درمان شي

له دې محفل نه دې زر زر ګلالي ووځي
وروسته له دې به مساوي هم بدرنګان شي

هغه خو نه ځي چې زه څو اشعاره ونڪړم
هغه خو غواړي مڪمل زما ایمان شي

بیګا مې خوب لیدو دستا بلا وي ما اخستې
ستا بلا نه منم بلا دِې په خپل ځان شي

بیداره ولې په خفګان ڪې ټڪان زړه ته رسی
دا زړه مې درد ڪوي راشه ڪه امڪان شي

ــــــــــــــــــــــــ 1402/5/6
خپله جونګړه؟

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــــ غزل

ته ڪه نه راځې خو زه درپسې ګرځم
حق حیران یم چې په څه درپسې ګرځم

ته د روح په شان زما وجود ته راشه
خوار وجود بې روح تنه درپسې ګرځم

ته چې لاړې زما ژوند ڪې بل څوڪ راغله
ته چې لاړې زه اوس نه درپسې ګرځم

د تسبو خاونده غږ د بنګړو اورې
په شرنګ شرنګ دانه دانه درپسې ګرځم

ما دښڪلو دښایست تماشه وڪړه
ښڪلو زه لڪه رانجه درپسې ګرځم

په دې سخت باران ڪې وینو به بیـداره
د ڪور وتې یم لمده درپسې ګرځم

ــــــــــــــ 1402/5/10
خپله جونګړه؟ کندهار

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

الخالد اداره یې وړاندي کوي

وطــن جنت نشـان
کسر
وطــــــــــن جنت نشـــــــان دی ګلان پکي کرمه
پــــه مــــادروح نه ګــــران دی ګلان پکي کرمه

ترنم
مولوي عبدالصمدصميم


#الخالد_ترانو_سترمرکز
/channel/Al_Khalid_com

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــــــــــــ غزل

ژونــــــــد وي ستا تر راتلو پورې به وي
ژونــــــــد به وي نو تر څو پورې به وي

یــــــــــار راسره کومه لوبه ونڪړه
زما انتظار وي به ته څو شپو پورې به وي

ته لڪه اوس ڪړی انتظار هم داسې پاتې یې
زموږ انتظار هم تر لمر ختو پورې به وي

زه وایم چې څنګه یک تنها شوم نن
ډیرې رابیطې آن تر پیسو پورې به وي

زه لڪه نیمګړی خوب د هیچا په یاد نشومه
ډیر چې شم وریاد تر لمر لویدو پورې به وي

ښکلی چې ته ووینې بیـداره په مستئ شې بیا
زړه تړل خو خود تر سترګګو پورې به وي

ـــــــــــــــــ 1400/4/19
خپله جونګړه کندهار؟

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــ غزل

په څهره نه ښکاریږی سترګو کې مې ویر پروت دی
د زړه دننه مې په زړه کې یو تصویر پروت دی

تا چې پوښتنه یې په ژوند و نڪړه مړ شو هغه
خارې جانان دی تورو خاورو کې اسیر پروت دی

ویل یې خوار شې ته نور له زندګۍ نه ووزې
ما ویل نه خواریږم په سر مې لاس دپیر پروت دی

خوب مې لیدو چې بیخي ډیر رانه لرې لاړې
کتاب یې ګورم چې په دې کې څه تعبیر پروت دی

غم سړی توب نه لری غم هیڅ خوب نه لری
غم لڪه سپی همیش په غاړه یې زنځیر پروت دی

بیداره عشق کې انتها بلا خوندونه پراته
بیداره ستا او هغه منځ کې څه توپیر پروت دی


ـــــــــــــــــــ 2023 11 23
کندهار ؟🩷

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــ غزل

سترګو جلوې دوې ڪیسې
یار بې مزې دوې ڪیسې

نه یې خبر خو وغږیدې
څو دقیقې دوې ڪیسې

د خدای د ڪور عزت ساتو
زموږ میڪدې دوڪیسې

راځه ڪار نه خلاصیږي
ڪړې بهانې دوې ڪیسې

بیا به ارمان زما ڪړې
مڪړه دوکې دوې ڪیسې

ترخپل مطلب چې رسې
لارې اوږدې دوې ڪیسې

بیـدار هم ستا لپاره راغلو
اوس ترې ځې دوې ڪیسې

ــــــــــــ 1402/8/5
کندهار ؟ اج نبي💞

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــــــــ غزل

مخ دې ښکــلوم لڪه کعبه د خدای
تا سم مچو ڪوم لڪه سجده د خدای

زما او ستا لیده ګوره سم لڪه یعقوب غوندې
ولیدو یوسف یعقوب واړه معجوزه د خدای

ما په خیرات ڪې ورته ورڪړه د زړه صدقه
ما وې چې وي په ڪال ڪې یوه شپه د خدای

په ژوند یې ورټـــو په مرګ پسې آهــــونه ڪوو
په مړو هم تنګه ڪړو لــــویه هدیره د خدای

هر څه په قسم شرو هرڅه په قسم ختم
هر څه چې خرڅیږي په قسم او کلیمه د خدای

هلته په ممبر ولاړ هلته په سجـــده توبه
داانسان خلاص له ګناء لـــږ څه اندېښنه د خدای

موږه یې لاڪیف غواړو بیداره تشو لپو ڪې
هر څه یې خواږه خواږه داده شڪرانه د خدای

ــــــــــــــــــــــ1402/7/29
خپله جونګړه؟

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــــ غزل

له زړه یې هیــــره ڪړه  بلا ورپسې
هیڅ ڪله ور نـــه شې آشنا ورپسې

اوس ورته مه ژاړه چې یار دې بایلود
بیا  ګرځېدل دی  بې معنا ورپسې

مینه هنر غـــــواړي او ڪار دې هنر
پــرون هـــم دا خبره  وڪړه ما ورپسې

د یار بیلتون د زهرو غړپ وو تیر شو
نې اوس خبر اورم او نه کوم ژړا ورپسې

د زړګي درد ڪه دوهم وار تڪرار شي توبه
داسې نه ورڪړم دوهم ځلې سا ورپسې

ټول ارمانونه مې بیـداره په زړه کې پاتې
ځان تسلئ له پاره وایم چې بلا ورپسې

ــــــــــــــــــــ 2023/10/7
خپله جونګړه؟

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــــــــــ غزل

چې د خـــپل عیب نا خبر شي سړی
هغــو ته څنګه به بـــیا ور شي سړی

چې حق د خویندو له خپل پلار وغواړي
تــر دې به کلک تر دې به نر شي سړی

چې ټول په یوه ڪور کې خوشحاله اوسو
وایـــم تــر دې به بختور شي سړی

مینه دوستي بــاید له زړه نه وڪړو
هسې نه وروسته بیا منګر شي سړی

مینه اسلام مـــو په یو ځــای پاللي
ځنیو ڪم بختو سره په ښڪر شي سری

بیــدار دې ټـــوڪې ورته زړه وویل
پـه دې خبر تـــرې مـــرور شي سړی

ــــــــــــــــ 2023/10/4
خپله جونګړه کندهار ملا نصیر اخوند✍🏼

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــ غزل

زندګي مې شوله خواره
اې خالـــــــق پروردګاره

ژوندمې ټول په غم ککړ دئ
او زه هم پڪې اســـاره

د ژوند ستونزو مشکلاتو
زه یې ویستلی یم له کاره

انځور ګره تصویر واخله
چې را نشم پــکې خواره

ته مې مه ژاړه تصویر ته
چې خراب دې شو سینګاره

ماتې ماتې هیلې زما دی
زه هم ژاړم تــــــر سهاره

زمـــــــا په قبر چا ژړل چې
ویل پرې دې ښوم بیداره

ـــــــــــــــــــــ 2023/9/24
خپله جونګړه کندهار؟

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

🌹 *اصلاحي وينا*🌹
ښځه پیرانانو نیولي ده خبري کوي، چي دفلاني ښځه دفلاني سړي سره تعلق دي

{بيان🎙️} مولوي عبدالرحمٰن صميم صاحب

/channel/TITCA

https://www.facebook.com/islamicanswers1/

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــــــــ غزل

نه چاپلوس یم نه مې وۍ وۍ عادت دی
زما هم ده راز د زندګۍ عادت دی

ټول وجود مې هم ستا مخ ته رپیږي
قربان پو یم چې دغه دغلامۍ عادت دی

زه ستا د غم نه څو ځله تښتېدلی یمه
غم چې رالیګي بس دا دلیونۍ عادت دی

نه پوهیږم دومره ولې و دردې ګم
نه پوهیږم ڪه د ټولې نړۍ عادت دی

مسڪا درد او مینه ټول په یو ځای نشي
دا درۍ چې وشي د ټول د مجبورۍ عادت دی

بیـداره ڪومه شپه چې ولري سپوږمۍ ښه وي
شپه چې ڪړی توره دا دتروږمۍ عادت دی

ـــــــــــــــــــ 2023/9/8
خپله جونګړه وردګ

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

دبى پردگی وبال دحضرت فاطمة الزهراء پوښتنه.
شيخ مولوي اطيع اللّٰه صاحب

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــــــــ غزل

د دې راڪړی روح لپاره ما مه تنګوه
زما خالــــــق پروردګاره ما مه تنګوه

زما زړه د دومره غمو نه دئ جوګه
بیا ڪه بېلږې نو یاره ما مه تنګوه

ښکلو د خدای لپاره زړه دچا مه ماتوئ
اې زړه دښڪلو د آزاره مامه تنګوه

هغې ته زنګ نه ورځي زړه خورم دلته
غمه راځه لږ په قراره ما مه تنګوه

هغه یۇ ځل مینه کافي وي د وخت لپاره
زه نور نه ځم په دې لاره ما مه تنګوه

ژونده نن ما دځان په قدر پوه ڪړه
ژونده نه چې شم اوښیاره ما مه تنګوه

زما د عقل خزانې بیخي سر خوړلی
یاره ډیر وتی یم له ڪاره ما مه تنګوه

زما دعا ڪه درپسې شوه نو مسته به شې
هغې ویل مړ شې بیـداره ما مه تنګوه

ـــــــــــــــــــــ 1402/5/22
خپله جونګړه؟ کندهار

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــــــ غزل

بس یادونه دې راتلل له بیلتون وروسته
ما د زړه ڪور ڪې ساتل له بیلتون وروسته

ما به خپل د زړه دردونه ستا نه پټ ڪړ
ما وې یار ڪه را کتل له بیلتون وروسته

ما د خپلو او پردو توپیر هم زده ڪړ
خو ازغي مې ښکلول له بیلتون وروسته

دوی د عشق له اصلی رازه خبردار وو
ڪوم معشوق چې به ژړل له بیلتون وروسته

په سرو ګلو مې هم ارمان و نخت
پاڼې پاڼې روژیدل له بیلتون وروسته

ستا مزار په خړو خاورو یې بیــداره
هغې بیا ګلان ڪرل له بیلتون وروسته

ــــــــــــــــــ 1402/5/6
خپله جونګړه افص

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ــــــــــــــــ غزل

زه درځمه ستا ڪاله ته ڪه امڪان وو
ته به راشې زما زړه ته ڪه امڪان وو

ته زموږ مسجد ته راشه ڪه امڪان وي
زه به درشم هغه وره ته ڪه امڪان وو


چې د ڪلی منځ ڪې موږ لا لیدئ نشو
پټه راشه دیواله ته ڪه امڪان وو

موږ د یو بل نشو خیر خوار نصیبه
بس ورځم به یې واده ته ڪه امڪان وو

په بیـدار د مینې لاس راښکل واجیب دی
ښڪلي هم نه ګوري ده ته ڪه امڪان وو

ــــــــــــــــــ 1402/5/22
خپله جونګړه ؟ کندهار

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــــ غزل

د ورځې خو لږ ښه یم دشپې لیونی ڪیږم
قسم ده زړه تنګونه یم نیږدې لیونی ڪیږم

حلات مې نن ښه نه دی حلات مې خراب
ناروغ یمه په تاپسې دلې لیونی ڪیږم

ساقي د میڪدې ور دې بیا ولې بند ڪړی
دیار د درد لپاره بې پیالې لیونی ڪیږم

ماښام ڪې دجانان غم دومره سیوا شي
ماښام ڪې مې زړه چوی بې هغې لیونی ڪیږم

یو چا ویل زموږه شاعران له غربۍ مری
خو خان ویل چې نه لرم پیسې لیونی ڪیږم

ته ځان راباندې مه وینه زما حالت درڪړه
بیداره ته چې بیرته څو راځې لیونی ڪیږم

ـــــــــــــ 1402/5/16
خپله جونګړه کندهار؟

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

د تورو د شرنګي سره یې کیف برابر دئ
د ژوند په موسیقي ڪې بنګړي هم وشرنګوه

بیـدار وردګ

Читать полностью…

شـاعر شفیق بیدار

ـــــــــــ غزل

زړګـــــــی مه وروړه ازغي لري دا خلڪ
د رقیب په شان ســــپي لري دا خلڪ

ته ګډیږې ګوره شا مخ ته دې پام ڪړه
ســــتا په شان ډیر ګاونډي لري دا خلڪ

ستا سپیره مخ په سپیرو سترګو څوک وینی
ګنـــــی ستا په رنګ بچي لري دا خلڪ

افغانانو له هیڅ هم ګـــــــــــټه وه نه ڪړه
که د غـــره او سیند غمي لري دا خلڪ

ته بیـدار نن په ټپو ڪې دومره یاد ڪړې
ویل څه مــــــــسته ځواني لري دا خلڪ


ـــــــــــــــــــــــ 1402/4/15
خپله جونګړه کندهار

Читать полностью…
Subscribe to a channel