ــــــــــــ غزل
زما صفا زړه لږ څه زنګ ڪړی
موږ په وړه خبره جنګ ڪړی
د محبت پاچاهي تا غوښتله
ما هم په دغه په تا ننګ کړی
ستا جودایي لڪه دمور مړینه
ځڪه تغیر مې اوس رنګ ڪړی
دستا په زړه ڪې به بیداره څه وي
چې تا له هر قــــریبه څنګ ڪړی
ـــــــــــ 2024/2/5
خپله جونګړه حاج نجیب
ـــــــــــــــ غزل
اوس د ملا په نامه هــــر سړي مزې وکړې
په دې نظام کې ملا هم یوه نه دوې وکړې
یو څه موږ خپله خوار وو څه وخت خوارڪړو
څه کانې یار وکړې یو څه زمانې وکړې
توبه ایستل تر ماښام پورې اوس نه رسیږی
چې ډیر توبې کاږي هم هغه یارانې وکړې
هغې زما له مینې لاس واخست او لاړه رانه
نن دې ورستي پریڪړې خبرې هم هغې وکړې
نور زه پریږدم ڪلی وطن خو ستا مبارڪ
نن مې له ځان سره هم دغه فیصلې وکړې
بیـداره لاس له ګناء ووینځه ژوند نه دئ پاتې
دغه خبرې مې له ځان سره دشپې وڪړې
ــــــــــــــــــــــ 1402/11/13
خپله جونګړه.؟. کندهار
ما او خورِی قسم ده ڪه دا یوه ساتی شو
خو زموږ یارانو په لږ وخت کې دوې درۍ وکړې
ــــــــــــــــ غزل
څوک راپسې دی زما د مرګ یې فیصله کړې
غمو دردونو له یو بل سره مشوره کړې
له تنها یئ څخه زړه چاودی یمه
یو چا په ژوند زما سره دوه ځله دوکه کړې
د یوسفي مخ نامه مې په خوله نه راځي اوس
دومره مې مینه د یوه اوبال زاده کړې
تر زنې لاندې دې یږدم د رنجو تور خالونه
نن مې یو چا ته ستا دخوږ ژوند قیصه کړې
هلته سپوږمۍ تته رڼا هلته دغم تیارې
نن دې آشنا غم زما په زړه همله کړې
دستا له وجې مې هیڅوک نه کړ پیدا
ځڪه بیـدار سره مې ټینګه یارانه کړې
ــــــــــــــــ2021:4:29
خپله جونګړه ؟ سیدابات
تت لکه د ستورو په رقم شمه بيا لاړشمه
اوس هم اخيري څراغ ته تم شمه بيا لاړ شمه
پاتې شم خاموشه د مجلس ملګري وخاندي
ستا په وجه هرمحفل کې کم شمه بيا لاړ شمه
ــــــــــــــ غزل
ژوند دروغ او ژوند تمثیل دی چې روان دی
څه ترې پوښتې بې دلیل دی چې روان دی
موږ پخوا دلته توان ته غاړه کې ښوده
اوس مو ژوند لکه محصیل دی چې روان دی
غواړې کومه ازموینه کې مې ګیر کړې
ژوند مې هم دخوب تمثیل دی چې روان دی
څومره لوې ناروا وې یار په ما ڪړې
مه یوسي ژوند یې بدیل دی چې روان دی
د بیـدار مخکې سورخي به پیدا نه شي
د بې لفظه یاره محصول دی چې روان دی
ــــــــــــــ 2023:11:25
خپله جونګړه؟
ـــــــــــــــــــــ غزل
د چا په خیال د چا په سر پرې وته
دنیا دچا او چا په نظر پرې وته
په محبت زړو نه رغیږي خدایه
د عشق دنیا وه دومره زر پرې وته
چې پرې مئینه وه او نې ورڪوه
نن هغه مسته مازیګر پرې وته
شوخي افکار غزل ښه نه بولم خو
زما له خولې خبر اکسر پرې وته
بیــداره دومره شم حیرانه درته
ساده خبره په خــــطر پرې وته
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
1402/10/17 د بسیم الله ما ما نیټه
ــــــــــــ غزل
ژونده محترمه یو شیبه راسره پاتې شه
عُمره ځواني مرګه په توبه راسره پاتې
پام چې د ژوند سودا له بل چا سره ونڪړې
لرې دافهشا ڪړه په سجده راسره پاتې شه
روح چې ناخبر مې د وجود څخه بهر نشې
اې روح اې ایمانه په تخته راسره پاتې شه
ډیرې خبرې به په خپل زړګي ڪې ګُور ته وړم
خیر ده مورجانې یوه لمه راسره پاتې شه
نن مې قدر وڪړه د سبا نو بیا الله ج خبر
دوسته تاته وایم یو نن شپه راسره پاتې شه
ڪله چې بیـدار سپارۍ په خاورو د بیدار بچو
یو ســـاعت بچیه په هدیره راسره پاتې شه
ــــــــــــــــــ 1402/11/1
خپله جونګړه؟ 12 دلم تنګ🤞🏻
ــــــــــــ غزل
تا په افسوز او په ګیریان خبرې او نه ڪړلې
ما هم رقیب ته د جانان خبرې او نه کړلې
دا څو لسیزې راسره دی زما جیب کې پروت دئ
ما ستا ټوټې ټوټې پیزوان خبرې او نه کړلې
دومره د عامه شي دا مینه چې هر څوک یې وکړي
ما په حدیث او په قران خبرې او نه ڪړلې
د خپل حالت مثال به څه درڪړم خوږه یاره
څه رانه پوښتې ما د ځان خبرې او نه ڪړلې
موږ لا پخوا د سر په بیه هم پاللې مینه
ما په دې لوبه دې تاوان خبرې او نه ڪړلې
غواړم چې ستا بیلتون لږ ښه تشریح ڪړم
ما ستا د یاد ستا د هجران خبرې او نه ڪړلې
څومره بیــداره ژوند هم له دایرې ویستی یې
ژونده ما هم ستا په بیان خبرې او نه ڪړلې
ــــــــــــــــــــ 1402/10/22
خپله جونګړه وردګ
هغه دوه نعتونه دالحاج مولوي آغاصاحب مبارک درته نشرسو
چي وايي
زم به جهنم ته که ګناوي دي راتول کړلي
اوبل چي وایی
تیره دنیا پرماوتاسه شو آدم
کینه یودم دخدای له پاره صبح دم 👇🏻👆🏻
ـــــــــــ غزل
خوړلی ستا د هجر اور یم راشه
بل ستا دمینې په نوم تور یم راشه
اوس له تا وروسته مې څوک نه پیږني
اوس د هر چا د خولې پیغور یم راشه
ستا په زړګي کې زره ځای غواړم زه
تر دغه حــــد تاته مجبور یم راشه
د جودایي له درد ته نه یې خبر
په دواړو سترګو شبکور یم راشه
افغانه خپل دې یم تا ولې پریښوم
زه ستا وطن یمه سمسور یم راشه
بیـدار د یو ویصال ستا تمه کړې
ځواني هم تیر وتی له زور یم راشه
2023: 11: 17
ــــــــــــــ غزل
ژوند دروغ او ژوند تمثیل دی چې روان دی
څه ترې پوښتې بې دلیل دی چې روان دی
موږ پخوا دلته توان ته غاړه کې ښوده
اوس مو ژوند لکه محصیل دی چې روان دی
غواړې کومه ازموینه کې مې ګیر کړې
ژوند مې هم دخوب تمثیل دی چې روان دی
څومره لوې ناروا وې یار په ما ڪړې
مه یوسي ژوند یې بدیل دی چې روان دی
د بیـدار مخکې سورخي به پیدا نه شي
د بې لفظه یاره محصول دی چې روان دی
ــــــــــــــ 2023:11:25
خپله جونګړه؟
ــــــــــــ غزل
درد هم رانیولی له مرۍ یمه خو ښه یمه
دومره هم زه تنګ له زندګۍ یمه خو ښه یمه
هو خدایه لوی دستا شان او بزرګی دستا
خلاص چې د بنده له بندګۍ یمه خو ښه یمه
دلته ته اخلاص کوې دلته هیڅ ریښتیا نشته
زه لڪه منصور غړۍ غړۍ یمه خو ښه یمه
وخت سره مې مینه ده ژوند سره مینه ده
لاس نښه اوس هم د لیونۍ یمه خو ښه یمه
هغې به مدام ویل ما به ورته پام نه ڪړ
زه د یار دغاړې غاړه ګۍ یمه خو ښه یمه
ته به مې بیـداره اشنا بیا څو وار ښکل هم کړې
زه دشعر الهام یم ښاپیرۍ یمه خو ښه یمه
ـــــــــــــــــــ 2023 :3:23
ـــــــــــــ غزل
نن مې مه ګوره زه ښه یم
زه ناروغ له خپله زړه یم
څه چې وایې ستا له فِڪر
هسې پام ڪړه هغه یم
ساء مې واخله پاڪه ربه
نور زه تنګ له ژوندانه یم
ستا په تلو مې ژوند بایللی
اوس روان په دیواله یم
د قدم خاورې دې ښڪل ڪړم
په نصیب پاتې له څه یم
ڪاشڪې یو ځل بیا راتګ وای
خو ارمان دی دا چې نه یم
ستا نشتون مې چې احساس ڪړ
اې بیـداره کـــــاشڪې مړه یم
ـــــــــــــــــــــ 1402/9/17
خپله جونګړه؟
ـــــــــــــ غزل
نن مې مه ګوره زه ښه یم
زه ناروغ له خپله زړه یم
څه چې وایې ستا له فِڪر
هسې پام ڪړه هغه یم
ساء مې واخله پاڪه ربه
نور زه تنګ له ژوندانه یم
ستا په تلو مې ژوند بایللی
اوس روان په دیواله یم
د قدم خاورې دې ښڪل ڪړم
په نصیب پاتې له څه یم
ڪاشڪې یو ځل بیا راتګ وای
خو ارمان دی دا چې نه یم
ستا نشتون مې چې احساس ڪړ
اې بیـداره کـــــاشڪې مړه یم
ـــــــــــــــــــــ 1402/9/17
خپله جونګړه؟
ــــــــــــ غزل
ننه هغه ماته نه ګوري بس هوایي ده
یخ موسم خـــوږه هوا دې پسرلي ده
د بیمار چاره دې خدای وڪړي سړیه
دعشق رنځ ته د آشنا لید دوایي ده
جينۍ ستا په ښایست نه شم غږیدلی
جينۍ ستا وجود میوه خوله دِې اناري ده
په خوبونو ڪې ورڪیږم دتعبیر په لټه لټه
اوس لاهم تیروم درده ښه نو دا زنده ګي ده
ښڪلی ګرزي هر یو یار لري جوړه دي
او زما سره روانه قسم ستا تنهایي ده
چې عرب ترینه پر شا شول فلسطینه تنها نه یې
خدایه څه ظلم روان فلسطین یې قرباني ده
د بیـدار وردګ دمینې او لفظونو خیال جلا ده
نې سلام شته نه کلام شته وایه دا انډیوالي ده
ــــــــــــــــــ 1402/11/22
خپله جونګړه؟
ـــــــــــ غزل
هر څه غواړه غوښتنه ناروا و نه ڪړې
اې زړه هر ڪار کوه دا و نه کړې
د لیونتوب په خپل حد کې اوسه
ګوره د هر چا ملګرتیا و نه کړې
اې غنمرنګې زما خوا کې کینه
اې غنمرنګې کوم خطا و نه ڪړې
زما د هر ماښام یاران جودا دی
چې په یارۍ کې مې سودا و نه کړې
بیا به زما غوندې ته هم یار بایلې
پام چې خبره هیڅ ریښتیا و نه ڪړې
بیـدار دې بد ایسي ځه لاړه شه نو
چې خلڪو مخته بیا ژړا و نه ڪړې
ـــــــــــــــ1402/11/12
خپله جونګړه ؟
ــــــــــــــــــــ غزل
زړه ماتول بد کار دی زړونه ساتل لوی هنر
زړه زورول ظلم دی زړونه ګټل لوی هنر
دا له لمدو غوښو جوړ کله شي زغملای درد
زخم څیرل درد لري زخم ګنډل لوی هنر
توی چی شی د زړه له آه اوښکې په ګریوان دچا
زړه ژړول کفر دی زړه خندول لوی هنر
نه رغیږي هیڅ کله مات چي شي باور و زړه
کرکه شیندل لوی مرض مینه کول لوی هنر
اوس نو ورته مه ژاړه نه راګرځي وړمه ورځ
وخت ورانول څه معنا وخت پیژندل لوی هنر
نلري بیـدار اشنا د مینې هنر ده خلک
یار هیرول ظلم دی یار یادول لوی هنر
ـــــــــــــــ خپله جونګړه 💞👆🏼
ـــــــــــــــ غزل
ماته بښنه وڪړه زه په ژوند خطا لرمه
ډک له عیبونو ژوند زه په دنیا لرمه
په روی د ګران رسول الَلّهَ ماته بښنه وڪړه
زما خالقه ځڪه ګــــران رسول الَلّهَ لرمه
په تیرو ډیر یمه پیښمانه خو بیا نه راګرزی
ستا له درباره د مافۍ هم تمنا لرمه
زموږ لمنځ او سجدې خدایه چې څه ډول وی
د غذابونو بار تر هر چا ډیــــر تر شا لرمه
سترګې چې پټې ڪړم وژاړم زه خپل عمل ته
بیا په سجده شمه بیا وژاړم چې دا لرمه
ما په صِرَاطُ الّمُستَقِیّم ته برابر ڪړه ربه
بیـدار خوشحال یم چې ربه شوکر تا لرمه
ـــــــــــــــــــــ1402/11/6
خپله جونګړه کندهار
ـــــــــــــــ غزل
مینه دې وکړي او مینه دی بې کاره نشي
تر دغې مړ ښه دی هیڅوک دې بې یاره نشي
راشه نن ورڪړه خیرات دئ ستا دمینې تږی
په در وازه کی دی ولاړه هسې نه لاړه نشي
که ستا په سترګو راته ټول خلک سپکې سپورې وایي
زه وایم دا کاره بې نشې او بې خماره نشي
دلته دتن په وینو هر چا آزادي غوښتې وه
هسې ملګرو د شهید وینه بې لاره نشي
د پاکې مینې پر سر داغ دمینې پټ نه ساتو
هغه مئین نه دی رهی چې هم تر داره نشي
دمینې جرم لرم زه بیـداره هیڅ نه یم سړی
بې مینې خلک دې زما نه ډیر اوښیاره نشي
ـــــــــــــــ 2023:12:31
خپله جونګړه وردګ
ـــــــــــــــ غزل
تـــې مڪوه رقیبه د آشنا خبرې بیلې
زې ګورم په حیا ڪې د حیا خبرې بیلې
جانان په ڪوم محفل کې زما غیبت ونڪړ
د هغه خبرې ځانته خو زما خبرې بیلې
تا دې لمر مخته آینه سیخه نیولې
زه تاته اشارې ڪړم د دونیا خبرې بیلې
چې مینه شي پرې ماته ته هغه خبرې وڪړه
د مینې په مجلس یاره ستا خبرې بیلې
ڪه هر څو کوې سپڪې خو ماته ارزښت ناکې
صوفي خبر جلا ده دې ملا خبرې بیلې
بیــداره مین زړه هیڅوڪ نشي بدلولی
ستا هر انداز جلا خو د یو چا خبرې بیلې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ خپله جونګړه وردګ 1402/10/20
ــــــــــــ غزل
زه تا نه وینم ریښتیا راباندې ګران یي
اې لالیه تـــــر هر چا راباندې ګران یي
ڪه یو څوڪ ستا پوښتنه له ما وڪړي
ورته وایم چې ولا راباندې ګران یې
ستا په مینه زه قسم خورمه زړګیه
پټ پټ نه وایم رسوا راباندې ګران یې
محبت خو دې ریښتینو خلڪو کار ده
اوس ښڪاره ده خوا مخا راباندې ګران یي
کنجوسي ڪول په مینه ڪې شین ڪفر
ڪلڪې سپینې ڪړې ملا راباندې ګران یي
زه بیــدار ڪوم له ځانه ستاسره مینه
تر څلور کنجه دنیا راباندې ګران یي
ـــــــــــــ 1402/11/1
خپله جونګړه؟
ــــــــــــ غزل
ستاسې په کلی دی ډوب شوی ګوره لمر نشته
زما په نظر دهغې مستې بشر نشته
پام د کوڅې سپي دې تړه ګوره خالی لاس یم
خانه زما سره موده کیږي لښکر نشته
چې ستا دیدن ته به راتلم ګوره په منډه منډه
هغه جسد هغه چشمان صرف نظر نشته
ما چې به هر څوک په لیدل اوس ړندې شوې یاره
اوس خلک دا وایي له دې سړی خطر نشته
بیــداره زړه لرم او ګرزم مدام ښکلو پسې
ورپسې ګرزم ګورم داسې کوم اثر نشته
ــــــــــــــــ خپله جونګړه وردگ
د ملګرو په دعوت کولو سره پیسې وګټئ 👥
تاسو به د هر هغه چا لپاره 800 افغاني ترلاسه کړئ چې تاسو یې د خپل راجع کولو لینک له لارې بوټ ته بلنه ورکوئ.
🔗 ستاسو د بلنې لینک:
/channel/AFGHAN_PROFIT_BOT?start=r07914983105
ومې نه لیدو خپله یاره کله وي او کله نه وی
چیرې ورک مې دی نیگاره کله وی او کله نه وی
ستا دیدن د دولسمې سپوږمۍ وخیږې پنا شې
رانه تیر شی په تلواره کله وی او کله نه وی
ستا وجود مې مجوعه ڪړ له عطرو له امبرو
وي خوشبو مزېداره کله وی او کله نه وی
په نامه یې صدقه یم پر نامه یې زه ځاریږم
دغه جرم مې باداره کله وی او کله نه وی
په ښکلا یې خبر وکره د اخلاقو نامونه ده
د اخلاص خو دې بیداره کله وی او کله نه وی
ـــــــــــــ 2023:11 :3
خپله جونګړه ؟
څومره په یو دوه کې هیران شي سړی
په ځان په خپله هم تاوان شي سړی
سرزوری بده رانه بیا هم وشي
هیڅ دمنو ده چې دومره وران شي سړی
د څوک دې دچا نه په ژوند نشي جلا
بده ده ڪه دومـره بې ویجدان شي سړی
له ګناهو دې نوره تــــوبه اوباسي
خالق په لار بــــاید روان شي سړی
بیـــدار وردګه مینه کول پټه ښه وه
داسې هر چا ته بیابان شي سړی
ـــــــــــــــ 2023 : 11:23
ومې نه لیدو خپله یاره کله وي او کله نه وی
چیرې ورک مې دی نیگاره کله وی او کله نه وی
ستا دیدن د دولسمې سپوږمۍ وخیږې پنا شې
رانه تیر شی په تلواره کله وی او کله نه وی
زړه به مې وچوي بې پروا ولې یې
د زړګي درده نو دومره سِوا ولې یې
په زړه کافره ولې دومره دوکه دې راکړه
په زړه کافر دومره بې وفا ولې یې
عجیبه داده ټول پیږنې ما نه پیږنې
عجیبه داده چې زما د زړه باچا ولې یې
د هر نفرت سره دې خوږې ما څمره مینه ڪړې
خبره داده چې مَنګره ته زما ولې یې
هغه ویل مینه بیـداره چلاکی سره کیږي
په دې خبره ناخبر او نا اشنا ولې یې
ـــــــــــــــ 2023 :11 :4
ــــــــــــــــــ غزل
د ستا به نه وه خو زما خوښه وه
لالیه ستا به هـــــم دونیا خوښه وه
کوشش مې وکړ مګر را یې نه کړه
کاکا دستا لور مې ریښتیا خوښه وه
بې ځـــــایه نه یم لګیا دا هـــم منم
چې د مجنون به هم لیلا خوښه وه
ستا په پیزوان خبرې نه دی پکار
خو غاړه ګۍ بیخي زما خوښه وه
سا مې شوه بنده مخته نشوی درتلی
د وطن خــــــاوره مې بلا خوښه وه
بیـداره اوس مې ترینه کرکه راځي
ګني وفا خـــو زیاته ستا خوښه وه
ــــــــــــــــ1402/9/15
خپله جونګړه ؟
ـــــــــــــــ غزل
ته مـــــــو وساتې چپه مسلماني ده
د هغې او زمـــــا ښه مسلماني ده
ته پرهیز کوه د بـــــــــدو مسلمانه
خیال یې ســــاته همده مسلماني ده
څوک چې نه ڪړې بې ځایه زهیر کله
وروره وې مـــــــنه پوره مسلماني ده
ما ویل ماته غاړه راڪړه خدای لپاره
هغــــې وویل نـــه نـــه مسلماني ده
یو انځور به درنه واخلم ستا په خوښه
ګــــــرانه مـــکوه نو ده مسلماني ده
ستا خاطـر مې یاره هر څه کې ساتلی
کنه ستا خـــــــو عجبیه مسلماني ده
ستا چې خوښه وي کوه یې ته بیـداره
ستا مې خوښه ده ساده مسلماني ده
ــــــــــــــــ1402/9/15
خپله جونګړه کندهار؟