نوی ترنم 1402/8/18
جانانه په ولا چي مي زړګى پر تا مين دى
طالـبه محـترمه هر سـړى پـر تـا مـين دى
ترنم،. سیلاب درویش
شاعر،. عارف
#د_ترنم_خپرنځي_لخوا_وړاندي_کيږي
/channel/Taranumpublisher13
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
محترمو ملګرو له ډیره وخته وروسته ستاسو ګلونو په خدمت کی حاضر سوم
ستاسو له مینی مننه
مغرور خلک مغروري زمانی له ځانه تیر کړه
په صـبر او همـت باندي د هغو ملنـګانو
چي نه یی په پیسو نه یی په ظلم قناعت وو
نسکور کړو پری الله فاسد نظام د ظالمانو
اوس ګران افغانستان باندي یو داسی څوک حاکم سو
نړی دي پیژندلي په خــړ پـړو طالبانو
د ظلم د وحشت او بمبارونو په امان شو
وخت تیر سو د چاپی او د فلان د کافرانو
هم امن هم شرعي نظام او هر خوا خپلواکي سوه
شو خلاس مو ګران وطن د ها فاسدو خون خوارانو
عارف به پر سجده د شکر سر ږدي و الله ته
پوره چي ارمانونه سوه د کونډو یتیمانو
دجهاد لاره کي سټري مجاهده
استقلال او ازادي دي مبارک شٙٙه
ږغ: عزت الله کامران
شاعر: عارف ساجد
👇🏻👇🏻👇🏻👇🏻👇🏻👇🏻👇🏻👇🏻
/channel/qariAhrifSagid
•┈┈••✾•🌿🌺🌿•✾••┈┈•
محمدي عشق
مينه چي په زړه کي الهي وي څومره خوند وي
عشق چي ورسره محمدي وي څومره خوند وي
مينه د الله او د رسول سره يي خوند کوي
دى مينه کى هر څوک چي غازي وي څومره خوند وى
هغه څوک خوشحال به وي مدام غم به پرى رانسي
نوم چِ ي د الله پروت پر زړګي وي څومره خوند وي
هيره يي دنيا وي آخرت يي وي په فکر کي
څوک چي پر سپڅلي لار رهي وي څومره خوند وي
راز د محبت باندي چي پوه سي دنيا هيره کړي
دا چي ښکلى مخ يي جنتي وي څومره خوند وي
زړه کي د عارف چي هم دا مينه را ژوندۍ سي نو
بيا به نو دا څومره خوشحالي وي څومره خوند وي
👇👇👇👇
عارف ساجد
@qariAhrifSagid
بیا مسافره روژه دا بختوره روژه
راغله مؤمنه وروره د زړګي سره روژه
پکښي رحمت وریږي هم مغفرت وریږي
دروازي خلاصي پکښي هم د جنت وریږی
ښکلی ده ښکلی میاشته وروسته ی اختره روژه
لس یی د رحمت ورځی لس د مفغرت ورځی
اخیری لس یی د اُوره څه د خلاصیت ورځی
خپره دا ښکلی میاشته په لر او بره روژه
ښه بی لمانځنه کوو هم بی له زړه نه کوو
چي داسي نسي خالي یی تیرونه کوو
راغله پر ګران مجاهد هم پر سنګره روژه
مسلمه وروره وایم دا د غفران ورځي دي
خالي تری پاته نسی بیا د ارمان ورځي دي
چی درنه تیره نسي په نا خبره روژه
د قدر شپه یی ښکلی هره شیبه یی ښکلی
د روژه مات صحنه یی بیا تر هرڅه یی ښکلی
عارفه بیابه نسی راته ماسره روژه
عارف ساجد
@qariAhrifSagid
/ستا ښکلی جمـال/
عارف ساجـد
ښکلی دي جمال دی ستا ښکلا نلري څوک یاره
دی درستي دنیا کي حسن ستا نلري څوک یاره
رب یي پیدا کړی پاک له هر عیبه حبیبه
ستا په څیر اخلاق داسي زیبا نلري څوک یاره
ستا د ښکلي مخ رڼا خپره چي پر دنیا سوه
ختمي سوي تیاري داسي رڼا نلري څوک یاره
ورک سو جهالت د ورورولی فضا را وړاندي سوه
دا ښکلي دعوت خو بیله تا نلري څوک یاره
هغه چي به کاڼو بوټو تا لره سلام کوی
ټوله کائنات مین پر تا نلري څوک یاره
ستا یم امتي خپل امتیانو کي مي شمار کړي ته
غواړي شفاعت عارف رشتیا نلري څوک یاره
👇👇👇👇👇
@qariAhrifSagid
ښکلی ویډيو ترانه 📹
سره یو ځاي چی دا نن د مدرسی ملګرو
خدای خبر دی بیا څوک پاته وی دلي ملګرو
اواز | ملا حمد الله عرفان
شاعر | عارف ساجد
قهرمانه مشره
عارف ساجد
زموږ سپیڅلی او منلی قدردانه مشره
رب دي ساته له هر خطره قهرمانه مشره
ملا برادره ای دلبره نړی و پیژندی
ښکاري دا ښکلی امارت په تا ودانه مشره
ستا و همت او شجاعت وه حوصلی ته سلام
د څښتن فضل وو مات نکړلی زندانه مشره
ستا ترحم او شفقت او دا سپیڅلی کردار
د جهاد پالو شازلمیو د زړو توانه مشره
دخدای نصرت او ستا زیار اودقطر مرستیالان
چي کفر مات سو شرمنده سو پر جهانه مشره
عارف دي تل د ربه غواړي بریالی اتله
ستر قدرتونه دي مات کړي په ایمانه مشره
👇🏼👇🏼👇🏼👇🏼👇🏼
/channel/qariAhrifSagid
..صلی الله وعیله و صحبه وسلم..
زړه مي مین دی پر حبیب د پاک الله باندي
درود سلام دي وي پر ګران رسول الله باندي
هغه چي کاڼو بوټو هم ورته سلام کوی
هر صحابي چي یی په مینه احترام کوی
هغه تر ټولو چي وو ښکلی پر دنیا باندي
سولي چي ختمي په راتلو یی د ظلمت تیاری
ورسره ورکي سوی هم ها دجهالت تیاری
لو خوشحالي راغله پر کور د عبدالله باندي
د ترحم او شفقت یی څوک مثال نلري
په ښو اخلاقو کی جانان هم بل یو سیال نلري
سول یی ښایسته ټوله دنیا د مخ ښکلا باندي
د دین خدمت لپاره ی وړي تکلیونه ډیر
ورباندي راغلل هم بی شمیره زحمتونه ډیر
طوفان یی راویست لات منات عبادتګاه باندي
نازک بدن چی یی په وینو باندي رنګ سو
د سر له وینو څاڅکۍ پښو باندي یی شرنګ سو
عضب یی دفع کړو شروع سو په دعا باندي
عارفه هغه چي یی خپل د ګران امت لپاره
د زنکدن شیبوکي غوښتۍ وو راحت لپاره
پــه امتی امتی مبــارک صــدا باندی
نسته د پخوا پشان خوښی دلته
ځکه چی هغه خواږه یاران نسته
تللی ســنگرو او محـــفلونو څه
تیر سو دماضی په شان دوران نسته
اخ زموږ له څنگه ښه یاران بیل سوه
لاڔه تر حق دین سوله قربان بیل سوه
زڔونو کی مو تل راته راگرځی بس
بس راسره نور دغمو توان نسته
مسته خوشحالی چی وه اوس نښکاری
اوس د ژوند وختونه ټول ترخه ښکاری
اوس د ژوند شیبی داسی دردمنی دی
ځکه زخمی زڔونو ته درمان نسته
سته د رب رضا په تکلیفونو کی
هم په کڔاوو او زحمتونو کی
وڔو به په هر رنگ تکلیف پر ځان باندی
دی لار کی مو هیڅ سپما د ځان نسته
دار دی که زندان دی که زخمونه دی
دا د رب د لــوری رحــمتونه دی
خدای به په دی ټولو کی عوض درکڔی
په ابدی ژوند کی مو زندان نسته
غواڔمه د لوی څښتن رضا غواڔم
وروسته یی تر هر لمانځه دعا غواڔم
پټ یی په رضـا کی جـــــنتونه دی
د عارف دنیا کی بل ارمان نسته
👇🏼👇🏼👇🏼👇🏼👇🏼
@qariAhrifSagid
::اختر::
اختـــر راغـی بـیا په غیــږ د ازادی کي
لمانځل کیږي نیم په غم نیم خوشحالی کي
د شهیـد جانان ارمـان تر خاورو لاندي
اخ چی نسته نن د کلي په خوښۍ کي
بس د اوښکو لوند گریوان تر هدیری ځي
د زڔه صبر خو یی نسته په مورکۍ کي
دســـمـالـونه بیـرغــونــه یـی تــر قــبر
مورکۍ وڔي بس د اختر ورځي لومڔۍ کي
ازادۍ دا سـتا لپـاره چـي قربان سول
شریعت چي یی ارمان وو زندگۍ کي
د .عـارف. زڔه د دردونـو سر چینه ده
هیڂ په ځان باندي پوه نسو په ځوانۍ کي
👇👇👇👇
/channel/Arefsajed
دلته ارمانونه امیدونه خاوري خاوري وه
دلته مو نازک تنکي ګلونه خاوري خاوري وه
دلته مو مسجد سره امام خاوري حجره خاوري
دلته د وطن ټول دیدالونه خاوري خاوري وه
دلته انقلاب وو بمبارونه وه چاپی به وی
ږغ به د بنګنی زلزلی او توري شپی به وی
دلته دزلمیو ارمانونه خاوري خاوري وه
دلته موږ تر خاورو او تر ریګو ژوندي لاندي سو
هیڅ امکان یی نه وو چي له دی ځایه د باندي سو
دلته په لاسو کي ولچکونه خاوري خاوري وه
دلته زندانونه زولنی وی او ظلــمونه وه
بیا به د قاضیانو فیصلی وی او حکمونه وه
دلته د مظلوم غوښی هډونه خاوري خاوري وه
دلته د شرعي قانون خلاف کفري قانون جوړ وو
دلته یی د صلحِ په نوم خپل مینځ کي تړون جوړ وو
دلته به هم زموږ خوښۍ ودونه خاوروي خاوري وه
مات نسو که هر څومره حالات وه کړکیچن دلته
نسي اوسیدای غیرتي خاوره کي دښمن دلته
دلته یی د شل کاله ظلمونه خاوري خاوري وه
دلته اوس الحمدلله هغه سور ښامار نسته
نه یی ده جاري د ظلم سلسله غدار نسته
ولیدل عارف چي یه ټانګونه خاوري خاوري وه
د جهان ښکلي و تاته نه رسیږي
محمده ستا شکلا ته نه رسیږي
ذوالجلال یی پیدا کړی ته له نوره
تیاری ګاني ستا ړنا ته نه رسیږي
ستا د سترګو د لیدلو په ارمان یو
خو دا لویه بریا چاته نه رسیږي
چي د ژوند سختي شیبی کي دي هیر نکړو
نو اُمــت ولي بریا ته نه رسـیږي
شي قربان دی لتا مور او پلار مي دواړه
ولي زړونه و دوا ته نه رسیږي
دعارف پر زړه ارمان ستا د روضی دی
چي دا ولی تمنــی ته نه رسیږي
دجانان شفاعت ته خوهسي هم اړیو
نوددرودونوتحفې ورولېږئ
الهم صلي علی محمدوعلاال محمدکماصلیت علاابراهیم وعلاال ابراهیم انک حمیدمجید
دجهاد.لاره.کى.ستړى.مجاهده
استقلال.او.ازادى.دي.مبارک.شه
تکليفــونه.زحمــتونه.دي.قبــول.شه
په.هيواد.کي.خپلواکى.دي.مبارک.شه
دنړى.هــغه.راغلـي.ميلـمانه.اوس
ځي.خپل.کډي.باروى.دى.مبارک.شه
اى.اولسه.ستا.د.زړه.ټکورچى.راشى
بيا.دا.ستره.خوشحالي.دى.مبارک.شه
اى.وطنه.چى.دى.را.د.غرو.بازان.سي
په.ښايست.کي.يکتاهي.دى.مبارک.شه
چي.ودان.محراب.ممبر.او.مدرسى.وى
اى.عارفه.دا.هستي.دي.مبارک.شه
👇👇👇👇
@qariAhrifSagid
جانانه په ولا چي مي زړګى پر تا مين دى
طالـبه محـترمه هر سـړى پـر تـا مـين دى
ته ښـکلى يـي صـفا دي عقـيده لکه هنداره
ګلاب خو دي ملګرى دى اغزى پر تا مين دى
نـظر مـشى لاليه د سـنګر په خـواکي ورکه
ښايسته ښکاري په تا مازديګرى پر تا مين دى
مظلوم او زوريدلى اولس ستاسترګي په لار دى
که زوړ دى او که ځوان که کوچينى پر تا مين دى
قربـان شـمه لـتانـه اى د خـړ سنـګر ملـنګه
هم ته يي دياقوتو سپين غمى پر تا مين دى
عارفه ستا په شعر کي طالب طالب ښکلا دى
عارف څه چى د هر کلي زلمى پر تا مين دى
👇👇👇👇👇 /channel/qariAhrifSagid
استقلال او ازادي راځي تر کلي
بیا به هر ستړی غازي راځي تر کلي
د ها تورو غرو ملنګ به هم هوسا سي
بس به لویه خوشحالي راځي تر کلي
ها د تور زندان تیارو کی چی ولچک دي
توری شپی به ماتوي راځی تر کلي
رنګ به راوړي پاکي ویني د زلمیو
سپین بیرغ به رپوي راځي تر کلي
د اشغال ټغر ور ټول سو مخ یی تور سو
طالب ځان را رسوي راځي تر کلي
د امید پر لاره ناست یو انتظار کړو
چی مو درد دوا کوي راځی تر کلي
د عارف پر زړه ځانګړی تمنی وه
اوس یی رب پوره کوي راځي تر کلي
@qariAhrifSagid
عارف ساجد
نوي او په زړه پوري ترانه
کسر
سره یو ځای چی یو دانن د مدرسی ملګرو
بیا خدای خبر دی چی څوک پاته وی دلی ملګرو
اواز ملا حمدالله عرفـان
شعـر عارف ساجد
👇🏽👇🏽👇🏽👇🏽👇🏽
اخ رانه ملګري نادرک سوله
ولاړه شهیدان سوله یا ورک سوله
کړه رانه راګیر د تور زندان پنجرو
بس په ځنځیرونو کي ولچک سوله
اخ دا انقلاب څومره ناځوانه دی
ډیر وخت وي ښایسته ګلو ته څرک سوله
موږ یی د فراق او غم توان نلرو
تیر چي د شهادت پر مسلَک سوله
وخت چي مازدیګر سي او تازه سي بس
زړونه په دردو کی مو نازک سوله
ښکلي د حجری او د سنګر یاران
بس ورپسي زړونه سم دم ترَکْ سوله
ورک سی انقلابه خدای دي ختم کړه
د عارف دا توري اوس سبک سوله
👇👇👇👇👇
@qariAhrifSagid
خیرالبشره
عارف ساجد
په دواړو جهانونو کي اعلا خیر البشره
اول هم آخرین یی مصطفی خیرالبشره
قربان دي له نامه شم محمده محمده
د هر زخمي مأیوس زړګی دوا خیرالبشره
امام المرسلین یی نبوت درباندي ختم
مبعوث د رب د لوري یی آقا خیرالبشره
درود او سلامونه چي مدام درباندي اوري
تابع یو د پاک قول د مولا خیرالبشره
چي ستا د شنی روضی دیدن یو ځل راته نصیب سي
هم دامي د ژوند ستره تمنی خیرالبشره
چي درشي امتیان یوم الحساب کي ګرانه حبیبه
غمخور د خپل امت یی په رشتیا خیرالبشره
عاجز خوار امتي دي شفاعت غواړی میزان کي
داهیله د:عـارف:په هــره سا خیرالبشره
👇🏼👇🏼👇🏼👇🏼
/channel/qariAhrifSagid
د زړونو ماتول آزارول مي عادت ندي
چي چا یمه هیر کړی هیرول مۍ عادت ندي
په خپله صفا نیت لرم دچا پروا هم نکړم
خو چاته هم په بد نظر کتل می عادت ندي
متل د پښتنو دی تر منزل نه رسي کوږ بار
یاری کي د مطلب پوره کول مي عادت ندي
حسد بغض او کینه په زړه کي کله ګرځومه
پر لاره تکبر کي ګرځیدل مي عادت ندي
ملګری رانه غواړي ښکلاګانی مینه مینه
خو ځان ترینه بی میني تیرول مي عادت ندي
اخلاقی حسنه له ربه نور هم غواړم ځکه
عارف د خپل ملګرو بیلیدل مي عادت ندي
👇🏼👇🏼👇🏼👇🏼
/channel/qariAhrifSagid
الهي مـینه
عارف ساجد
د ژوند په سپینه لاره دي روان فدایان
ځاریږي تر سپیڅلي سپین قرآن فدایان
خلیل غوندي ور دانګي تر لمبو پروا یی نکړي
په مینه کي د پاک رب لیونیان فدایان
ټغر یی د اغیارو د بارودو په زور ټول کړی
نصرت د لوی څښتن زور د ایمان فدایان
ټوټی ټوټی وجود چی د الله حضور ته یوسي
قبول دی کړی الله رب المنان فدایان
په اور دځان سوځل خو محبت غواړی ملګرو
یو څوک دی چي تر ټولو ورته ګران فدایان
عارفه که دي زړه کی الهی مینه پیدا سوه
کړی دا فاني دنیا به تری قربان فدایان
👇🏼👇🏼👇🏼👇🏼
/channel/qariAhrifSagid
والله چي د داسي ابدي ژونديو ارزښتونو ګلابونو په ليدلو مي روح تازه کيږي او بې حده خوشحاله کيږم بل کيف وي راته
دا هغه شخصيتونه دي چي د نړی د ټولو سرکښو مغرورو زورواکو سره يې مقابله وکړه او او ورسره بوخت دي الله عزوجل دي د تلليو قرباني او ټوټه ټوټه اندامونه قبول کړي او د نورو استشهادي ګلونو شمېر دي الله ډير کړي او خپل هدفونو ته الله عزوجل ورسوي او ارمانونه دي الله پوره کړي،،
د حيدري جانان د خواږه ترنم اثر لرونکي ږغ سره مطابق داسي د استشهادي ګلونو ويډيوي کليپونه جالب خوند راکوي
او دا ويډيو مي له ډېره وخته وړاندي ليدلې ده او په خوند يې والله که مړېږم