څه چي یې هماغسي واوسه! که د چا نه خوښېدې ، هیڅ پروا نه لري؛
ځکه دا ژوند خو څه مجسمې جوړولو فابریکه نه ده!
👤 چه ګوارا
فیصل ځلاند صیب یو با احساسه او ملتپال خبریال دی؛ پرون یې د پنجشیر په اړه یو رښتونې راپور جوړ کړ د ټول اولس زړونه یې وګټل.
او د بګیل فراري ټامیانو ټولې دروغجنې چیغې او ډنډورې یې پکې رسوا کړې.
داسې خبریالان دې ډیر شي، چې حقائق ټولنې ته وړاندې کوي، نه هغه کرایه شوي خبریالان چې یوازې پردو ګټو ته ژمن وي، نه د هیواد او نه د اولس په کیسه کې وي.
😍🤞
/channel/+IweqVyEYIL9lMDI1
د تازه خبرونو،اسلامي او جالبو معلوماتو لپاره له حبيب الرحمن منصور سره يو ځای شئ.👇
@mansoorjaan
Check out Hafiz mansoor (@HafizMansoor76): https://twitter.com/HafizMansoor76?s=09
Читать полностью…زغم ولرئ!
وخت به ضرور دا ثابته کړي
چې د الله ﷻ فیصلې زموږ
تر غوښتنو غوره او ښې دي..!
#حافظ_منصور
د ځینو طبیعت لکه پسرلی
یوه شېبه باران یوه شېبه لمر،
څوک نه پوهېږي؛
چې د څه ډول چلند هیله لري..!
#حافظ_منصور
#حقيقت
#خبره
د ژوند تر ټولو #ستره بريا
او ستر #منصب رب العلمين
ته په #سرټيټۍ کې نغښتی دی!
#حافظ_منصور
#حقيقت
#ډیزاين
#بيړه
يو زلمی استاد ته ورغی او ورته ويې ويل
زه غواړم په دې کسب کې استاد شم ، څومره وخت ته ضرورت دی؟
هغه ورته وويل: لس کاله!
زلمي وويل: که زه شپه ورځ زحمت وباسم ،
سهار ډېر وخته راشم ،ماسخوتن ډېر ناوخته ويده شم،د جمعې په ورځ هم کار وکړم، بيا به په څومره وخت کې استاد شم ؟
استاد ورته وويل : شل کاله !
#مطلب
د انسان لپاره مناسبه ده چې تل عادي واوسي، په هر کار کې له صبر او حوصلې کار واخلي او بې ځايه بيړه ونکړي ځکه چې انجام يې پښېماني ده !
#تاسو_ورنه_څه_درک_کړل؟
د قرانکريم دا
زړه راښکونکی تلاوت
ضرور واورئ
تر څو مو د زړه زنګونه صفا شي!❤️
@Qarihabib
ښځه د کالو خرڅولو دوکان ته ننوتله، ناګهانه یې پر فقیر سترګې ولګېدې چې د ښیښې له هاخوا کالو ته ګوري.
ښځې فقیر سړي ته ور غږ کړه چې دوکان ته ورشي او د دوکان دخاوند څخه يې داخل ته د فقیر د ورتلو اجازه وغوښتله، فقیر سړي ته یې اجازه ورکړه چې د خوښې کالي وټاکي.
فقیر سړي دوې جوړې کالي خوښ کړه، د ښځې څخه یې ډېره مننه وکړه او پر خپله لار ولاړ.
ښځه کاونټر ته ورغله چې د خپلو زامنو او فقیر سړي د کالو پیسې ورکړي، څه ګوري چې چیک یې سپین راووت، فقط دا جمله ورباندې لیکل شوې وه:
موږ داسې د حساب ماشین نه لرو چي د انسانیت ارزښت محاسبه کړي.
@QariHabib
له وچو شونډو دې قربان شم ځوانیمرګه یاره
تنده دې ماته په جامونو د کوثر شه ورشه
#تقبله الله
تاسو د رینډي جیفري اړوند کیسه اورېدلي؟ چي کابو 800 بچي لري/ امریکايې تمدن
مای ایمان
لوی اختر مو مبارک او بختور شه !
عبادات ، طاعات ،حجونه او قربانۍ مو د لوی خدای جل جلاله په دربار کې قبولې او منظورې
شه ، رب دې دا اختر په وطن کې د امن او سولې اختر وګرځوي!
#حافظ_منصور
هره ستونزه ، تکليف او مشکل مو له خدای جل جلاله سره شريک کړئ، او د نجات دعا ورته وغواړئ، ان شاء الله چې هره ستونزه او مشکل به مو حل شي؛ ځکه چې الله تعالی د مشکلاتو حلونکی دی؛ هر څومره غوښتنې چې لرئ ، له خدای پاک يې وغواړئ ځکه چې هغه په غوښتلو خوشاليږي او ستاسو د غوښتنو په پوره کولو سره د هغه په خزانو کې هېڅ کمی نه راځي!
#حافظ_منصور
والدين او اهل بيت او اقارب مې
ټول ديار مې صدقه له محمده
صلی الله عليه وسلم ♥️♥️♥️
#حافظ_منصور
هر انسان عیب (نمګړتیا) لري
او غلطي ترې کېږي!
هېڅکله د یو چا ۹۹ ښېګڼې
په یوې اشتباه مه هېروئ!
#حافظ_منصور
#ملګرتيا
#ډيزاين
#د_خوښۍ_ګلان
پر تقدير خوښېدل د ايمان له ګلانو څخه يو داسې ګل دی چې په دې سره انسان تر لوړو پوړيو رسېدلای شي او د انسان عقيده او يقين پدې سره غښتلتيا مومي!
او بشپړه بنده ګي همدا ده چې د الله تعالیﷻ له لوري پر راغلې پرېکړه بشپړه خوښي ښکاره کړي..😊
ځکه که مصيبت نه راتلای نو درجې به پر څه لوړېدای؟
او که د مصيبت پر مهال هغه څه کېدای چې ستا زړه يې غواړي
نو بيا دصبر توکل څه معنا؟
او له دعاء سره ملې اوښکې به له سترګو په څه توېدای..!
#حافظ_منصور
#د_چنکاښ_دوهمه_د_پيرمحمد_کاروان_ورځ
د ستر کاروان د ستاينې الفاظ له موږ سره نشته ، خو بايد په ژوندوني يې قدر وشي، مينه ورکړل شي او وستايل شي، د پس له مرګه د ستاينې رواج بايد نور ختم کړل شي!
د کاروان صيب دا بيتونه درسره ولولئ!
دا په کاروان څۀ شوي چې ښکلي اوس په ګل ولي
دۀ خو د بلبل غوندې ایله د نغمو چارې کړې
*
خلک وایي چې نغمې یې په سلګو دي
له چناره راپرېوتی یې ژوندی شه
*
تۀ چُپ شه چُپ شه چُپ شه چې جانان کوي خبرې
د مینې د پښتو او د ایمان کوي خبرې
د کوم یوۀ خوږې دي ګرانه تۀ خو پرې پوهېږې
چنار کوي خبرې او کاروان کوي خبرې
*
زۀ به مّین شم زۀ به راز د یارانې ووایم
که سوله راغله زۀ به شوخې ترانې ووایم
*
هغه شېبې تېرې شوې چې تابه راته وویل
واچوه لاسونه مې په غاړه کې د هار غوندې
موټي کې دې کاڼی ؤ که ګل ؤ خبر نۀ ومه
لاس دې ؤ تاو کړی زما ویشتو ته د وار غوندې
*
نۀ ملنګ پسې خفه یم نۀ باچا پسې خفه یم
زۀ یې نوم اخېستی نۀ شم داسې چا پسې خفه یم
یؤ جانان، جانان سرور ؤ یؤ شاهین د کوهي طور ؤ
ما په ګل ویشتی منصور ؤ اوس والله پسې خفه یم
*
راشه د رحمت بارانه ښار اخېستی اور دی
ژوند لکه د کلي د چنار اخېستی اور دی
راشئ زما اوښکې ورله یوسئ بلبلانو
سوځي درنه ښکلي لالا زار اخېستی اور دی
نۀ یې د چا لاس لکه امېل له غاړې تاو شو
غاړه کې یې خپل د غاړې هار اخېستی اور دی
وچې شونډې ګرځئ بدبختانو میخوارانو
اوښکې د انګور وسوې انار اخېستی اور دی
*
له چا نه به د عقل او د هوش خبرې واورو
باچا شراب خوړلي دي ملنګ دي بنګ وهلي
*
لاس مې په تا نۀ دی لګېدلی
تاسره مې زړۀ دی لګېدلی
ښکل به کړمه ستا اواز که ومې لید
دومره په ما ښۀ دی لګېدلی
نن چې تکې سرې د کاروان سترګې دي
ستا په کې باڼۀ دی لګېدلی
***
تۀ پاچا یې وبښه که خوښ دې نۀ شو
د کاروان څۀ ملنګي غوندې انداز دی.
#حافظ_منصور
#بدبینه سړی هغه څوک دی
چې د هرشي په #بیه پوهیږي،
خو د هیڅ شي په #ارزښت نه پوهیږي..!
#حافظ_منصور
#خبره
#ډيزاين❤️
کله چې ګيلاس ته تر اندازې زياتې
اوبه ورواچوې، نو اوبه له ګيلاسه تويېږي؛
په دې ګيلاس ندئ ملامت ؛ ملامت ته یې چې تر اندازې ډېرې اوبه ور اچوې.!
#مطلب
کم اصل ته ترحد زيات عزت
او درنښت ورکول...
خپل ځان سپکول
او وخت ضايع کول دي..!!
#منصور
#ډيزاين
ولیکه ظالمه ستا پرې څه لګي
نوم د محمد په هر چا ښه لګي
صلی الله عليه وسلم
په مینه یی ولیکئ محمد صلی الله عليه وسلم ❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️
نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي:
الله تعالی دا درې خويونه ستاسو لپاره نه خوښوي؛
۱ - بې ځايه خبرې کول
۲ - د مال ضايع کول
۳ - ډېر سوال کول
(خيرات غوښتل)
صحيح البخاري
#بښنه_کوئ
#تر_بيا_دخدای_پامان
#درسونه
#ديني_درسونه
#مصرفيات!
❤️