ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ژبی باطله چالاکی او فصاحت
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ژبی باطله او فاسده چالاکی او باطل فصاحت دی چه د خپلی ژبی د صفائی او چالا کی دوجی نه یو حلال څیز د خلکو په نظر کی حرام ښکاره کړی او یو حرام څیز د خپلی ژبی د چالاکی په وجه باندی حلال ښکاره کړی. یو بهترین انسان د خپلی ژبی د چالاکی په وجه د خلکو په نظر کښی بد ترین انسان معرفی کړی، او بد ترین انسان د ژبی د صفائی په وجه باندی بهترین انسان ښکاره کړی، د ډیر فصاحت د غرور او مستئ خبری دخلی نه راکاږی او په خپلو خبرو کی داسی قوت پیدا کوی چه هر څه ځان ته داسی راتاوه وی لکه غوا چه واخه په خپله خوله باندی خوری.
(۱)-د ژبے باطل فصاحت سره د الله بغض:
د عبد الله بن عمرو بن العاص رضى الله عنه نه روایت دی چه هغه فرمائی : رسول الله ﷺ فرمایلی دی : بیشکه الله د هغی بلیغ سره بغض لری چه هغه د خبرو په اداء کولو کښی داسی په تکلف سره چالاکی کوی او دا ژبه د ډیر فصاحت او چالاکی د وجی نه په غاښونو کښی اړوی او داسی ئی راتاوه وی لکه څرنګه چه غویی د ګيا د خوراک په وخت ژبه د ګیا نه را تاوه وی.(اخرجه احمد ابوداود ترمذی)
(۲)-د ژبی د باطل فصاحت سره د الله د نبي بغض:
جابر رضى الله عنه فرمائى رسول الله ﷺ فرمایلی دی : بیشکه ډیر محبوب په تاسو کښی ماته او ډیر نزدی ماته په مجلس کښی په قیامت کښی هغه کسان دی چه هغوی ښائسته اخلاق لری.
او ډیر مبغوض په تاسو کښی ماته او ډیر لری په ستاسو کښی زما نه په ورځ د قیامت هغه کسان دی چه هغوی د خبرو باطل فصاحت او چالاکی لری. هغه کسان چه په تكلف سره ډیری خبری کوی د حق نه ووځی. او هغه کسان چه په بی احتیاطی سره په خپلو خبرو کښی ډیره چالاکی کوی او خلکو پوری استهزاء کوی او هغه کسان چه هغوی د ډير تكبر د وجی نه په ډکه خوله خبری کوی
صحابه کرامو وویل : مونږه خو ثرثارون او متشدقون پیژنو خو متفيهقون څوک دی ؟
هغه وفرمایل : هغه کسان چه هغوی تکبر کونکی وی.(اخرجه الترمذى: ۲۰۱۸، وحسنه الشيخ في صحيح الجامع، ٢٢٠١، والصحيحه: ۷۹۱)
د بيان صفائی او چالاکی د منافقت شعبه ده:
د ابو امامة رضى الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی : رسول الله ﷺ فرمایلی دی : حيا او د ژبی چاړاتوب او پڅ والی دواړه د ایمان شعبے دی،او فاحشی خبری کول او بیان یعنی ډیری خبری کول او د خبرو چالاکی دواړه د منافقت شعبی دی).(رواه الترمذى: احمد، والحاكم،صححه الألباني في صحيح الجامع الصغير)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژیے عبادتونه او گناهونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دویده کیدلو په وخت کې دنبی صلی الله عليه واله وسلم طريقي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۹)-اللَّهُمَّ خَلَقْتَ نَفْسِيْ، وَأَنْتَ تَوَفَّاهَا لَكَ مَمَاتُهَا وَمَحْيَاهَا ، إِنْ أَحْيَيْتَهَا فَاحْفَظْهَا، وَإِنْ أَمَتَّهَا فَاغْفِرْ لَهَا، اَللَّهُمَّ إِنِّيْ أَسْأَلُكَ الْعَافِيَةَ:
اے الله زما نفس تا پیدا کړی ، اوته ئی وفات کوی، مرگ اوژوند ئی هم ستاپه لاس کښی دی که ژوند دی ورکړو نو حفاظت کی وکړه ، او که وفات دی
کرونو بخښنه ئي وکړه ، الله زه تانه دعافيت سوال کوم .
مسلم : ٣٤٨/٢ رقم : ٧٠٦٣]
فضیلت : عبد الله بن عمر رضى الله عنه يوسرى ته حكم وکړو چه کله دخوب دپاره ارخ لګوى نو دادعاء وائيه ، هغه کس عرض وکړو چه تا دا خبره دعمر رضى الله عنه نه اوریدلی ؟ هغوی و فرمائیل بلکه د عمرنه بهتر یعنی پخپله درسول الله صلى الله عليه وسلم نه می اوریدلی...
(۲۰)-دخانسته خوبونو دلیدو دعاء
اَللَّهُمَّ إِنِّيْ أَسْأَلُكَ رُؤْيَا صَالِحَةً، صَادِقَةً غَيْرَ كَاذِبَةٍ، نَافِعَةً غَيْرَ ضَارَّةٍ .
ترجمه : اے الله زه تانه د خائسته او ریشتینی خوبونو سوال کوم ، چه دروغ جن او ضرری نه وی ، بلکه نافع وی .
ابن السني : ٧٤٣ صحيح موقوف على عائشة
فضیلت : د عائشى رضي الله عنها نه منقول دی چه هغی به کله دخوب اراده وکړه نودادعا، به ئي كوله.
دپیغمبر صلی الله علیه په طریقو کی ددنیا او اخرت کامیابی ده
دخوب مسنون ذکرونه خو دخوب باره کی بیخی زیاد دی مونږ دلته په همدغه ۲۰نبوی سنتونو باندی لیکنه بس کوو.
الله جل جلاله دی مونږ ته پری عمل کول آسانه کری
نوت راتلونکی موضوع به مو دا وی (دخوب نه را بیداریدلو دعاګانی)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دخوب سنت (۶)-آخره برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی ۲۰۰۰سنت عملی کړه.دمسنتدو اذکارو او دعاګانو فضائل او فواید.مسنون مستند ذکرونه او دعاګانی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دویده کیدلو په وخت کې دنبی صلی الله عليه واله وسلم طريقي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۳)-اَللَّهُمَّ قِنِيْ عَذَابَكَ يَوْمَ تَبْعَثُ عِبَادَكَ
يا الله ما په هغه ورځ دخپله عذابه وساته په کومه چه ته خپل بندگان
را پورته کوی .
[صحيح : الترمذى ١٤٣/٣ الكلم الطيب (۳۷)، (۳۹) ابن حبان (۳۳۱/۱۲رقم ٥٥٢٢]
فائده : حذيفة رضي الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم به کله دویده کیدو اراده وکړه نو ښی لاس به ئي دمخ لاندی کیښودو او بیا به ئی دا دعاء ووئیله.
(۱۴)-بِاسْمِ اللَّهِ وَضَعْتُ جَنبِيْ، اَللَّهُمَّ اغْفِرْ لِيْ ذَنْبِي وَاخْسَىْ شَيْطَانِيْ وَفُكَ رِهَانِيْ، وَاجْعَلْنِيْ فِي النَّدِيِّ الأعلٰى.
دالله په نوم می ارخ ولګولو ، يا الله ماته زما ګناه معاف کړی ، او شيطان رانه و شری ، او داور نه می ازادکری ، اود انبیاو او فرشتوپه مجلس کښی می شامل کړی .ابو داود : ٥٠٥٤، حديث صحيح]
فضيلت : أبو الأزهر الأنصاري رضي الله عنه فرمائی: چه رسول الله صلى الله عليه وسلم به کله دشپی څملاستو دپاره دده واچوله نو دادعا به ئی ووئيله ، او دا جامع دعاده ځکه چه پدی کښی د ګناهونود مغفرت ، شیطان نه دحفاظت ، جهنم نه دنجات ،اوملاً على یعنی آخرت کښی په اعلی مقام کښی دشمولیت سوال دی.
(۱۵)-د ټول مخلوق برابر دالله تعریف کول:
اَلْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِيْ كَفَانِيْ وَآوَانِيْ وَأَطْعَمَنِيْ وَسَقَانِيْ وَالَّذِيْ مَنَّ عَلَيَّ فَأَفْضَلَ، وَالَّذِيْ أَعْطَانِيْ فَاَجْزَلَ، الْحَمْدُ لِلَّهِ عَلَى كُلِّ حَالٍ، اَللَّهُمَّ رَبَّ كُلِّ شَيْءٍ وَمَلِيكَهُ وَإِلَهَ كُلِّ شَيْءٍ، اَعُوذُ بِكَ مِنَ النَّارِ .
ابو داود رقم : ٥٠٥٨ ، وشرح السنه : ١٠٦/٥ - والنسائي في عمل اليوم والليلة : ۷۹۸ حدیث صحیح، البانی
فضیلت : رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائی : څوك چه بستری ته راشی اودا كلمات ووائی ، نوده دټول مخلوق برابر دالله تعريف وكړو ( یعنی د ټول مخلوق د تعريف برابر اجر به الله وركړى)...
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دخوب سنت (۴)-برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی ۲۰۰۰سنت عملی کړه.دمسنتدو اذکارو او دعاګانو فضائل او فواید.مسنون مستند ذکرونه او دعاګانی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دویده کیدلو په وخت کې دنبی صلی الله عليه واله وسلم طريقي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د أوده كيدو ذكرونه او د عاګانی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۶)-اللَّهُمَّ بِاسْمِكَ أَمُوتُ وَأَحْيَا
اے الله ! زه ستا په نوم مر کیږم او ژوندی کیږم.
بخاری ٩٣٤/٢ - مسلم ٣٤٨/٢
فائده : د حذيفة رضي الله عنه نه روایت دی فرمائی : چه رسول الله صلى الله عليه وسلم به کله دشپی څملاستو دپاره ډډه واچوله نو لاس به ئی دمخ لاندی کیښودو او داد عابه ئي ووئيله .البخاری
(۷)-اللَّهُمَّ أَسْلَمْتُ نَفْسِي إِلَيْكَ وَوَجَّهْتُ وَجْهِيْ إِلَيْكَ وَفَوَّضْتُ أَمْرِيْ إِلَيْكَ وَاَلْجَأْتُ ظَهْرِيْ إِلَيْكَ رَغْبَةً وَرَهْبَةً إِلَيْكَ ، لَا مَلْجَأَ وَلَا مَنْجَاَ مِنْكَ إِلَّا إِلَيْكَ ، آمَنْتُ بِكِتَابِكَ الَّذِيْ أَنْزَلْتَ وَبِنَبِيِّكَ الَّذِي أَرْسَلْتَ
ترجمة : اى الله ! ما خپل ځان تاته وه سپارلو ، او خپل کارمی تاته حواله کړو ، او خپل ځان می تاته متوجه کړو او خپله شامی تاته تکیاکره ستا د رغبت او خوف دوجهی نه . نشته ځائی دپناه او خلاصی مګرتاته، ایمان می راوړی په هغه کتاب چه تا نازل کړی ، او په هغه نبی چه تارا لیګلی .
فضيلت : د براء بن عازب رضي الله عنه نه روایت دی فرمائی : چه ماته رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمائيل کله چه ته دخوب ځای ته راشی ، نواول به دمانځه په شان اودس به وکړی ، بیا به په ښی ډدی څملی او دادعابه ووائي ، نو که ته په دی شپه مرشوی په فطرت ( اسلام ) به مرئی ، او دا کلمات په اخر کښی وایه.
البخاری
(۸)-بِاسْمِكَ رَبِّيْ وَضَعْتُ جَنبِيْ وَبِكَ أَرْفَعُهُ إِنْ أَمْسَكْتَ نَفْسِيْ فَارْحَمْهَا وَإِنْ أَرْسَلْتَهَا فَاحْفَظْهَا بِمَا تَحْفَظُ بِهِ عِبَادَكَ الصَّالِحِينَ .[بخاری ٩٣٥/٢ - مسلم ٣٤٩/٢]
ستا په نوم می کیښودو ارخ خپل اے ربّه او ستا په نوم به ئے پورته کوم که واخسته تا روح زما نو رحم اوکړه په هغی او که را پری د خودو (روح) ځما نو حفاظت ئی اوکړه په هغه څه چه ته پری د خپلو نيك بندګانو حفاظت كوی .
فائده : حدیث شریف کښی ،راځی کله چه بستری ته راشی نو بستره او څنډه تا ته پته نشته په بستره څه پراته دی بیا به په ښی طرف څملی او دغه مذکوره دعا به اولولی ..
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دخوب سنت (۲)-برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی ۲۰۰۰سنت عملی کړه
اسلام ته دعوت
زمونږ مقصد دالله جل جلاله رضا قرآن او سنت ته دعوت او دامت مسلمه اصلاح ده
الله تعالی دې زمونږ په زړونو کې اخلاص پيدا کړي چې هر نېک عمل خاص دهغه د رضا د پاره وکرو.
محترمو دلته هم جوین شی اسلامی لیکنی کیږی هفته کی ۴لیکنی ان شاءالله
@QuranAwSunnat_313
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵)-دهغه چا نه ایمان نفى كول څوک چې د رسول الله صلى الله علیه وسلم په فیصله راضي نه وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يو د هغې دلائلو نه چې په هغه باندې ددې خبرې استدلال کيدلی شي چې د نبی صلى الله عليه وسلم احادیث په احکامو او عقائدو کې حجت دی.
هغه دا دی چې الله رب العالمين په مونږه باندي نبي صلى الله عليه وسلم ته تحكيم او فيصله وړلو باندې حکم کړی
دی او د هغه چا نه ئي ايمان نفی کړی دی چې څوک په خپلو تنازعات کوي فيصله د الله رسول صلى الله عليه وسلم ته رانه وړي الله فرمائي چې دغه انسان بالكل مؤمن نه دی.
د الله رسول ته په ژوند کې فیصله راوړل خو داسې وو چې خلک به راغلل او د الله نبى ته به يي خپله خبره واوروله او د الله نبي به د هغوې تر مینځ فیصله وکړه لکه څرنګه چې انصاری صحابي او زبير رضي الله عنه د الله رسول ته فيصله راوړه او هغه د دوې تر مينځ فیصله وکړه او د نبي صلى الله عليه وسلم د مرګ نه روسته د هغه تحکیم دا دی چې يو سری خپله مسألة د نبي صلى الله عليه وسلم احاديثو ته راوړي او د نبی صلى الله عليه وسلم په احایثو د هغوې فیصله وکړی شي.
قرآن كريم كي الله رب العالمين فرمائي:
( فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجًا مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا )النساء: 65
دغه رنګه نه ده زما دې ستا په رب باندې قسم وي چې دا خلک ایمان والا
جوړيدی نه شي تردی چې دوې تا لره د هغې تنازعات تر مینځ فیصله کونکی
وګني کوم چې د دوې تر مينځ واقع وي، بيا دوې په خپل نفس کې ستا د فيصلي نه هیڅ تنګسیا او خپګان نه مومي او دوې ستا فيصلي ته په تسلميد و تسليم شي.
پدې آيت کې الله رب العالمين د هغه چا نه د ایمان د نفی کولو خبر ورکړه څوک چې د الله رسول ته خپله فیصله يو نه سي او د هغه په فيصله راضي نه شي.
د الله رسول ته د هغه په ژوند کې فیصله وړل د هغې ذات كرامي ته فيصله وړل وو او د هغه د وفات نه روسته د هغه سنتو ته فيصله وړل دي.
امام ابن القيم رحمه الله فرمائي: د الله رسول ته د فيصلي وړلو فرضيت د هغه په مرګ باندې ختم نه دی بلکه د الله رسول ته د هغه د مرګ نه روسته فیصله وړل همدغه رنګه ثابته ده لکه څرنګه چې د هغه په ژوند کې ثابته ده.
او هغه ته فيصله وړل او په هغه عمل كول يواځي په عملي امورو کې نه ده بلکه په عملي امورو کې هم او علمي امورو کې هم ده.
او داسي نه لکه څرنګه چې اهل الزيغ او اهل الإلحاد وائي چې صرف په عملياتو کې فیصله وړل نه په علمياتو کې.
مختصر الصواعق المرسلة: 450
د امام ابن القيم رحمه الله وينا:
امام ابن القيم رحمه الله فرمائي: الله رب العالمين دا خبر په قسم سره افتتاح او شروع کړه چې د هغې نه ئي مخکې د نفى تاكيد وکړه او پدې خبره باندې ئي قسم وکړه چې ایمان تر هغې پورې منتفی دی تر څو چې رسول په ټولو تنازعاتو کې فيصله كونكي ونه ګڼي په وړه خبره او لويه خبره ددين په اصولو کې او د دين په فروعو كي ، بيا ئي پدې باندې هم اكتفاء ونه کړه بلکه د زړه نه په تنګستيا او خپګان هم لري کوي بلکه د خپلی سینی به د الله د رسول حكم قبولولو ته کهلاو کړي پداسې کهلا وولو چې په هغه کې به هیڅ خپګان نه وي او د الله د رسول حکم ته به مکمل تسليم او منقاد وي.
مختصر الصواعق المرسلة: 450-451
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دمنکر حدیث په سر آسمانی تندر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵)-برخه نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴)-د رسول الله صلی الله علیه وسلم داطاعت حکم:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يو د هغې دلائلو نه چې په هغې باندې استدلال کيدلی شي چې احادیث د رسول الله صلى الله عليه وسلم حجت دى هغه آياتونه دي چې په هغې کې د نبی صلی الله عليه وسلم په اطاعت باندې حکم شویدی قرآن کریم کې څه دپاسه دیرشو آیتونو کې د نبي صلى الله عليه وسلم د اطاعت حكم شوى دى، او الله رب العالمين د رسول اطاعت د خپل اطاعت سره یو ځائي ذکر کړی دی.
او د رسول الله نافرماني ئي د خپلی نافرمانۍ سره يو ځائي ذکر کړی ده. او اطاعت همدې ته ويل کيږي چې هغه کوم حكم وكړي د هغې منل وکړی شي او هغه چې د څه نه منع کوي د هغې نه اجتناب او پرهیز وکړی.
او د الله رسول حکمونه د هغه په احادیثو کې پراته دي، پدې آیتونو کې مونږه ته ذكر شويدي . چی دا د الله د رسول حکمونه اومنئ او د الله رسول حکمونه په احادیثو کې دي نو پدې آيتونو کې مونږه ته حکم دى چې احاديث د رسول الله صلى الله عليـــه
وسلم ومنئ او په هغې باندې عمل وکړئ.
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا أَطِيعُوا اللهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَوَلَّوْا عَنْهُ وَأَنْتُمْ تَسْمَعُونَ) الأنفال- آية (20)
ای د ايمان والا و تاسو د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ او تاسو د هغه د
اطاعت نه مه اورئ او حال دا دی چې تاسو اورئ.
د رسول د اطاعت نه اعراض كونكي كافر دی
الله رب العالمين فرمائي:(قُلْ أَطِيعُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْكَافِرِينَ) ال عمران: 32
ته ورته ووايه چې اطاعت د الله تعالى وکړئ او اطاعت د رسول وکړئ که چیرته دوې د الله او رسول د اطاعت نه اعراض وكره پس بې شکه الله تعالى کافرانو سره مينه نه کوي.
د حافظ بن كثير رحمه الله تفسير
دا آيت پدې خبره باندې دلالت کوي چې د نبي صلى الله عليه وسلم د طريقي مخالفت او د هغې د لارې مخالفت كفر دى او الله هغه چا سره مينه نه کوي چې څوک پدې صفت موصوف وي اگر که دا دعوه کوي او په خپل نفس کې دا ګمان کوي چې دا د دې سره د الله لپاره مينه کوي او الله ته تقرب او نژديكت
حاصلوي.تفسیر ابن کثیر
د امام طيبي رحمه الله وينا:
امام طيبي رحمه الله دې آيت په باره کې چې الله تعالى فرمائي: (أَطِيعُوا الله وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ فرمائي پدې آيت کي الله رب العالمين د رسول سره د اطيعوا حكم مستقل ذکر کړه پدې کې اشاره ده چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم
تابعداري په مونږه باندې مستقل فرض ده.
او بيا ئي دغه حکم په اولو الأمر كي مستقل ذكر نه کړه ځکه پدوې کې داسې څوک موندل کیږي چې د هغوې طاعت واجب نه دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دمنکر حدیث په سر آسمانی تندر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴)-برخه نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲)-أحاديث هم د الله د طرف نه نازل شويدي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د حدیث حجیت په قرآن کریم کې دويم پدې طریقه ذکر دی چې قرآن کې الله رب العالمين دا خبر ورکړی دی چې !لکه څرنګه چې الله رب العالمين قرآن كريم نازل کړی دی همدغه رنګه الله رب العالمين د قرآن سره سره حکمت یعنی سنت او احادیث هم نازل کړی دي.
لکه څرنګه چې ډيرو مفسرینو د حکمت تفسیر په سنت سره کړی دی،
قرآن کریم په ډیرو آیاتونو کې خبر ورکړی دی چې الله رب العالمين حكمت
نازل کړی دی.
الله تعالى فرمائي:(وَأَنْزَلَ اللهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَـمْ تَكُنْ تَعْلَـمُ وَكَانَ فَضْلُ اللهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا) النساء۱۱۳
او الله په تا باندې کتاب او حکمت نازل کړی دی او تا ته ئي د هغه څه تعلیم درکړی دی چې ته پرې نه پوهیدلې او د الله فضل او مهربانې په تا باندې ډیره لویه ده.
(۱)-د امام شافعي رحمه الله وينا:
امام شافعي رحمه الله فرمائي: الله رب العالمين دلته کتاب ذکر کړی چې هغه قرآن مجيد دى، او بيا ئي حکمت ذکر کړی چې ما د ډيرو هغې علماو نه اوريدلې چې زه ئي خوښوم ما ته مقبول دي هغوي وائي حكمت د رسول الله صلى الله عليه وسلم سنت دی.
بيا ئي په خپلو سندونو سره د حسن، قتادة، يحيى بن أبي كثير رحمه الله نه دا خبره نقل کړې ده چې هغوي وائي چې پدې آيت کې د حکمت نه مراد سنت دی.
الرسالة 252 ، المدخل ص: 63 ، رقم 132 ، مفتاح الجنة 4
(۲)-د حسن بصري رحمه الله وينا:
حسن بصری رحمه الله فرمائي چې د کتاب نه مراد قرآن کریم دی او د حکمت نه مراد سنت د رسول الله صلى الله عليه وسلم دى.
تفسير ابن أبي حاتم: 1262/1259 ، المدخل للبيهقي 63 / رقم 133
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دمنکر حدیث په سر آسمانی تندر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲)-برخه نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ
د اختر مبارکۍ پیغام!
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ!
هیله مند یم چې جوړ او روغ به یاست، د صحت او عافیت جامې به مو په تن وي، وروسته تاسو او ستاسو له طرفه ستاسو درنې کورنۍ ته د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم؛ روژې، تراویح، نوافل، صدقې او په ټوله کې ټول عبادات او طاعات مو د کائیناتو د ستر څښتن په سپیڅلي او عالي دربار کې قبول او منظور شه؛ د سیال او پرځان بسیا افغانستان په هیله.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اختر د ورځي بعضی سنت عملونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داختر دمانځه نه بعد تقبّل الله منا ومنک: به صحابو یو بل ته وئیل: فتح الباری:۴۴۶/۲
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
عقبه رضي الله عنه فرمائي : چې نبي عليه السلام فرمائيلي | دي : يقيناً د عرفي او غټ اختر ورځې او درې ورځې د غټ اختر ورځې نه روسته دا زمونږ د اهل اسلام والاؤ دپاره د خوشحالئ ورځي دي او دا ورځې د خوراک او څښکاک ورځي دي.
(1) سنن أبي داود 2419 [حكم الألباني] : صحيح وصحيح ابن خزيمة 2100 قال الأعظمي: إسناده صحيح
سعيد بن مسیب رحمه الله فرمائي : د وړوکي اختر سنت عملونه درې دي ،
1 - عمل : عیدګاه ته پیده تلل:
2- عمل:د وتلو نه مخکې خوراک کول:
3- عمل:غسل كول:
(2) أحكام العيدين للفريابي رقم 7-11-18
(۱)-د اختر په سحر غسل كول سنت عمل دے:
نبي عليه السلام به د اختر په ورځ غسل کول :
ابن عمر ضي الله عنه به غسل کول د اختر په سحر:
نافع رحمه الله فرمائي : ابن عمر رضي الله عنه به د وړوکي اختر په ورځ عیدګاه ته د وتلو نه مخکې غسل کول .
أحكام العيدين للفريابي رقم 13-18 مالك 177/1
(۲)-داختر په ورځ خوشبوئي استعمالول سنت عمل دے:
نافع رحمه الله فرمائي : ابن عمر رضي الله عنه به د وړوکي اختر په ورځ غسل اوکړل او خوشبوئي به ئي ولږوله . بيا به عيدګاه ته ووتلو)أحكام العيدين للفريابي رقم 17
(۳)-د وروكي اختر په ورځ عيدگاه ته د وتلو نه مخكې خوراك كول:
دري كجورې خوړل سنت عمل دی او د غټ اختر په ورځ عیدګاه ته د وتلو نه مخکی خوراک نه کول سنت عمل دی بیا سنت دا ده چې د قربانۍ غوښه اول اوخوري.
سعيد بن المسيب رحمه الله فرمائي : مسلمانانو (صحابه او تابعينو) به د وړوکي اختر په ورځ د مونځ نه مخکې خوراک کولو او داسې کار به ئي دغټ اختر په ورځ نه کولو.أحكام العيدين للفريابي رقم 19 صحيح البخاري 953 والترمذي 543 وابن ماجه زاد المعاد 441/1
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داختر په ورځ منکرات (هغه کارو نه چې په شرع کې ممنوع وي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1 - ږيره خرول :
2 - د پره دو (غیر محرم) زنانو سره لاس میلاوول :
3 - د کفارو سره مشابهت کول په لباس خوشحالی وغیره کې :
4 - د زنانو وتل بازارونو ته او ډولونه ښکاره کول :
5 - مقبر و له تلل :
6 - اسراف كول :
7 ـ جمع سره مونځ پریښودل :
8 ـ د اختر په سحر باندې مقبر و له وفدونه وفدونه تلل :
9 - د فقیرانو سره همدردي نه کول :
10 ـ او داسې نور بدعات کول :
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اختر د ورځي ضروري اعمال داحاديثو په رڼا کې
دمنکر حدیث په سر آسمانی تندر
مونږ غواړو چې د قرآن او سنت او د سلفو اقوال نه دا خبره ثابته کړو چې احادیث درسول الله صلى الله عليه وسلم حجت دی، واجب العمل دي، ددې نه انکار کول د دین نه انکار کول دي.
إِنْ شَاءَاللهُ هره ورځ (۱) لیکنه نشریږی مونږ تعقیب کڔی
@QuranAwSunnat2
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داسلامي دین ښېګړې او فایدې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي شريعت بله ګټه دا ده چې د مسلمانانو په عيبونو، شرمونو او خوګانو باندې د پردې اچولو امر كوي، نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمایي: وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ. [صحيح البخاري: ٢٤٤٢]
ژباړه: اوڅوک چې پر مسلمان پرده واچوي نو د قيامت په ورځ به پرې الله پرده واچوی.
او فرمايي: «يَا مَعْشَرَ مَنْ آمَنَ بِلِسَانِهِ، وَلَمْ يَدْخُلِ الْإِيمَانُ قَلْبَهُ، لَا تَغْتَابُوا الْمُسْلِمِينَ، وَلَا تَتَّبِعُوا عَوْرَاتِهِمْ. [ سنن ابي داود: ٤٨٨٠]
ژباړه: ای هغو خلکو چې په ژبه موایمان راوړی دی او لا مو زړه ته ايمان نه دی ښکته شوی، د مسلمانانو غيبتونه مه کوئ او مه يې عيبونو او شرمونو پسې
کیږئ.
د اسلامي دين بله ګټه دا ده چې د مسلمان زړه ته د خوشحالی په ورکولو امر کوي او د اړين په اړتياو غور كوي، نبي صلى الله عليه وسلم فرمایي: «لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ، حَتَّى يُحِبَّ لِأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ». [صحيح البخاري: ١٣]
ژباړه تر هغه تاسو کې څوک پوره مومن نه شي جوړېدى چې د خپل ورور لپاره
هغه څه پسند وبولي چې له ځان لپاره يې پسند بولي.
او فرمایي: «وَمَنْ كَانَ فِي حَاجَةِ أَخِيهِ كَانَ اللهُ فِي حَاجَتِهِ». [صحيح البخاري: ٢٤٢]
ژباړه: څوک چې د مسلمان اړتياوې پوره کوي نو الله به د ده اړتياوې پوره کړي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۳)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داسلامي دین ښېګړې او فایدې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامی شریعت بله ښیګره دا ده چی د مشورې به ورکولو او هغه وخت د مشوري به منلو تیزی ورکوي چې مشوره روغه رمته وي، له عقل، منطق او تجربي سره سمون خوري، الله پاک فرماني
(او د دوی چاری سره خپل منځ کي مشوره وي)[ شوری ۱۳۸]
د اسلامی شریعت بله ګټه دا ده چې غوره په کې هغه څوک دی چې د زباني تقوا او صلاح څښتن وی الله پاک فرمایی
(په تاسو کي کریم ترین او غوره د الله په نیز هغه څوک دی چې په تاسو کي دیر تقوا دار وی او الله پاک پوهه او باخبره ذات دی)[سورت حجرات۱۳]
د اسلامی شریعت بله گته دا ده چې د مریانو په ازادولو او مریانو سره په ښه سلوک نصیحت کوي، بله گته یی دا ده چې له ګاونډي او له ميلمه او او ناچاره او و یتیم سره په ښه رویه تيزي ورکوي.
د اسلامی شریعت بله گته دا ده چې نفرت کراهت او جنگ جگړي په کلکه
غندي، الله تعالى فرمایی
(واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا) [سورت ال عمران۱۰۳]
( د الله په رسي كلكي منګولي ولگوی او تفرقه بازي مه کوئ)
او نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي:(مومن د مومن لپاره د آبادی صفت لري چي ځيني يي نوره ځيني برخه تقویه کوی)
بله گته یی داده چی نمیمت او غیبت څخه له حسد او جاسوسی څخه له دروغو او خیانت څخه په کلکه منعه کوي، په دی باب کی خو ایتونه او حديثونه بلا ډير دي.
د اسلامي دين بله گته دا ده چی د ورونو تر منځ جوړ جاړي ته خلک دعوت کوي او له هجران څخه یی منعه کوي، الله پاک فرمایی
(په یقین سره چی مومنان خپل منځ کي ورونه دي نو تاسو د خپلو ورونو ترمنځ جور جاری وکړی او له الله څخه و دار شی نزدي ده رحم درباندي وكړي)سورت حجرات ۱۰
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۱)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع: ((دتوبې طریقه))
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اوس دا چې دتوبې طریقه څه ده؟
نو توبه صرف دیته نه وایي چې انسان تش په خُوله باندې وایي:چې توبه توبه.بلکه دتوبې خپله طریقه ده چې علماو بیان کڔې ده:
دامام قرطبی رحمه الله تحقیق:امام قرطبی رحمه الله په خپل تفسیر کې ددې پوره تشریح کڔې،چې حقوق په دوه قسمه دي؛
(۱)-حقوق الله (۲)حقوق العباد:نو که انسان حقوق الله ضائع کڔې وي نو ددینه توبه داده: چې انسان دری(۳)کارونه وکڔي:
(۱)-په ژبه باندې استغفار ووایي.(۲)-په زڔه کې په کڔې ګناه پښیمانه شي.(۳)-او په آئنده کې ددې ګناه دنه کولو پخه اراده وکڔي:
که په دې طریقه یې توبه اوویسته نو دځای نه د پاڅیدو نه مخکی به ورته الله جل جلاله ټول ګناهونه معاف کڔي.
البته که فرائض(لکه مونځ روژه،زکوة وغیره) یا واجبات ورنه پاتي شوي وي نو دهغي به قضاء هم راوڔی نو بیا به یې توبه قبلیږی.
او که انسان حقوق العباد ضائع کڔي وي (لکه دیو مسلمان مال یې په نا جائزې طریقې سره خوڔلې وي یا یې د هغه بې عزتې کڔي وي)نو ددې سره بیا یوه بله خبره هم ضروري ده:
چې مسلمان ته خپل حق واپس کڔي یا د هغه نه معافي اوغواري نو بیا به یې توبه قبلیږي.
او که یو بل مسلمان یې وژلې وي،نو که دمقتول وارثانو دې معاف کڔو خو دیره ښه ده،دې به صرف استغفار وایې او په آئنده کې به دبیا نه کولو پخه اراده وکڔي.
او که هغوی دقصاص مطالبه کوله.نو ځان به هغوی ته دقصاص اخیستو دپاره حواله کوي او که په یو پاکدامنه مسلمانه زَنانه یې دزنا تهمت لږولې ؤ او هغوی معاف نه کڔو بلکه دحد قذف مطالبه یې کوله نو ځان به دورو وهلو ته هم حواله کوي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خلاصه
عزتمندو مسلمانانو! انسان عاجزه او کمزورې دی،معصوم خو صرف انبیاء کرام دي نور انسانان خو معصوم نه دي.نو که د بشریت په تقاضائې،دشیطان وسوسو او دنفسي خواهشاتو دغلبې په وجه ورنه ګناه وشي نو ده ته پکار دي چې دې په وخت ورنه توبه اوباسي او په همدې کې دانسانانو کامیابې هم ده
(نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمائي:دهر انسان نه ګناه کیږي خو بهترین په دوی کې هغه دي چې توبه اوباسي)رواه الترمذی
الله رب العزت دې مونږ ته دصحیح توبې ویستلو توفیق راکڔي او بیادې راته په دې توبه باندې داستقامت توفیق هم را نصیب کڔی آمین یا رب العالمین
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصلاحی مدلل تقریرونه (جلد۱)صحفه۱۰نه تر۵۰پوری
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نوټ روژی په خاطر می دوباره نشر کره ترڅو مونږ ټول اللّٰه جل جلاله ته رجوع وکرو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:((دتوبې تعریف دتوبی حکم.))
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
((دتوبې تعریف))
اوس توبه څه ته وایي؟نو توبه لغت کې «رجوع»راګرځیدل او واپس کیدلو ته وایي، یعنی دګناهونونه ګرځیدل او منع کیدل.
دقران و سنت په اصطلاح کې توبه دیته وایي چې انسان په ژبه استغفار ووایي په تیرو ګناهونو باندی پښیمانه شي،او په آینده کې ددی ګناه د نه کولو پخه اراده وکڔي.
(۱)-دعلامه قرطبی رحمه الله تحقیق:علامه قرطبی رحمه په خپل تفسیر{تفسیر قرطبی} کې د آیت
{{ إِنَّمَا التَّوْبَةُ عَلَى اللهِ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السُّوءَ بِجَهَالَةٍ }}[النساء۱۷]په تفسیر کې لیکي:چې کله څلور شرائط موجود شي نو الله جل جلاله د هغه انسان توبه قبلوي:
(۱)-په زره کې په تیره ګناه پښیمانه کیدل. (۲)-ګناه فی الحال پریښودل.(۳)-او دا پخه اراده چې بیا به یي نه کوي(۴)-او دا ګناه پریښودل به دالله نه دحیاء په وجه وي،دبل څه غرض په وجه به نه وي،
بعضو علماو ورسره دا هم زیاتي کرې چې په ژبه باندې به استغفار هم وایي.
(۲)دعلامه تقی عثمانی دامت برکاتهم العالیة تحقیق :علامه محمد تقی په تکمله دفتح الملهم کې دتوبې تعریف داسې کوي: دګناه پریښودل،په کڔئ ګناه پښیمانه کیدل،دبیا نه کولو پخه اراده کول،چې په ظلم دچانه څه شي اخیستل شوي وي هغه ورته واپس کول،یاٰ ورنه د هغې معافي غوښتل،او کوم فرائض او واجبات یې چې ضائع کڔی وي هغه اداء کول.
{{دتوبې حکم}}
دامام قرطبی رحمه الله وینا:دهر انسان دپاره دګناهونونه توبه ویستل ضروري ده بلکه علامه قرطبی رحمه الله خو تر دی لیکلی دي چې(اَیمه ؤ په دي باندې اتفاق کڔې چې په مومنانو باندې (دګناهونو نه) توبه ویستل فرض دي او دلیل یې دقرآن مجید دا آیتِ مبارکه پیش کڔې چی الله رب العزت فرمایي:
(وَتُوبُوا إِلَى اللهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْـمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ )[النور۳۱]او تاسو ټول الله ته توبه وباسۍ،اې مؤمنانو،دپاره د دې چې تاسو کامیاب شی.
امام نووي رحمه الله وینا:امام نووي رحمه الله په خپل کتاب (ریاض الصالحین) کې دا خبره واضح کڔې چی دهرې ګناه نه توبه ویستل فرض دی.اصلاحی مُدلل تقریرونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ
کتاب: کوه نور
د نړۍ تر ټولو د بدنامه الماس تاریخ
لیکوال : ویلیم ډالريمپل ، انیتا انند
ژباړن: طاهر صاحبزاده
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دویده کیدلو په وخت کې دنبی صلی الله عليه واله وسلم طريقي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۶)-د شرک نه براءت
فضیلت : دخوب نه مخکښی ددی سورت دلوستلو ډیر لوی ثواب دى ، نبي كريم صلى الله عليه وسلم يو صحابي نوفل رضى الله عنه ته وفرمائيل : قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ.سورت ووایه اوبیادی پسی ویده شه بیشکه داسورت د شرك نه براءت دی.
فائده : ثم تم على خاتمتها مطلب دادی چه داسورت دټولواذکارو او دعا ګانوپه
اخر کښی ووایه او بیاوریسی ویده شه..
(۱۷)-اللَّهُمَّ رَبَّ السَّمْوَاتِ وَرَبَّ الْأَرْضِ وَرَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ، رَبَّنَا وَرَبَّ كُلَّ شَيْءٍ، فَالِقَ الْحَبِّ وَالنَّوَى، مُنْزِلَ التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ وَالْفُرْقَانِ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ كُلِّ شَيْءٍ أَنْتَ آخِذٌ بِنَاصِيَتِهِ أَنْتَ الْأَوَّلُ فَلَيْسَ قَبْلَكَ شَيْءٌ وَأَنْتَ الْآخِرُ فَلَيْسَ بَعْدَكَ شَيْءٌ وَاَنْتَ الظَّاهِرُ فَلَيْسَ فَوْقَكَ شَیْئٌ وَأَنْتَ الْبَاطِنُ فَلَيْسَ دُونَكَ شَيْئٌ، اِقْضِ عَنَّا الدَّيْنَ وَاغْنِنَا مِنَ الْفَقْرِ .
مسلم ٣٤٨/٢ - مسند أحمد ٣٨١/٢-٤٠٤ - ٥٣٦]
فائده : دا دعا هم یوځل لوستل پکار دی. ډیره بهتره او جامعه دعاده .
(۱۸)-اللَّهُمَّ فَاطِرَ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ، عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ أَنْتَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ وَإِلَهُ كُلِّ شَيْءٍ، أَشْهَدُ اَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ وَحْدَكَ لَا شَرِيكَ لَكَ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُكَ وَرَسُولُكَ وَالْمَلَائِكَةُ يَشْهَدُونَ ، اَعُوذُ بِكَ مِنَ الشَّيْطَانِ وَشِرْكِهِ وَأَعُوذُ بِكَ أَنْ اقْتَرِفَ عَلَى نَفْسِي سُوءًا أَوْ أَجُرَّهُ عَلَى مُسْلِمٍ.
ای الله ته داسمانونو او ځمکو پیدا کونکی ئی ، په پټو او ښکاره خبریی ،
دهرشی رب او د هر څه مالك یی، زه گواهی ورکوم چه نشته لائق دعبادت ما سوارستانه ، زه پناه غوارم به تاد شرد نفس خپل ، او د شرد شیطان او د شر دشرك دهغه نه.
مسند احمد ٦٨٥١ ، ومجمع الزوائد : ۱۲۲/۱۰ باسناد حسن
فائدہ : نبی علیه السلام ددے دعاء دومره اهتمام کړی وو چه دا یی ابوبکر صدیق ته خودلی وه چه دا سهار او ماښام او کله چه اوده کیری وایه او بيا عبد الله بن عمرو بن العاص رضى الله عنهما په یو کاغذ باندی لیکلی وہ-پد کی دیری زیاتی فائدی دی۔
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دخوب سنت (۵)-برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی ۲۰۰۰سنت عملی کړه.دمسنتدو اذکارو او دعاګانو فضائل او فواید.مسنون مستند ذکرونه او دعاګانی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دویده کیدلو په وخت کې دنبی صلی الله عليه واله وسلم طريقي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۹)-رسول الله صلی الله علیه وسلم به هره شپه دا سورتونه په خپل بدن چف کول:
فائده : عائشة رضى الله عنها فرمائي : چه رسول الله صلى الله عليه وسلم به هره شپه کله چه خپلی بستری ته راغی دواړه لاسونه به ئي يوځائى كړل او ( قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ ) او ( قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الفَلَقِ ) او ( قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ ) درى سورتونه به ئي ولوستل اوپه لاسونو کښی به ئي چف کړل ، اوبیابه ئي په ټول بدن باندی څومره چه كيدائي شوو لاسونه راښكل ، او شروع به ئي دسر مخ او مخامخ بدن نه کوله او دا عمل به ئي دری كرته كولو.رواه البخاري
(۱۰)-د خادم نه بهتره فائده او اجر:
: سُبْحَانَ اللَّهِ (۳۳) وَالْحَمْدُ لِلَّهِ (۳۳) وَاللَّهُ أَكْبَرُ (٣٤)
ترجمة : الله پاك دى ، اوټول صفتونه دكمال خاص الله لره دی ، او الله دهرڅه نه لوی دی.
فضيلت : أبو هريرة رضى الله عنه فرمائی چه فاطمی رضی الله عنها نبي اکرم صلى الله عليه وسلم ته دکارد مشقت شکایت وكرو اوخادم ئی وغوښتلو ، نونبي كريم صلى الله عليه وسلم ورته و فرمائیل: چه زه به درته داسی عمل و ښایم چه تاته دخادم نه بهتر وی ، او هغه دا چه ته کله دارام دپاره اړخ ولګی نو ۳۳ كرته سبحان الله ۳۳ كرته الحمد لله او ۴٣ كرته الله
اكبروايه.رواه مسلم .
(۱۱)-ایة الکرسي لوستل:
اللهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَـمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْـمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ
من سورة البقرة- آية (255)
فائدة دايت الکرسي په وجه انسان باندي الهي حافظ (ساتونکی) مقرریږی او هم دغه انسان دشیطان څخه محفوظ كيږي ، راوه البخاري / ٢٦٢٤)
(۱۲)-دا دوه ایتونه د شپی وایه دهرڅه نه به در ته کافی شی:
آَمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ وَالْـمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آَمَنَ بِاللهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ رُسُلِهِ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْـمَصِيرُ(285) لَا يُكَلِّفُ اللهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا أَنْتَ مَوْلَانَا فَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ
من سورة البقرة- آيه(286)
فضیلت : رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائی : دسورت بقرى اخرى دوه ایتونه چه چا په کومه شپه کی ولوستل نود دهرڅه نه به ورته کافی شی.
او په یوروایت کښی دی : رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائی : چه دا دوه ایتونه الله تعالى ماته دعرش نه لاندی دیوی خاصی خزانی نه راکړی ، دا پخپله هم یاد کړی او خپلو زنانو ته ئي هم يادكړى دامونځ دی او قرآن دی او دا دعاء ده.
یادونه : (کفتاه ) امام نووى رحمه الله فرمائی: بعضی علماء فرمائي : د قيام الليل نه به ورته کافى شي ، او بعضی وائى : د شیطان نه دحفاظت دپاره به ورته کافی شی او بعضی وائى : د افتونو او مصيبتونو نه به ورته کافی شی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دخوب سنت (۳)-برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی ۲۰۰۰سنت عملی کړه.دمسنتدو اذکارو او دعاګانو فضائل او فواید.مسنون مستند ذکرونه او دعاګانی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دویده کیدلو په وخت کې دنبی صلی الله عليه واله وسلم طريقي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-دما سختن د لمونځ نه مخکي د خوب نه ځان ساتل:
(۲)-دما سختن دلمونځ څخه روسته د ګپ شپ او قیصو کولو نه ځان ساتل:
دابو برزه رضی الله عنه څخه روایت دی چې بیشکه رسول الله صلى الله عليه واله وسلم د ماسختن لمونځ نه مخکي خوب او دهغې نه روسته خبري کول مكروه ګڼلې.اخرجه البخاري / ٥٦٨ / ومسلم / ٢٣٧/
(۳)-دویده کیدونه مخکی خپله بستره صفا کول:
دابو هريرة رضى الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی: چې نبي صلى الله عليه واله وسلم فرمايلي دي کله چې يو کس ستاسونه خپلي بستري ته راځي نو هغه دي خپله بستره دخپل لنګ په داخل طرف وڅنډي ځکه دیته پته نه شته چې دده نه روسته څه پیښ شوي دي،رواه البخاري / ٩٣٥ /
(۴)-دخوب لپاره اودس کول او په اودس ویده کیدل:
(۵)-په ښي اړخ باندي ويده کيدل:
دبراء بن عازب رضى الله عنه څخه روایت دی هغه فرمانی : چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمايلي دي : كله چې ته دخپل څملاستو ځای ته راځي نودلمونځ داودس په شان اودس وکړه او بيا په ښي اړخ ډډه ولګوه،رواه البخاري (٢٤٧) ومسلم /٢٧١٠/
فائدة اودس باندي د ويده كيدلو په وجه باندي انسان لپاره ملائکی مغفرت غواړي او که دشپي را پاڅیږی او هره .
دعا وغواړي قبليږي ابن حبان /١٠١٨/ابو داود /٥٠٤٢/
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دخوب سنت (۱)-برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی ۲۰۰۰سنت عملی کړه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۶)-نبي صلى الله عليه وسلم د ځانه خبري نه کوي د هغه خبرې وحې ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يو د هغې دلائلو نه چې پدې خبره دلالت کوي چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم احادیث حجت دی او په هغې باندې په عملي او اعتقادي . امورو كې عمل كول واجب دي هغه دا دی چې مـونـږه تـه الله رب العالمين خبر راکړی دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خبرې د ځان نه دي بلکه د الله تعالى د طرف نه وحي ده چې هغه ته کړې شويده لکه څرنګه چې قرآن کريم د الله د طـرف نــه بــه رسـول الله صلى الله عليه وسلم باندې نازل کړی شوي وحې ده همدغه رنګه احادیث د رسول الله صلى الله عليه وسلم هم د ځان څخه نه دي جوړ شوې بلکه هغه د الله
رب العالمين د طرف نه وحې ده چې الله خپل رسول ته کړې ده.
لکه څرنګه چې قرآن کریم حجت دی عمل کول پرې واجب دي همدغه رنګه
احادیث د رسول الله صلى الله عليه وسلم هم دي.
الله رب العالمين فرمائي: (وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى (3) إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى). النجم 3-4
دا پیغمبر د ځان نه خبرې نه کوي دغه نه ده مګر وحې ده چې هغه ته کړی شوې ده.
دا آيت ددې خبرې رهنمائى کوي چې د شریعت مورد یو دی او د هغې نزول د رب العالمين د طرف نه شوې دی برابره خبره ده هغه قرآن کریم دی او که احادیث.
د امام ابن حزم رحمه الله وينا:
امام ابن حزم رحمه الله فرمائي: هر كله چې مونږه دا خبره بیان کړه چې قرآن کريم د شریعت هغه اصل دی چې په ټولو مسائلو کې به هغه ته رجوع کیدلی شي کله چې مونږه قرآن کریم کې یو نظر وکړه مونږه ورپكې دا خبره وموندله چې الله رب العالمين په مونږه باندې د هغه څه اطاعت واجب کړی دی چې په څه باندې مونږه ته رسول الله صلى الله عليه وسلم حكم كوي.
او مونږه په قرآن کریم کې دا خبره وموندله چې الله د خپل رسول داسې صفت بيانونکی دی چې فرمائي: (وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى (3) إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى).النجم 3-4
دا رسول د ځان نه خبرې نه کوي ددغه رسول خبرې نه دي مګر وحې ده چې ده ته شویده پدې وجه باندې مونږه ته دا خبره صحيح ده چې مونږه دا خبره وکړه دغه چې د الله تعالى د طرف نه وحې دوه قسمه ده يو هغه وحې ده چې د هغې تلاوت کيدلى شي او د هغه لفظ معجز دی چې هغه قرآن کریم دی.
دويمه هغه وحې ده چې د هغه تلاوت نه شي کيدلى او د هغې لفظ او ترتيب وتی معجز نه دی چې هغه حديث خبر واحد دی چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه وارد شوی دی دا هم وحې ده.
الإحكام في أصول الأحكام 95/1
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
غير شرعي اړيكو ته د عشق او مینې نوم ورکول د انجونو د عزت او ارزښت له منځه وړل دي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خوری که! مؤمن او دینداره کس پیدا کړې نو ورته ووایه چې ستا کورنۍ ته مرکه ولیږي مګر که ته له هغه سره یارانه جوړه کړې نو په حقيقت کې خپل ارزښت کموې ځکه چې مینه عبارت ده له د دوو نادانو او احمقو کسانو تر منځ سوء تفاهم ، دواړه فکر کوي چې يو بل ته رسېږي او خبر ندي چې پای او انجام یی خودکشي او نه رسېدل دي.
له عشق او مینې ډډه وکړئ ځکه چې مینه خفګان او غم دی. د مسلمان انسان د خوشبختی یوه نښه دا ده چې آه او فریاد ، زره بايللو ، عشقي شعرونو ،
د جدایی او فراق له شکایتونو څخه ليرې وي ، ځکه په دغو مسایلو باندې اخته کېدل د زره د کمزوری نښه ده ، الله تعالی فرمایي:( أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللهُ عَلَى عِلْـمٍ وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ وَجَعَلَ عَلَى بَصَرِهِ غِشَاوَةً)الجاثية- آية (23)
یعنی «آیا تا د هغه چا په اړه غور کری چی خپل خواهشات یی خپل معبود ګړځولی ، الله تعالى هغه له پوهې سره سره بې لارې کړی د هغه په غوږونو او زره یی تا په وهلي».
ابن قیم به «الداء والدواء» او الجواب الكافي لمن سأل عن الدواء الشاف کې په پوره ډول دغه قضيه څیرلي او وايي د زړه بايللو او مينې کولو ځينې عوامل او اسباب په لاندي ډول دي:
۱-د زره خالي والي د الله تعالى له ميني ، ذكر ، شکر او عبادت څخه.
۲-چشم چراني او نامحرمو ته کتل باید پوه شو چی چشم چرانی انسان ته ډیر غمونه ، خفګانونه او رنځونه ورکوي ، الله تعالی فرمایي: { قُلْ لِلْـمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ} النور- آية (30) يعني: «مؤمنانو ته ووايه چې سترګې ټيټې واچوي.
يو شاعر وايي:يعني: هر کله چې سترګې په هر لوري کې خښې کړې ، کومې منظرې چې وينې تا په سترياوو کې اچوي. هغه څه وينې چې نه يې په پوره ليدو توانېږې او نه يې په بعضو ليدو صبر کوي.
او لکه څرنګه چې یوه ښه خبره ده ؛ نامحرم ته کتل د شيطان له غشو څخه
یو غشی دی.په عبادت ، ذکر، دعا او نفلي لمونځونو كي سستوالى : الله تعالى فرمايي:{إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْـمُنْكَرِ} العنكبوت- آية (45) )يعني : بیشکه چې لمونځ انسان له بدو کارونو او فحشاء څخه منع ) کوي.
او همدارنګه فرمایی:{كَذَلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاءَ إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْـمُخْلَصِينَ}يوسف- آية(24) یعنی: په همدې توګه مونږ یوسف وژغوره تر څو له هغه څخه د ټولو بديو او ناکاره کارونو مخ واړوو ، ځکه چې هغه زمونږ له غوره او سوچه کری شوو بنده ګانو څخه و.
خوری کله چې نامشروع اړیکه د مینې په نوم نوموي ، بايد پايلې يې وپېژنې
ځکه ستا عزت له منځه ځي نه د هلک!
ته سپکه کیږی نه هلک!
په ميدان کې ته يوازې پاتې کېږې نه هلک!
اعتماد او باور ستا له منځه ځي نه د هلک!
شتمني ستا لوټ کېږي نه د هلک!
سر ستا کښته و خرول شو نه د هلک!
کورنی ستا بدنامه شوه نه د هلک!
د عمر تر پایه ته بې ارزښته شوې نه هلک!
د يو دوکه باز او شهواني هلک له کبله ستا دارايي له منځه ولاړه مګر ولي ؟
آیا تا خپل ارزښت نه پیژاند؟
یا دا چې عزت درته ارزښت نه درلود؟
نن خپل مور ، پلار ، ورور ، مېړه او خپلوانو ته په کومو سترګو ګورې!
خوری! ځان کم مه بوله بلکه لوړ فکر ولره د داسې جملو دوکه مه خوره چې وایي مینه درسره لرم ، پرته له تا ژوند نه شم کولی ، زما ژوند او روح ته يې پرته له تا مر کېږم ، له تا سره د واده هیله لرم مګر اوس نه ، ما د خپل ورور په حيث وګنه او.....
که ته په رښتیا هم له چا سره مینه لرې نو لومړی کار چې باید هغه یې وکړي ، د مرکې او خواستګاری استول دي نه د مهلکو مسجونو ، زهر جنو ملاقاتونو او مکر جنو اړیکو ټینګول!
له تا څخه د لوبو د وسیلې په توګه کار اخلي او په پای کې د خپل شهوت د سرولو لپاره سپرلۍ در څخه جوړوي او پایله یې هم تور لیست یا د بلاک لیست دی!
هغه وخت به دې هېڅوک غږ وانه وري، هماغه هلک به له بل چا سره واده وكړي او تا ته به يوازې غمونه او دردونه پاتې شي.
د دغه ډول پټو او نامشروع اړیکو ضررونه:
په لسګونو ګناهونو اخته کېدل
ستا سپکوالی او تحقیرول
غمونه ، بې خوبي ، درد او اوښکې
درسونو او ورځنیو چارو ته نه رسیدنه
له عبادت او بندګی څخه لیري کېدل
له ژونده ستړي کېدل او له کورنۍ سره خواخوږي نه درلودل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه څه چې باید ټولې مسلمانې ښځې پرې پوهې شي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳)-د رسول الله صلى الله عليه وسلم په تابعداری باندې حکم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
قرآن کریم د احاديثو په حجيت باندې دريمه وجه دا ده چې قرآن کريم کي الله رب العالمين د رسول الله صلى الله عليه وسلم په تابعداری باندې او هغه پسې په اقتداء كولو باندې حکم کړی دی او د رسول الله صلى الله عليه وسلم تابعداری نه وي مګر په اقوالو او افعالو کې یعنی هغه حکم چې د الله رسول ئي مونږه ته کوي هغه منل او په هغې عمل کول او هغه څه چې د الله رسول ترې مونږه منع کوي د هغې نه اجتناب او پرهیز کول او هغه کردار او عمل چې د الله رسول ئي کوي او په هغه پورې خاص نه وی په هغې پسې اقتداء كول.
حديث همدغې ته ويل کيږي لکه څرنګه چې د حديث تعريف محدثين همداسې كوي ما أضيف إلى النبي صلى الله عليه وسلم من قول أو فعل أو تقرير». هغه چې د الله نبي صلى الله عليه وسلم ته ئي نسبت کړى شوې دی د قول فعل
نه او هغه څه چې د الله نبی په مخ کې شوې وي او هغه رد کړې نه وي.
معلوم شو چې د الله د رسول تابعداري د هغه په احاديثو باندې عمل کولو ته
ويل كيږي او په تابعداري باندې الله تعالى حكم كړى دى.
(قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ)من سورة آل عمران- آية (31)
ته ورته ووایه که چیرته تاسې د الله سره محبت کوئ زما تابعداري وكړئ الله به د تاسو سره محبت وكړي او الله تعالى به ستاسې ګناهونه معاف کړي الله بخښونکی مهربان دی.
دی آیت کي الله رب العالمين د نبي صلى الله عليه وسلم تابعداری ته ترغیب ورکړه او دا خبره ئي بيان کړه چې د رسول الله صلى الله علیه وسلم په تابعداری باندي د الله محبت حاصليږي.
پدې خبره کې هیڅ شک نه شته دی چې په بنده باندې د خپل رب سره مینه او محبت كول واجب دي او الله رب العالمين ددغي محبت حاصليدل د نبي عليه السلام په تابعدارۍ پورې موقوف کړی او د الله د نبي صلى الله عليه وسلم د تابعدارۍ په بدله کې او د هغه ثواب ئي د خپل محبت انعام و ګرځولو چې چا د نبي صلى الله عليه وسلم تابعداري وکړه هغه ته به په انعام کې د الله محبت ورکول کيږي. او هغه ته به د هغو ټول ګناهونه معاف کيږي.
او اتباع ديته ويل کيږي چې يو سړی د الله د نبي په نقش قدم باندې روان شي او كوم امر چې ورته هغه کوي هغه اومني او چې د څه نه ئي منع کوي د هغه نه منع شي او د نبي صلى الله عليه وسلم حکمونه او د هغې نواهي د هغه په مبارکو احایثو کې موجود دي د نبي صلى الله عليه وسلم تابعداري به هله راشي چې يو سړی په احايثو باندې عمل وکړي او کوم حديث کې چې په يو عمل باندي حكم وي هغه عملي کړي، او چې په حديث کې د څه نه منع وي د هغه نه منع شي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دمنکر حدیث په سر آسمانی تندر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳)-برخه نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-دقرآن كريم نه د حديث د حجیت اثبات
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
قرآن کریم په بې شماره ایتونو کې د حديث د حجیت اشارات موجود دي او په زیاتو آیتونو کې د حديث په حجيت باندي تصريحات دي.
او دا ځکه چې قرآن کریم کې په ډيرو آیتونو کې اجمال دی او بیا رب العالمين د هغه بیان خپل محبوب رسول صلى الله عليه وسلم ته حواله کړی دی.
قرآن کريم کې الله رب العالمين د خپل رسول په ايمان راوړلو حکم کړی دی او
د هغه د اطاعت حكم ئي فرمائلى دى.
او د هغي مطلب هم دا دی چې تاسو ته زما رسول کومه خبره کوي هغه اومنئ او په هغه باندې عمل وکړئ.
دغه پیغمبر ما رالیږلی دی د هغه خبره منل زما خبره منل دي او د هغه نا فرماني زما نافرماني كول دي.
د هغه په حديثونو باندې عمل کول هدایت دی په هغې کې کاميابي ده او د
هغې نافرماني کول ګمراهي ده او د هغه نافرماني کول د جهنـم طـرف تــه
روانيدل دي.
او داسي نور بي شماره وجوه دي چې قرآن کریم مونږه ته د احاديثو حجیت را پــه ګوته کوي چې د هغې نه به دلته په مختصر انداز سره يو څو وجوه د الله تعالى پـه فضل او توفيق سره ذکر کړو:
(۱)-په رسول الله صلى الله عليه وسلم د ايمان راوړلو حكم
قرآن کريم کې د حديث د حجيت يو عمده دلیل دا دی چې رب العالمين په خپل معظم کتاب کې په خپل رسول باندې د ايمان حکم کړی دی او د خپل رسول باندې ايمان راوړل ئي د خپل ایمان سره يو ځائي ذکر کړی دی.
الله رب العالمين فرمائي:
( إِنَّمَا الْـمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آَمَنُوا بِاللهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَـمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ)سورة النور- آية(62)
بیشکه مؤمنان هغه کسان دي چې په الله باندې ئي ايمان راوړی دی او د الله په رسول باندي ئي ايمان راوړی دی او کله چې د رسول سره په يو اجتماعي کار کې وي د هغې نه نه ځي تر دې چې د هغې نه اجازت وغواړي.
(د شيخ عبد الله بن عبد الرحمن جبرين وينا)
شيخ عبد الله بن عبد الرحمن جبرين وائي پديکې هيڅ شک نه شته دی چې په رسول باندې ايمان راوړلو سره دا خبره لازمه ده چې ته به په هغه څه باندې تصديق کوې کوم چې هغه راوړی دی.
او دا ځکه چې په رسول باندې ايمان راوړل د هغه په رسالت په صحت د زړه يقين ته ويل كيږي کله چې د زړه يقين او د ژبې اقرار د هغه د رسالت باندې يو
ځائي شي د هغه ایمان پوره شه.
او چې کله ورسره د زړه تصدیق نه وي بيا شهادت فائده نه رسوي همدغه وجه ده چې الله منافقين يواځي د ژبې په اقرار باندې دروغجن ګڼلې دي.
او اخبار الآحاد في الحديث النبوي ص: 14 ، للشيخ عبد الله جبرين
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دمنکر حدیث په سر آسمانی تندر ص۱۷-۲۱
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-برخه نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دمنکر حدیث باره کی ضروری خبری
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
صحابه کرامو د الله . د رسول صلى الله عليه وسلم په حکمونو باندي : عمل شروع کړ خپله ئي هم په احاديثو باندې عمل کولو او نور امت ته ئي هم احادیث پدې بنیاد رسول چې پدې باندې خپله هم عمل وکړي او نور امت ته ئي هم بيان کړي چې هغوې ورباندې هم عمل وكړي.
د مسلمانانو د معاشري همدا سلسله شروع شوه چې داحاديثو درسونه به کیدل مسلمانانو به احادیث یادول او بيا به ئي په هغې باندې خپله هم عمل کولو او بل ته به ئي هم ددې دعوت ورکولو چې د خير او برکت معاشره ده تر دې چې د فتنو دور شروع شو قسم قسم فتنې پیدا شولی چې هغوې د دين د مختلفو شعبو مخالفت شروع کړ، لكن د دین دشمنانو پدغی فتنو خورولو باندې تنده ماته نه شوه تر دې چې فکر ئي وکړ چې دا دين د بيخ نه نړول پکار دي...
او د دین بنیادی مصادر خو قرآن او حديث دي دوې د يو مكر او د فریب نه کار واخيسته چې دا خبره ئي د خلكو ذهن کې واچوله چې دلته د قرآن او سنت تکراو دى او قرآن خو قطعي او يقيني دى او احاديث خوظني دي لهذا احاديث به پريدو.
د هغې د عمل کولو نه ئي انكار شروع کړ ددې سره سره ئي بعضي نور شبهات هم بیانول شروع کړی او دا پدې وجه باندې نه چې د دوې په زړونو کې د قرآن کریم احترام وو، بلکه د دوي مقصد د دین بیخ کندن وو او د دین په احکامو باندې خو احادیث ډير صريح وو د هغې د ټولو تحريف او تأويل خو ممكن نه وو د هغې نه ئي بالكل انكار وكړ او يا ئي د هغې نه انكار كول شروع کړی چې دوې د مزاج مخالف
وو او د قرآن کریم په آياتونو کې خو اجمال وو د هغې ئي تأويل شروع کړ او پدې بنياد باندې د دين د عقيدي او عمل ډيرو مسائلو نه انکار وکړ، لکه د الله د صفاتو نه انکار، د عذاب قبر نه انکار، د دجال د راتلو نه انکار، په جنت کې د الله تعالى د ديدار نه انکار، د الله د کلام نه انکار، د رجم نه انکار، د ابو بكر او عمر رضي الله عنهما د فضيلت نه انکار او همدغه رنګه د مختلفو شرعي حكمونو نه انکار چې امت د هغې په اثبات باندي متفق وو.
دا فتنه په هر دور کی ناشنا رنګ او ناشنا ناشنا شبهات خوروي چې پدې دور کې هم يو ځل بيا په نوې رنګ باندې راښکاره شوې ده چې د هغې د وجې نه د ډیرو خلکو په ذهنونو کې شبهات را پيدا شوې دي.
د دين دفاع او د ناموس رسالت دفاع د احاديثو د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه دفاع د هر مسلمان فریضه ده چې د خپل وسع موافق د هغې دفاع وکړي پدې بنياد باندې مونږه هم سره ددې چې مونږه اقرار کوو چې زمونږه ذهن ډير قاصر او کوتا دی او علمی سرمایه راسره هم ډیره زیاته کمه ده لكن صرف د رب په وړاندې خپل مسؤليت ادا کولو په بنیاد باندې قلم را اخلو غواړو چې د قرآن سنت او د سلفو اقوال څخه دا خبره ثابته کړو چې احادیث درسول الله صلى الله عليه وسلم حجت دی، واجب العمل دي، ددې نه انکار کول د دین نه انکار کول دي.
او د هغې شبهاتو جوابونه وکړو چې منکرين حديث یي امت ته پيش كوي، او امت ګمراه كول ئي مقصد دی.
الله رب العالمين دى د هغی کلماتو توفيق راکړي چې الله ته خوښ وي او هغه پرې راضي وي. او زمونږه دا څو کلمات په اخلاص بناء کړي او بيا د هغه په وړاندې مقبول وګرځي، رب العالمين نه دعاء کوو چې زمونږه دا کلمات د قيامت په ورځ د نيکو په تله کې واچوي او زمونږه د نجات سبب ئي وګرځوی خوي الله دې مونږه ته د خير توفيق راكړي. «آمين»
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مقدمه(۳)آخره برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
( وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ).النحل: 64.
او مونږه نه دی نازل کړی په تا باندې کتاب مګر ددې لپاره چې دوې ته هغه څه بيان کړې چې دې اهل کتابو ورپکې اختلاف کړی دی هغه هدایت ، رحمت
دی د هغي قوم لپاره چې ايمان لري.
د انبياؤ او رسولانو بعثت د رب العالمین په خپلو بندګانو باندې يو لوې نعمت دی
ځکه د انبياؤ او رسولانو بعثت ته د خوراک او سکاک د نعمتونو نه هم زيات
ضرورت دی، ځکه د خوراک او سکاک زمونږه د دنیا ضرورت دی.
او د انبياؤ بعثت زمونږه د دین ضرورت دی د دین ضرورت د دنيا د ضرورت نه
ډیر شدید او ډیر مخکې دی.
د خوراک او سکاک په وجه باندې زمونږه د دنیا فانی زندگی بچ کيږي او د انبياؤ او د رسولانو عليهم الصلاة والسلام د ارشاداتو په عملي کولو باندې د بندګانو ابدي زندگي بچ کيږي که خوراک او سکاک ختم شي انسان ته مرګ راځي، خو که د انبياؤ په ارشاداتو عمل کول بندګان پريدي بندګان کافر کيږي چې كفر دمرګ نه زیات خطرناک او نقصانی دی.
د ارحم الراحمين ذات د بې انتهاء رحمت غوښتنه همدا وه چې هغه مونږه ته رسولان راولیږل، او پدې امت باندې يو لوې انعام دا دی چې دې امت ته ئي سيدالأولين والآخرين، شفيع المذنبين، امام الأنبياء، رافع اللواء، رسول راوليږه.
او د هغې اطاعت ئي په مونږه باندې فرض کړه بلکه هیڅ عبادت الله ته مقبول نه دی تر څو چې د هغه د سنت او طريقي موافق نه وي او هيڅ بنده ته د جنت د داخلیدلو موقع نه شته دی تر څو چې ددې نبی په نقش قدم باندې روان شی.
دي نبي ته الله رب العالمين دا وظيفه ورکړی ده چې ته د رب العالمين مبارک
حکمونه خلکو ته ورسوه.
فرمائي: (يَأَيُّهَا الرَّسُولُ بَلَّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ )..المائدة: 67
ای رسول ته خلکو ته هغه څه ورسوه چې تا ته ستا د رب د طرف نه نازل
کړی شوي دي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه خپل وظیفه په صدق او امانت سره ادا کړه تر دې چې د خپلو ملګرو صحابه کرامو نه ئي د حجة الوداع په موقع باندې گواهي واخيسته چې ما خپله وظیفه د تبيلغ اداء کړی ده او که نه؟ هغوې ګواهي ورکړه چې تا خپله دنده منصب او وظیفه په دی صدق او امانت سره اداء کړه.رسول الله صلى الله عليه وسلم د حجة الوداع به موقع د صحابه کرامو نه پوښتنه وکړه چې ستاسو نه به زما باره کې پوښتنه کيدلي شی تاسو به ورته څه جواب ورکوی؟
هغوي وويل: مونږه به داسې وايو چې تا د الله پیغامات مونږه ته پوره پوره
را ورسول او تا امانت پوره ادا کړه او پوره خيرخواهي دې وکړه هغه خپله ګوته اسمان ته اوچته کړه او خلکو ته به ئي رامائله کوله او درې كرتي ئي داسي وویل: یا الله ته ګواه شه.
رسول الله صلى الله عليه وسلم د الله رب العالمين حکمونه پوره پوره صحابه کرامو ته ورسول او بیا خپل امت ته حکم وکړه چې تاسو دا زما پیغامات غائبو خلکو ته ورسوئ[مسلم۱۲۱۸]،او وئ وفرمائيل: (لِيُبَلِّغِ الشَّاهِدُ الغَائِبَ).رواه البخاري: 67، ومسلم 1679
په تاسو کې دې حاضرين غائبينو ته دا پيغامات ورسوي.
او امت ته ئي حكم وكړه ( بَلِّغُوا عَنِّي وَلَوْ آيَةٌ).رواه البخاري: 3461
تاسو زما له طرف نه ورسوئ ولو که یو آيت هم وي.
او هغه چا ته ئي د تروتازگی دعا وکړه څوک چې د الله رب العالمين پیغامونه نورو ته رسوي.
الله دې هغه سړی تروتازه کړي چې زما وینا واوري او هغه ياده کړي او په ياد کې وساتي او بيا ئي بل ته ورسوي ځکه ډير کرتې د فقهې حامل هغه چا ته دا فقاهت بيانوي چې هغه ددې نه زيات فقاهت والا وي.أخرجه الترمذي: 2658
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مقدمه(۲)-برخه نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داسلامي دین ښېګړې او فایدې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي شريعت بله ګټه دا ده ده . چې د مسلمان په عزت او احترام امر کوي په ځانګړې بيا د سپين ږيري او امر کوي چې پر کوچيانو دې له رحم او ترحم څخه كار واخستل شي، نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: «لَيْسَ مِنَّا مَنْ لَمْ يُوَفَّرْ كَبِيرَنَا، وَيَرْحَمْ صَغِيرَنَا». [مسند احمد: ۱۹۳۷]
ژباړه: له مونږ څخه هغه څوک نه دی چې زمونږ د مشر احترام نه کوي او زمونږ په کشر رحم نه کوي.
او فرمايي: «إِنَّ مِنْ إِجْلَالِ الله إِكْرَامَ ذِي الشَّيْبَةِ الْمُسْلِمِ». [سنن ابي داود: ٤٨٤٣]
ژباړه: د الله پاک له تعظیم څخه دا هم دي چې د سپينږيري مسلمان قدر او احترام وكړى شي.
د اسلامي دين بله ګټه دا ده چې له ناکاره او بدو خبرو او بدزبانی نه خلک منع كوي، نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: «لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَانِ، وَلَا اللَّعَانِ، وَلَا بِالْفَاحِشِ، وَلَا بِالْبَذِي». [١٩٧٧]
ژباړه مومن انسان په خلکو عيب نه لګوي او نه لعنت ويونکي وي، او نه
کنځلمار وي او نه بي حياء وي.
د اسلامي دين بله ګټه دا ده چې په مجلس کې له دریم نه بغير به دوه کسان پټې خبرې نه کوي، په دې خاطر چې د دریم د خفګان سبب ونه ګرځي، شايد هغه به اټکل کړي چې دواړه زما اروند غږيږي، همدا راز دا د مجلس له ادبونو سره هم منا في عمل دی دا هم د مجلس ادب دی چې باید په داسې اجنبې ژبې خبرې اترې ونه کړی شي چې دریم کړی یې پرې علم و نه لري، نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي: إِذَا كُنْتُمْ ثَلَاثَةٌ فَلَا يَتَنَاجَى اثْنَانِ دُونَ الْآخَرِ، حَتَّى تَخْتَلِطُوا بِالنَّاسِ مِنْ أَجْلِ أَنْ
يُحْزِنَه. [صحيح مسلم: ٢١٨٤]
ژباړه: تاسو چې کله درې کسان وی نو دوه دې له دريم کړي پرته پټې خبرې نه کوي، ترڅو له نورو خلکو سره ګډوډ شئ په دې خاطر چې د مجلس دريم غړی خفه كوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۴)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داسلامي دین ښېګړې او فایدې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي دين بله ګټه دا ده چې له خپلولۍ پرېښودلو او يو بل ته له شا اړلو نه منعه كوي، متقابل بغض او حسد څخه د ځان ساتني امر كوي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: «لَا تَقَاطَعُوا وَلَا تَدَابَرُوا، وَلَا تَبَاغَضُوا، وَلَا تَحَاسَدُوا». [جامع الترمذي: ١٩٣٥]
ژباړه: له یو بل سره اړيکي مه شکوئ شا يو بل ته مه اړوئ، بغض او حسدونه
يو له بل سره مه کوئ.
د اسلامي دين بله ګټه دا ده چې خلکو پسې له ټوکو ټکالو، د هغوی خوګانو او
عيبونو ذكر كولو نه منعه کوي، الله پاک فرمایي
(يَأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِّن قَوْمٍ ) [ سورت حجرات: ۱۱]
ژباړه: ای هغه خلکو چې ایمان مو راوړی دی يو قوم دې له بل قوم پسې مسخرې او ټوکې ټکالې نه کوي.
د اسلامي دين بله ګټه دا ده چې مونږ ته امر کوي چې څه اورو بايد تحقيق په کې وکرو، الله پاک فرمایي:
يَأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا إِن جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ ﴾ [سورت حجرات: ٦]
ژباړه: ای هغه خلکو چې ایمان مو راوړی دی که چرته درته فاسق په يو خبر راشي نو پلټنه يې وکړئ مخکې له دې چې يو قوم ته به په ناخبرۍ کې تکلیف ورسوئ او بیا به په خپلو کړو وړ پښېمانه یاست.
داسلامي دين بله ګټه دا ده چې مسلمانانو ته له تكليف او ستړې رسولو نه منعه کوي، الله پاک فرمایي:
وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا ﴾ [سورت احزاب: ٥٨]
ژباړه او هغه خلک . چې مومنانو سړيو او ښځو ته په ناکرده څه باندې تكليف او خفګان رسوي نو دوی د ښکاره دروغو او ګناه پیټی - پر ځان بار کړی.
او نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: «څوک چې اوږه پیاز یا ګندنه وخوري نو زمونږ مسجد ته دې نه نزدې
کيږي، ځکه ملائک له هغه څه نه تكليف کې کيږي چې انسان ورڅخه په
تكليف كي واقع كيږي.». [صحيح ابن خزيمه: ١٦٦٥]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۲)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
ما ته بخشش اوکره ته به سوچ کوی چی ما ولی ستا نه بخشش طلب کرو دا ځکه چی د رمضان دویمه عشره شروع ده او دا دويمه عشره د مغفرت وي او نبي عليه السلام فرمائي چی لعنت دي وي په هغه بنده چې د رمضان میاشت پری راشي او ختم شي او دده مغفرت پکی اونشي نو الله تعالی خو هره ګناه معاف كوي خو شرک او غیبت نه معاف کوي نو که چیري ما ستا غيبت كړي وي یا می درته سه تکلیف دركري وي نو ما معاف کره
🤲🤲🤲🤲🤲
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:((دتوبې فضائل او فوائد))
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په قرآن کریم او احادیثو مبارکه ؤ کې دتوبې دیر زیات فضیلتونه راغلي دي خو زه به درته صرف یو څو فضیلتونه بیان کڔم
په توبې سره دانسان مخکینی ټول ګناهونه معاف کیږی:الله رب العزت فرمایی:
( وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ)[الشوری۲۵]
”الله هغه ذات دی چې قبلوي توبه دخپلو بندګانو او ګناهونه ورته معاف کوی“
نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمائي:دګناه نه توبه کوونکی داسې دی لکه دسره یې چې ګناه نوي کړي.رواه ابن ماجه
((دتوبې مختصر(۴)فوائد))
(۱)-په ریښتنی توبې سره دانسان ټول ګناهونه معاف کیږی.رواه ابن ماجه.
(۲)-توبه کوونکې سره الله جل جلاله محبت کوی.[سورة الحجر ۵۹]
(۳)-په توبې سره الله جل جلاله دیر خوشحالیږی.رواه بخاری ومسلم.
(۴)-توبه دانسان دفلاح او کامیابۍ ذریعه ده.[النور آیت۳۱]
(۵)-انسان ته ښکلې ژوند د دنیا نعمتونه نصیبه کیږی.[هود آیت۳]
(۶)-دانسان زره دګناه دخیري نه صفا کیږي.رواه الترمذی.
((بار بار توبه ویستونکې مُصِر ندی))
پاتې شوه دا خبره چې الله رب العزت فرمائي
:(وَلَمْ یُصِرُّ عَلَی مَا فَعَلُوْ یَعْلَمُوْنَ)
[ال عمران۱۳۵] الله جل جلاله دانسانانو ګناهونه بخښي خو چې دوی په خپلو ګناهونو باندې اِصرار(تینګوالي)نکوي
(یعنی بار بار یې نه کوي).
دعلامه آلوسي رحمه الله تحقیق ددې آیت په تفسیر کې علامه آلوسي رحمه الله په خپل تفسیر (روح المعاني)کې لیکلي چې اِصرار دیته وایي:(په یو قبیح (او دګناه په)کار سڔې همیش والې کوي خو استغفار هم نه وایي او توبه هم نه اوباسي،نودیته اِصرار ویلي شي.
او که چیرته دیوی ګناه کولو نه پس یې استغفار وویل،په زره کې په تیره ګناه پښیمانه شو او آئنده کې یې دا پخه اراده وکره چې بیا به یې نه کوم نو الله جل جلاله به ورته دا ګناه معاف کڔی،اوس که بیا ورنه دا ګناه اوشوه او بیا یې هم همدغه شان توبه اوویسته نو الله جل جلاله به دوبار ورته ګناه معاف کڔي اګر چې دورځی اویا(۷۰) پیرې ګناه وکڔي او توبه اوباسي.او همدا دحدیث مطلب دی چې(هغه کس همیش والې په ګناه ندې کڔې چې بخښنه یې غوښتې وي اګر چې دورځې اویا(۷۰) پیرې یې دا ګناه کري وي او بیا توبه یي ورنه ویستي وي.
((دملا علي قاري رحمه الله تحقیق))
هم په مرقاة شرح دمشکوة کې فرمائي:
څوک چې دګناه نه روسته استغفار ووایي (په اخلاص توبه اوباسي)نو دا سڔی اِصرار کونکې ندې.
وعید.البته که یو سرې تَش په خُله استغفار وایي او په زره کې په تیره ګناه پښیمانه نه وي او آئنده یي دا اراده هم نه وي چې ګنی بیا به یې نه کوم او تش دخُولې توبه اوباسي او بار بار ګناه کوي نو د داسې کس باره کې سخت وعیدونه هم راغلی دي- نبی علیه السلام فرمایي:(کوم سرې چې په خُولی خو دګناه نه استغفار غواري حالانکه په ګناه باندې قائم وي،دپریښودلو اراده یې هم نه وي خو دي دخپل رب پورې خندا کوونکې دی.اصلاحی مُدلل تقریرونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داسلامي دین ښېګړې او فایدې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
طلاق هم په اسلام کې ګڼ شمېر ګټې لري، لومړی خوبي یې دا ده چې د طلاق واک الله پاک نارینه ته ورکړی دی بله خوبي په کې دا ده چې له دريم طلاق وروسته په خاوند باندي ښځه په شدت سره حراميږي، ځکه ظاهر خو په دې پرېکړه کوي چې څوک خپلې ښځې ته درې طلاقه ورکوي نو په فراق يې خوشحاله دی او اسلام دا مهال ښځې ته اجازه ورکوي چې له بل چا سره حلاله نکاح وکړي دا په دې خاطر چې له دوهم خاوند سره نکاح د مخکني خاوند سره د بېرته نكاح مانع وګرځوي، بله ګټه یې دا ده چې له طلاق و روسته دوهم.خاوند سره د ښځې نکاح په دې پرېکړه ده چې د طلاق معنا دا نه ده چې مطلقه ښځه په لومړي خاوند بيخي حرامه ده او بېرته ورته د بل چا له طلاق و روسته هم رجوع نه شي کولی، ځکه کله نا کله داسې هم کيږي چې لومړی خاوند له خپلې مطلقې ښځې څخه صبر نه شي کولی نو ژوند له لاسه ورکړي، نو اسلامي شريعت ورته د بېرته نکاح لپاره د بل خاوند نکاح او بیا طلاق ډېره ښه ذریعه وګرځوله، خو دا هله چې دوهم خاوند د ښځې ګبين كوتى وڅکوي او ښځه د خاوند، هغه هم په دې شرط چې حلاله به نه وي ځکه نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي.(لَعَنَ الله المحلل والمحلل له)سنن ابن ماجه ۱۹۳۶
ژباړه: په محلل څوک چې ښځه د حلالې لپاره په نکاح اخلي) او محلل له (د چا په خاطر چې ښځه په نکاح اخستل کيږي دواړو باندې د الله لعنت دى.
د طلاق بله خوبي دا ده چې طلاق بايد په طهر كې وي چې خاوند له ښځې سره پكې جماع نه وي کړي په طلاق کې سنت طريقه هم دا ده، که يې ورڅخه خپل حاجت پوره کړی وي نو طبعي ده چې میلان به يې ورڅخه کم شوی وي، نو په لږ څه به وکړی شي چې هجران ته يې زړه پوره جوړ وي، ځکه کوم مهال چې انسان له څه شي موړ شي نو له سترګو يې هم ولویږي، ډېر سپک ورته ښکاره شي، خو چې کله يو څه ته وږی تږی وي نو بيا طلاق له ډېر سوچ او غور نه وروسته ورکول کيږي، خو دا چې کله څوک په خپله پرېکړه پښېمانه وي او د طلاق فيصله بيرته اخستل غواړي، نو ښه او په سنت برابر طلاق دا دی چې په داسي طهر كي طلاق ورکړل شي چې خاوند په کې له ښځې سره همبستري نه وي کړي، ځکه دا د پوره رغبت او ميلان وخت وي او ظاهره ده چې په دې حالت کې خاوند ښځې ته طلاق نه شي وركولى مګر دا چې طلاق ته شدید حاجت وي
نو بيا ورته اسلام د طلاق اجازه ورکړې ده.
په طلاق کې بله خبره دا ده چې ټوکې ټکالې په کې هم اسلام حقیقت ګرځولی
رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایی:(په دریو شيانو باندې ملنډې وهل جواز نه لري، طلاق، عتاق او نکاح که څوک پرې تلفظ وکړي نو احكام يې واجب شول).مسند الحارث ۵۰۳
کله چې انسان وخبريږي او عاقل او دانا وي چې په مجرد تلفظ باندې که څه هم د ټوکو ټكالو حالت ولي نه وي او طلاق واقع کيږي نو د الله په اذن سره به ترې راستون شي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۰)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ