ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دمونو او تعویذونو بیان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
أتم(۸)درس التوحید پښتو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(دابوبشیرأنصاری رضی الله عنه نه روایت دی چه زه یوځل دنبیﷺ سره په بعضو سفرونو کښی ملګری ووم یو قاصد یو استازی یی ولیږلو او ورته یی ووئیل چه داوښ په غاره کښی هغه امیل چه دلیندو دتارونو نه جوڔ شوی وی یا صرف امیل وی نو هغه مه پریږده او که نه وی هغه ترینه پریکڔه)[بخاری]
(دابن مسعود رضی الله عنه نه روایت دی چه ما دنبیﷺ نه اورریدلی دی چه هغه به فرمائیل چه هغه دم(چه شرکی کلمات پکښی وی)او تعویذونه او دارنګی هغه شی چه دهغی په دم سره د سڔي دښځی سره مینه پیدا کیږی داټول شرک دی)[احمد]
تَمَائِمُ:هغه شی دی چه خلک یی دماشومانو په غاره کښی ددی دپاره ځوڔندوی چه دبدنظر ئی نه بچ شی نو کچیرته دغه تعویذ دقرآن دآیتونو نه جوڔوی نوبیا بعضی سلفو علماء دهغی دجایز کیدو فتوا ورکڔیده-اوبعضو سلفوپه کښی بالکل اجازه نه ده ورکڔی اګر که دقران نه هم وی لکه عبدالله بن مسعود رضی الله عنه هغه ممنوع ګرځولی دی-
الرُّقٰی:داهغه شی دی چه هغی ته عزائم هم ویلی کیږی یعنی دم اچول-ددلائلو دنګاه نه هغه دمونه جائز دی چه کوم کښی شرکی کلمات نه وی لکه نبی ﷺ دبدنظرئ او دارنګه دزهریله شیانو دچیچلو دوجی دم جائز کڔی-
اَلتِّوَلَة:دا داسی یوشی دی چه مشرکانو په دی عقیده لرله چه داشی ښځه خپل خاوندته او خاوند خپلی ښځی ته محبوب کوی-
غیرشرعی دمونه او تعویذونه دارنګه(التوله) دادری واره شرک دی کښی هیڅ استثناء او جداوالی نه دی راغلی
که تعویذ دقرآن نه هم وی نو بیا هم پکښی دعلماء کرامو اختلاف دی چه آیا دا شرک دی، او که نه دی؟یعنی جایز دی اوکه ناجائز دی؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
םבםב ﷺ وفرمایلی:
ایا غیبت پېژنئ؟ هغوی وویل: الله تعالی او د هغه رسول ﷺ ډېر زیات ورباندې عالم دي رسولﷺ وفرمایل خپل ورور په داسې ډول یادول چې د هغه ناخوښه وي.
(صحيح مسلم ۲۵۸۹)
@rokhanlibrary
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
"د لاإله إلا الله"دګواهی طرف ته دعوت ورکول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پنځم(۵)درس التوحید پښتو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
الله تعالی فرمائی:(قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللهِ وَمَا أَنَا مِنَ الْـمُشْرِكِينَ)[یوسف۱۰۸]
"ای پیغمبره ته ووایه چه دا ځما لاره ده چه په دلیل سره دالله تعالیٰ توحید طرفته بلنه او دعوت کوم زه او هغه څوک چه زما تابعداری کوی او الله رب العالمین دهر قسم عیبونو او نقصانونو نه پاک ذات دی او زه دمشرکانو دډلی نه نه یم"
(دسهل بن سعد رضی الله عنه نه روایت کو ی چه رسول اللهﷺ دخیبر په ورځ وفرما ئیل چه سبابه ځه هغه سڔی ته جنډا او بیرغ ورکوم چه هغه دالله تعالی سره او دالله تعالی پیغمبرسره ډیر محبت لری او هغه الله اودالله رسول ته هم محبوب او خوښ دی الله تعالی به دهغی په لاسونو فتحه او کامیابی راولی نو صحابه کرامو په داسی حال کی شپه تیره کڔه او په فکر کی وو چه چاته به دا جنده ورکول کیږی هر کله چه سحر شو نو ټول د رسول الله ﷺ خواته راغلل او هریو دا أمید لرلو چه دا جنده به ماته راکولی شی نونبی ﷺ وفرمائیل چه علی بن ابی طالب چیرته دی؟نو چا ورته ووئیل چه دهغی سترګی خوږیږی نو صحابه کرامو هغی پسی څوک ورولیږل نو هغه راوستلی شونو رسول ﷺ دهغی په سترګو خپلی لاڔی (لعاب)مبارکی واچولی او دصحت دعائی ورله وغوښتله نو داسی روغ او جور شو ګویا چه په هغی باندی بالکل مخکی درد نه وو-نو نبیﷺ علی رضی الله ته جنده او بیرغ ورکڔو او ورته ئی وفرمائیل اوس په مزه مزه روان شه تردی چه دهغوی علاقی ته ورسیږی نو اول ورته داسلام دعوت ورکڔه -او دالله تعالی په هغه حقوقو ئی چه په اسلام کښی په هغوی باندی لازم او واجب دی خبر کره-قسم په الله که الله تعالی ستاپه وجه یوسڔی ته هدایت وکڔی نو ستادپاره، دغه ګته،دسرواوښانو نه ډیره غوره ده. صحیح البخاری
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وَقَضَيْنَا إِلَىٰ بَنِي إِسْرَائِيلَ فِي الْكِتَابِ لَتُفْسِدُنَّ فِي الْأَرْضِ ..
صوت: الشيخ ياسر الدوسري
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دتوحید فضیلت او پدی سره دګناهونو درژیدلو بیان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دوهم (۲)درس التوحید پښتو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
الله تعالیٰ فرمایی:(الَّذِينَ آَمَنُوا وَلَـمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُمْ بِظُلْـمٍ أُولَئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُمْ مُهْتَدُونَ)
"هغه کسان چه ایمان ئی راوڔی دی او دایمان سره یی هیڅ قسم شرک نه دی ګد کڔی نو دغه کسان ددوی دپاره دعذاب نه امن (بچ کیدل) دی او همدوی دهدایت والا دی"
"انس رضی الله عنه نه روایت دی چه ما دنبی صلی الله علیه السلام نه اوریدلی دی چه هغه به وئیل:چه الله تعالیٰ فرمایی ای د آدم بچیه کچیرته ته ماته په داسی حالت کښی راشی چه ټوله ځمکه دی دګناهونو نه دکه کڔی وی او بیا ځما سره پداسی حالت کښی میلاوشی چه ماسره دی هیڅ شی هم برخه دار،حصه دارنه وی جوڔ کڔی نوځه به هم دځمکی دډکوالی برابر ګناهونه تاته معاف کڔم-"(جامع الترمذی)
"-ددی قول(عَلٰی مَا کانَ مِنَ العمل) یعنی د انسان عمل چه هرڅنګه وی خو جنت ته د داخلیدو شرط هغه دتوحید عقیده ده-"
"که په حدیث دانس رضی الله عنه کښی غوراو سوچ وکڔی شی نو داخبره به معلومه شی چه په حدیث دعتبان کښی چه داخبره ذکر ده ((چه الله تعالی په هغه چا دجهنم اور حرام کڔیدی چه د الله درضا غوښلو په خاطر دا کلمه وائی چه))،،لااله الاالله،، چه ددی نه مراد ټول شرک پریښودل دی صرف په ژبه باندی دغه کلمه وئیل دنجات دپاره کافی نه دی-"
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کتاب التوحید
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لومری (۱)درس التوحید
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
الله تعالیٰ فرمایی:(وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ)[الذرایات۵۶]
"او ما پیریان او انسانان نه دی پیداکڔی مګر ددی دپاره چه خاص ځما عبادت بندګی وکڔی"
او همدارنګی فرمایی:(وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اُعْبُدُوا اللهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ) [النحل۳۶]
"او یقینا مونږ په هرامت کښی یو پیغمبر لیږلی دی ددی دپاره چه خلکو ته خبر ورکڔی چه خاص د الله تعالی بندګی وکڔئ او دطاغوت(غیرالله) دبندګی نه ځان وساتئ،
او همدارنګی الله تعالیٰ فرمایی(وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا) [الاسراء۲۳]
"او ستا رب دا فیصله کڔیده چه تاسو به بندګی نه کوی مګر صرف د الله تعالیٰ ،،او دخپل مور او پلار سره به نیک سلوک کوئی-
الله تعالیٰ فرمایی:(وَاعْبُدُوا اللهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا)[النساء ۳۶]
"او تاسو ټول خالص او یواځی دالله تعالی بندګی وکڔئ او دهغی سره هیڅ شی برخه دار مه جوڔوئ"
(دمعاذ بن جبل رضی الله عنه نه روایت دی هغه وایی چه زه دنبی علیه السلام سره په خر باندی روسته سور ووم نو ماته یی وفرمائیل چه ای معاذه!آیا تاته دا پته شته چه دالله تعالی په خپلو بندګانو څه حق دی او دبندګانو په الله تعالی باندی څه حق دی؟ ما ورته وویل چه الله او دهغه پیغمبر دیر ښه پوهیږی(یعنی ماته پته نشته)نو نبی علیه السلام وفرمائیل"چه دالله تعالی حق په بندګانو باندی دادی چه یواځی دهغه بندګی به کوی او هیڅ قسم برخه دار به ورسره نه جوڔوي،،او دبندګانو حق په الله تعالی باندی دادی چه الله تعالی به هغه چاته عذاب نه ورکوی چه دالله تعالی سره شریک او حصه دار بالکل نه وی جور کڔی،،نو ما وویل ای دالله پیغمبره آیا زه ددی خبری زیری خلکو ته ورنکڔم؟نبی علیه السلام وفرمائیل"چی،نه" زیری مه ورکوه ځکه خلک دا خلک به بیا هم دا کافی وګڹی او نور عملونه به بیا نه کوی،،دا حدیث امام بخاری او امام مسلم دواڔو روایت کڔیدی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
📚 نام کتاب: «فضائل فلسطین ومسجد اقصی».
🔹 در این کتاب، جایگاه مبارک سرزمین فلسطین ومسجد اقصی را در روشنائی قرآن وسنت واقوال علمای امت خواهید خواند.
•┈┈┈┈┈•✿❁✿•┈┈┈┈┈•
کتابخانه هرات آنلاین
بزرگترین وپیشرفته ترین گروه 24 ساعته برای درخواست هرنوع کتاب های pdf
گروه مارا به دوستان تان معرفی کنید🌸
admin:
@khademMobarez
gorops:
/channel/+_kQD3GkQv4I1ZTg1
د پښټـو چینلـونو یو بهتـرین لیست!
د لیست د ګډون لپاره دلته مسیچ وڪړي!
{@list_id_1}👈
{@list_id_1}👈
{@list_id_1}👈
مولوي سید سبحاني اغا👇
/channel/a09054075838
الڅـراغ د ړڼا لاره👇
@ALSIRAGH_1
ده واتساپ اسلامی لینکونه👇
@Ry46i77
ډیزاینی ترانی👇
@agAKHfDsAHBMK
تکسل او پیکسلاب دیزاین👇
@taxil_pixelap_dizin_nasiri_f
مولوي عبدالحمید حماسي چینل👇
@fboqtpcnckncb
شیخ حماسي بیانونه چینل👇
@aaabdjdbxhxh
شتا نشتون چینل👇
/channel/+pwAk1kPj1VgyNzNl
العارف خپردونیه اداره چینل👇
@Lopolkujgg
ښه ژوند وکړي چینل👇
/channel/+DWkDzvq-SdU0OTk1
ادبي حیرانوڪي خبري چینل👇
@sherahmadmohammdi
آراواپوهني چینل👇
/channel/+5Xh4eFo1mlwxM2Q1
د میني ڪور چینل👇
@DA_Mini_kor
انلاین پیسو ګتل چینل👇
@today_mazigar
زه یواځی یم چینل 👇
@aertuioplnbc
روښان ڪتابتون چینل👇
@rokhanlibrary
قرآن کریم پښتو ترجمه👇
@TGJFHJKHFD
قاري عادل عمار👇
@HabibiAbrat
مولوي سید سبحاني اغا👇
/channel/a09054075838
ـــــــــــــــــــــــــــــــ👇👇👇
{@list_id_1}👈
{@list_id_1}👈
{@list_id_1}👈
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لسم(۱۰) درس
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
:اللهُ أَکْبَرُ کَبِیرًا،وَالْحَمْدُلِلَّهِ کَثِیرًا،وَسُبْحَانَ اللهِ
بُکْرَةً وَأَصِیلًا.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
📕📗📘📙📓📔📒📕📗📘📓
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
❤ دتوحید دعقیدی
مختصر مسائل ❤
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سوال.توحید په قرآن کریم کې په کوم سورت
کې ذکره ده ؟
جواب:دکلمه طیبه اول جز په سورت محمد۱۹ آیت کې ذکر دے او دویم جزئي په سورت فتح۲۹آیت کې ذکر دے اوپه احادیثو کې په ډیرو ځایونو کې دواره جزؤ په یوځای راغلې دي لکه څرنګه چې داسلام دارکانو په باره کې په حدیث کې ذکر وه
سوال:د لااله الاالله محمدرسول الله څه
معنی ده ؟
جواب:معنی ئی داده نشته حقدار دبندګئ سیوا دالله تعالی نه او محمد صلی الله علیه وسلم دالله تعالی رسول دے.
سوال:په کلمه توحید کې څو ارکان دي ؟
جواب:په کلمه طیبه کې څلور ارکان دي دوه په لااله الاالله کې
۱-نفي ده چه لااله ده.
۲-اثبات ده چه الاالله دے.
دا دواڔه ارکان په دې ایت کریمه کې ذکر دي الله تعالی فرمائي:
{ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللهِ }
من سورة البقرة- آية (256)
ترجمه چاچې کفر په طاغوت اوکڔو او ایمان ئي په الله تعالی راؤڔو.
{فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ} کې نفې ذکر ده او په
{وَيُؤْمِنْ بِاللهِ} کې اثبات ذکر دے.
او دوه ارکان په محمدرسول الله کې دي
۱-دا بنده دالله تعالی دے لکه څرنګه چې الله تعالی فرمائي
{الْحَمْدُ للهِ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَى عَبْدِهِ الْكِتَابَ}
من سورة الكهف- آية (1)
ترجمه:حمد دے هغه ذات لره چې په خپل بنده ئي کتاب نازل کڔے دے.
۲-نبي علیه السلام دالله تعالی رسول دے دارکن هم په ډیرو آیتونو کې راغلے دے مثلاً الله تعالی فرمائي:
{قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللهِ إِلَيْكُمْ
جَمِيعًا}
من سورة الأعراف- آية (158)
ترجمه:ته دې خلقو ته ووایه چې اے خلقو یقیناً زه دالله تعالی رسول یم تاسو ټولو ته.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
:اللهُ أَکْبَرُ کَبِیرًا،وَالْحَمْدُلِلَّهِ کَثِیرًا،وَسُبْحَانَ اللهِ
بُکْرَةً وَأَصِیلًا.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
📕📗📘📙📓📔📒📕📗📘📓
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
❤ دتوحید دعقیدی
مختصر مسائل ❤
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سوال:داسلام لغوي او اصطلاحی معنی څه ده ؟
جواب: اسلام په لغت کی تابعداری،ځان تسلیمول عاجزی کول او منلو ته وائي.
اوپه اصطلاح کې الله تعالی ته په توحید سره ځان تسلیمول او هغه ته په تابعدارئ سره غاره کیښودل اودشرک او مشرکانو نه بیزاره کیدل
سوال:ارکان داسلام څو دي او دلیل پرې څه دے؟
جواب:ارکان داسلام پنځه دي
۱-کلمه طیبه ۲-لمونځ ۳-روژه ۴-زکات ۵-دبیت الله حج دهغه چا دپاره چه طاقت ئي لري
دلیل په په دې ارکانو داقول د رسول الله صلی الله علیه وسلم دی فرمائی
بني الإسلام علی خمس:شهادة أن لاإله إلا وأن محمدا رسول الله،وإقام الصلاة، وإیتاء الزکاة،وحج البیت (متفق علیه)
ترجمه:اسلام په پنځه شیانو بناء دے
۱-ګواهی کول د دې چې نشته معبود په حق سره بغیر دیوالله تعالی نه اوګواهی پدې چې)محمدصلی الله علیه وسلم دالله تعالی رسول دی
۲-پابندی کول دلمانځه—۳زکات ورکول— ۴حج کول دبیت الله—۵نیول دمیاشت درمضان
سوال:دایمان لغوي او اصطلاحی معنی څه ده ?
جواب:ایمان په لغت کی تصدیق کول ته وائي:
اوپه اصطلاح کې د درې شیانو نه جور دے
۱-تصدیق په زڔه کول
۲-اقرار په ژبه سره کول
۳-عمل په اندامونو باندې کول
او ایمان په نیکو اعمالو سره زیاتیږي او په بدو اعمالو سره کمیږی
سوال:دایمان ارکان څودي او دلیل پرې څه دے ؟
جواب:دایمان ارکان شپږ دی
۱-ایمان په الله تعالی باندې لرل
۲-ایمان په ملائکو باندې لرل
۳-ایمان په کتابونو دالله تعالی باندې لرل
۴-ایمان په رسولانو دالله تعالی باندې لرل
۵-ایمان په ورځ دآخرت باندې لرل
۶-ایمان دتقدیر دخیر او شر باندې لرل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اتوم(۸) درس
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
:اللهُ أَکْبَرُ کَبِیرًا،وَالْحَمْدُلِلَّهِ کَثِیرًا،وَسُبْحَانَ اللهِ
بُکْرَةً وَأَصِیلًا.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
📕📗📘📙📓📔📒📕📗📘📓
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
❤ دتوحید دعقیدی
مختصر مسائل ❤
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سوال:دشرک في الاسماء والصفات څه تعریف دے ؟
جواب:مخلوق دالله تعالی سره شریک ګڼل په نومونو او صفتونو دهغه کې.
سوال:دشرک في الاسماء والصفات په رد بانې څه دلیل دے
جواب:دلیل پری دادے الله تعالی فرمائي.
{ وَلَـمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ}
من سورة الإخلاص- آية (4)
ترجمه:نشته هغه لره هم صفت هیڅ څوک.
فائده.لغظ دکفوًا عام دی مشابه،مساوي، مماثل،مجانس،معادل او نظیر دالفظ ددې ټولو په معنی باندې راځی نو د دې وجې نه ئې دا لفظ ذکر کڔو ددې دپاره چې ددې ټولو نفې اوکڔے شی یعنی په جنس،نوع، فصل او هیڅ صفت او صورت او شکل کې ئي کفتاة او مثل نشته.
الله تعالی فرمائي
{وَذَرُوا الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَائِهِ}
[الاعراف ۱۸۰]
ترجمه:اوپریږ دی هغه کسان چې کږلیچ کوي په نومونو دالله تعالی کې.
فائده:الحاد او کوږوالے دالله تعالی په نومونو کې په یوڅو طریقو سره دے.
۱-دالله تعالی په نومونو او صفتونو کې شرک کول.یعنی دادبل چا دپاره داسې ثابتول لکه څرنګه چې دالله تعالی دپاره ثابت دي.
۲-صفت کول دالله تعالی دي په داسې صفت سره چې دهغه دشان سره نه وي مناسب (احسن الکلام)
الله تعالی فرمائی
{لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ}
من سورة الشورى- آية (11)
ترجمه.نشته دهغه په شان هیڅ څیز اوهغه هرڅه اوري اوهر څه ویني.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شپږم(۶) درس
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ټولو ملګرو ته ښه راغلاست!
راسره یو ځاي شي ..
او د لیڪنو سخه مۍ خوند واخلي.!
🌸😊
https://whatsapp.com/channel/0029VaDTt3n05MUo0MK6R72z
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دمصیبتونو دلری کولو اودفاع کولو دپاره کڔئ تارونه وغیره اچول دا شرک دی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اوم(۷)درس التوحید پښتو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
الله تعالی فرمایی:(وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللهُ قُلْ أَفَرَأَيْتُمْ مَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللهِ إِنْ أَرَادَنِيَ اللهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كَاشِفَاتُ ضُرِّهِ أَوْ أَرَادَنِي بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكَاتُ رَحْمَتِهِ قُلْ حَسْبِيَ اللهُ عَلَيْهِ يَتَوَكَّلُ الْـمُتَوَكِّلُونَ )[الزمر/۳۸]
"ای پیغبره دی مشرکانو ته ووایه چه آیا تاسو دهغه معبودانو په حال خبرئی چه تاسو یی سیوا دالله تعالی نه رابلئ-کچیرته الله تعالی ماته ضرر رسول وغواڔی نو آیا دغه باطل معبودان ددغه ضرر لری کونکی جوڔیدی شی او که الله تعالی ماته رحمت رسول وغواڔی نو آیا دغه معبودان دغه رحمت بندونکی جوڔیدی شی ته ووایه ای پیغمبره چه زما دپاره صرف الله تعالی پوره دی، توکل کونکی ځانونه خاص په الله باندی سپاری"
(دعمران بن حصن رضی الله عنه روایت دی چه نبیﷺیو سڔی ولید چه دهغه په لاس کښی دزیڔو یعنی پیتلویوه کڔئی وه- نو نبیﷺتری تپوس وکڔو چه داڅه شی دی؟نو هغه ورته وویل چه داماد،،واهنه ،،بیمارئ له وجی نه اچولی،،واهنه داسی بیماری ده چه دانسان په مټ کښی سخت درد راځی او دا صرف په نارینه ؤ کښی وی، نبیﷺورته وفرمائیل چه وی غور ځوه دا تاته نه فائده رسولی شی او نه ضرر بلکه داستاکمزوری نوره هم زیاتوی کچیری تاته ددی کڔی داچولو په حالت کښی مرګ راشی نو هیڅکله به هم کامیاب نه شی. (مسندأحمد:۱۵۴:۴)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دتوحید تفسیر او وضاحت او دکلمه لااله الا الله ډګواهئ مفهوم او مطلب څه شی دی؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شپږم(۶)درس التوحید پښتو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
الله تعالی فرمائی:(أُولَئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا)[الاسراء۵۷]
"هغه کسان چه دا (مشرکان) ورته رامددشه چغی وهی هغوی په خپله خپل رب ته نزد یکت اووسیله لټوی چه کوم یو ددوی نه الله تعالی ته ډیر نزدی دی او هغوی دالله رحمت أمید لری او دالله تعالی دعذاب نه ویریږی او یقیناً ستا د ربّ دعذاب نه ویره کیدی شی"
فائده:(دسورت الاسرا(۵۷)نمبر آیت کی دی چه په هغی کښی په هغه مشرکانو رد وشو چه نیکانو بزرګانو ته آوازونه کوي نو په آیت کښی داخبره واضحه ده چه همدغه شرک اکبر دی)
(او په صحیح بخاری کښی دنبی علیه السلام نه روایت دی هغه فرمایی چاچی دا کلمه،، لااله الاالله،،ووئیله او دالله تعالی نه علاوه په ټولو معبودانو یی کفر وکڔو یعنی دهغی دالوهیت اوربوبیت نه یی انکار وکڔو نو ددغه سڔی مال اووینه محفوظ شو او باقی حساب او معامله یی په الله تعالی باندی ده-،،او ددی درس تشریخ او مطلب په راتلونکو درسونو کښی راروان دی-)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دشرک نه دویری بیان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
څلورم(۴)درس التوحید پښتو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
الله تعالی فرمائی:(إِنَّ اللهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِـمَنْ یَّشَاءُ)النساء۴۸
"یقیناً الله تعالی دا(ګناه)کله هم نه بخی چه دهغی سره دی برخه دار جوڔ کڔیشی او هغه ګناهونه چه دشرک نه کم وی نو هغه هغه چاته بخی چه دالله خوښه شی"
الله تعالی دابراهیم علیه السلام نه حکایت کوی :(وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَنْ نَعْبُدَ الْأَصْنَامَ) (ابراهیم۳۵)
"ای الله ما او ځما بچې دبتانو دبندګی نه بچ وساته"
نبی علیه السلام فرمائی:(ستاسو باره کښی زما سره ډیره ویره چه زه په تاسو دهغی نه ویریږم هغه(شرک اضغر)یعنی وروکی شرک دی نبی علیه السلام نه دشرک اصغر په باره کښی تپوس وکڔی شو چه شرک اصغر څه شی دی؟نو هغه وفرمائیل چه(ریا)یعنی په نیکو اعمالو کښی چاته ځان ښودل(مسند أحمد)
دعبدالله بن بن مسعود نه روایت دی چه نبی علیه السلام فرمائیلی دی چه هغه سری به دجهنم اور ته داخلیږی چه هغه دالله سره شریک جوڔ کڔی وی او دهغی بندګی کوی او هغی ته آوازونه او بلنه کوی او بیا ددغه شرک په حالت کښی ورته مرګ راشی(صحیح البخاری)
دشرک نه په هر وقت کښی ویره پکار ده
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه چاچه دتوحید ټولی تقاضی او غوښتنی پوره کڔی نو هغه به بغیر دحساب نه جنت ته داخلیږی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دریم (۳)درس التوحید پښتو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
الله تعالی فرمائی:(إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِلَّهِ حَنِيفًا وَلَـمْ يَكُ مِنَ الْـمُشْرِكِينَ)
"یقینا ابراهیم علیه السلام دخلکو پیشوا(دین بیانوونکی) او دالله تعالی تابعدار وو او پوخ مؤحد وو او دمشرکانو دډلی نه نه وو"
او همدارنګی الله تعالی فرمایی:(وَالَّذِينَ هُمْ بِرَبِّهِمْ لَا يُشْرِكُونَ)
"یعنی مؤمنان هغه کسان دی چه هغوی دخپل رب سره هیڅوک برخه دار نه دی جوڔ کڔی"
یو حدیث مبارک چه دیر اوږد دی راغلی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:چه زما دامت(۷۰۰۰۰)اویا زره کسان به بغیر دحساب او او عذاب نه جنت ته داخلیږی
(صحابه کرامو رضی الله عنه اجمعین دیری فکر وکڔو چه دابه سوگ وی نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمائیل دا هغه کسان دی (چه نه دمونه کوی او نه داغونه لګوی او نه بدفالی نیسی او صرف په خپل رب توکل او بروسه کوی نو عکاشه ابن محصن پاڅیدلو او وی ویل چه ای پیغمبره الله تعالی ته دعا وکره چه ماهم ددغه کسانونه وګرځوی نو نبی صلی الله علیه وسلم وفرمائیل چه ته دهمدی دلی نه یی(صحیح البخارب )...حدیث خلاصه همدغه ده کنی حدیث دیر لوی دی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حدیث مبارک کی خصوصیت دهغه اویا زره کسانو ذکر شوی چه داغونه به نه لګوی او دمونه به نه کوی
(۱)-شرعی دم هم جائز دی هغه دمونه جائز دی چه پری دلیل قرآن او سنت کی موجود وی
(۲)-داغ هم جایز دی خو اوس الحمدلله فکر نه کوم چه داسی ځای به وی چه داغ ولګوی ځکه زمونږ په وخت کی طباب مخکی شوی
دبد نظرئ او زهریله شی دچیچلو دوجی نه دم کول جائز دی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دتوحید فضیلت او پدی سره دګناهونو درژیدلو بیان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دوهم (۲)درس کتاب التوحید پښتو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
الله تعالیٰ فرمایی:(الَّذِينَ آَمَنُوا وَلَـمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُمْ بِظُلْـمٍ أُولَئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُمْ مُهْتَدُونَ)
"هغه کسان چه ایمان ئی راوڔی دی او دایمان سره یی هیڅ قسم شرک نه دی ګد کڔی نو دغه کسان ددوی دپاره دعذاب نه امن (بچ کیدل) دی او همدوی دهدایت والا دی"
"انس رضی الله عنه نه روایت دی چه ما دنبی صلی الله علیه السلام نه اوریدلی دی چه هغه به وئیل:چه الله تعالیٰ فرمایی ای د آدم بچیه کچیرته ته ماته په داسی حالت کښی راشی چه ټوله ځمکه دی دګناهونو نه دکه کڔی وی او بیا ځما سره پداسی حالت کښی میلاوشی چه ماسره دی هیڅ شی هم برخه دار،حصه دارنه وی جوڔ کڔی نوځه به هم دځمکی دډکوالی برابر ګناهونه تاته معاف کڔم-"(جامع الترمذی)
"-ددی قول(عَلٰی مَا کانَ مِنَ العمل) یعنی د انسان عمل چه هرڅنګه وی خو جنت ته د داخلیدو شرط هغه دتوحید عقیده ده-"
"که په حدیث دانس رضی الله عنه کښی غوراو سوچ وکڔی شی نو داخبره به معلومه شی چه په حدیث دعتبان کښی چه داخبره ذکر ده ((چه الله تعالی په هغه چا دجهنم اور حرام کڔیدی چه د الله درضا غوښلو په خاطر دا کلمه وائی چه))،،لااله الاالله،، چه ددی نه مراد ټول شرک پریښودل دی صرف په ژبه باندی دغه کلمه وئیل دنجات دپاره کافی نه دی-"
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اهل السنة مخونو ته کتل هم عبادت دی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ابن عباس رضی الله عنه فرمائی:النظر إلی الرجل من أهل السنة یدعو إلی السنة وینهی عن البدعة،
ترجمه:کوم اهل السنة چی سنت طریقو ته دعوت ورکوي او دبدعاتو نه منع کوي نو د هغه مخ ته کتل عبادت دی.
أیوب السختاني رحمه الله د دوئ په باره کی فرمائي :إني أخبر بموت الرجل من أهل السنة وکأني أفقد بعض أعضانی.
ترجمه:دیو اهل سنة په مرگ چی خبر راکری شی نو داسی شي لکه یو اندام چی ورک کڔم.
إمام شافعی رحمه الله فرمائي:کله چه زه یو سری داهل حدیثو نه أووینم داسی ده گویا کی چه ما درسول الله صلی الله علیه وسلم دصحابونه یو کس او لیدلو
بل روایت کی ترینه داسی نقل دی گویا کی ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوندی اولیدلو.
دا فضیلت ولی دوی ته حاصل دی؟ ځکه چی دوئ دخپل محبوب په سنتو عمل کوي او هغی (سنتو) ته دعوت ورکوي.
ــــــــــــــــــــــــــــــ
پښتو شرح عمدة الاحکام
نصائح
أصول اعتقاد أهل السنة
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نور بیا.....إِنْ شَاءَاللهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د رسول (ﷺ) مبارک سنتو باره کی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي:
( مَنْ رَغِبَ عَنْ سُنَْتِي فَلَیْسَ مِنِّي)صحیح البخاری
چاچی زما دسنتو نه اعراض اوکڔو نو هغه زمانه نه دی.
نوکه سڔی هر څومره اعمال کوی نو هغه ټول باطل دي
لکه أحمد أبي الحواری رحمه الله فرمائي:
چاچی بغیر داتباع دسنتو نه عمل اوکڔو نو عمل ئي باطل دی.الاعتصام للشاطبي
امام بخاری رحمه الله فرمائي:غوره سری هغه دی چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم دسنتو نه یو سنت راژوندی کڔی داسی سنت چه مڔ شوی وی.
بیا امام بخاری رحمه په داسی سنتو باندی عمل کونکو ته وائی چی تاسو ته خو به اهل بدع دیری خبری کوی او قسما قسم نومونه به درباندی ږدی خو،صبر کوی ای د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو عمل کونکو الله تعالی دی په تاسو رحم وکری پس یقینا چی تاسو دنورو خلقو نه (کوم چی په سنتو عمل نه کوی)کم ئي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خبرداری
کوم افغان مهاجر چې وطن ته راځي دا خبرې باید په غور واوري.🥴
صفا او سوچه پښتو به واياست.
•: که مو جي, سر, چواليس, پينتاليس, روټۍ, بيټک, لسي, ټماټر, چيني .ټیک ټاکي. رینګ درته کوم، چای پاڼي سنډی او منډی، جمعرات، منګل او داسې نور وویل بیا مو خیر نشته.😉
•: پاکستانۍ ډرامې به نه ګورئ.
•: د شاهد افريدي صفتونه به نه کوئ، او د پاکستان کرکټ ټيم بريا ته به هم نه خوشالېږئ.😆
•: شنو چايو ته به زور ورکړئ نو ايله به د مهاجرت له غمه خلاص او په خپله افغاني ټولنه کې به دوباره ادغام شئ.
•: که مې درڅخه واوریدل چې د فون نمبر مې زیرو ستتر یا زیرو اوناسي، زیرو آټتر دی نو پوهیږئ چ زه به درته څه ووایم؟😝
•: کالدارې به نه ګرځوئ.😅
•: او اې کالیو کې به مخامخ جیبونه نکوئ.
ګل وطن دې اباد شي، پخير راغلئ
Copy
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نهم(۹) درس
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
:اللهُ أَکْبَرُ کَبِیرًا،وَالْحَمْدُلِلَّهِ کَثِیرًا،وَسُبْحَانَ اللهِ
بُکْرَةً وَأَصِیلًا.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
📕📗📘📙📓📔📒📕📗📘📓
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
❤ دتوحید دعقیدی
مختصر مسائل ❤
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دایمان ارکان څودي او دلیل پرې څه دے ؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْـمَشْرِقِ وَالْـمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آَمَنَ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الْآَخِرِ وَالْـمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّين
البقره۱۷۷
ترجمه:نده نیکي خاص داخبره چې اوګرځوي مخونه خپل طرف دمشرق او مغرب ته لیکن نیکي نیکي دهغه چاده چې ایمان ئي راوڔے وي په الله تعالی او په ورځ داخرت اوپه ملائکو او په کتابونو او په رسولانو باندې.
بل ځائ کی الله فرمائی
{ إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ }
من سورة القمر- آية (49)
ترجمه.یقیناً هریوشی مونږ پیداکڔے دے په اندازې سره
همدارنګه دایمان او اسلام په ارکانو باندې بل دلیل حدیث دجبریل علیه السلام دے
سوال:دایمان په زیاتوالي او کموالي باندې څه دلیل دے ؟
جواب:دلیل پری د الله تعالی داقول دی فرمائي:
{لِيَسْتَيْقِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَيَزْدَادَ الَّذِينَ آَمَنُوا إِيمَانًا}
من سورة المدثر- آية (31)
ترجمه:د دې دپاره چې پوخ یقین اوکڔي هغه کسان چې ورکڔے شوے دے کتاب او زیات شي مؤمنان په ایمان کې
فائده:اثبات دزیات او نقصان معلومیږی ددې تفصیل زما په کتاب التبیان في مسئلة الایمان کې اوګورئ
سوال:په ایمان کې دداخلیدولو طریقه څه دی؟
جواب:دلااله الالله محمدرسول الله
اقرار او تصدیق کول.
سوال:مخکې خو دایمان شپږارکان ذکر شو
او پدې کلمه کې خودایمان دوه ارکان ذکردي
۱-الله تعالی
۲-محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم
جواب:ایمان په دوه قسمه دی
۱ایمان مجمل دے او داپه کلمه طیبه کې ذکر
دے
۲-ایمان مفصل دے چې هغي شپږارکان دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
:اللهُ أَکْبَرُ کَبِیرًا،وَالْحَمْدُلِلَّهِ کَثِیرًا،وَسُبْحَانَ اللهِ
بُکْرَةً وَأَصِیلًا.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
📕📗📘📙📓📔📒📕📗📘📓
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
❤ دتوحید دعقیدی
مختصر مسائل ❤
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سوال:دشرک في الحکم څه تعریف دے ؟
جواب:مخلوق دالله تعالی سره په حکم او اختیار کې شریک ګنل
سوال:دشرک في الحکم په ردباندې څه دلیل دے ؟
جواب:دلیل پرې دا دې چې
الله تعالی فرمائي:
{ مَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا يُشْرِكُ فِي حُكْمِهِ أَحَدًا}
من سورة الكهف- آية (26)
ترجمه:نشته دوي لره سیوا دالله تعالی نه څوک مددګار اونه برخه ورکوي الله تعالی په خپل حکم او اختیاراتو کې هیڅ چا لره
سوال:الله تعالی په اعتبار دذات سره چیرته دی ؟
جواب:الله تعالی دعرش دپاسه دي څرنګه چي دهغه دشان سره مناسب وی او عرش داوو۷اسمانونو دپاسه دے.
سوال:په دې باندې دلیل څه دے ؟
جواب:دلیل پرې داقول دالله تعالی دے.
الله تعالی فرمائي.
{ الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى}
من سورة طه- آية (5)
ترجمه:رحمن ذات دعرش دپاسه برابر دي.
اوداسی ایاتونه په قرآن کریم کې ډیر دي.
سوال:الله تعالی په اعتبار دعلم او قدرت سره چیرته دے ؟
جواب:الله تعالی په اعتبار دعلم او قدرت سره هرځائ کې دے.
دلیل پری داقول دالله تعالي دے
{وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنْتُمْ}
من سورة الحديد- آية (4)
ترجمه:اوهغه ستاسو سره دے هر ځائ چې تاسو ئي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ووم(۷) درس
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
:اللهُ أَکْبَرُ کَبِیرًا،وَالْحَمْدُلِلَّهِ کَثِیرًا،وَسُبْحَانَ اللهِ
بُکْرَةً وَأَصِیلًا.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
📕📗📘📙📓📔📒📕📗📘📓
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
❤ دتوحید دعقیدی
مختصر مسائل ❤
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سوال:شرک في الربوبیت څه تعریف څه دے ؟
جواب:مخلوق دالله تعالی سره شریک ګڹل په خالقیت یا رازقیت اویا په تدبیر دکارونو کې.
سوال:دشرک في الربوبیت په ردباندې دلیل څه دے؟
جواب:دشرک في الربوبیت په ردباندې دلیل دادے ؟
الله تعالی فرمائي:
{قُلْ أَفَاتَّخَذْتُمْ مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ لَا يَمْلِكُونَ لِأَنْفُسِهِمْ نَفْعًا وَلَا ضَرًّا}[الرعد۱۶]
ترجمه:ته ورته او وایه اے نبي علیه السلام ایا تاسو نیولي دي سیوا دالله تعالی نه مددګاران چې واک نه لری دځان دپاره دهیڅ فائدې اونه هیڅ نقصان.
طریقه داستدلال:
په دې آیت کریمه کې رد دے شرک في التصرف باندې او تصرف داهغه اسم نوم) دے چې جامع دے دټولو صفاتو دملکیت، مملوکیت،خلق تدبیر قدرت ربوبیت،احیاء او اماتت او غیره لره.
۲-دلیل:الله تعالی فرمائي:
{وَلَا أُشْرِكُ بِرَبِّي أَحَدًا} [الکهف۳۷]
ترجمه:زه نه شریکوم درب خپل سره هیڅ څوک.
سوال:دشرک في الالوهیة څه تعریف دے ؟
جواب:مخلوق دالله تعالی سره په عبادت اوبندګئ کې شریک ګنل.
سوال:دشرک في الالوهیة په ردباندې څه دلیل دے ؟
جواب:۱دلیل دادے الله تعالی فرمائي:
{ وَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيم}ُ
من سورة البقرة- آية(۱۶۳)
ترجمه:حقدار دبندګئ ستاسو هغه معبود یودے نشته هیڅ حقدار دبندګئ سیوادهغه نه بې حده مهربانه دی او همیشه مهربانه دے.
۲-دلیل:الله تعالی فرمائي.
{وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا}الکهف۱۱۰)
ترجمه:شریک دې نه جوڔوی په بندګئ درب خپل کې هیڅ چالره.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پنځوم(۵) درس
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
:اللهُ أَکْبَرُ کَبِیرًا،وَالْحَمْدُلِلَّهِ کَثِیرًا،وَسُبْحَانَ اللهِ
بُکْرَةً وَأَصِیلًا.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
📕📗📘📙📓📔📒📕📗📘📓
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
❤ دتوحید دعقیدی
مختصر مسائل ❤
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سوال:دتوحید في الحکم تعریف څه دے ؟
جواب:الله تعالی یواځی ګنل په حکم او اختیار کې.
سوال:په توحید في الحکم باندې څه دلیل دے ؟
جواب:۱-دلیل پری دادے
الله تعالی فرمائي:
{فَالْحُكْمُ للهِ الْعَلِيِّ الْكَبِيرِ}غافر۱۲)
ترجمه:اختیار او حکم دیو الله تعالی دے چې اوچت او لوي دے.
۲-دلیل:
الله تعالی فرمائي:-
{إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ}الأنعام۵۷]
ترجمه:نه دے حکم او اختیار مګر الله تعالی لره دے.
همداړنګه دسورت یوسف۴۰نمبر آیت هم دي.
سوال:دتوحید ضدڅه شی دے ؟
جواب:دتوحید ضد شرک دے ؟
سوال:دشرک لغوي او اصطلاحي معنی څه ده؟
جواب:شرک په لغت کې حصې او برخې ته وائی:
او په اصطلاح کې مخلوق دالله تعالی سره شریک او برخه دار ګنل په ربوبیت یا الوهیت یا اسماؤ صفاتواویا په حکم او اختیارکې.
سوال:شرک په څوقسمه دے ؟
جواب:شرک هم په څلور قسمه دے؟
۱-شرک في الربوبیة
۲-شرک في الالوهیة.
۳-شرک في الاسماء والصفات.
۴-شرک في الحکم ولاختیار.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
څلورم(۴) درس
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ