ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داسلامي دین ښېګړې او فایدې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي دين بله ګټه دا ده چې له ښځې سره د خاوند بده رويه او کردار په کلکه غندي، له خاوند سره دا لایق ده چې د خپلې ښځې ښه او بد سره پرتله کړي، که خاوند د انصاف څښتن وي نو له بدو يې بايد سترګې هله پټې کړي چې محاسن يې ډېر وي، له ابوهريره رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي: «لَا يَفْرُكُ مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةٌ، إِنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقًا رَضِيَ مِنْهَا
آخر». [صحيح مسلم: ١٤٦٩]
ژباړه: مومن سړی دې له مومنې ښځې سره نفرت نه لري، که يو خوی خصلت یې بدي شي نو بل به يې خوښ شي.
نكاح هم مستحب کار دی ګڼ شمېر ګټې او فايدې لري، يو ګټه يې دا ده چې د انسان فرج په کې له ګناه نه محفوظ ساتل کيږي، د ښځې ابرو عزت په کې خوندي وي، بله ګټه يې دا ده چې د ښځې ساتل او د هغه حقوق او خرچه اخراجات برداشت کول، بله ګټه يې دا ده چې نکاح پېغمبري عمل دی، امت پرې ډېريږي، نسل ورڅخه براويږي، د نبي كريم صلى الله عليه وسلم فخر او ويار پرې ښه محقق کيږي، د نكاح بله ګټه دا ده چې له کبله یې د خپل کور او بچيانو تربیه کیدی شی. بله ګټه يې دا ده چې په نکاح سره نارينه ته سکون او کامل ډاډ په لاس ورځي نورې ګڼ شمېر ګټې لري چې دلته يې شايد و نه شو شمېرلى.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۹)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(کیف یکون تعظیم شهر رمضان)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رمضان میاشت دتعظیم صورتونه او طریقي:(۲)برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۶)-وختي روژه ماتي كول: روايت كښی راځی: (لَا يَزَالُ النَّاسُ بِخَيْرٍ مَا عَجَّلُوا الْفِطْرَ)، خلک به تر هغه پوري په خير وي تر څو چې په روژه ماتي كولو كښي تادي كوي . (متفق عليه )
په یو بل روايت كښي راځي : (لا يزال الدين ظاهِرًا مَا عَجَلَ النَّاسُ الْفِطْرَ لِأَنَّ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى يُؤَخِّرُونَ). دا دین به همیشه غالب وي تر څو چې خلک په روژه ماتي کولو کښي تادي كوي،ځکه یهود او نصارا پكښي تاخير كوي.(رواه ابوداود)
په صحیح ابن حبان كښي راځي: (لَا تَزَالُ أُمَّتِي عَلَى سُنَّتِي مَا لَمْ تَنْتَظِرْ بِفِطْرِهَا النُّجُومَ)،زما امت به تر هغه زما په سنت باندي ولاړ وي تر څو چې دوی د روژه ماتي لپاره د ستورو راختلو) پوري انتظار نه كوي. (صححه الألباني).
(۷) پیشنمی کول په دغه میاشت کښي بل بهترین عمل پیشنمی کول دي، ديته په احاديثو كښي ديته مباركه غذا ويل شوي. (پیشنمی کول ټول په ټول برکت دی نو دا مه پریږدئ اگر که د اوبو په یو ګوت(غوړپ) ولي نه وي، په پيشنمي كونكو باندي الله تعالى رحمت کوي او ملائک ورته درحمت دعاګاني کوی(رواه احمد)
(۸)-صدقه ورکول:
په دي مياشت کښي بل بهترین او ډير غوره عمل صدقه ورکول دي، حديث كښي راغلي: عبد الله بن عباس رضى الله عنهما فرمايلي: رسول الله صلى الله عليه وسلم په ټولو خلکو کښي زيات سخي وو، په رمضان كښي چې به کله د هغه سره د جبريل عليه السلام ملاقات كيدو نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به (نور هم) ډیر زیات سخاوت كول، د جبريل عليه السلام د ملاقات په وخت کښي خو به د رسول الله صلى الله عليه وسلم سخاوت د تيزي سیلی نه هم زيات وو!!. (رواه البخاري في صحيحه). مخکښي په بل چا باندي د روژه ماتي کولو فضیلت هم ذکر شو، نو د هغه روايت نه هم په رمضان كښي د صدقي كولو فضيلت معلوميږي. .
حافظ ابن رجب د ابن مریم په حواله دخپلو استاذانو او شیوخو نه نقل کڔی چی(كله چې رمضان راشي نو پدي کښي په صدقه ورکولو کښي نوره هم پراخي او زيادت وکری، ځکه د جهاد په شان پدي کښي هم په صدقه ورکولو باندي ډبل اجر ملاويږي.(الطائف المعارف : (۱۶۹) .
(۹)-په بل چا باندي روژه ماتي خوړل:
(تفطير الصائمين) دا هم په صدقه کښي دا خل دى، ددي د فضیلت متعلق روايت كښي راځي : (مَنْ فطر صَائِمًا كُتِبَ لَهُ مِثْلَ أَجْرِهِ لَا يَنْقُصُ مِنْ أَجْرٍ شيء). چا چې د کوم روژه نیونکی شخص افطاری وکړو نو ده ته به (مستقل) د روژه نیونکی شخص په اندازه ثواب وليکل شي، د روژه نيونکي په ثواب کښي هيڅ کمی نه راځي.(رواه ابن حبان والترمذي وابن ماجه و صححه الألباني.)
(۱۰)-پدي مياشت کښي اعتكاف كول: د اعتكاف كولو متعلق همدومره فضیلت کافی دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به هر رمضان (آخره عشره کښي کول او بيا به د هغه بيبيانو هم کول په کوم کال چې وفات کيدلو نو په همغه کال ئی شل ورځى اعتكاف وكړو.(متفق علیه)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲)- برخه نور بیا
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شرح اسماءاللّٰه الحسنی جلد دوم صفحه/۳۳۸/
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د رمضان میاشت دعظمت بیان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دې مياشتي ته الله تعالى ډير زيات عزت او قدر ورکړی، د مثال په طور:
(۱)-پدي مياشت کښي ئي روژه نيول فرض کړي. (فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ) (سورة البقرة: ١٨٥).
(۲)-پدی مياشت كښي ئي قرآن کریم او نور ټول آسماني کتابونه را نازل کړي دي ، قال الله تعالی:شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ). (البقرة: ١٨٥).
(۳)-پدي مياشت کښي د جنت دروازي خلاصيږي، د جهنم دروازي بنديږي، سرکشته شيطانان تړل كيږي، (إِذَا دَخَلَ رَمَضَانُ فُتَّحَتْ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ وَخُلَّقَتْ أَبْوَابُ جَهَنَّمَ وَسُلْسِلَتِ الشَّيَاطِينُ). (رواه البخاري في صحيحه).
(۴)-اللّٰه سبحانه وتعالی د رمضان په هره شپه باندي ځیني بندګان دجهنُّم د اور نه آزادوي.(وَلِلّٰهِ عُتَقَاءُ مِنَ النَّارِ وَذَلِکَ کُلَّ لَیْلَةٍ).(رواه الترمذی وابن ماجه وصححه الألباني)
دابن ماجه مسند احمد نورو په کتابونو په روایت کښي دا الفاظ هم راغلی(ان للّٰه عزوجل عند کل فطر عتقاء،وذلک فی کل لیلة)بیشکه اللّٰه سبحانه وتعالی په هر روژه ماتي(وخت)کښي(خپل بندګان د اور نه)آزادوي،او دا (د رمضان) هره شپه کوي!!.(صححه الشعیب الأرناووط).
(۵)-د دي میاشتي روژه د مخکینو ټولو ګناهونو دمغفرت سبب ګرځیږي،لکه روایت کښي راځي:(من صام رمضان،إیمانا واحتسابا،غفر له ما تقدم من ذنبه).(متفق علیه)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ای مسلمانه وروره او مسلمانی خورکی دغه روژه کی اللّٰه جل جلاله ته رښتینی توبه سره ځان نږدی کره او رښتینی مومن جور شه چه هغه مومن چی رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایلی دی رښتیتی مومن هغه دی چی نور مومنان یی دژبی او دلاس دضرر نه په آمان وی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۶)-د دي میاشتي د لیلة القدر په دقیام اللیل په کولو باندي انسان ته دټولو ګناهونو مغفرت کیږي،په مخکنی روایت کښی دا هم راغلي(ومن قام لیلة القدر إیمانا واحتسابا،غفر له ما تقدم من ذنبه).(متفق علیه)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ای مسلمانه وروره او مسلمانی خورکی دغه روژه کی د خپل نیکو اعمال ترازو په دغه کارونو درنده کره په درود ویلو تقوا کولو قرآن کریم تلاوت کولو او استغفار ویلو سره.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۷)-پدي میاشت کښي چې څوک روژی ونیسي او بیا روسته د شوال شپږ روژی ورسره ملګري کوی نو دا داسي دی لکه چی ټول کال ئی روژي نیولي وي.
(من صام رمضان ثم أتبعه ستا من شوال،کان کصیام الدهر).(رواه مسلم في صحیحه)ـ
(۸)-پدي میاشت کښي د (لیلة القدر) په نوم یوه شپه ده چی د زرو میاشتو نه غوره او فضیلت لری.(لَیْلَةُ القَدْرِ خَیْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ).(القدر:۶)
(۹)-رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم خپل یوی صحابیه ته فرمایلي وو،پدي میاشت کښي عمره وکڔه،پدي میاشت کښي عمره کول دومره فضیلت لری لکه زما سره حج کول.(فإن عمرة فی رمضان تقضی حجة او حجة معی).(رواه الشیخان)ـ
(۱۰)-د رمضان په شپه او ورځ کښي دیوي قبولي شوي دعاء وعده:
حدیث کښي راځی:(إن لله عتقاء فی کل یوم ولیله لکل عبد منهم دعوة مستجابه).بیشکه اللّٰه تعالی (درمضان په هره شپه او ورځ کښي)بندګان د اور نه آزادوي،(د رمضان په شپه او ورځ کښي) د دوی نه دهر کس (یوه) دعاء قبلیږي.رواه احمد.
(۱۱)-رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم به د دي میاشتی د راتلو متعلق خپلو اصحابو ته زیری ورکول، د دي فضائل به ئي ورته بیانول.روایت کښي راغلي: (عن أبي هریرة،قال:قال رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم یبشر أصحابه:قد جاءکم رمضان شهر مبارک افترض الله علیکم صیامه...الحدیث)،نبی کریم صلی اللّٰه علیه وسلم به د دي په راتلو سره خپلو اصحابو ته خوشخبری ورکوله،فرمایل به ئي تاسو ته رمضان میاشت راغله،مبارک میاشت ده،اللّٰه په تاسي به د دي روژه فرض کڔی ده. مسند امام احمد.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شرح اسماءاللّٰه الحسنی جلد دوم صفحه/۳۳۴/
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داسلامي دین ښېګړې او فایدې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زکات ته ځیر شه چې اللّٰه پاک پر خپلو بندګانو واجب کڔی دی،ګڼ شمېر ښېګړې او بلا ډېرې ګټې لري چې له جملې څخه یې یوه ګټه دا ده چې د خوار او فقیر طبقه خلکو ژوند او دهغوی ژوند مربوطه اڔیکي برابرول دي،په زکات د اڔینو اڔتیاوې او پور وڔي پور له منځه ځي.
دزکات بله ښیګړه دا ده چې انسان دباوقاره خلکو په اخلاقو زیور کوي، ورکره او سخا په کې پیدا کوي،دناکاره او بوزدیله بخیل خلکو له اخلاقو او عادتونو څخه یې لري کوي،په لږه صدقه او خیرات باندې دانسان زڔه د دنیا له محبت څخه کنګالوي،په زکات سره مال او شتمني له پراد دوکو او حسي او معنوی مکدراتو نه پاکیږي،په زکات سره داللّٰه پاک په لاره کې جهادونه او نوڔ ټول دژوند په رابطه دخیر ښېګړې کارونه تر سره کیدی شې چې پر مسلمان یې ترسره کول تر هرڅه اڔین دی،په زکات سره دفقیرانو فقر او فاقت له منځه ځی،زکات دټولنې دارو درمل دي،د زڔونو یخوالی او پاکوالی دی او په زکات سره انسان دبخل او شح له رنځ څخه نجات مومي،اللّٰه پاک فرمایي:
(وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْـمُفْلِحُونَ)[سورت الحشر:۹]
ژباره:له شدید بخل نه چې څوک ځان بچ وساتي نو دغه خلک کامیاب او بریالي دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داسلامي دین ښېګړې او فایدې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ځینو انصافدارو شنونکو په دې اعتراف کڔی دی چې هر ګټور علم دیني او که دنیوي او که سیاسي وي خو اسلامی دین پرې له کوم شک او شبهې پرته ښکاره دلالت کوي،په اسلام کې داسې څه نشته چې عقل یې نه مني،بلکې په اسلام کې داسی څه دي چې سلیم عقل یې په صدق او ګټې او صلاح ګواهي ورکوي،اوامر یې دعدل او انصاف څخه ډک دي،هیڅ راز تېری او ظلم په کې شتون نه لري،په څه شي چې یې امر کڔي دی نو سوچه خیر دی او چې له څه یې منعه فرمایلې ده سوچه شر دی او یا یې شر او فساد په خیر او ګټې دروند دی،چې کله هم هوښیار او عاقل انسان داسلام په احکامو کې له سوچ او غور نه کار واخلي دهغه ایمان او اخلاص دمخکی په پرتله زیات او ټینګ شي،او که همدغه هوښیار په هغه څه کې له غور نه کار واخلي چې اسلام ورته بلنه ورکوي ورته به په ډاګه شي چې اسلام غوره اخلاقو ته دعوت ورکوی،رښتیا،عدل،پاک دامنی،ښو اخلاقو او نیکې رویې په وعدو وفا کول،دامانت سپارښتل،له یتیم او مسکین سره ښه چلند کول،میلمه او ګاونډي پالل په ښو اخلاقو ځان سمبالولو ته دعوت ورکوی.
له دنیا څخه په خپلې معیاري اندازه دنیوي خوند څښل او په تقوا او محاسنو ځان سبمالولو ته بلنه ورکوي، له بدې رویې او فاحشه کارونو،ګناه او تېري څخه منعه کوي،په هغه څه امر کوي چې ورپکې دمخلوق سعادت نغښتل شوی وی او له ټولو هغه څه منعه کوي چې ورپکې دبشریت لپاره ګردې بدبختیانې او زیانونه وي.
داسلامي شریعت په لویو لویو محاسنو کې سوچ وکڔه لکه لمونځ قائمول،زکات ورکول،درمضان روژه نیول،حج کول.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داودس سنت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اودس سنت(۲)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۸)-خوله او پوزی ته دیو ورغوي نه اوبه اچول:
(۹)-او دا اوبه دری کرتي اچول:
حدیث دعبدالله بن زید رضی الله عنه کی راځی[خولی او پوزی ته یی اوبه واچولی دیوورغوي نه او دا کار یی دری کرتي وکڔه] {مسلم۲۳۵}
(۱۰)-په غیر دروژی نه به پوزه کی اوبه زیاتی کش کول
((په پوزه کی اوبه دیری کش کره مګر که ته روزه یی))[ابوداود /۱۴۲/]
(۱۱)-دمسواک استعمال:
((ابوهریرة رضی الله عنه فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دي: که چیرته تنګستیا نه وی زما په امت باندی نو ما به امر کڔی وی دی ته په مسواک وهلو په وخت دهر اودس کی))[اخرجه احمد وصححه البانی فی صحیح الجامع/۵۳۱۶/]
(۱۲)-دګیري خلالول:
((دانس رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې کله به رسول الله صلی الله علیه واله وسلم اودس کولو نو یوورغوی اوبه به یی واخستلی هغه به یی دزنې دلاندې داخل کڔب او ګیره به یی ورباندی خلال کڔه او وبه یی ویل همدغه رنګه ماته زما رب حکم کڔی دی))[اخرجه ابو داود/۱۴۵/صححه فی صحیح الجامع/۴۶۹۶/]
(۱۴)-ټول سرپه مسحه راګیرول:
(۱۵)-په خاص کیفیت سره مسحه کول چې په حدیث کې ذکر ده:
((عبدالله بن زید رضی الله عنه دنبی صلی الله علیه واله وسلم داودس طریقه ذکر کوی نو فرمائی:بیا یی په خپلو دواڔو لاسونو یی ترشا پوری بوتلل او بیا یی هغه ځای ته واپس کڔه دکوم ځای څخه یی چې شروع کڔي وه))[رواه البخاری مختصرالبخاری /۱۴۳/]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۱)درس نور بیا إِنْ شَاءَالله
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دنبی صلی الله علیه واله وسلم اودس
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
((عثمان رضی الله عنه فرمائي:چې رسول الله علیه واله وسلم اودس کولو نو داسي یی وکڔو چې اول یی دلوښي نه په خپلو ورغوو اوبهٔ راوراڔولی نو خپل لاسونه یی دری کرتي ووینځل،بیا یی ښي لاس په لوښي کی داخل کڔو نو خولي ته یی اوبه واچولی، بیا یی پوزي ته اوبه واچولی،بیا یی بیرته سوڹ کڔه بیا یی مخ دری (۳) کرتي ووینځلو، بیایی لاسونو تر څنګلو پوری دری (۳)کرتی ووینځلو بیا یی په سر مسح وکره، بیا یی خپي دری کرتي تر ګیټو پوری دری کرټی ووینځلی،بیایی وفرمایل چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دی چاچې داسې؟اودس وکه او بیا یی دوه رکعته لمونځ ادا کڔه چې په هغې کی دخپل ځان سره خبری ونه کڔي ده ته به مخکی ټول ګناهونه معاف شی))[البخاری/۱۵۸/]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۹)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ
د درود شریف نه ویلو نقصانات
(۲)-دحضرت جبرائیل علیه السلام دبد دعُایی ذریعه ده
کله چې یو کس په یو مجلس کې په اول ځل د پیغمبر علیه السلام نوم مبارک واوري او دي بغیر دڅه عذر نه درود شریف ونه وایي نو داسي کس ته حضرت جبریل علیه السلام خیری کڔی او نبی علیه السلام ورباندی آمین ویلی دی-چې دا دانسان دهلاکت او بدبختی ذریعه ده
دحضرت کعب بن عجرة رضی الله عنه نه روایت دی چې یو ځل نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل،تاسو ممبر ته رانژدې شئ،
نو مونږ ممبر ته رانږدې شو،کله چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم دممبر په رومبی پوری باندی قدم مبارک کیښود نو وي فرمایل{آمین}بیایې په دویمه پوڔی قدم مبارک کیښود نو وې فرمایل{آمین}بیا یې په دریمه پوڔی قدم مبارک کیښود نو وي فرمایل{آمین}
کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم دخطبې نه فارغ شو،او ښکته راکوز شو،نو مونږ ورته عرض وکرو،ای دالله تعالی رسوله !تاسونه مونن(ممبر ته دختلو په وخت) داسې خبره واوریده چې مخکي مو چیرته نه وه اوریدلې؟
نو حضور صلی الله علیه وسلم اوفرمایل چې کوم (وخت ما دممبر په ڔومبی پوڔی باندې قدم کیښود نو دغه وخت)حضرت جبرائیل علیه السلام زما مخې ته راغې،او وې فرمایل:
(۱)-هلاک دې شي هغه سڔې چي په چا باندی درمضان میاشت راشی او بیاهم دهغه مغفرت ونشي.نو ماوویل{آمین}
بیا چي کله دویمي پوڔی ته وختم نو هغه وویل:
(۲)-هلاک دې شي هغه سڔې چه دهغه مخکې ستاسو ذکر وشي او هغه په تاسو درود اونه وایي،نوماوویل{آمین}
بیا چې کله دویمي پوڔی ته وختم نو هغه وویل:
(۳)-هلاک دې شي هغه سڔې چې چا خپل مور او پلار دواڔه یا یو دبودا والي په حالت کې وموندل او هغوي دې جنت ته داخل نکڔی(یعنی دهغوی خدمت اونکري چي جنت ته پرې داخل شی)نو ما وویل{آمین}
اصلاحی مدلل تقریرونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
((دقضائی حاجت سنت))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دقضائی حاجت سنت(۲)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۶)-ځمکی نه دنژدی کیدلو څخه مخکی جامی نه راوچتول:
((دانس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی هغه دنبی صلی الله علیه واله وسلم روایت کوی چې هغه وو چې کله به یی قضاء حاجت اراده لرله نو هغه به جامی نه راوچتولی تردی چې هغه به ځمکی ته نژدی شو))[رواه ابوداود و الترمذی صححه الالبانی فی صحیح الجامع/۴۶۵۲/]
(۷)-:د قضاء حاجت په وخت کې شرمګاه په ښی لاس نیولونه ځان ساتل:
(۸)-په ښی لاس داستنجاء کولو نه ځان ساتل:
((دابوقتادة رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دي:یو تن دی ستاسونه خپله شرمګاه په ښی لاس نه نیسی پداسی حالت کې چې دا بول کوي او نه دي استنجاء په ښی لاس کوي))[البخاری/۱۵۲/ومسلم/۲۶۷/]
(۹)-ددری کانو څخه په کمو باندی استنجاء نه کول:
(۱۰)-په خوشائی استنجاء نه کول:
(۱۱)-په هډو کی استنجاء نه کول:
(۱۲)-په سکور باندی استنجاء نه کول:
((دسلمان رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې مونږ لره نبی صلی الله علیه واله وسلم ددی څخه منع کڔی یو چې د دریو کاڼو څخه دی په کمو باندی استنجاء وکڔو او یا په خوشائی او هډوکی باندی استنجاء وکرو))[ اخرجه مسلم/۲۶۲/]
((عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فرمائی: چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم منع کڔی ده ددینه چې استنجاء وکڔی شي په خوشایی یا سکور))[ابوداود وصححه فی الجامع/۶۸۲۶/]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۶)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
((ډول او زینت سنت))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ډول او زینت سنت (۴)آخره برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۸)-نارینه به په لاسونو،خپو باندی دنکریزو استعمال څخه ځان ساتي:
((ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم ته یو (مخنث)راوستل شو چې خپي او لاسونه یی په نکریزو باندی رنګ کڔی وو،نبی علیه السلام پوښتنه وکره چي ولی داسی کوي؟ ورته وویل شو چې دادزنانو سره ځان مشابه کوي نبی علیه السلام هغه لره بقیع ته وشڔلو))[ابوداود]
البته ددوائی او علاج لپاره استعمال جائز دی[فتح الباري/۳۶۷/۱۰/]
(۱۹)-خوشبوی استعمالول:
((انس رضی الله عنه فرمائی: چې رسول الله صلی علیه واله وسلم فرمایلی دی چې ماته ستاسو په دنیا کې زنانه او خوشبوی محبوب کڔی شوی دی))[احمد صححه فی صحیح الجامع/۳۱۲۴/]
(۲۰)-نارینه به بی رنګه خوشبویوي استعمالوي او زنانه به داسی رنګ استعمالوي چې خوشبو نه لري:
((دعمران بن حصین رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې بهتره خوشبوی دنارینو هغه ده،چې دهغې بوی ښکاره وی او رنګ یی پټ وی او بهتره خوشبوی دزنانو لپاره هغه ده چې دهغې رنګ ښکاره وی او خوشبو پټه وی))[الترمذی وصححه الالبانی فی صحیح الجامع /۲۰۶۵/]
(۲۱)-که څوک تاته خوشبوی هدیه کڔی نو هغه نه واپس کول:
((نبی علیه السلام به خوشبوی نه رد کوله،نه واپس کوله))[البخاری/۵۹۲۹/]
الله جل جلاله دی مونږ ته په دې سنتونو دعمل کولو توفیق راکڔی سبا إِنْ شَاءَاللهُ دفطرة سنت (۱)برخه کی نشریږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۳)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ
د درود شریف نه ویلو نقصانات
کله چې یو انسان دنبي کریم صلی الله علیه وسلم نوم مبارک واوري نو په کار ده چې دې په هغه باندې درود شریف ووایی،ځکه که دې بغیر دڅه شرعی عذر نه درود ونه وایي نو دداسې کس باره کې دیر وعیدونه راغلی دي،زه به درته یو څو غټ وعیدونه ذکر کرم
(۱)-دنبی کریم صلی الله علیه واله وسلم دخیرو سبب دې
دنبی کریم صلی الله علیه واله وسلم دنوم مبارک اوریدو نه روستوبلا عذره درود نه ویونکی ته پیغمبر علیه السلام خیرې کڔي دي.
((دحضرت ابو هریرة رضی الله عنه نه روایت دې چې نبی کریم صلی الله علیه واله وسلم فرمایلي دي،دهغه سڔي پوزه دې په خاورو ککڔه شي[یعنی ذلیل دې شي]دچا د وڔاندې چې زما ذکر وشي او دې په ما باندی درود اونه وایی))[رواه احمد فی المسند/جلد۲/ص۵۰۱/اصلاحی مدلل تقریرونه]
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ.
اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
((ډول او زینت سنت))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ډول او زینت سنت (۱)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-ویښتان غټول:
((عائشة رضی الله عنها فرمائی:درسول الله صلی الله علیه واله وسلم ویښتان دغوږونو څخه لاندی او د اوګو څخه بره وو))[الترمذی /۱۷۵۵/صححه الالباني في صحیح المشکاة /۴۴۶۰/]
(۲)-دخپلو ویښتانو اکرام کول:
((ابوهریره رضی الله عنه فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دی چې کله تاسو کې دیو تن لپاره ویښتان وی دهغی اکرام او عزت وکڔي))[ابوداود /۴۱۶۳/صححه الالبانی فی صحیحه/۵۰۰/وصحیح الجامع/۷۷۰/]
(۳)-ویښتان غوڔول،ڔمنزول چې سر ګډوډ او ببر پاتی نه شی:
((رسول الله صلی الله علیه واله وسلم یو سڔی ولیدو چې دهغې سر ډیر ببر وو،نبی علیه السلام وفرمائل:ایا دی داسی څه نه موندل چې داخپل ویښتان پری ساکن کڔی،)) (ښکته کڔي)[ابوداود/۴۰۶۲/ صححه الالبانی فی الصحیحة/۴۹۳/وصحیح الجامع/۱۳۳۳/]
(۴)-ویښتان په مینځ اڔول:
((عبدالله بن عباس فرمائی:چې بیا به رسول الله صلی الله علیه واله وسلم ویښتان په منځ اڔول))[البخاری]
(۵)-دویښتانو په ږمنزولو کې په ښي طرف شروع کول:
((عائشة رضی الله عنها فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم ښی طرف خوښول څومره چې به دهغه طاقت کیدلو په صفائی کی،په پیزار پښو کولو کې،او په سر ږمنزولو کې،او په ټول کارونو کی))[متفق علیه صححه الالبانی علی صحیح ابن حبان]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۰)درس نور بیا إِنْ شَاءَالله
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
((دزنانو دلباس سنت))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دزنانو د لباس سنت(۱)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
قران او سنت کې دزنانو لباس لپاره اته شرطونه دی،
(۱)-اول شرط:
ټول بدن پټونکی به وی،لکه چې الله جل جلاله په قران کې فرمائی،
{وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ} [النور۳۱]
(پڔونی دی په ګریوانونو باندی ووهي او خپل زینت دی چا ته نه ښکاره کوی)
((ابن مسعود رضی الله عنه فرمائی:چې نبی صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دی:زنانه ټول عورت دی چې کله راووځی نو شیطان ده ته دقیق نظر شروع کڔی)) [الترمذی/۱۱۷۳/صحیح الجامع/۶۶۹۰/]
(۲)-دویم شرط:
کوم لباس چې زنانه ورپکی بهر ته راووځی دغه به خپله زینت او ډول نه وي،ځکه قران کریم دزینت ښکاره کولو څخه منع فرمایلی ده،
{وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا}[النور۳۱]
(زنانه دی خپل زینت نه ښکاره کوی مګر چې ظاهر وي دهغه نه)
(۳)-دریم شرط:
دالباس به نری نه وی چې لاندي بدن تري ښکاري،
((دابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې نبی صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دي زما د امت دوه ډلی دی چې ما نه دی لیدلی،یو هغه قوم چې دهغی سره کوڔی وی لکه دغویی دلکۍ پشان خلک ورباندی وهي اوبل هغه زنانه چې هغوی لباس اغوستلی وی لکن بربنډی وی یعنی داسی نری لباس وی چې بدن ورپکی ښکاري))[مسلم/۲۱۲۸/]
(۴)-څلورم شرط:
داسی تنګ لباس به نه وی چې اندامونه ورپکی ښکاري،
((اسامه بن زید رضی الله عنه فرمائی:ماته رسول الله صلی الله علیه واله وسلم(قبطی) لباس راکڔی وو،بیا را څخه پوښتنه وکڔه چې هغه لباس دی څه کره؟هغه ورته وویل: هغه ما خپل بی بی ته اغوستلی دی،هغه ماته وویل ته هغه ته حکم وکره چې لاندی تری بل لباس اغوندی زه ویریږم چې پدیکی به اندامونه او دهغی جسم بهر ښکاری)) [احمد/۲۰۵/۵/بسندلین وله شاهد عند ابی داود/۴۱۱۶]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۸)درس نور بیا إِنْ شَاءَالله
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
((دلباس سنت))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دلباس سنت (۴)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۶)-دوریښم لباس څخه پرهیز:
((دانس رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دی تاسو د وریښمو جامی مه اغوندئ بیشکه چا چې په دنیا کی واغوستلی نو هغه به یی په اخرت کې وانه اغوندي))[صحیح البخاری و صحیح المسلم]
(۱۷)-دشهرت دکپڔو څخه پرهیز:
دشهرت کپڔی هغه ته ویل کیږی چې دعلاقی د عادت څخه داسی مخالفی وی چې که څوک هغه واغوندي نو په ټول خلکو کی مشهور وی چې فلاني دغه رنګه لباس استعمال کڔی دی او دا هم پدی فخر کوي
((ابن عمر رضی الله عنهما فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دی چاچې په دنیا کې دشهرت لباس واغوسته الله جل جلاله به دته په قیامت کی دذلت لباس واغوندي ده ته))[ابوداود/۴۰۲۹/حسنه الالبانی فی صحیح الجامع/۶۵۲۶/]
(۱۸)-دهغی لباس څخه پرهیز چې په هغې کې دصلیب شکل وی:
((عائشه رضی الله عنها فرمائی:چې نبی صلی الله علیه واله وسلم به په کور کې هغه څیز نه پریښود چې په هغې کې به دصلیب شکل وو مګر هغه به یی ماتولو،ختمولو)) [البخاری/۵۹۵۲/]
(۱۹)-د ډول لباس اغوستل:
((ابن مسعود رضی الله عنه فرمائی:چې نبی کریم صلی الله علیه واله وسلم وفرمائل:هغه څوک به جنت ته داخل نه شی دچا په زڔه کي چې یو ذره تکبر وی یو سري وویل:که یو سڔی دا خوښه ګنی چې زما لباس دی ښائسته وی،زما پیزار دې ښائسته وی نبی علیه السلام وویل:الله جمیل او ښائسته دی، او ښائست خوښوی تکبر په حق لوي کول او دحق څخه سرکشی کول او خلک سپک ګڼلو ته ویل کیږي))[مسلم/۹۱/]
(۲۰)-دالله تعالی نعمت اثر په خپل لباس کې ښکاره کول:
((ابو الاحوص دخپل پلار نه روایت نقل کوي چې نبی صلی الله علیه واله وسلم ته یو سڔی په زڔو کپڔو کی راغلی نبی علیه السلام دهغه مال پوښتنه وکڔه؟دغی سڔی ورته دخپل مالداری ذکر وکرو نبی علیه السلام ورته وویل[کله چې الله جل جلاله تالره مال درکڔي]نو هغه دی دخپل نعمت اثر او کرامت په تاباندی ووینی))[ابوداود /۴۰۶۳/صححه الالبانی فی صحیح الجامع/۲۵۴/]
نوټ/دشهرت جامو باره کی دخپلو علماؤ کرامو څخه پوښتنی وکڔی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۶)درس نور بیا إِنْ شَاءَالله
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دپیزارو دپخو کولو او ویستلو سنت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نوت دپیزارو مطلب:څپلی او بوټان دی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-ښي پیزار مخکی پښو کول:
(۲)-دګسی(چپی)خپی پیزار مخکی ویستل:
(۳)-په یو پیزار کی نه ګرځیدل یا دواڔه اغوستل یا دواڔه ویستل:
((نبی صلی الله علیه وسلم فرمائی:چې کله یو تن په تاسو کی پیزار پښو کوی نو ښي پښه دی مخکی پیزار کې داخله کڔی، او چې کله یی اوباسی نو ګسه(چپه) دی مخکی اوباسی،دواڔه پیزار دی پښو کوی او یا دی دواڔه اوباسی،(رواه مسلم/۲۰۹۷/بحواله شاملة))
(۴)په ناسته باندی پیزار پښو کول:
((دابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې نبی صلی الله علیه وسلم ددی نه منع فرمایلی ده چې یوسری دی په ولاڔه پیزار پښو کڔي،(الترمذی/۸۵۰/۱وابن ماجه /۱۸/۲/صححه الالبانی فی صحیحه /۷۱۹/ وصحیح الجامع/۶۸۴۸/))
(۵)-که ضرورت پیش شي نو په ولاره پیزار پښو کول:
((انس رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم په ولاڔه او ناسته پیزار پښو کول،(شعب الایمان انظر فی الصحیحة))
(۶)-کله کله په پیزار کی لمونځ کول:
((-دانس رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپل پیزار کی لمونځ کولو.( رواه احمد صححه الالبانی فی صحیح الجامع/۴۹۶۶/))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲)درس نور بیا إِنْ شَاءَالله
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داسلامي دین ښېګړې او فایدې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا ډول د الله په لاره کې جهاد کې سوچ او غور وکړه چې څومره ښېګړې او ګټې لري په جهاد في سبيل الله كې د الله د دښمنانو جرړې ويستل دي او د نېکانو خلکو مرسته کول دي، په . جهاد سره د داللّٰه کلمه پورته کيږي، په جهاد سره کافر دې ته اړ کيږي چې ګنده ترین کفر پريږدي او پر ښايستونو سمبال اسلام ته غاره کيږدي، په جهاد في سبيل الله سره ډېری انسانان له حيوانيت او همجيت څخه راوځي، الله پاک فرمایی
(إِنْ هُمْ إِلَّا كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا
)[سورت الفرقان۴۴]
ژباره:دوی (کافران) نه دي مګر دحیواناتو په څېر بلکې د لارې په اعتبار دوی له حیواناتو هم بدتر دي.
بله ګټه د جهاد في سبيل الله دا ده چې ابدي او سرمدي ژوند پرې ګټل کیږي،
ځکه که څوک په جهاد کې څوک مړه کړي نو د الله دين يې پورته کړ او څوک چې پکې خپله مړ شي نو ځان يې ابدي ژوندی کړ، الله پاک فرمایی:
( وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ ) [سورت ال عمران:۱۶۹]
ژباره:پر هغه چا دمڔو ګومان مه کوه چې داللّٰه په لاره کې وژل شوي وي،دوی ژوندی دي او د رب له اڔخه ورته روزي ورکول کیږي.
د جهاد في سبيل الله بله ګټه دا ده چې مجاهد پرې نهايت زيات ډېر اجر ګټي، په جهاد في سبيل الله سره د مسلمانانو شمېر زياتيږي او کافران ورسره کميږي، او تر هر څه يې لويه ګټه دا ده چې جهاد في سبيل الله کول د الله امر ته غاړه کېښودل دي، الله پاک فرمایي:
( وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ )[سورت بقره:۱۹۳]
ژباره:او تر هغه ورسره جنګ وکڔئ چې کفر پاتی نه شي.
د جهاد في سبيل الله له ښېګړو نه بله ښېګړه دا ده چې مسلمانان به پكې برلاسي شي او غنیمتونه به تر لاسه کړي هم به پرې د الله شكر ادا كړي او هم به يې له ځان سره ذخيره کړي، خو که کافران پرې برلاسي شي پوهه به شي چې دا یې د ګناه او سرغړونو لامل دی، دا له دې کبله چې دوی سره خپل منځ کې په اخ ډب اښته دي او جګړې کوي نو الله ته به په داسي حالت کي رجوع وکړي چې له تضرع او خاکساری به ډک وي، بله ګټه یې دا ده چې جهاد في سبيل الله پرېښودل د ذلت او مهانت ستر لامل دى
له ابن عمر رضي الله عنهما نه روايت دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:(کله چې تاسو په عيني بيع سره اخستل او خرڅول شروع کړئ او د غواګانو لکی مو کلکې ونېولې، او په کشت کر خوشحاله شوئ، او في سبيل الله جهاد مو پریښود نو الله پاک به درباندې داسې ذلت او مهانت راولي چې تر هغه به يې درنه بېرته پورته نه کړي چې بېرته مو دين ته رجوع نه وي کړي.)[سنن ابي داود:۳۴۶۲]
دجهاد في سبیل اللّٰه بله ګټه دا ده چې انسان پڔی له نفاق څخه سالم پاتې کیږی حدیث کې راځی:(که څوک ومري او نه یې غزا کڔی وی او نه یی له ځان سره یاده کري وي نو دنفاق په یوه برخه باندې ومر.)[سنن النسائی]
په بل حدیث کې راځی(څوک چې له اللّٰه سره د جهاد له کوم اثر او نښې پرته مخامخ شی نو په داسې حالت کې به ورسره مخامخ شې چې عیب به پکې وي.)[الترمذی]
په بل حدیث کې راځی:(هیڅ یو قوم جهاد فی سبیل اللّٰه نه پریږدی مګر اللّٰه به ورته عام عذاب ورکڔي.)[المعجم الأوسط]
بله ګټه يې دا ده چې په جهاد في سبيل الله سره په سخته او اسانه کې، په خوښه او ناخوښه کې د الله د اولیاؤ له عبودیت څخه د انسانانو راويستل دي، نور داسې ډېر دلیلونه چې د الله په لاره کې د جهاد په محاسنو دلالت کوي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۸)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(کیف یکون تعظیم شهر رمضان)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رمضان میاشت دتعظیم صورتونه او طریقي:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-پدي مياشت کښي روژه نيول:
نو د ټولو نه لومړی تعظیم خو ئي دا دی چې پدي مياشت کښي روژه ونيول شي، د دي مياشتي روژه نيول يو فرضي حكم دى. قال الله تعالى:(شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآَنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ ).(سورة البقرة:۱۸۵).
(روژه خو تاسي ټول پيژنۍ چې مکلف مسلمان لره دخوراک، او جماع نه په ورځ کښي د عبادت په نيت ځان ساتلو ته روژه ويل کيږي.)
(۲)-د ګناهونو نه ځان ساتل په روژه کښي به د خوراک څښاک او جماع نه د ځان ساتلو سره سره به د نورو ګناهونو لکه دروغ بهتان، تهمت نمیمت (شيطاني كول) كنځل، غلا، بدعاتو او نورو ټولو محرماتو او ګناهونو نه ځان ساتي، لكه حديث كښي راحي: ( عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَنْ لَمْ يَدَعْ قَوْلَ الرُّورِ وَالعَمَل بِهِ - وَالجَهْلَ - فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةٌ فِي أَنْ يدعَ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ). كوم شخص چې (قول الزور) يعني دروغ، د حق نه کږې خبري، تهمت، فحش او د ګناه خبري او د دي په مقتضا باندي عمل پرې نږدي او د جهالت کارونه لکه جنگ جګړي وغيره پرې نږدي او روژه ونیسي نو الله تعالى ته د داسي روژي هيڅ ضرورت نشته چې دی (صرف) خوراک او څښاک پکښي پريږدي. (رواه البخاري في صحیحه).
همدارنګه روايت کښي راځي: . روژه ډال دی، کله چې په تاسي کښي څوک روژه ونيسي نو هغه دی نه د شهوت خبري کوي او نه دي جهالت او كم عقلتوب خبري کوي، که چا ورسره جنګ، جګړه كوله، يا ئي ورته کنځل کول نو دى دي ووايي: زما روژه ده !!. (متفق عليه).
شیخ ابن عثمین رحمه اللّٰه فرمایلي:(زُوْر)هرې حرامي خبري ته ویل کیږی.(الشرح الممتع:۴۳۵:۶)
(۳)-د قرآن کریم تلاوت کول:
رمضان او قرآن کریم خپل منځ کښي ډير زيات مناسبت سره لري، دا کتاب په همدغه میاشت کښي را نازل شوی هم دی او په همدغه میاشت کښي به جبريل عليه السلام هره شپه راتلو او د نبي كريم صلى الله عليه وسلم سره به ئي د قرآن کريم دور او تكرار كول .
روايت كښی راځي: (وَكَانَ جِبْرِيلُ عَلَيْهِ السَّلامُ يَلْقَاهُ عَلى لَيْلَ فِي رَمَضَانَ، حَتَّى يَفْلِحُ، يَعْرِضُ علَيْهِ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ القُرْآنَ) . جبريل عليه السلام به به رمضان كښي د دي میاشتي تر ختمیدو پوری هره شپه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملاقات کول، نبی كريم صلى الله عليه وسلم به جبریل ته د قرآن کریم دور كول . (متفق عليه). په يو بل روايت كښي راځي: (وَكَانَ يَلْقَاهُ في كُلِّ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ فَيُدَارِسُهُ القُرْآنَ)، (رواه البخاري). د ( فَيُدَارِسُهُ القُرْآن مطلب هم همدغه دور او يو بل ته اورول دي. په عامو کلونو کښي به ئي فقط يو ځل دور ورسره کول خو په کوم کال کښي چې وفات كيدو نو جبريل عليه السلام ورسره دوه ځلي دور وكړو . (متفق عليه).
حافظ ابن رجب فرمایلی: (په دې کې د روژې په مياشت کې د قرآنکريم د ډېر تلاوت کولو دلالت کوي). (لطائف المعارف: (۱۸۹))
(۴)-) د رمضان په شپو کښي قيام الليل كول: روايت کښي راځي د ايمان او احتساب سره قيام الليل كولو باندي مخكيني ټول ګناهونه معاف كيږي. (متفق عليه).
(۵)-درمضان په آخري لسو شپو کښي ډير زيات عبادت كول:
رسول الله صلى الله عليه وسلم به هر وخت ډیر عبادت کول، د رمضان په شپو کښي به اي نور هم ډيرول، خو په آخري عشره کښي به ئي د ټولو نه زيات كوشش كول.(يجتهد في الْعَشْرِ الْأَوَاخِرِ، مَا لَا يَجْتَهِدُ فِي غَيْرِهِ). (رواه مسلم).
روايت كښي راځي: (عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا ، قَالَتْ: كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا دَخَلَ العَشْرُ شَدَّ مِئْزَرَهُ، وَأَحْيَا لَيْلَهُ، وَأَيْقَظَ أَهْلَهُ. د نبي كريم صلى الله عليه وسلم عادت مبارک دا وو چې کله به د رمضان آخري لس شپي را ورسيدي نو خپله ملا به ئي وتړله (يعني صرف عبادت ته به ئي کار وويل، خوب جماع او نور دنيوي کارونه به ئي پرېښودل) ټوله شپه به ئي په عبادت کښي په ويښه تيروله د کورنۍ غړي به ئي هم عبادت ته را پاڅول. (متفق عليه).
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)- برخه نور بیا
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شرح اسماءاللّٰه الحسنی جلد دوم صفحه/۳۳۶/
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داسلامي دین ښېګړې او فایدې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له بيت الله څخه حج کولو کې سوچ وكړه . چې څومره ګټې او فائدې لري، يوه ګټه يې دا ده چې په يو مېدان د ځمکې له ختیځ او لويديځ نه د مسلمانانو پيادل ټول سره راغونډوي، دوی ټول سره راغونډوي،دوی ټول د يو معبود عبادت کوي او زړونه يې سره يو څېر وي او ارواګانې يې سره کلک ائتلاف لري، مسلمانان پکې تر خپل منځ د ديني ټينګو اړيكو ياداشت کوي او په اسلامي وحدت سره غږيږي، په حج کې د اللّٰه د پېغمبرانو تذکره او د هغه د نېکانو بندګانو د دریځ زده کړه ده اللّٰه پاک فرمایي:
(وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى )[سورت بقره:۱۲۵]
ژباره:او له مقام ابراهیم څخه دلمونځ ځای ونیسئ.
په حج کې د ټولو پېغمبرانو سردار او امام د احوالو او دعوت یاداشت دی او د هغه د حج ستر مراسمو یادګېرنه ده په یاداشتونو دا یاداشت تر هر یو ستر او لوی دی،دا یاداشت انسان ته د اللّٰه لوی لوی پیغمبران را يادوي انسان ته ابراهيم او محمدصلى الله عليه وسلم او د هغوى نیک اثرات وريادوي انسان ته د هغوی عبادتونه وريادوي، څوک چې په حج کې ځان ته د پېغمبرانو دعوتونه او ذكريات را يادوي معنا دا ده چې په پېغمبرانو ايمان لري، د هغوی په عظمت قايل دي او له ياداشتونو يې ګټه او فايده اخلي، د هغوی په نقش قدم تلونكي دي، د هغوى مناقب او فضائل ځان ته را يادوي، نو په دې سره د انسان ايمان او يقين لا پسې وده وکړي
د حج له ګټو څخه بله ګټه دا ده چې انسان له ګناهونو نه پاکوي، د اللّٰه په لاره کې په نفقه او خيرات يې روزي په دین کې ستړو ستومانی باندې د تحمل درس وركوي، له دنيوي زينت أو تكبر څخه يې ساتي، حج انسان ته د دې درس ورکوي چې که هر څومره لوړه مرتبه لرې خو له انسانانو سره په انسانيت کې مساوي يې باچا او ګدا، بدا او بې وسه بلکې ټول يو څېر دي، د حج بله ګټه دا ده چې په ښارونو او ملکونو باندې انسان ګرځوي او د خلکو په خوی اخلاقو يې پوهوي، د هغوی په سکونت او ژوند علم وركوي، د نبي كريم صلى اللّٰه عليه وسلم د معززو پېغمبرانو د وحي ځايونو ورته ښايي د حج بله ګټه دا ده چې انسان ته په يوه ځمکه د ټولو انسانانو محشر وريادوي، ملائک به ورته اواز وکړي او دوی به ورته ګوري
(يَوْمَ يَقُومُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعَالَـمِينَ)[سورت مطففین:۶]
ژباره:په هغه ورځ چې ټول خلک به د کائناتو پالونکي ته ودریږي.
داسې به ورته راغونډ شي چې پښی ابله او ناسونته به وي، د حج بله ګټه دا ده چې انسان ته له خپل کور کلي او بچو نه اخرت ته په سفر درس ورکوي چې هرومرو به ورڅخه فراق مومي. خو که ناببره ورڅخه له فراق سره مخامخ شي . شايد له سترې صدمې سره مشت ګریوان شي د حج بله ګټه دا ده لکه څنګه چې انسان د حج لپاره د تګ راتګ د توښې په تيارولو بوخت او ورته شديده اړتيا لري، دا ډول انسان اخرت کې هم توښې ته اړتيا لري نو د نېکو عملونو توښه به ورله تياره کړي ځکه اخرت ته سفر تر هر سفر ستر دی انسان تر هغه بېرته دنيا ته نه راځي ترڅو اللّٰه پاک ګرد لومړني او اخرني راپورته کړي
د حج بله ښیګړه دا ده چې ځينې مهال انسان خپلې اړتياوې له خپل کور کلي بهر مومي، همدا ډول چې په اخرت کې څه ته اړتيا لري نو هلته نه بلکې په دنيا کې يې پیدا کولی شي، الله پاک فرمایی:
(وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى)[سورت بقره۱۹۷]
ژباره:او توښه له ځان سره واخلئ او غوره توښه پرهیزګاري ده.
د حج بله ګټه دا ده چې انسان اللّٰه باندې پر توکل روزي، ځکه انسان د حج په سفر کې ټول هغه څه نه شي اخستلی چې ورته اړتيا لري نو څه چې يې اخستي وي د شته اسبابو په شتون او د ځینو اسبابو په نه شتون کې پر الله توكل كوي، نو بيا چې څه ته د اړتیا احساس کوي نو پر اللّٰه بروسه لري، د حج بله ګټه دا ده چې انسان كله احرام وتړي نو له ځان څخه د ژوند ګندل شوی پوښاک لرې کړي او پر ځای یې هغه څه پر تن وځړوي چې د مړو له لباس سره پوره ورته والی لري، نو د راروان ژوند لپاره عبادتونو ته ترقي وركړي او له ځان سره يې توښه کړي، داسې نورې ګڼ شمېر ګټې او فايدي چې حسابول يې ناشوني دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۷)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داسلامي دین ښېګړې او فایدې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
که ته په لمونځ کې له غور نه کار واخلې نو به پو شی چې لمونځ یواځې داللّٰه پاک او بنده ترمنځ غښتلي اڔیکه ده نو ورپکې به داللّٰه پاک لپاره زیات مخلص شې،هغه ته مخامخ ودریدل، دهغه په وڔاندې د ادب او احترام خیال ساتل،په اللّٰه پاک باندی ثنا ویل او ورڅخه داڔتیاو غوښتل،پایله دا شي چې دبادار تعظیم او له شرک څخه دهغه پاکوالی په سمه توګه ادا شي او اللّٰه پاک راضي شي.
چې کله هم انسان دخپل رب مخې ته ودریږی او په دې اعتراف شروع وکڔي چې اللّٰه پاک له هر شي څخه لوی دی،هغه د دې حقدار دی چې لویی او بڔایی یې بیان شي،(اللّٰه اکبر)بیا دغه انسان په اللّٰه پاک باندی دومره ثنا دعاجزی په هغه کیفیت ووایي چی څومره له اللّٰه سره مناسب دي او ورسره ښایي،بنده خپل عبادت داللّٰه لپاره خاص کڔی او ورڅخه په خپلو ټولو کرو ورو کې کومک او مرسته وغواري،په دیر عاجزانه انداز د اللّٰه پاک څخه د سمې صحیح لارې غوښتنه کوي،دهغو خلقو لاره ترې غواري چې اللّٰه پاک ورباندی دتوفیق او هدایت لورینه کڔي وي،او دهغو خلکو له لاري ورڅخه پناه غواڔي چې اللّٰه پرې خپل غضب کڔی و،وروسته له دې چې له سمې صحیح لارې څخه یې کجروي غوره کڔه سره له دې چې روغه لاره ورته تر هرڅه ښکاره او روښانه معلومه وه.
دغه مهال بیا نفس داللّٰه پاک د عظمت او هیبت څخه ډک شي،سمدستي اللّٰه پاک ته دبدن په قدر وڔ غڔي سجده او خضوع وکڔي.
خپل ذلت او بې چارګي دهغه چا پر وراندې ښکاره کوي چې د اسمانونو او ځمکو کونجیانې په لاس کې دي،له دیني ناحیې نه دلمونځ له خوندونو څخه دا هم ده چې ورپکې داللّٰه پاک عظمت او کبریا اعتراف کول دي،لکه څنګه چې لمونځ کول په خپله عاجزي هم ده.
چې زڔه کله هم په دغه معنا پوهه شي او نفس داللّٰه پاک څخه له ویرې او هیبت نه ډک شي نو فورا له محرماتو او ناروا څخه رابند شي.
او دابیخي دتعجب خبره ځکه نه ده چې اللّٰه پاک دلمونځ اڔوند فرمایي
(إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْـمُنْكَرِ)[سورت العنکبوت۴۵]
ژباره:یقینا چې لمونځ له ښکاره بدۍ او ناروا څخه منع کوي
همدا راز لمونځ له انسان سره په دیني او دنیوي کارونو کې فعال مرستندوی دی،اللّٰه پاک فرمایی:
(وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ)[سورت البقره:۴۵]
ژباره:په صبر او لمونځ کولو مرسته حاصله کڔئ.
په دیني امورو کې دلمونځ ښېګره دا ده چې کله هم سڔی لمونځ وکڔي او ځانګړی خیال یې وساتي،نو د هر نیک کار لپاره یې رغبت لا پسې غښتلی شی،هر دول اطاعت ورته اسان شي دنورو خلکو سره ښه رویه اختیاروي،هر وخت دخپل ځان سره محاسبه کوي او ورته په غټه پیمانه نفسي اطمئنان حاصل وي او دثواب او اجر امېدوار وي.
او په دنیوي کڔو ورو کې دلمونځ مرسته دا ده چې انسان ته هر سخت کار اسان وي،او په هر مصیبت او سختۍ کې تسلي بښي او څوک چې ښه عمل وکڔی اللّٰه پاک یې اجر نه ضایع کوی،اللّٰه پاک بیا دغه انسان ته داسې بدله ورکوي چې ورته تمام او شاق کارونه اسانه وي او ترڅنګ یې په مال او دولت کې برکت و زیادت اچوی.
په جماعت سره لمونځ کولو باندې صله رحمي او منځنی تعارف حاصلیږی،مینه او محبت او پر یو بل ترحم زږوي، همدغه لمونځ دی چې هر کشر او مشر ترمنځ عزت او محبت شته کوي،یواځې دانه بلکې په جماعت سره لمونځ ادا کول دلمونځ کولو صحیح زده کڔه او عملي تعلیم هم دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داودس سنت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اودس سنت(۳)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۶)-دغوږونو مسحه کول:
دنبی علیه السلام داودس په صفت کی دی((هغه سر او غوږونه یو کرتی مسحه کڔل))[ابوداود۱۳۳]
(۱۷)-دپښو او لاسونو ګوتی خلالول :
((دعبداللّٰه بن عباس رضی اللّٰه عنه نه روایت دی هغه فرمائی چی رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایلی دی خلال کڔه ګوتی دلاسونو او خپو ستا))[رواه احمد وصححه الالبانی فی صحیح الجامع/۳۲۳۹/]
(۱۸)-ښي اندام مخکی وینځل او ګس (چپ)اندام روسته[رواه البخاری] :
(۱۹)-دپښو ګوتی په کچه ګوته سولول:
((نبی صلی اللّٰه علیه واله وسلم وو چی کله به یی اودس کولو نو دپښتو ګوتی به یی په کچه ګوته سولولی))[ابوداود صححه الالبانی/۴۷۰۰/]
(۲۰)هر اندام دری دری کرتی وینځل [اخرجه مسلم وعثمان اخرجه البخاری]-
(۲۱)-اسباغ-یعنی هر اندام پوره وینځل((پوره اودس وکره))[رواه احمد]:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۲)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داودس سنت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اودس سنت(۱)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-داودس په اول کی بسم الله ویل:
((دابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دي:دهغه چا اودس نه کیږی چې بسم الله ورپکی ونه وائی)) [احمد/۲۵/وصححه الالبانی فی صحیح الجامع/۷۵۷۳]
(۲)-دخپل لاسونه تر مڔوندونو دری کرتي وینځل:
((عثمان رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم داودس طریقه ذکر کوله نو اوبه یی دلوښي څخه راوڔولی او خپل لاسونه یی ترمڔوندونو دری کرتی ووینځل)) [البخاری ومسلم]
(۳)-خوله دری کرتي وینځل:
(۴)-پوزه ته اوبه اچول:
(۵)-او بیا بیرته پوزه سوڹ کول:
((حدیث دعثمان رضی الله عنه کې راځی .خولې ته یی اوبه واچولی بیا یی پوزې ته اوبه واچولی او بیا یی بیرته سوڹ کڔه))
(۶)-پوزه په ګس لاس (چپ لاس)لاس سوڼ کول: رواه الدارمی
(۷)-خوله او پوزي ته اوبه په ښي لاس اچول:رواه البخاری
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۰)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
((دقضائی حاجت سنت))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دقضائی حاجت سنت(۴)آخری برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۸)-په ولاڔو اوبو کې متیازي نه کول:
((دجابر رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی صلی الله علیه واله وسلم منع فرمایلی ده ددی څخه چې یو سڔی دی په ولاڔو اوبو کې بول وکڔي))[مسلم/۲۸۱/]
(۱۹)-په ګوډر کې دقضاء حاجت څخه ځان ساتل:
((دمعاذ رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دي د دریو اسبابو دلعنت څخه ځان اوساتئ په ګوډر کې قضاء حاجت کول په عامه لاره او سوري کې))[رواه ابوداد وابن ماجة حسنه الالباني في صحیح الجامع/۱۱۲/]
(۲۰)-داستنجا نه روسته لاس نه دبدیوی ختمولو لپاره لاس په ځمکه مږل:
((ابوهریرة رضی الله عنه فرمائی چې نبی صلی الله علیه واله وسلم وو چې کله به قضاء حاجت ته راغلی مابه ورته په مشکیزه کی اوبه لاوڔی هغه به استنجاء اوکڔه او بیا به یی لاس په ځمکه مسحه کڔه))[النسائی/۴۵/۱/وابن ماجه/۶۷۸/صححه الالباني في المشکاة/۳۶۰/]
(۲۱)-داستنجا نه روسته خپل لنګ پرتوګ ته پوګنه(اوبه ورشیندل):
((ابن عباس رضی الله عنهما فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم یوځل اودس وکڔو نو خپل فرج ته یی پوګنه وکڔه))[اخرجه الدرامی/۷۱۱/]
(۲۲)-دخپلو بولو څخه ځان ساتل:
((نبی صلی الله علیه واله وسلم دوه کسان دقبر په عذاب لیدلی وو نو ویی فرمائل دی یوکس دخپلو بولو څخه ځان نه پټولو)) [البخاری/۲۱۸/]
(۲۳)-دبیت الخلاء نه دراوتلو په وخت کې ((غُفْرَانَکَ))ویل:
یعنی یا الله تانه مغفرت طلب کوو[احمد/۱۵۵/۵/ابوداود/۳۰/]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۸)درس نور بیا إِنْ شَاءَالله
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
((دقضائی حاجت سنت))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دقضائی حاجت سنت(۳)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۳)-که د دریو کاڹو نه زیات ته ضرورت پیښ شی نو طاق عدد کاڹی استعمالول:
((دابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دی:څوک چې اودس کوی او خپله پوزه دسوڹ کڔی او سوک چې په کانو استنجاء کوی نو طاق عدد دی استعمال کڔي))[البخاری/۲۲/بحواله شاملة]
(۱۴)-یا په اوبو استنجاء کول:
((دانس رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې نبی صلی الله علیه واله وسلم چې به کله بیت الخلاء ته داخلیدو نوما او زما په شان یو بل غلام به ورسره داوبو مشکیزه او امسا وڔله نو په اوبو به ئی استنجا کوله))[البخاری/۱۵۱/ومسلم/۲۷۰/]
(۱۵)-دخبرو څخه ځان ساتل اګرچې که دسلام جواب هم وی:
((دابن عمر رضی الله عنه عنهما څخه روایت دی هغه فرمائی:چې یو سڔی دنبی صلی الله علیه واله وسلم په خوا تیریدلو او هغه بول کول نو هغه پری سلام واچولو نبی علیه السلام ورته دسلام جواب ورنه کرو))[اخرجه مسلم/۳۷۰/]
(۱۶)-په لاره او دخلکو په سوری کې دقضاء حاجت نه ځان ساتل:
((دابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:تاسو د دوه اسبابو دلعنت څخه ځان وساتئ صحابه کرامو عرض وکڔه څه شی دی؟هغه وفرمایل:یو هغه کس دی چې دخلکو په لاره کې قضاء حاجت کوي او بل هغه کس دی چې دخلکو په سوری کی قضاء حاجت کوي))[اخرجه مسلم/۶۷/]
(۱۷)-په غسل خانه یا حمام کې دبولو څخه ځان ساتل:
((دعبدالله بن مغفل رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی صلی الله علیه واله وسلم ددي څخه منع کڔی ده چې یو سڔی دی په حمام کې بول وکڔي))[اخرته الترمذی وصححه الالباني في صحیح الجامع رقم/۶۸۱۵/]
((نبی صلی الله علیه واله وسلم منع فرمایلی ده ددي څخه چې یو سڔی دی په غسل خانه کی بول وکڔی))[ابوداود/۲۸/وصححه الالباني في صحیح ابي داود/۲۲/]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۷)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
((دقضائی حاجت سنت))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دقضائی حاجت سنت(۱)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-دقضاء حاجت لپاره پناه ځای ته تلل:
((دجابر رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې نبی صلی الله علیه واله وسلم به کله قضاء حاجت اراده لرله نو هغه به لاڔو تردی چې هیچا به هغه لره نه لیدلو)) [ابوداود/۲/ابن ماجة/۳۳۵/ ]
(۲)-دقضاء حجات لپاره لری تلل:
((دبلال بن الحارث رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم وو چې کله به یی اراده دقضاء حاجت لرله نو لری ځای ته به تللو)) [ابن ماجه/۳۳۶/بحواله شاملة رواه احمد صححه الالبانی فی صحیح الجامع/۴۶۵۱/]
(۳)-بیت الخلاء ته دداخلیدلونه مخکی بسم الله ویل:
((دعلی رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دي دپیرانو دسترګو او دبنی آدم دعورتونو ترمنځ پرده داده چې کله یو تن په تاسو کي بیت الخلاء ته داخلیږی،نو بسم الله ووائی))[رواه احمد والترمذی وصححه الالبانی فی صحیح الجامع/۳۶۱۱/]
(۴)-دادعاء ویل:
((اَللَّهُمَّ اِنِّیْ اَعُوْذُ بِکَ مِنَ الْخُبُثِ وَالْخَبَائِثِ))
[یالله بیشکه زه پناه نیسم په تا پوري دنارینه شیطانانو او ښځو شیطانانو څخه]
[اخرجه البخاري/۱۴۲/ومسلم/۳۷۵/]
(۵)-قبلی ته مخ او شانه ګرځول:
((دابو ایوب الانصاری رضی الله عنه څخه روایت دی هغه د رسول الله صلی الله علیه واله وسلم نه روایت کوي فرمائي:چې کله تاسو قضاء حاجت ته راتللی نو تاسو قبلی ته مخه او شا مه ګرځوی))[اخرجه البخاری /۳۹۴/ومسلم/۲۶۴/]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۵)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
((ډول او زینت سنت))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ډول او زینت سنت (۳)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۱)-په ښي لاس ګوتمه په لاس کول:
((نبی علیه السلام به په ښي لاس ګوتمه په لاس کوله))[مختصر الشمائل/۷۹/صححه الالبانی فی صحیح الجامع/۴۹۰۰/بحواله شاملة]
(۱۲)-په ګڅ (چپ)لاس ګوتمه په لاس کول:
((نبی علیه السلام به په ګڅ لاس ګوتمه په لاس کوله))[مسلم ابو داود صحیح الجامع/۴۸۹۹/]
(۱۳)-دګوتمي غمی دلاس داخل طرف ته راوستل:
((نبی علیه السلام به دګوتمي غمې د لاس داخل طرف ته کولو))[مسلم]
(۱۴)-په منځنی او شهادت ګوته کې ګوتمه نه استعمالول:
((علی رضی الله عنه فرمائي چې زه رسول الله صلی الله علیه واله وسلم منع کړی یم ددی څخه چې په مینځنی او دشهادت ګوته کی ګوتمه استعمال کړم))[مسلم/۲۰۷۸/]
(۱۵)-رانجه استعمالول:
(۱۶)-خاص کر(اثمد)رانجه استعمالول:
((بیشکه بهترین رانجه اثمد دی چې نظر تیزوی او ویښتان راټو کوي))[ابوداود /۳۸۷۸/صححه الالباني في صحیح مختصر الشمائل/۴۴/]
(۱۷)-رانجه تاق عدد استعمالول:
((نبی علیه السلام به چې کله رانجه استعمالول نو هغه به یی تاق عدد استعمالول))[احمد صححه الالبانی فی صحیحة /۱۲۶۰/]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۲)درس نور بیا إِنْ شَاءَالله
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
((ډول او زینت سنت))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ډول او زینت سنت (۲)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۶)-دسپینو ویښتانو دویستلو څخه پرهیز کول:
((دعبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی،هغه فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دی:تاسو سپین ویښتان مه وباسئ هیڅ یو مسلمان نه شته دی چې دهغې ویښتان په اسلام کې سپین شي مګر هغه به دهغه لپاره په قیامت کی نور وي)) [ابوداود ]
(۷)-دقزع یعنی بعضی سر خریل او بعضی پریښودلو څخه ځان ساتل:
((ابن عمر رضی الله عنهما فرمائی:چې د رسول الله صلی الله علیه واله وسلم دقزعی څخه منع فرمایلی ده قزعه دیته ویل کیږی چې سڔی بعضی حصه دسر وخریوی او بعضی پریږدی))[صحیح البخاری ومسلم]
(۸)- دتور رنګ څخه اجتناب (ځان ساتل):
((جابر رضی الله عنه فرمائی:دمکی دفتحی په ورځ ابو قحافه راوستل شو دهغی سر او دګیری ویښتان دثغامه بوټی په شان سپین وو،نو نبی علیه السلام وفرمائل:چې ددی دویښتانو رنګ بدل کڔی او دتور رنګ څخه ځان وساتۍ))[مسلم]
(۹)-ګوتمه په لاس کول:
((دانس رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم دسپینو زرو ګوتمه جوره کڔه او دهغې نقش داسی وو محمد رسول الله))[البخاری ومسلم]
(۱۰)-نارینو لپاره د سرو زرو ګوتمی څخه ځان ساتل:
((دابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی هغه دنبی صلی الله علیه واله وسلم نه روایت کوي هغه فرمائی چې نبی صلی الله علیه واله وسلم دسرو زرو دګوتمی څخه منعه فرمایلی ده))[البخاری]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۱)درس نور بیا إِنْ شَاءَالله
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
((دزنانو دلباس سنت))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دزنانو د لباس سنت(۲)آخره برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵)-پنځم شرط:
دا لباس به خوشبویه نه وي
((ابو موسی الاشعری رضی الله عنه فرمائی :چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمائی:هر هغه زنانه چې عطر (خوشبو) استعمال کڔي او په یو قوم ورتیریږي چې دهغې خوشبوومومي نو دغه بدکاره ده)) [النسائی/۲۸۳/۲ابو داود/۴۱۷۳/]
(۶)-شپږم شرط:
دنارینه دلباس سره مشابه نه وی،ځکه په هغی لعنت دی لکه چې مخکی حدیث کې ذکر شوی وو،
(۷)-اووم شرط:
دکافرو زنانو سره به مشابه نه وي ځکه دکافرو سره مشابه لباس منع دی،
((عبدالله بن عمرو رضی الله عنه فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم په ما باندی تک سور لباس چې په عصفر باندی رنګ شوی لباس ولیده نو دی وفرمائل:دادکافرانو لباس دی داته ما اغونده))[مسلم۲۱۷۷]
(۸)-اتم شرط:
دابه دعلاقی او درواج څخه وتلی نه وی چې هغی ته ثوب شهرت ویل کیږی او دهغی نه منع مخکې ذکر ده
الله جل جلاله دی مونږ ته دعمل کولو توفیق راکری راتلونکی لیکنه به مو إِنْ شَاءَاللهُ ((ډول او زینت سنت))وی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۹)درس نور بیا إِنْ شَاءَالله
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
((دلباس سنت))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دلباس سنت (۵)آخری برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۱)-داسراف او تکبر څخه پرهیز:
((عبدالله بن عمر رضی الله عنه فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دی:تاسو خوراک کوی،څښکاک کوی،صدقه ورکوی،او لباس اغوندی چې په هغي کی اسراف او تکبر نه وي)) [النسائی/۵۲۲۴/وحسنه الالبانی فی صحیح الجامع/۴۵۰۵/]
(۲۲)-خپلی کپڔي وینځل او صفا کول:
((نبی علیه السلام یو سڔی ولیده چې په هغې باندی ډیری خیرنی کپڔي وی نو وی فرمایل ایا ده نه مونده هغه څه چې دی پری خپلی کپڔي وینځلی وی))[رواه احمد صححه الالباني في صحیح ابن حبان/۵۴۵۹/]
(۲۳)-د تواضع دوجی نه ډیر اعلی او قیمتی لباس پریښودل:
((دمعاذ بن جبل رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دی:چاچې یو لباس دتواضع دوجی نه پریښوده دقیامت په ورځ به یی الله جل جلاله دټول مخلوق په وڔاندی راوغواڔي هغه ته به اختیار ورکڔي،چې دایمان دکومو جوڔونه دهغه خوښه وی هغه به ورته ورواغوندي))[رواه الترمذي/۷۹۱۲/صححه الالبانی فی الصحیحة/۷۱۸/وصحیح الجامع/۶۱۴۵/]
(۲۴)-دکفارو سره خپل لباس مشابه کولو څخه ځان ساتل:
((نبی علیه السلام فرمائی:مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ))[چاچې دیو قوم سره ځان مشابه کڔو دادهغه قوم څخه دی]{رواه ابوداود/۷۱۶/۲/صححه الالباني في صحیح الجامع/۶۱۴۹/}
راتلونکی لیکنه به مو إِنْ شَاءَاللهُ [دزنانو دلباس سنت] باره کی وی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۷)درس نور بیا إِنْ شَاءَالله
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
((دلباس سنت))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دلباس سنت (۱)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-ښي طرف مخکی اغوستل:
(دابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:کله چې تاسو لباس اغوستلو او یامو اودس کولو نو په ښي طرف مخکی شروع کوی)رواه احمد ابو داود وصححه الالبانی فی صحیح الجامع.
(۲)-دنوی لباس داغوستلو په وخت کی دا دعاء لوستل:
(اَللَّهُمَّ لَکَ الْحَمْدُ اَنْتَ کَسَوْتَنِیْهِ اَسْئَلُکَ مِنْ خَیْرِهِ وَخَیْرِ مَا صُنِعَ لَهُ،وَاَعُوْذُ بِکَ مِنْ شَرِّهِ وَ شَرِّ مَا صُنِعَ لَهُ.[ابو داود/۴۰۲۰/صححه الالبانی فی صحیح الجامع/۴۶۶۴/مسنون مستند ذکرونه او دعاګانی]
یا الله تالره حمد دی تاماته دا کپڔي راکڔي زه ستانه سوال کوم بهتر ددی او بهتره هغه څه چې دا ورله جوڔی شوی دی او پناه غواڔم زه دشر دهغی او دشره هغه څه لپاره چې دا ورله جوڔی کڔی شوی دی.
(۳)-دجامو اغوستلو وخت کی دا دعاء لوستل:
اَلْحَمْدُلِلَّهِ الَّذِیْ کَسَانِیْ هٰذَا الثَّوْبَ وَرَزَقَنِیْهِ مِنْ غَیْرِ حَوْلٍ مِنٍّیْ وَلَا قُوَّةٍ.[ابو داود /۷۶۰/۲/ابن ماجة۷۷۸/۲/مسنون مستند ذکرونه او دعاګانی وسنده حسن]
فائده:حدیث کښی راغلی دی چه کوم انسان جامه واغوستله او دا دعائی اولوستله نو الله تعالی به ئی ټول مخکنی ګناهونه معاف کڔی.
(۴)-که بل چا نوي کپري اغوستلی وي هغه ته دا دعاء ویل:
دسرو لپاره داسی دعاء ویل(اَبْلِ وَاَخْلِقْ) ترجمه: زوڔه کڔه،یا زڔه دِی شی (دا جامه) پتا باندی.
او دښځو لپاره داسی دعاء ویل:( اَبْلِیْ وَ اَخْلِقِیْ )
حدیث کښی راغلی،رسول الله صلی الله علیه وسلم یوی وری جینئ ته څه جامه ورکڔه او داسی الفاظ ئی ورته اووئیل:[اَبْلِیْ وَ اَخْلِقِیْ ]
[ابوداود۴۰۲۴-البخاری رقم۵۸۲۳- مسنون مستند ذکرونه او دعاګانی]
(۵)-دنوو کپرو اغوستونکی ته دعاء:
اِلْبَسْ جَدِیْدًا وَعِشْ حَمِیْدًا وَمُتْ شَهِیْدًا.
ترجمه:واغونده نوی او ژوند تیر کڔه ستائیلی شوی او مرشه شهید.
فائده حدیث:کښی راځی رسول الله صلی الله علیه وسلم په عمر فاروق رضی الله عنه باندی سپین قمیص اولیدلو نو ورته ئی وفرمایل:جامه نوی ده که وینځل شوی؟هغه اووئیل:وینځل شوی ده.په یو روایت کښی راځی:نوی ده:نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته دغه دعا اوفرمائیله.اِلْبَسْ جَدِیْدًا وَعِشْ حَمِیْدًا وَمُتْ شَهِیْدًا.
ددی نه معلومه شوه چه که چا نوی جامه یا وینځل شوی جامه اغوستی وه نو دغه مذکوره دعا باندی ورته مبارکی ورکول پکار دی
[ابن ماجه رقم ۳۵۵۸:ابن السنی رقم۲۶۸-احمد۸۹/۲-مسنون مستند ذکرونه او دعاګانی]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳)درس نور بیا إِنْ شَاءَالله
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
روز مره ژوند کې دنبی ﷺ سنت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِیَعْبُدُونِ سورة الذاریات/۵۶/
ما انسانان او پیریان نه دي پیدا کڔی مګړ دخپل عبادت لپاره
دالله په دربار کې عبادت هغه وخت مقبول وي چې دنبی صلی الله علیه په طریقو باندی وي که چیرته مونږه کوشش وکڔو او خپله زندګی دالله دنبی په طریقو باندی تیره کڔو نو مونږه به بی حده قیمیتی انسانان وګرځو او په پوره کامیابۍ به کامیاب شو،همدغه وجه ده چې قران کریم کې دنبی صلی الله علیه وسلم دطریقو دتابعدارئ بی شماره فائدي ذکر دي دنمونی په طور به دلته یوڅو ذکر کڔو
((د اِخلاص تعریف))
علماؤ د اخلاص مختلف تعریفونه کڔی،خو د ټولو خلاصه داده:اخلاص دیته وایی چې انسان هر عمل خاص د الله جل جلاله د رضا دپاره وکري،خلقو ته،دځان خودني او ریا دپاره یې نه کوي.
داعمالو د مقبولیت لپاره دوه شیان ضروري دي
دهر عمل دمقبولیت دپاره دوه شیان ضروري دي
اول:اخلاص.(یعنی دا عمل به خاص د الله جل جلاله د رضا دپاره شوی وي،دریا،شهرت او ځان خودنې نه به پاک وي).ځکه په کوم عمل کې چې اخلاص نه وي نو هغه نه قبلیږي.
دویم:دا به دنبي صلی الله علیه وسلم د طریقې موافق شوې وي.ځکه کوم عمل چې دنبي علیه السلام دطریقې خلاف اوشی نو دا نه قبلیږي،اګر چې اخلاص په کې وي،مثلا یو کس د مازیګر څلور رکعته فرض مونځ په ځای باندې شپږ رکعته دیر په اخلاص باندې اوکڔي نو دا هیڅ کله نه قبلیږی،ځکه دا د پیغمبر علیه السلام د طریقې خلاف دي.
پس معلومه شوه چې دهر عمل دمقبولیت دپاره دوه شیان ضروري دي:یو اخلاص،او دویم دنبي علیه السلام په طریقه باندې کول.
اوس چه څومره اخلاص کمیږی نو دومره به شرک زیاتیږی(خلق به دالله جل جلاله د رضا دپاره عمل نه کوی،بلکه نور خلق به په عبادت کې ورسره شریکوي).
او څومره چې دنبي علیه السلام اتباع کمیږی نو دومره به بدعات زیاتیږی.
نن صبا چې په مسلمانانو کې شرک او بدعات زیات دي نو ددې وجه همدا ده چې په مسلمانانو کې کامل اخلاص او دنبی علیه السلام اتباع نشته.
دحافظ ابن قیم رحمه الله قول:علامه ابن قیم رحمه الله لیکلي:عمل بغیر د اخلاص او بغیر دنبي علیه السلام د اتباع نه داسی دی لکه یو مسافر چې خپله تهېلۍ(د روپو په ځای) دشګو نه دکه کڔي او روانه کڔې یې وي نو دا ده ته هیڅ فائده نه ورکوي،یعنی په بازار کې په شګه باندې ورته څوک څه نه ورکوي نو همدغه شان ده ته به هم د قیامت په ورځ ددې اعمالو هیڅ ثواب نه وي.اصلاحی مدلل تقریرونه.جلد۱۲.صحفه۱۷۰
د رسول الله(ﷺ) دسنتو مختصر(۲۲)فوائد
(۱)-دالله جل جلاله رحمت نازلیدل ال عمران
(۲)-دالله ملګر توب حاصلول المائده۱۲
(۳)-دایمان کمال ته رسیدل النساء ۵۹
(۴)-دعذاب الهی څخه نجات البخاری
(۵)-صراط مستقیم ته هدایت حاصلول النساء
(۶)-ښائسته عاقبت حاصلول النساء
(۷)-عظیمه کامیابی حاصلول النساء
(۸)-دالله جل جلاله محبت کی داخلیدل
(۹)-ګناهونه معاف کیدل ال عمران
(۱۰)-تقوا دار انسان جوڔیدل الانعام۱۵۳
(۱۱)-دنبی (ﷺ) محبت حاصلول الترمذی
(۱۲)-دګمراهئ څخه نجات المستدرک صحیح
(۱۳)-دکفر او ارتداد نه نجات ال عمران ۱۰۱
(۱۴)-دنفس پاکي ال عمران ۱۶۳
(۱۵)-حقیقی ژوند حاصلول الانفال
(۱۶)-داعمالو حفاظت الحجرات۱۴
(۱۷)-دانبیاء صدیقینو شهداء اوصالحینو ملګر توب حاصلول النساء ۵۹
(۱۸)-آجر عظیم حاصلول النساء۶۷
(۱۹)-په قیامت کی دمخ سپینوالی
(۲۰)-دنیکو عملونو تله درنیدل الاعراف ۸/۳
(۲۱)-دجهنم نه نجات ترمذی
(۲۲)-جنت ته داخلیدل النساء ۱۳
پدی بنیاد چې دغه بی شماره فائدی حاصل کڔو باید په روز مره ژوند کې دنبی صلی الله علیه وسلم سنت وپیژنو او بیا په هغې باندی دعمل کولو کوشش وکڔو، الله رب العالمین دی اول ماته اوبیا کتونکو وروڹو او خویندو ته په دی باندی دعمل کولو توفیق راکری
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ