shcjuvbt | Unsorted

Telegram-канал shcjuvbt - جلال الدين حقمل

1243

حمد وثناه مى خداي ستا په دروازى وايمه درود سلام مـى پـه جـانان د مـدينې وايمه کله نا کله به یو نیم مات او ګوډ شعر درته وړاندي کوو له ملتیا مو نړۍ مننه خوږو😊 تبادله👇 @JAheb313

Subscribe to a channel

جلال الدين حقمل

شاعر جلال الدین حقمل

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

نوي خوندور په زړه پوري ترنم

کسر
ژونده لا تر څو به دې
ستومانه پر اوږو وړمه

اواز / د ترنم بلبل سلیمان راشیدي
شاعر/ جلال الدین حقمل

0793048066واټساپ

/channel/shcjuvbt

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

T T P یارانو ته ډالۍ

جرس دی د پیکا د تکبیرونو ځوک او.شور دی
غلیم باندې بل کړئ ټِ ټِ پِ له هر خوا اور دی

په مینه او خندا درومي میدان د جنګ.ډګر ته
پــه ټـنـډه یـې تــړلي کلـمـه د عــشــق زور دی

غزا ده معرکه ده بیا د حق او باطل جنګ دی
بریا به وی د حق شیطان په تیښته لور په لور دی

مسیر یې مقدس د جهاد ژوند ډېر خوندور دی
د غره په لوړه څوکه کې غازي جوړ کړی کور دی

غزا د هند ته جوړ شوه بیا صفونه په دین ننګ.کړئ
جلال الدین حقمله که ګډون کړی دا یې لور دی

✍🏻جلال الدین حقمل
0793048066واټساپ

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

الاقصی خپرندویه اداره یی وړاندی کوې

تصویر ته دي ګیلي کومه.!


کسر..


په نیمه شپه کې ګونګ تصویر ته دي ګیلي کومه
سپینې سپوږمۍ ته مې د مات زړګي کیسي کومه


ترنم‌ / حافظ‌ مزمل‌ شیندنی
شاعر / جلال‌الدین‌ حقمل

#الاقصی_خپرندويه_اداره
#دترانو_سترمرکـــــــــــز👇
/channel/aqsa8090

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

الخالد اداري لخوا وړاندی کیږی

د اقصئ په ننګ شهید یحیي سنوار تقبله الله

کسر..

حمزه دی که خبیب یو دنګ منار میدان کې پروت
سرو وینو کې ګولګون یحیي سنوار میدان کې پروت

ترنم‌ / حافظ‌ مزمل‌ شیندنی
شاعر /جلال‌الدین‌ حقمل

#الخالد_ترانو_سترمرکز
/channel/Al_Khalid_com

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

النبوي اداره یې وړاندي کوي
کسر
زه خو په تا باندې آباد یمه پلارجانه زما
که نه وي ته پر ملا را مات یمه درمانه زما

اواز / حسیني جانان
شاعر / جلال الدین حقمل
#النبوي_دترانو_سترمرکز
/channel/abawynat131

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

فاضلانو ته

دا تنـکي ګـلان ګـوره ښـکـلي طالبان ګوره
علم یـې حاصل کړلو د دیـن خادمان ګوره

شه دې مبارک دستار رب درکړلو.ستر اعزاز
اوري انوارت پـري نـن حافظ د قرآن ګوره

سپین مخ نوراني ګوره ده علم هستي ګوره
ویاړ پري استادان کوي وارث د جانان ګوره

تاو کړه ول پـه ول بکړۍ ساته لکه ګل بکړۍ
پُره دې له مودو شو نن دغه ستر آرمان ګوره

وایم تبریکي حقمل شعر کې مو.ستایئ حقمل
ویاړ د کلي کور شولي هر چا باندې ګران ګوره

✍🏻جلال الدین حقمل
0793048066واټساپ

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

موږ سره اوسي
تر څو درته د نن عصر خوارجو اصلي څهره بربنډه کړو
له ملتیا مو نړۍ مننه
لینک درسره شیر کړئ
جزاك اللهُ‎ خیراً کثراً
/channel/ehdvdh

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

الخالد اداري لخوا وړاندی کیږی
څوک یې پوښتنه نکړئ😢
کسره

څنګه مو هېره شوه غزه څوک یې پوښتنه نکړئ
شوه په اورنو کې لمبه څوک یې پوښتنه

ڋیگلومه قاري انس عمري
شاعر جلال الدین حقمل

#الخالد_ترانو_سترمرکز
/channel/Al_Khalid_com

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

مسافر له کلي کور نه

د قسمت دا فیصله ده ،چې تر مینځ مو فاصله ده
د حالاتو تـقـاضـاء وه ، رانـه پـاتي چې حجره ده

مسافر له کلي کور نه ، یم ډېر لري له پلار مور نه
را یادیږي تیـر وختونه راتـه پـاتـې خـاطــره ده

دمه راکـړه لویه خدایه تـه د هر مرض دوا یه
لپه کـړي مـې لاسـونه یـو و تاته مـې اثره ده

په اواز دې پسرلی شم موري ستا غږ ژوندی شم
بس قسمت درنه جدا کړم زما مینه تاسره ده

د ژوندون په کړکیجو کې راحصار یمه غمو کې
و حقمل شاعره یاره ژوند مې ټوله فلسفه ده

✍🏻جلال الدین حقمل
0793048066واټساپ

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

تصویر ته دي ګیلي کومه.!

په نیمه شپه کې ګونګ تصویر ته دي ګیلي کومه
سپینې سپوږمۍ ته مې د مات زړګي کیسي کومه

د بیــلتانه ظـالم ګـذار لـکـه هنداره مـات کړو
اوس له دردو سره په ویښه باندې شپي کومه

ستا د فراق غشو ویشتلی د زړګي په سر یم
غم دې ډېر دروند د زغم وتلی اندیښني کومه

ته چې شهید شوي له ما هم خوښیو کډه وکړه
زړه نه صبریږي که هر څومره پري جرګي کومه

د خدای له دینه دې قربان ګلاب ځواني کړه آشنا
جــلال الـدین دې خـاطـرو تـه زمـزمـي کومه

✍🏻جلال الدین حقمل
0793048066واټساپ

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

#الاقصی_خپرندويه_اداره
#دترانو_سترمرکـــــــــــز

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

غــــزل

میـنه زور غـواړي ریښـتیا، داسې نه ګڼله ما
جدای یې وي سور اور، پکښې سوځمه آشنا

ستا یادونه لیونتوب،زه یې ویستی یم له خوب
زه اوس ګرځمه تنها، زه اوس ګرځمه تنها

واوره کــرکــه نـه کــوم ، مینه زه له زړه کوم
ماتـه کـړی چـا ښیرا ، ماتـه کـړی چا ښیرا

لټوم ستا ګل څهره ، د ګلاب په شان ښایسته
خیر دی مه ځه ته له ما ،خیر دی مه ځه ته له ما

ډېر ساده دی لیونی ، زما ماشوم ماشوم زړګئ
رانه غواړي بس یو تا ، رانه غواړي بس یو تا

د شاعـر جـلال الدین ، دې اشـعـار لـکـه ګبین
خوږ په زړه لګي زما ، خوږ په زړه لګي زما

✍🏻جلال الدین حقمل
0793048066واټساپ

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

الاسٌلامْي خپرندویه اداري لخوا وړاندي کیږي

کسر...
لکه غنم په مینځ نیمۍ شو
زړګـئ زمــا سوری سور شو

اواز / ملا الفت آغا
شاعر / جلال الدین حقمل
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
/channel/slamikanal313

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

له چا سره چې مینه لرئ ډاډ ورکړئ
چې تل به مینه ورسره ولرئ...💕

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

قربان افغانستانه قربان افغانستانه

اواز / حافظ مزمل شیندني
شاعر / جلال الدین حقمل

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

الخالد اداري لخوا وړاندی کیږی

قـربـان افـغـانـستانه قـربان افـغـانـسـتانه
کسره
دفـاع تـه دي تـیـار له هـر اشغاله کړي ساتنه
په تا باندي قربان دې ستا بچي دي خوږ وطنه
میـډال د ننګ غیـرت دې دی ګـټـلی له جهانه


ترنم‌ / حافظ‌ مزمل‌ شیندنی
شاعر / جلال‌ الدین‌ حقمل

#الخالد_ترانو_سترمرکز
/channel/Al_Khalid_com

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

غــــــزل

ژونده لا تر څو به دې ستومانه پر اوږو وړمه
څړیکې د زړګي به مې لا څومره تر دردو وړمه

ځانګم لکه ماته پاڼه ویر له خپل تقدیره کړم
تونـده سیلۍ راغله هیلې مـاتې تر اوبو وړمه

ستوری مې د بخت له ډېره وخته رالویدلی دی
نه یې ښکاري وړانګي ځم مزل به تر سپیدو وړمه

کله چـې د مـیـنې کلـمې لولم را یـاد شئ ته
زړه ته وایم غلی شه ارمان دې تر قبرو وړمه

وایم د زړه درد جلال الدین د شعر په ژبه چې
ستا د عشق ډیوه زما تیاره ژوند کې زړګو وړمه

✍🏻جلال الدین حقمل
0793048066واټساپ

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

#الاقصی_خپرندويه_اداره
#دترانو_سترمرکـــــــــــز👇
/channel/aqsa8090

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

د اقصئ په ننګ شهید یحیي سنوار تقبله الله


حمزه دی که خبیب یو دنګ منار میدان کې پروت
سرو وینو کې ګولګون یحیي سنوار میدان کې پروت

تا خپله وعده سر کړه ټوک ټوک دې خپل بشر کړه
راتاو تري سره کفار څه معنادار میدان کې پروت

غــازي وي هـم فاتـح او هـم شهید شولي آتله
ټـټـر بانـدې خـوړلی یې ګذار میدان کې پروت

چې ستا د شهادت اواز مې وارید را ګذار شوم
سردار د قافلي د عشق خمار میدان کې پروت

د غم سوی داستان لیکي د زړه د رګ په وینو
جلال الدین حقمله زما دلدار میدان کې پروت

✍🏻جلال الدین حقمل
0793048066واټساپ

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

الخالد اداري لخوا وړاندی کیږی

نوی خوندوره ترانه فاضلانو ته

دا تنکي ګلان ګوره ښکلي طالبان ګوره
علم یې حاصل کړلو د دین خادمان ګوره

اواز / خاکسار آشنا
شاعر / جلال الدین حقمل
#الخالد_ترانو_سترمرکز
/channel/Al_Khalid_com

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

👆👆👆
د قدر وړ معززو دا لینک هم
د اللهﷻ درضا په خاطر درسره نشرکړی
جزاك اللهُ‎ خیراً

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

الخالد اداري لخوا وړاندی کیږی
د پلار جان په ویاړ

کسر
زه خو په تا باندې آباد یمه پلار جانه زما
که نه وي ته په ملا را مات یمه درمانه زما

اواز حافظ مزمل شیندنی
شاعر/ جلال الدین حقمل

#الخالد_ترانو_سترمرکز
/channel/Al_Khalid_com

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

نوي خوندور په زړه پوري ترنم

کسر
د قسمت دا فیصله ده
چې تر منیځ مو فاصله ده

اواز د ترنم بلبل سلیمان راشیدي

شاعر/ جلال الدین حقمل
0793048066واټساپ
/channel/shcjuvbt

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

  نوي خوندور ڋیگلومه د غزی په یاد کې


څوک یې پوښتنه نکړئ😢

څنګه مو هېره شوه غزه څوک یې پوښتنه نکړئ
شوه په اورنو کې لمبه څوک یې پوښتنه  نکړئ

ڋیکلومه کونکي

قاري انس عمري

شاعر

جلال الدین حقمل

0793048066واټساپ

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

الاقصی خپرندویه اداره یی وړاندی کوې

کسر

دآسیازړه یی قربان
کوردزمروخراسان
غازی غازی وطنه
ای جنتی وطنه

ترنم
حافظ مزمل شیندنی
شاعر
جلال الدین حقمل

#الاقصی_خپرندويه_اداره
#دترانو_سترمرکـــــــــــز👇
/channel/aqsa8090

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

په نوی جالبه کمپوز کې ترنم

کسر
مینه زور غواړي ریښتیا
داســــې نــــه ګـڼـلـه ما

اواز / سلیمان راشیدي
شاعر/ جلال الدین حقمل


📲 0793048066واټساپ
/channel/shcjuvbt

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

نړۍ فتحه کیدل غواړي

تیر زرین تاریخ مو یو ځل بیا تکراریدل غواړي
بـرم د اسـلام مـو پــه نـړۍ کې ځلیدل غواړي

حـق بـه شـي غالبه د بـاطل خونه به ورانه شي
ده حـمـزه خُبیب غوندې په غشو لګیدل غواړي

هلته مـو اقصئ اشـغـال او هلته بخارا اشغال
یـو شـئ مؤمنانو بـیـا جهان فتحه کیدل غواړي

ورک یـوو په تیارو کـې له یو بل نه جدا شوي یو
داسې کـیـدائ نشي د تیارو نس څیریدل غواړي

خلاص به شي مظلوم امت له ظلم.وحشتو څخه
ځـوک د تـکبیـرونو تـــر مــاڼـۍ ورسیدل غواړي

ټینګي کړی منګولې د اسلام په ښکلي دین باندې
صف کې مو جلال الدین حقمل درسره تلل غواړي

✍🏻 جلال الدین حقمل
0793048066واټساپ

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

څوک یې پوښتنه نکړئ😢

څنګه مو هېره شوه غزه څوک یې پوښتنه نکړئ
شوه په اورنو کې لمبه څوک یې پوښتنه نکړئ

لا هم هغسي د ظالم خونخوار تر ظلم لاندې
شول ماشومان ټوټه ټوټه څوک یې پوښتنه نکړئ

پکښې شروع دی قتل عام ګوري خاموشه نړۍ
ده اسلامې نړۍ ویده څوک یې پوښتنه نکړئ

د بشریت خواخوږي چیرته دي په نوم بشریت
ولي پر دې ظلم ړنده څوک یې پوښتنه نکړئ

خدای یې بغیر له تانه هیڅوک یې مدد نکوي
یوازی تـاتـه یـې اثــره څوک یې پوښتنه نکړئ

جلال الدین حقمل چې وینم داسې حال د غزي
له خولي نه وځې مې نعره څوک یې پوښتنه نکړئ

✍🏻جلال الدین حقمل
0793048066واټساپ

Читать полностью…

جلال الدين حقمل

زما یو پخوانی ترانه

د عشق په لمبو کې سوځیدل
د هر چا کار نه ده


اواز /جلال الدین حقمل
شاعر/ الحاج مسکین یار عظیمي
0793048066واټساپ

Читать полностью…
Subscribe to a channel