دلته راسره اوسئ مــوږ به له تاسو سره د خپل زړه درد دشعر په ژبه شریک کړو هیله ده زموږ له نـــــــــیمګړوغزلو او پنځونو نه خوند واخلې ورورمو محمد نــــــــــــــــــــــــسیم ریاض https://t.me/joinchat/AAAAAEf4TYnFigM6TcPqfQ https://t.me/Riazgollab
العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي
اصلاحي ترنم
مُدبر اوسه زړګیه
مسؤلیت دې دی په غاړه
ځان دې ښه وساته ګوره
امارت دې دی په غاړه
اوازحافظ احسان الله وثیق
کرښي هُمَام
#العصردترانو_سترمرکز
/channel/alasar_091
فکري جوړښت
مسلماني خورې
هغه ځانګړتیاوې چي
مونږ ته با عفته خور راپه ګوته کوي
ویاند محسن احسان
ترتیب کونکی فکري جوړښت
فکري جوړښت یوټوب چینل وڅاری مننه
https://youtu.be/7u6i2POfjhk
فکري جوړښت
نوې لړۍ
د اندلس تارېخ
(۱) لمړۍ برخه
غږ محسن احسان
وړاندې کونکی فکري جوړښت
دا سلسله به جاري وي
فکري جوړښت یوټوب چینل څاری
https://youtu.be/hQX8KuI7f2g
فکري جوړښت
((((ویښتابه خپرونه)))
موضوع
((((استعمار ))))
یاند محسن احسان
لیکوال محمدجاوید حنیف
داسلسله به جاري وي
فکري جوړښت یوټوب څاری مننه
https://youtu.be/KzUSMsBWHZQ
نوې ډیکلومه
د زړه داغونه مي شمیرله ډیریدله یاره
بس ستا په یاد تازه کیدله ډیریدله یاره
ږغ
د خواږه ملګري سعید صاحب
👆👆👆
ستا وصل ته له ډېره انتظاره تږی ناست یم
د سترګو تور مي سپین شوله نګاره تږی ناست یم
دا تور درګې باڼه مي د ډنډ اوښکو منځ کې ګیر دي
د سترګو ديد مې کم شو ړوند پر لاره تږی ناست یم
کنعان مي پسې وکاته لټون کړمه ډیر ستړی
یوسف رانه ورک سوی ناکراره تږی ناست یم
په تشه میخانه کي نه ساقي شته نه پیالې شته
نو هله لاس مي وه نیسه رویباره تږی ناست یم
بس بند په بند تړلی د بیلتون په پنجره کي
یوځلي خو را وګوره قراره تږی ناست یم
بېلتون دې يمه وړی د هجران په شپو کې ورک يم
راځه لاس دي را اوږد کړه سپين سهاره تږی ناست یم
ریاض په میکده کي لیوني غوندي ګرځیږم
مدهوش په مینه غرق یمه دلداره تږی ناست یم
محمد نسیم ریاض
شفیق ډیزایني ترانو چینل یې وړاندې کوي
غمجن ترنم!
څڅیږي مې له سترګو سه اوبه د زړګي سره
مات سوي مې په تا پسې باڼه د زړګي سره
ترنم/سیدالطاف شاه آغا
شاعر/محمد نسیم ریاض
ایډیټ/شفیق
t.me/shafiqhelaman1
العصر خپرندویه اداره له خوا وړاندی کیږی
نوی ترانه
څڅیږي می له سترګو سه اوبه ده زړګی سره
مات شوی می په تاپه سی باڼه ده زړګی سره
غږ مولوی سیدالطاف شاه آغا
بدرګه حافظ عزیزالله حیدری
شاعرمحمدنسیم ریاض
#العصرترانوسترمرکزـ
/channel/alasar_2525
غزل:
ستا د حسن په لټون کې نوم لېکنه کوم
د سپین رخسار دې زه په هرځاي کي ستاینه کوم
و ګلروخانو ته ورځم زه یې لاسونه نیسم
ده دي پی مخو او ګلمخو نه مننه کوم
چي ستا د مینې په ارزښت باندي یې پو کړمه زه
په هر قېمت زه د هغو خلګو ساتنه کوم
زه دي مجنون یم د زړه سره ستا وصال لټوم
ځکه په ویښه هم په خوب دي پلټنه کوم
چي په څهره کي یې څرګند وي ستا ښائست او ښکلا
بس له هغوی نه دي د هر حالت پوښتنه کوم
د ملنګې کچکول په غاړه ستا ریاض ګرځوم
دا ټوله شپه دي د الله څخه غوښتنه کوم
محمد نسیم ریاض
اسلام علیکم ورحمة الله
محـــــترمو دقدر او اعزاز وړ ملګرو دغه ټلیګرام د مولوي سید الطاف شاه آغا دنبوي نعــــتونو
حمــدونو حــماسي جــــهادي ترانو او اصـــلاحي شــعرو
ټلیګرام چینل دی درسره
جوائن یې کړئ تنده پري ماته کړی
نشرکولوکه ملتیاوکی
مننه وسلام
/channel/AltafAgha
مینې د محبوب ډير درد ولی یم
اوس درود سلام هم په سلګو لیږم
څومره چي تري لیرې یم در دیږمه
یاره لره پیغام هم په سلګو لیږم
نلرمه زغم زه د بیلتون ظالم
خداي زده ډیرو سختو مرحلو کي یم
څه باندي به زړه لره ټکور ورکړم
پاته د عجم په تورو غرو کي یم
ستړي زندګې کوم هجران سره
زړه ته احترام هم په سلګو لیږم
دې مینې زړګی راکي خوړین کړی دی
ځکه مي حالات اوس په بل اړخ دي
ژوند مي د سختیو دی کوربه کوربه
هم مي حرکات اوس په بل اړخ دي
یاره لره ورتلل مي هیڅ په وس نه ده
ځکه خو کلام هم په سلګو لیږم
شوي یې د رخسار شغلي خوري هر لور
هم قیصر کیسراء باندي رڼا سوله
مخ يې پر تیاره جهان د لمر په څیر
ځکه پر دونیا باندي رڼا سوله
دی د څورلسم تر سپوږمۍ ښکلی روی
خیال ته یې اکرام هم په سلګو لیږم
رب ته محترم دی تر هرڅه او چا
داسي نازولی بل پیدا نه دی
ستر مولا ته ډیر قریب هم دا نبي
دا رنګه ښاغلی بل پیدا نه دی
مینه یې په ما ریاض غالبه ده
ګل لــــره انعام هم په سلګو لیږم
ریاض
د میر ویس نیکه مسکن دی
د ابدال دغزا کور دی
د ملالي خور وطن دی
د خوشحال د سترګو تور دی
پرې رپان سپېنه جنډۍ ده
امارت دی او وحت دی
اولسونه دي خوشال
برخمن له استقلال
پري حاکم دي ګلالي
پري حاکم دي بګړۍ وال
ازادې ده استقلال دی ازادې ده استقلال دی
دلته غردی او که ښاردی
دلته دښته که دیار دی
دلته ونې که ډبرې
دلته سیند دی که چنار دی
دغیرت کیسې یي کیږي
هدیره ده که مزار دی
تل ګټونکی د سیالیو
تل یې وړی ښه میډال دی
ازادې ده استقلال دی ازادې ده استقلال دی
چي راغلي څوک په زور دي
بیرته تللي ښه مختور دي
مقبیره د امپراطورو
امپراطور په کي نسکور دي
ننګیالي یې ټول وګړي
توریالي دي ډک له شور دي
بس ښودلی یي هرچاته
خپل فاور او خپل مرال دی
ازادې ده استقلال دی ازادې ده استقلال دی
مغلیان په کي مات سوي
ګرګینیان په کي مات سوي
امریکا جمه ناټو هم
شوراویان په کي مات سوي
د ننګونو سپین ډګردی
پرچمیان پکي مات سوي
دي هیواد کي داحکمت دی
هر مغرور لره زوال دی
ازادې ده استقلال دی ازادې ده استقلال دی
د ویاړونو کندهار دی
د شهید منصور یادګار دی
د ثالث عـــــ.مر ټاټوبی
په غیرت باندي سینګاردی
هر دښمن ته دردي سردی
هر دوښمن پکي حسار دی
هر یو تن یې تاریخ ساز دی
د انا زرغوني شال دی
ازادې ده استقلال دی ازادې ده استقلال دی
له هلمند نه تر واخانه
له هرات تر نورستانه
له آمو تر هندوکشه
له نیمروزه تر پروانه
یو نیژاد او یو ټبر دی
ترکمن ازبک افــــغانه
بس ریاضه ورور ولي ده
ګران هیواد ډک له کمال دی
ازادې ده استقلال دی ازادې ده استقلال دی
محمد نسیم ریاض
د مینې انسانیت ستره امامه محترمه
جانانه محترمه او ګلپامه محترمه
چي تا ظهور را وکړدلته جهل سو مجهوله
تور تم دي کړ رڼا خیرالانامه محترمه
ستا سپین زیبا جبین تورو تیاروته سهار راوړ
تا خلاص کړو له تورتم د تور ماښامه محترمه
شیرینه دي لهجه ده او شیرینې دي خبرې
موږپیژنو هرڅه ستاله کلامه محترمه
د مینې محبت په معنا پوه دي انسانیت کړ
تا ورکړ انسانيت ته احترامه محترمه
طالب ریاض عاجز ستا د اوصافو له بیانه
ښکلا یوازي تاباندي تمامه محترمه
ریاض
/channel/alstoribsrisange
من که خوش دارم اوصاف شما
شما زیبا است حبیب خدا
به روی تو موجود شودن دونیا
تو بهتر است از زمین وسما
دلم توعاشق است بحر خدا
پدر و مادرم از تو فیدا
حسن شما بالا تر از یوسف
وضحی بر این ګوا است اقا
عاشق بر تو بلال است هم یاسر
در آب است که اتش است به خندا
ریاض خوار امتي هستم حبیب
ما بسیار عاجزم دلبر ما
ریاض
@Zahidashna
/channel/alstoribsrisange
.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي
نوی نعت شریف
مدینه کې دي مزار دی ګلروخانو کې سرداره
ای احمده محمده د خوږمنو زړو قراره
اواز
حافظ محمد حسن بهیر
کلام ریاض
#العصرنشرياتې_اداره
/channel/alasar_medianet
العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي
کسر
ستاوصل ته له ډیره انتظاره تږی ناست یم
دسترګوتورمی سپین شوله نګاره تږی ناست یم
ترنم کونکی
محمدطیب ادریس
شاعر محمدنسیم ریاض
#العصردترانو_سترمرکز
/channel/alasar_091
. العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي
3نوي نعتونه
①خپله ښایسته دخیالونوعالم کړم
②نشته دې ثاني جهان کي لږڅه درته شوی ګلاب
③په فراق دمحترم خیرالبشر
نعت ويونکی
عتیق رحماني جمال
شاعران:
مأمون
کامل وفا
ریاض
#العصردترانو_سترمرکز
/channel/alasar_091
نوې لړۍ
ډېر ژر ان شاء الله
د اندلس تاریخ
دغه تاریخ د اته سو پنځه کاله اسلامي تاریخ دی
چي مطالعه او اورېدیل یې د مسلمانو ورڼو لپاره ضروري بولم په دغه تاریخ کي به
د محمدي امت د سترو سترو اتلانو د تاریخ او کارنامو او نورو ډیرو معلوماتو به خبر شی
ډیره جالبه او زړه راښونکې لړی
ډېر ژر ان شاء الله
له فکري جوړښت یوټوب چینل څخه
Fikrijorasht" rel="nofollow">https://youtube.com/@Fikrijorasht
خوږې دي او شیرینې دي خبرې دي دلبره
تر شاتو ښــایستې دي او شکرې دي دلبره
پر ټوله دنیاګې به یې مثال چیرته پیدا سي؟
بس څوورلس قرنه ورسته لا آثَرې دي دلبره
جمیل دی هم حسین دی له یوسف نه هم ډیر ښکلی
د سپین مخ دي شعاوي جلوګرې دي دلبره
طٰهٰ ده که یاسین دی وضحيٰ دي ګل رخساره
دا هرڅه ستا صفت لره راغلې دي دلبره
مسلم ابو داود دی بخاري ده ترمیذي ده
دا ستر سترستا اخبار دي تا پېيلې دي دلبره
ریاض به دي په ګونګه ژبه کوم القاب بیان کړي
اوصاف دي دې تمام جهان منلې دي دلبره
ریاض
دومــــره غشې دي زما په لور ګوزار کا
دوښمني کې یې ولاکه ســــــړی وارکا
محبت چي دي زړه نه غوښت تابه نه کا
داسې ظلم خــــــو انسان کله په یار کا
له ډیر درده مې څڅوبې په مخ تګ کا
یو ځل اوګوره دا اوښکې مې مهار کا
د خزان باد مي آلوت پاس په سینه کا
دا مې تا په بي رحمۍ زړګی ازار کا
ښــــه په ناز به مي خواږه درته کاته کا
ماویله ریاض ســـــــــــتا دی تا انکار کا
ریاض
العصرخپرندویه اداری له خوا وړاندی کیږی
نوی ترانه
کسر
ځاله ده غیرت هیواده کان ده غیرتونو یی
ځارهیواده ځاردشم میدان ده غیرتونو یی
غږ سیدالطاف شاه آغا
شاعر محمدنسیم ریاض
#العصرترانوسترمرکزـ
/channel/alasar_2350
ځاله د غیرت هیواده کان د غیرتونو یې
ځار هیواده ځار دي شم میدان د غیرتونو یې
تاکې د ننګونو دومره سترې ککرۍ پرتي
ځکه په پوره معنا وجدان د غیرتونو یې
ستا له غیږي پورته شول میرویس ابدال او غزنوي
ته د اتلانو کوریې ځوان د غیرتونو یې
رب دي مستي اېښې له ازله په وجود کې ده
ټول کاڼې او دښتي هم اسمان د غیرتونو یې
ستا میړنې ښځې هم د نرو سره سیالې دي
سیال دي چیرته نسته بس توفان د غیرتونو یې
ویاړ کاندي ریاض طالب چي خويندې ملالې لري
ته لرې منصور عمر داستان د غیرتونو یې
ریاض
د ځوانۍ د شرنګ او شـــــور خبرې نشته
د مــــــــــــــــــین زړګې د زور خبرې نشته
دلته هسې د خـــــــــــــــــزان بادونه راغلل
د سپرلي په ځوګ کي نور خــــــبرې نشته
تړمې اوښکې مې له سترګو نه بـــــــهیږي
د زخمي زړه د ټــــــــــــــــکور خبرې نشته
وران مالت او وران دیار کي مو ګذران دی
لالــــــــــــــــهاند یو د سمسور خبرې نشته
وریبار ته چي خـــط ورکړم تري روان سم
مایــــــــوسې مي وړي تر ګور خبرې نشته
هر محفل کې به ســـــــــــتایل وو د یارانو
وخت وو لاړ د سپین او تور خـــبرې نشته
چي ریاض د لــــــــــیونیو شمیر کې راشي
بــــــــــیا یې خیال کې دپیغور خبرې نشته
محمد نسیم ریاض
څه څــــــیږي مي له سترګو څه اوبه د زړګي سره
مات سوې مي په تاپــــــــــــسي باڼه د زړګي سره
چي ســـــتا د قدم نښو خواکې زه هلته دمه سوم
یادونه دي شــــــــــــــــمارمه هله زه د زړګي سره
ســـــتا مینې زه نقاش کړم انځورونونه دي لیکمه
کړ جوړ مي ستا تصویر پر دیـــواله د زړ ګي سره
تـــــــــــــنها په یوه دښته کي له ځان سره لګیایم
له نام سره دي وایــــــــــــــمه اي زړه د زړګي سره
دا ټوله شپه شبګیر کړم تر سهاره پوري ویښ یم
کومه له سپوږمۍ ســــــــــــره خواله د زړګي سره
چي تللی ته پر لار یي زه یې خــــــاورې ښکلومه
را اخلمه تري ستـــــــــــرګو ته رانجه د زړګې سره
ریاض اوس د پــــــــــــــــــخوا په پرتله نه یمه ګله
و ژلی یــــــــــــــــــمه دید او ها کاته د زړګي سره
ریاض
په فراق د محترم خـــــــــــــــــــــیرالبشر
پر مـــــــــــلا مات شولو بلال او سترعمر
مــــــدینه باندي ماتم د هجران جوړ دی
ژړیدله ژړیدله لــــــــــــــــــــــــــــــر اوبر
پر بلال باندي راتــــــــــــنګه مدینه سوه
کــــــــوچ یي وکړ له دي ښار سو مهاجر
صحابه د هجران اور کي سوځـــــــیدله
رحلت کړی له دونـــــــــــــــیا وو پیغمبر
د یثرب کوڅو کي شور شولو غوغاسوه
تري بــــــیل سوی دی د ټول جهان دلبر
د ریاض قلم داوښکوسیند کي ډوب سو
چي صحنه لیکې د هغه لوی مـــــــحشر
محمد نسیم ریاض
الحقپال خپرندويه اداري لخوا وړاندی کیږی
نوی ترانه
...................................................
داستا ډیرو سوچونو کړمه بيمار دزړګی سره
راځه راځه نور مــات کړه انتظار دزړګی سره
غــږ/محترم ساجد ځلاند
شاعر/محترم ریاض
#الحقپال نشریاتی اداره
/channel/Al_haqpall_media3
مدینه کې دي مزار دی ګلروخانو کې سرداره
اي احمده محمده د خوږمنو زړو قراره
وضحی جبین دي ځار شم ټول جهان یې کړ رڼا
اي د سپین جبین خانده ته زیبا یې تر سهاره
په قدم دي بختوره د یثریب هره کوڅه سوه
مدینه یې مُسماسوه مبارکه هره لاره
دا دونیا که مافيهاده جنتونه نعمتونه
ستا په روی باندي پیداسوه ستا په روی باندي اظهاره
ته معشوق د لم یزل یې زړه په تا باندي مین دی
ثانې نلري د حسن اي دلبره ګل رخساره
لیونی دی ستا په عشق کې یو نظر خو پري راوکړه
ستا غلام ریاض دي غواړي یو دیدن په خوب کې یاره
ریاض
@Zahidashna
/channel/alstoribsrisange
.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي
داور غيږه کي تګ کوي زلمي ده الاعداد
تياري دي لښکــــري طوفاني ده الاعداد
زده کړي يي ساتنه ده سنګر اوده هيواد
په هرڅه سمبال شوي دي زمري ده الاعداد
ترنم...
ملا فقیر محمد درویش
مولوي عبدالعزیز عزیزي
شعر...
ریحان اخندزاده
#العصرنشرياتې_اداره
/channel/alasar_medianet
.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي
نوي غمجنه ترانه
کسر
هجرانه مړ دي کړم له غمه نور لا څه راکوي
ولي مي نه پریګدي په سمه نور لا څه راکوي
آواز : سید حکمت الله ریحان
شاعر : محترم محمدنسیم ریاض
#العصرنشرياتې_اداره
/channel/alasar_medianet