دلته راسره اوسئ مــوږ به له تاسو سره د خپل زړه درد دشعر په ژبه شریک کړو هیله ده زموږ له نـــــــــیمګړوغزلو او پنځونو نه خوند واخلې ورورمو محمد نــــــــــــــــــــــــسیم ریاض https://t.me/joinchat/AAAAAEf4TYnFigM6TcPqfQ https://t.me/Riazgollab
نوی نعت شریف (1402/8/24)
شات دي که شکري دي، ستا د خولې خبري دي
ستا د ګلابي شونډو، ښکلي ملغلري دي
غږ: حافظ مدثر
شاعر: نسيم ریاض
#د_ترنم_خپرنځي_لخوا_وړاندي_کيږي
/channel/Taranumpublisher13
النبوي اداره یې وړاندي کوي
په زړه پوري ملي ترانې
کسرونه
۱داتلانوکوره
دننګیالیانوکوره
ته.دي یې سرښاد
ګرانه هیواده.موږدي ټول سولتاځار
۲زموږله هیواده چي داستاوروستی عسکرووتی
په هغه ورځ دي ګوره نوم دلیست له سرووتی
ږغ مولوي حمدالله عرفان
شاعران مولوي امان الله مستغفرصاحب
او نسیم ریاض صاحب
#النبوي_دترانو_سترمرکز
/channel/abawynat345
شات دي که شکرې دي
سـتا د خـولې خبرې دي
ســتا د ګـلابـي شـونډو
ښــــکلې مــــلـغلري دي
ته یې د ښــــــــکلا امام
ته یې د رڼــــــــــــا امام
رسي تر هـــــر چا پورې
نیږدې او که لَــــري دي
زړوته مـــــحبت بــــښي
مینه او الـــــفت بــــښي
ستا د زنــــدګۍ قیـصې
ډیرې خــــــوندورې دي
ستا افــــعال اقوال ټوله
ستا د ژبي حــــــال ټوله
وې به تر قــیامت پورې
کــــــرښــــې د ډبرې دي
دوست د کــــردګار نبي
د اُمــــــت غــمخوار نبي
ورځ کـې د مـیزان مـيزان
لُمړۍ دې لـــــــښکرې دي
ميـــــنه دې حــــسینه ده
یاره څه شــــــــیرینه ده
پــروت دی پر ریـاض اثـر
زړه مـې هـــــم مــنلي دي
نسیم ریاض
له ټول جهانه ښکلی دی جانان افغانستان
راځئ لا یې اباد کړو ځان ایمان افغانستان
چي زړونه او لاسونه سره ورکړو هیواد والو
ډیر ژر به شي را پورته او ودان افغانستان
د ځان په ځاریدنه یې بچي ټول تاریخ ساز دي
ځلیږي په نړۍ کي قهرمان افغانستان
په غیږه کي یې څه امپراطورۍ شوې دړې وړې
لري ډیر سرسپارلي اتلان افغانستان
چي خپل نظام مو جوړ شي احکام ټوله شرعي شي
یادګار ته د ابدال به کړو عنوان افغانستان
ریاضه شپه او ورځ یې خدمت موږ باندي لازم دی
سپیڅلی دی د مور او پلار په شان افغانستان
نسیم ریاض
د سترو فقهاؤ ستر رهبر
ګران ابو حنیفه مو د زړه سر
د ذهد او تقوا په روڼ مشال
یې توره تاریکه کړله سحر
اصول د ژوندانه یي کړل تشریح
بس کړو یي د دین لار ته برابر
کړل فلج یې وهابیت اوسلفیت
د هر ملحد په ټنډه و خنجر
لا مثله لوی خادم و د اسلام
قرنونه وروسته هم لري ثمر
سراج د دې امت دی محترم
دی ځکه زموږ امام مونږ یي لښکر
کردار ته یې ریاض کوي سلام
پر زړونو دې ځلیږي لکه لمر
نسیم ریاض
ای حاجي صاحب
یاره دریږه زه و تاته یو سلام در کوم
ته چي ور ځي و مدیني ته زه پیغام در کوم
درود سلام مي محمد رسوالله ته وایه
ای حاجي صاب محترمه احترام درکوم
ته بختور یي ته زَما د زړه مزار ته ورځي
تابه په سترګو ښکلومه او اکرام در کوم
قدم کرار ږده دې کوڅو کي مې دلبر تیر شوی
ګوره دا خاورې مبارکې دي افهام درکوم
خط مي جوړ کړی و روضي ته خو یې وروړه ګرانه
حالات د ژوند د سهارنو او ماښام در کوم
بس د یتیم ماشوم په څیر پر خړو خاورو ناست یم
ریاض په لاس دغه څه تورې او کلام درکوم
ریاض .ط.
ستر سالار
اکبــر د زمانې او ستر سالار و دلښکر
امام د قافلې مو و منصور غازي رهبر
درمان و او ټکور و وزخمې افغانستان ته
درمل د ولســـونو د هر چا د زړګي سر
روزلي یې ګلونه شازلمي سپین فدایان و
تیار یې کړل ساتونکي د قرآن په هر سنګر
له دینــه نذرانه شو ځان يې کړ ټوټه ټوټه
په اور کې لولپه سو ښائستــــه نازک بشر
خاوند وُ د کلک عزم مدبر و او زکي
څښتن و د پـــوهۍ لکه پاچا هم قلندر
ریښتیا لویه هستي وه په امتِ مسلمه کې
را پاتـــــــه جانشین و د اتل ملا عمــــر
لیکلی دتاریخ پر لویه ټنـــــډه قهرمان
ریاضه ځان مې ځارشه او لوګی شه له دلبر
نسیم ریاض
/channel/Qanitagha
/channel/alasar_basri_sanga
العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي
نوي خوندوره ترانه
کـــسر
د حسن به دي څومره احترام واي که دي پام واي
په څنګ کې به دي زما زړګی ارام واي که دي پام واي
اواز/قاري ظهیـرمـل مستغفر
شاعر/محمدنسیم ریاض
#العصردترانو_سترمرکز
/channel/alasar_044
دلته راسره اوسئ مــوږ به له تاسو سره د خپل
زړه درد دشعر په ژبه شریک کړو هیله ده زموږ
له نـــــــــیمګړوغزلو او پنځونو نه خوند واخلې
ورورمو محمد نــــــــــــــــــــــــسیم ریاض
https://t.me/joinchat/AAAAAEf4TYnFigM6TcPqfQ
/channel/Riazgollab
العصر خپرندویه ادارې لخوا وړاندې کیږي
یو ځل بیا د ستړی ژوند په سلسله کی نوی ترنم مو تاسو مینوالوته چمتوکړی
د زړه دردونو حسار کړی یم قرار نلرم
جانانه ستا یاد بیمار کړی یم قرار نلرم
ترنم انس هاشمی آغا
شاعر محترم ریاض
#دالعصر_ترانو_سترمرکز
/channel/alasar_066
د زړه دردونو حسار کړی یم قرار نلرم
جانانه ستا یاد بیمار کړی یم قرار نلرم
له هغې ورځي چي له تانه مي رخست اخیستی
هغه رخصت دي په دار کړی یم قرار نلرم
اوښکلنې سترګې ګرځومه ستا لټون کومه
نشتون دي یاره ازار کړی یم قرار نلرم
یوسفه ګرانه ستا یعقوب په دواړو سترګو ړوند یم
ښائست دي داسې مهار کړی یم قرار نلرم
د بیلتون غشو دي ویشتلی یم زخمي زخمي یم
سوی سېنه دي فرهار کړی یم قرار نلرم
ریاض ګلاب دي هجران مړ کړم یو نظر را وکړه
ډیرو غمونو خـــــــــــمار کړی یم قرار نلرم
ریاض
څرک د سپینو وړانګو کلیواله ازادي راځې
زیری در کوم ستره ابداله ازادي راځې
ښکاري پر ملا ملت غلیم وینمه میرات غلیم
ځوک د تکبرونو دی ملاله ازادي راځې
بیا امو څپې وهي ارغند په جوش راغلی دی
شکست دی د مغلو ای خوشحاله ازادي راځي
سوله سوله نه ده صرف په زور مو جنګ ګټلی دی
تیښتي ته مجبور مو کړه له خیال ازادي راځې
وځي به ناټو خو دا نصرت د کردیګار بولو
شکر، حمد دي وایو ذلجلاله ازادي راځې
وخت یي شو را وځي له زندانه د ریاض یوسف
ږدي غاړه په غاړه به وصاله ازادي راځې
العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي
نعت شریف
کسر
زما سلام دی پرتا سیدا سیدا
یامحبوبي خدا سیدا سیدا
اواز حافظ روح الله خبیب
شاعر حافظ هُمَامْ
#العصردترانو_سترمرکز
/channel/alasar_085
العصر خپرندويه ادارې لخوا وړاندي کيږي
نوي ترانه
کسر
ستا په نن زه اعتبار څنګه وکړم دسبا
په پرون کی شوی معلوم ژونده ډیر یی بی وفا
ترنم : سیلاب درویش
شاعر : هُمّام
#العصردترانو_سترمرکز
/channel/alasar_070
#د_ترنم_خپرنځي_لخوا_وړاندي_کيږي
/channel/Taranumpublisher13
خــــوږه حبیبه ته چي لاړي مهاجر د کلي
له ژړا مات شول درپسې واړه حجر د کلي
چي تا به کیښود مبارک قدم په کومه ځمکه
له حاله وتی په سلګو وو لر او بر دکلي
اوښکې یې توې شوي پر لمنه ډیر یه وژړلو
د بیت الله نه چي رخصت سوې په سفر دکلي
هم دې په څنګ کې درسره وُ ابوبکرِ صدیق
تل به لُمړی ؤ تې ساتلې له خطر د کلي
چي یې تنها کړې له خپل کلي او وطنه څخه
هغه ړانده وو هغه خلک وو ناخــــبر دکلي
کله چي واوري ستا د ژوند دا ستړې ستړې کیسي
ریاض غرق فرق سي او مدهوش سي بس بهر دکلي
نسیم ریاض
النبوي اداره یې وړاندي کوي
نوی ترنم
له ټول جهانه ښکلی دی جانان افغانستان
راځئ لا یې اباد کړو ځان ایمان افغانستان
آوازونه،..
محترم ملاعبدالباري مخلصیار
او حمدالله عرفان
شاعر،. محترم نسیم ریاض
#النبوي_دترانو_سترمرکز
/channel/abawynat123
النبوي اداره یې وړاندي کوي
ښکلی په زړه پوری ترانه داستقلال په ویاړ
د میر ویس نیکه مسکن دی
د ابدال دغزا کور دی
د ملالې خور وطن دی
د خوشحال د سترګو تور دی
پرې رپان سپینه جنډه ده
امارت دی او وحدت دی
ترانه ویونکی
حق دوست جانان
شاعر محمدنسم ریاض
#النبوي_دترانو_سترمرکز
/channel/abawynat123
دلته څوارلس قرنه وروسته یو عمر و
بس په شان لکه عمر د پیغمبر و
د عربو د عجمو د زړو پير و
هم ملنګ و هم پاچا هم قلندر و
ټول امت به تر ابد ورباندې ویاړي
د سپین قشر انساني د زړګي سر و
د هر ظلم او فساد پر سر ګوزار و
مجاهد و د غزاوو ستر رهبر و
چې یې پروت د ترحم لاس پر ملت و
پرې ټکور د هر مظلوم زخمي پرهر و
په وجود کې مې اروا پسې خپه وه
د بیلتون غږ یې پر ما کړی اثر و
د ریاض د هیلو غر ورپسې ړنګ شو
درد د هجر يې له لوړ فلکه بر و
نسیم ریاض
څوک په چاباندي مین وي چي زهیر وي
څوک بیا دمره ګیلمن وي چي زهیر وي
چا په زړه وي یو دوه درې غشې خوړلي
څوک له زړه نه ډیر غمجن وي چي زهیر وي
څوک د چا له یوسفي مخ نه ازارې وي
څوک له سترګو نه دردمن وي چي زهیر وي
چا دیار پر مړوند ټوله شپه سباکړه
څوک تنها ځانته مدفن وي چي زهیر وي
څوک پلنګ کي تر درنو توسانو لاندي
څوک په دښت کې بي بړستن وي چي زهیر وي
څوک جوړه غاړه غړۍ او څنګ پر څنګ وي
څوک بیالیري له وطن وي زهیر وي
څوک ریاض غوندي د چا بیلتون مات کړی
څوک وصال نه بر خمن وي چي زهیر وي
.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي
غږ. منصورآغا شهاب
اياس جان
مدت خپلواک
ريـــاض
ياسربدري
حنفي زرمتی
مستغفرګربز
عبدالباقي مهاجر
سعادت مل
#العصرنشرياتې_اداره
/channel/alasar_mediaa
د حسن پر ښکلا دي زه غزل لیکمه یاره
د سپین مخ پر بریښنا دي زه غزل لیکمه یاره
ښایئست او نورانیت دي تجلا نړۍ ته ورکړه
هم دا دی پر صدا دي زه غزل لیکمه یاره
خندا دي خوښي کاندي له مغربه تر مشرقه
پر یوه یوه مسکا دي زه غزل لیکمه یاره
د میني و تکمیل ته دي سرونه نزرانه سول
په ستره سپیڅلتیا دي زه غزل لیکمه یاره
د عشق د تفسیر ټکې چي حاصل کړو له مجازه
د عشق له دي معنا دي زه غزل لیکمه یاره
اجماع ته د الفاظو مراقب شم په خلوت کي
د نوم پر معما دي زه غزل لیکمه یاره
صفت ته دي الفاظ د ریاض ګونګ دي په قلم کي
د میني پر بینا دي زه غزل لیکمه یاره
ریاض
پري شونډې مي خوږې سي او شکرې سي دلبره
له نام ســــــــــــره دي ګډې څوخبرې سي دلبره
جمال کي دي څرګند نور د جلال دی د زړه سره
د حــــــــــــــسن دي شعاوې جلوګري سي دلبره
یاسین او په طه موخوله خوږه سي چي یي لولو
کلام که کلیمې وي مــــــــــــــــلغلرې سي دلبره
چي څوک دي په سپیڅلي عشق کي غرق سي او مدهوش سي؟
مجنون سي او له خپل کلي نه لَرې سې دلــبره
چي نـــــوم دي کله لولم دورودونه در ډالۍ کړم
څـــو کرښې مي د سرو زرو بڅرې سي دلبره
چي کله پر ممبر ناست وي او ستا دعشق تفسیر کړي
هم دا ریاض خبرې بختورې شي دلبره
ریاض
ژبه دي بي بریکه ده
آه دی یوه څړیکه ده در مل یي پیدا کیږي نه
څه ژوبله اړیکه ده در مل یي پیدا کیږي نه
زخم د نا سور دی او رغښت به یې له کومه شي
ستا مینه انتیکه ده درمل یي پیداکیږي نه
پام چي په مجلس کي مي اظهار د مینې ونکړي
ژبه دي بي بریکه ده درمل یي پیدا کیږي نه
زه شومه شبکور اوته له ژوند څخه مزه اخلي
ستا وعده باریکه ده درمل یي پیداکیږي نه
زه که له بیلتون زوریږم ستا زړه به هم خوړین وي ښه
دا کیسه شریکه ده در مل یي پیداکیږي نه
ماته چي ر قیب راکړلو ستا د بیغورۍ پیغور
زښته ښه پر لیکه ده در مل یي پیداکیږي نه
ګونګ شمه ګمنام تصویر ته ژاړمه ریاض ط.الب
اوښکه بي سرلیکه ده در مل یي پیداکیږي نه
د حسن به دي څومره احترام واي که دي پام واي
په څنګ کې به دي زما زړګی ارام واي که دي پام واي
ژوندون به مو د خوند په نغمو پت واي په مزو کي
رقیب به مو پر هر ځاي کي ناکام واي که دي پام واي
چي منځ ته مو هجران نه واي راغلی او وصال واي
حاصل به ده دېِ مات وجود مرام واي که دي پام
رواج د پښتنو کي په ښکاره که کاته نه وو
ښه غلی ملاقات به مو ګمنام واي که دي پام واي
د حسن جزیرو کي خو ستا مثل چیرته نشته
پوهیږمه ډیر لوړ به دي مقام واي که دي پام واي
ګلابه ستا ښائست به په غزل کي وو لیکلی
ستا مخکې به مي څومره ښه الهام واي که دي پام واي
ریاض دي تنها پریښودم یوازي رانه لاړي
کاش یو ځاي مو نصیب سپیڅلی جام واي که دي پام واي
ریاض
*دالمدني خپرندویه اداري لخواوړاندي کیږي*
نوی خوندوره ترانه
*کسر👇🏻*
*څرک دسپينو وړانګو کليواله ازادې راځي*
*زیـری در کـوم سـتره ابـداله ازادي راځي*
*ترانه ویونکي*
قاری امین الله روحاني
او عبدالولی مستشهد
*شاعر*
محمد نسیم ریاض
👇👇👇👇👇👇
هیـلـه ده چي خـوښه موشـي
دازموږ دټليګرام چينل دي دترانو دپارہ👇/channel/AlMadanimedia22
العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي
کسر
هم دې مړ هم دې ژوندی کړم دادې څه راوکړل عشقه
هم دې خپل هم دې پردی کړم دادې څه راوکړل عشقه
ترنم هیبت الله پکتین
شاعر هُمَام
#العصردترانو_سترمرکز
/channel/alasar_040
العصر خپرندویه ادارې لخوا وړاندې کیږي
نوی خوندوره ترانه
کسر
دمين زړه وسوسی می بی حساب شوی
ته خو راشه حادثی می بی حساب شوی
ترنم کونکی ملاعبدالجبارمحمدی
شاعر همام صاحب
#دالعصر_ترانو_سترمرکز
/channel/alasar_099