taiabgoollab | Unsorted

Telegram-канал taiabgoollab - محمدنسیم ریاض

195

دلته راسره اوسئ مــوږ به له تاسو سره د خپل زړه درد دشعر په ژبه شریک کړو هیله ده زموږ له نـــــــــیمګړوغزلو او پنځونو نه خوند واخلې ورورمو محمد نــــــــــــــــــــــــسیم ریاض https://t.me/joinchat/AAAAAEf4TYnFigM6TcPqfQ https://t.me/Riazgollab

Subscribe to a channel

محمدنسیم ریاض

العصر خپرندویه ادارې لخوا وړاندې کیږي

یو ځل بیا د ستړی ژوند په سلسله کی نوی ترنم مو تاسو مینوالوته چمتوکړی

د زړه دردونو حسار کړی یم قرار نلرم
جانانه ستا یاد بیمار کړی یم قرار نلرم

ترنم انس هاشمی آغا
شاعر محترم ریاض

#دالعصر_ترانو_سترمرکز
/channel/alasar_066

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

د زړه دردونو حسار کړی یم قرار نلرم
جانانه ستا یاد بیمار کړی یم قرار نلرم

له هغې ورځي چي له تانه مي رخست اخیستی
هغه رخصت دي په دار کړی یم قرار نلرم

اوښکلنې سترګې ګرځومه ستا لټون کومه
نشتون دي یاره ازار کړی یم قرار نلرم

یوسفه ګرانه ستا یعقوب په دواړو سترګو ړوند یم
ښائست دي داسې مهار کړی یم قرار نلرم

د بیلتون غشو دي ویشتلی یم زخمي زخمي یم
سوی سېنه دي فرهار کړی یم قرار نلرم

ریاض ګلاب دي هجران مړ کړم یو نظر را وکړه
ډیرو غمونو خـــــــــــمار کړی یم قرار نلرم

ریاض

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

څرک د سپینو وړانګو کلیواله ازادي راځې
زیری در کوم ستره ابداله ازادي راځې

ښکاري پر ملا ملت غلیم وینمه میرات غلیم
ځوک د تکبرونو دی ملاله ازادي راځې

بیا امو څپې وهي ارغند په جوش راغلی دی
شکست دی د مغلو ای خوشحاله ازادي راځي

سوله سوله نه ده صرف په زور مو جنګ ګټلی دی
تیښتي ته مجبور مو کړه له خیال ازادي راځې

وځي به ناټو خو دا نصرت د کردیګار بولو
شکر، حمد دي وایو ذلجلاله ازادي راځې

وخت یي شو را وځي له زندانه د ریاض یوسف
ږدي غاړه په غاړه به وصاله ازادي راځې

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي

نعت شریف

کسر
زما سلام دی پرتا سیدا سیدا
یامحبوبي خدا سیدا سیدا

اواز حافظ روح الله خبیب
شاعر حافظ هُمَامْ

#العصردترانو_سترمرکز
/channel/alasar_085

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

العصر خپرندويه ادارې لخوا وړاندي کيږي

نوي ترانه

کسر
ستا په نن زه اعتبار څنګه وکړم دسبا
په پرون کی شوی معلوم ژونده ډیر یی بی وفا

ترنم : سیلاب درویش
شاعر : هُمّام

#العصردترانو_سترمرکز
/channel/alasar_070

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي

اصلاحي ترنم

مُدبر اوسه زړګیه
مسؤلیت دې دی په غاړه
ځان دې ښه وساته ګوره
امارت دې دی په غاړه

اوازحافظ احسان الله وثیق
کرښي هُمَام

#العصردترانو_سترمرکز
/channel/alasar_091

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

فکري جوړښت

مسلماني خورې

هغه ځانګړتیاوې چي
مونږ ته با عفته خور راپه ګوته کوي

ویاند محسن احسان
ترتیب کونکی فکري جوړښت

فکري جوړښت یوټوب چینل وڅاری مننه
https://youtu.be/7u6i2POfjhk

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

فکري جوړښت

نوې لړۍ
د اندلس تارېخ
(۱) لمړۍ برخه

غږ محسن احسان
وړاندې کونکی فکري جوړښت

دا سلسله به جاري وي
فکري جوړښت یوټوب چینل څاری
https://youtu.be/hQX8KuI7f2g

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

فکري جوړښت

((((ویښتابه خپرونه)))
موضوع
((((استعمار ))))

یاند محسن احسان
لیکوال محمدجاوید حنیف

داسلسله به جاري وي
فکري جوړښت یوټوب څاری مننه
https://youtu.be/KzUSMsBWHZQ

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

نوې ډیکلومه

د زړه داغونه مي شمیرله ډیریدله یاره
بس ستا په یاد تازه کیدله ډیریدله یاره

ږغ

د خواږه ملګري سعید صاحب

👆👆👆

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

ستا وصل ته له ډېره انتظاره تږی ناست یم
د سترګو تور مي سپین شوله نګاره تږی ناست یم

دا تور درګې باڼه مي د ډنډ اوښکو منځ کې ګیر دي
د سترګو ديد مې کم شو ړوند پر لاره تږی ناست یم

کنعان مي پسې وکاته لټون کړمه ډیر ستړی
یوسف رانه ورک سوی ناکراره تږی ناست یم

په تشه میخانه کي نه ساقي شته نه پیالې شته
نو هله لاس مي وه نیسه رویباره تږی ناست یم

بس بند په بند تړلی د بیلتون په پنجره کي
یوځلي خو را وګوره قراره تږی ناست یم

بېلتون دې يمه وړی د هجران په شپو کې ورک يم
راځه لاس دي را اوږد کړه سپين سهاره تږی ناست یم

ریاض په میکده کي لیوني غوندي ګرځیږم
مدهوش په مینه غرق یمه دلداره تږی ناست یم

محمد نسیم ریاض

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

شفیق ډیزایني ترانو چینل یې وړاندې کوي

غمجن ترنم!


څڅیږي مې له سترګو سه اوبه د زړګي سره
مات سوي مې په تا پسې باڼه د زړګي سره

ترنم/سیدالطاف شاه آغا
شاعر/محمد نسیم ریاض
ایډیټ/شفیق

t.me/shafiqhelaman1

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

العصر خپرندویه اداره له خوا وړاندی کیږی

نوی ترانه
څڅیږي می له سترګو سه اوبه ده زړګی سره
مات شوی می په تاپه سی باڼه ده زړګی سره

غږ مولوی سیدالطاف شاه آغا
بدرګه حافظ عزیزالله حیدری
شاعرمحمدنسیم ریاض

#العصرترانوسترمرکزـ
/channel/alasar_2525

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

غزل:

ستا د حسن په لټون کې نوم لېکنه کوم
د سپین رخسار دې زه په هرځاي کي ستاینه کوم

و ګلروخانو ته ورځم زه یې لاسونه نیسم
ده دي پی مخو او ګلمخو نه مننه کوم

چي ستا د مینې په ارزښت باندي یې پو کړمه زه
په هر قېمت زه د هغو خلګو ساتنه کوم

زه دي مجنون یم د زړه سره ستا وصال لټوم
ځکه په ویښه هم په خوب دي پلټنه کوم

چي په څهره کي یې څرګند وي ستا ښائست او ښکلا
بس له هغوی نه دي د هر حالت پوښتنه کوم

د ملنګې کچکول په غاړه ستا ریاض ګرځوم
دا ټوله شپه دي د الله څخه غوښتنه کوم

محمد نسیم ریاض

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

اسلام علیکم ورحمة الله
محـــــترمو دقدر او اعزاز وړ ملګرو دغه  ټلیګرام د مولوي سید الطاف شاه آغا دنبوي نعــــتونو
حمــدونو حــماسي جــــهادي ترانو او اصـــلاحي شــعرو
ټلیګرام چینل دی درسره
جوائن یې کړئ تنده پري ماته کړی
نشرکولوکه ملتیاوکی
مننه وسلام
/channel/AltafAgha

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

ژبه دي بي بریکه ده

آه دی یوه څړیکه ده در مل یي پیدا کیږي نه
څه ژوبله اړیکه ده در مل یي پیدا کیږي نه

زخم د نا سور دی او رغښت به یې له کومه شي
ستا مینه انتیکه ده درمل یي پیداکیږي نه

پام چي په مجلس کي مي اظهار د مینې ونکړي
ژبه دي بي بریکه ده درمل یي پیدا کیږي نه

زه شومه شبکور اوته له ژوند څخه مزه اخلي
ستا وعده باریکه ده درمل یي پیداکیږي نه

زه که له بیلتون زوریږم ستا زړه به هم خوړین وي ښه
دا کیسه شریکه ده در مل یي پیداکیږي نه

ماته چي ر قیب راکړلو ستا د بیغورۍ پیغور
زښته ښه پر لیکه ده در مل یي پیداکیږي نه

ګونګ شمه ګمنام تصویر ته ژاړمه ریاض ط.الب
اوښکه بي سرلیکه ده در مل یي پیداکیږي نه

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

د حسن به دي څومره احترام واي که دي پام واي
په څنګ کې به دي زما زړګی ارام واي که دي پام واي

ژوندون به مو د خوند په نغمو پت واي په مزو کي
رقیب به مو پر هر ځاي کي ناکام واي که دي پام واي

چي منځ ته مو هجران نه واي راغلی او وصال واي
حاصل به ده دېِ مات وجود مرام واي که دي پام

رواج د پښتنو کي په ښکاره که کاته نه وو
ښه غلی ملاقات به مو ګمنام واي که دي پام واي

د حسن جزیرو کي خو ستا مثل چیرته نشته
پوهیږمه ډیر لوړ به دي مقام واي که دي پام واي

ګلابه ستا ښائست به په غزل کي وو لیکلی
ستا مخکې به مي څومره ښه الهام واي که دي پام واي

ریاض دي تنها پریښودم یوازي رانه لاړي
کاش یو ځاي مو نصیب سپیڅلی جام واي که دي پام واي

ریاض

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

*دالمدني خپرندویه اداري لخواوړاندي کیږي*

نوی خوندوره ترانه

*کسر👇🏻*

*څرک دسپينو وړانګو کليواله ازادې راځي*
*زیـری در کـوم سـتره ابـداله ازادي راځي*


*ترانه ویونکي*
قاری امین الله روحاني
او عبدالولی مستشهد


*شاعر*
محمد نسیم ریاض


👇👇👇👇👇👇
هیـلـه ده چي خـوښه موشـي
دازموږ دټليګرام چينل دي دترانو دپارہ👇/channel/AlMadanimedia22

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي

کسر
هم دې مړ هم دې ژوندی کړم دادې څه راوکړل عشقه
هم دې خپل هم دې پردی کړم دادې څه راوکړل عشقه

ترنم هیبت الله پکتین
شاعر هُمَام

#العصردترانو_سترمرکز
/channel/alasar_040

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

العصر خپرندویه ادارې لخوا وړاندې کیږي

نوی خوندوره ترانه

کسر
دمين زړه وسوسی می بی حساب شوی
ته خو راشه حادثی می بی حساب شوی

ترنم کونکی ملاعبدالجبارمحمدی
شاعر همام صاحب

#دالعصر_ترانو_سترمرکز
/channel/alasar_099

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي

کسر
ستاوصل ته له ډیره انتظاره تږی ناست یم
دسترګوتورمی سپین شوله نګاره تږی ناست یم

ترنم کونکی
محمدطیب ادریس

شاعر محمدنسیم ریاض

#العصردترانو_سترمرکز
/channel/alasar_091

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

. العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي

3نوي نعتونه
①خپله ښایسته دخیالونوعالم کړم
②نشته دې ثاني جهان کي لږڅه درته شوی ګلاب
③په فراق دمحترم خیرالبشر

نعت ويونکی
عتیق رحماني جمال
شاعران:
مأمون
کامل وفا
ریاض
#العصردترانو_سترمرکز
/channel/alasar_091

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

نوې لړۍ
ډېر ژر ان شاء الله

د اندلس تاریخ
دغه تاریخ د اته سو پنځه کاله اسلامي تاریخ دی
چي مطالعه او اورېدیل یې د مسلمانو ورڼو لپاره ضروري بولم په دغه تاریخ کي به
د محمدي امت د سترو سترو اتلانو د تاریخ او کارنامو او نورو ډیرو معلوماتو به خبر شی
ډیره جالبه او زړه راښونکې لړی

ډېر ژر ان شاء الله

له فکري جوړښت یوټوب چینل څخه
Fikrijorasht" rel="nofollow">https://youtube.com/@Fikrijorasht

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

خوږې دي او شیرینې دي خبرې دي دلبره
تر شاتو ښــایستې دي او شکرې دي دلبره

پر ټوله دنیاګې به یې مثال چیرته پیدا سي؟
بس څوورلس قرنه ورسته لا آثَرې دي دلبره

جمیل دی هم حسین دی له یوسف نه هم ډیر ښکلی
د سپین مخ دي شعاوي جلوګرې دي دلبره

طٰهٰ ده که یاسین دی وضحيٰ دي ګل رخساره
دا هرڅه ستا صفت لره راغلې دي دلبره

مسلم ابو داود دی بخاري ده ترمیذي ده
دا ستر سترستا اخبار دي تا پېيلې دي دلبره

ریاض به دي په ګونګه ژبه کوم القاب بیان کړي
اوصاف دي دې تمام جهان منلې دي دلبره

ریاض

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

دومــــره غشې دي زما په لور ګوزار کا
دوښمني کې یې ولاکه ســــــړی وارکا

محبت چي دي زړه نه غوښت تابه نه کا
داسې ظلم خــــــو انسان کله په یار کا

له ډیر درده مې څڅوبې په مخ تګ کا
یو ځل اوګوره دا اوښکې مې مهار کا

د خزان باد مي آلوت پاس په سینه کا
دا مې تا په بي رحمۍ زړګی ازار کا

ښــــه په ناز به مي خواږه درته کاته کا
ماویله ریاض ســـــــــــتا دی تا انکار کا

ریاض

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

العصرخپرندویه اداری له خوا وړاندی کیږی

نوی ترانه

کسر
ځاله ده غیرت هیواده کان ده غیرتونو یی
ځارهیواده ځاردشم میدان ده غیرتونو یی

غږ سیدالطاف شاه آغا
شاعر محمدنسیم ریاض

#العصرترانوسترمرکزـ
/channel/alasar_2350

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

ځاله د غیرت هیواده کان د غیرتونو یې
ځار هیواده ځار دي شم میدان د غیرتونو یې

تاکې د ننګونو دومره سترې ککرۍ پرتي
ځکه په پوره معنا وجدان د غیرتونو یې


ستا له غیږي پورته شول میرویس ابدال او غزنوي
ته د اتلانو کوریې ځوان د غیرتونو یې

رب دي مستي اېښې له ازله په وجود کې ده
ټول کاڼې او دښتي هم اسمان د غیرتونو یې

ستا میړنې ښځې هم د نرو سره سیالې دي
سیال دي چیرته نسته بس توفان د غیرتونو یې

ویاړ کاندي ریاض طالب چي خويندې ملالې لري
ته لرې منصور عمر داستان د غیرتونو یې

ریاض

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

د ځوانۍ د شرنګ او شـــــور خبرې نشته
د مــــــــــــــــــین زړګې د زور خبرې نشته

دلته هسې د خـــــــــــــــــزان بادونه راغلل
د سپرلي په ځوګ کي نور خــــــبرې نشته

تړمې اوښکې مې له سترګو نه بـــــــهیږي
د زخمي زړه د ټــــــــــــــــکور خبرې نشته

وران مالت او وران دیار کي مو ګذران دی
لالــــــــــــــــهاند یو د سمسور خبرې نشته


وریبار ته چي خـــط ورکړم تري روان سم
مایــــــــوسې مي وړي تر ګور خبرې نشته

هر محفل کې به ســـــــــــتایل وو د یارانو
وخت وو لاړ د سپین او تور خـــبرې نشته

چي ریاض د لــــــــــیونیو شمیر کې راشي
بــــــــــیا یې خیال کې دپیغور خبرې نشته
محمد نسیم ریاض

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

خوږ ملګری
الطاف شاه اغا صاب درسره جوائن کړئ👆👆👆

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

څه څــــــیږي مي له سترګو څه اوبه د زړګي سره
مات سوې مي په تاپــــــــــــسي باڼه د زړګي سره

چي ســـــتا د قدم نښو خواکې زه هلته دمه سوم
یادونه دي شــــــــــــــــمارمه هله زه د زړګي سره

ســـــتا مینې زه نقاش کړم انځورونونه دي لیکمه
کړ جوړ مي ستا تصویر پر دیـــواله د زړ ګي سره

تـــــــــــــنها په یوه دښته کي له ځان سره لګیایم
له نام سره دي وایــــــــــــــمه اي زړه د زړګي سره

دا ټوله شپه شبګیر کړم تر سهاره پوري ویښ یم
کومه له سپوږمۍ ســــــــــــره خواله د زړګي سره


چي تللی ته پر لار یي زه یې خــــــاورې ښکلومه
را اخلمه تري ستـــــــــــرګو ته رانجه د زړګې سره

ریاض اوس د پــــــــــــــــــخوا په پرتله نه یمه ګله
و ژلی یــــــــــــــــــمه دید او ها کاته د زړګي سره

ریاض

Читать полностью…
Subscribe to a channel