taiabgoollab | Unsorted

Telegram-канал taiabgoollab - محمدنسیم ریاض

195

دلته راسره اوسئ مــوږ به له تاسو سره د خپل زړه درد دشعر په ژبه شریک کړو هیله ده زموږ له نـــــــــیمګړوغزلو او پنځونو نه خوند واخلې ورورمو محمد نــــــــــــــــــــــــسیم ریاض https://t.me/joinchat/AAAAAEf4TYnFigM6TcPqfQ https://t.me/Riazgollab

Subscribe to a channel

محمدنسیم ریاض

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
که موچینل پرمختګ نه کوي اندیښنه مکوۍ
یوازی اویوازی له موږ سره اړیکه ونیسۍ.
ددی چټک لیسټ څخه ځانونه برخمن کړۍ

نوټ:ممبرزبایدتر 100 کم نه وی
لیست دوه ساعته پوری مه حذف کوۍ کنه چینل مو دلیسټ څخه خارجیږی اومه هم ورپسی نشریات کوۍ
په لیست کی ددشاملیدو👇 لپاره له موږسره اړیکه ونیسۍ
                                           @listejunaid
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

قاري سالار☄☄☄☄☄👇
/channel/qarisalaar99

غوره فکرونه اولیکنی☄☄👇
/channel/shsjebdsj

دخیال انځور☄☄☄☄☄👇
Http://t.me/Junaidmutawakil

هرډول اسلامی لینکونه☄☄👇
/channel/Islamic_links1

👈ډیزاین😉تصویران🥀☄☄👇
/channel/+Cr4eXI1wCaxiZDRk

محمدنسیم ریاض☄☄☄☄☄👇
https://t.me/joinchat/AAAAAEf4TYnFigM6TcPqfQ

اسلامی ملغلري☄☄☄☄☄👇
/channel/eslamimalghalari

لیکلي شعرونه☄☄☄☄☄👇
/channel/salarsanzar

قاري سالار②☄☄☄☄☄👇
/channel/qarisalaar

دادبی شاعرانوکور☄☄☄☄☄👇
/channel/adabishaeran

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

بیتونه

ادبیان ورته مفغن لفظونه تراشي
له دي ښکاري د پښتو د پیاوړتیا ډاډ

مینه زړه وړي مینه روح وړي مینه ژوند وړي
مینه تل اخلي له هر چا د ښکلا ډاډ

د ریاض ژوند به په تاباندي اباد وي
که تري وانخلې له خوار نه د وفا ډاډ

ریاض

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

/channel/AFGHAN_PROFIT_BOT?start=r0327954236

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

خداي درکړی عجیبه ښایسته جمال دی
څه بي مثله لامثاله لا مثال دی

لمر سپوږمۍ یې و ښایست لره عاجز دي
بس ستا حسن دی مین پري ذوالجلال دی

مشک عنبر یې خوشبویې ته نه رسیږي
معطر دا ستا د تورو زلفو ټال دی

لیوني شي چي ستا حب باندي غالب شې
بي قراره ورنه ورک یې خوب اوخیال دی

ستا د هجر له تاوده انګار کړیږي
ژوند یې وران دی او ګډوډ یي قیل او قال دی

د طالب ریاض د ژوند مزه هيڅ نشته
ور له غاړي ستا د هجر ستر جنجال دی

محمدنسیم ریاض

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

له ټول جهان دې ښکلی شي ودان افغانستان
رغښت ته مټې بډوهئ د ګران افغانستان

د زړه نَو ورکوم ګوندې دا شاړ وطن سمسورشي
کرلی مو دزړه دښت کې جانان افغانستان

راځئ لاسونه ورکړو او زخمي ټټر یي جوړ کړو
څلوېښت کاله وران پروت څیرې ګرېوان افغانستان

د ځان په ځاریدنه یې بچي ټول تاریخ ساز دي
لري د تاریخ زړه کي ستر نښان افغانستان

سرزورې نړۍ ښه سو چي ستا عقل هم پر ځاي سو
تا ومنل لري ډیر اتلان افغانستان

چې خپل نظام مو جوړ شي احکام ټوله شرعي شي
یادګار ته د ابدال به کړو عنوان افغانستان

ریاضه شپه او ورځ یې خدمت تا باندې لازم دی
سپیڅلی دی د مور او پلار په شان افغانستان

ریاض

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

نوی نعت شریف (1402/8/24)

شات دي که شکري دي، ستا د خولې خبري دي
ستا د ګلابي شونډو، ښکلي ملغلري دي

غږ: حافظ مدثر
شاعر: نسيم ریاض

#د_ترنم_خپرنځي_لخوا_وړاندي_کيږي
/channel/Taranumpublisher13

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

النبوي اداره یې وړاندي کوي

په زړه پوري ملي ترانې
کسرونه
۱داتلانوکوره
دننګیالیانوکوره
ته.دي یې سرښاد
ګرانه هیواده.موږدي ټول سولتاځار

۲زموږله هیواده چي داستاوروستی عسکرووتی
په هغه ورځ دي ګوره نوم دلیست له سرووتی

ږغ مولوي حمدالله عرفان
شاعران مولوي امان الله مستغفرصاحب
او نسیم ریاض صاحب

#النبوي_دترانو_سترمرکز
/channel/abawynat345

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

شات دي که شکرې دي
سـتا د خـولې خبرې دي
ســتا د ګـلابـي شـونډو
ښــــکلې مــــلـغلري دي

ته یې د ښــــــــکلا امام
ته یې د رڼــــــــــــا امام
رسي تر هـــــر چا پورې
نیږدې او که لَــــري دي

زړوته مـــــحبت بــــښي
مینه او الـــــفت بــــښي
ستا د زنــــدګۍ قیـصې
ډیرې خــــــوندورې دي

ستا افــــعال اقوال ټوله
ستا د ژبي حــــــال ټوله
وې به تر قــیامت پورې
کــــــرښــــې د ډبرې دي

دوست د کــــردګار نبي
د اُمــــــت غــمخوار نبي
ورځ کـې د مـیزان مـيزان
لُمړۍ دې لـــــــښکرې دي

ميـــــنه دې حــــسینه ده
یاره څه  شــــــــیرینه ده
پــروت دی پر ریـاض اثـر
زړه مـې هـــــم مــنلي دي

نسیم ریاض

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

#النبوي_دترانو_سترمرکز
/channel/abawynat123

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

له ټول جهانه  ښکلی دی جانان افغانستان
راځئ لا یې اباد کړو ځان ایمان افغانستان

چي زړونه او لاسونه سره ورکړو هیواد والو
ډیر ژر به شي را پورته او ودان افغانستان

د ځان په ځاریدنه یې بچي ټول تاریخ ساز دي
ځلیږي په نړۍ کي قهرمان افغانستان

په غیږه کي یې څه امپراطورۍ شوې دړې وړې
لري ډیر سرسپارلي اتلان افغانستان

چي خپل نظام مو جوړ شي احکام ټوله شرعي شي
یادګار ته د ابدال به کړو عنوان افغانستان

ریاضه شپه او ورځ یې خدمت موږ باندي لازم دی
سپیڅلی دی د مور او پلار په شان افغانستان

نسیم ریاض

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

د سترو فقهاؤ ستر رهبر
ګران ابو حنیفه مو د زړه سر

د ذهد او تقوا په روڼ مشال
یې توره تاریکه کړله سحر

اصول د ژوندانه یي کړل تشریح
بس کړو یي د دین لار ته  برابر

کړل فلج یې وهابیت اوسلفیت
د هر ملحد په ټنډه و خنجر

لا مثله لوی خادم و د اسلام
قرنونه وروسته هم لري ثمر

سراج د دې امت دی محترم
دی ځکه زموږ امام مونږ یي لښکر

کردار ته یې ریاض کوي سلام
پر زړونو دې ځلیږي لکه لمر

نسیم ریاض

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

ای حاجي صاحب

یاره دریږه زه و تاته یو سلام در کوم
ته چي ور ځي و مدیني ته زه پیغام در کوم

درود سلام مي محمد رسوالله ته وایه
ای حاجي صاب محترمه احترام درکوم

ته بختور یي ته زَما د زړه مزار ته ورځي
تابه په سترګو ښکلومه او اکرام در کوم

قدم کرار ږده دې کوڅو کي مې دلبر تیر شوی
ګوره دا خاورې مبارکې دي افهام درکوم

خط مي جوړ کړی و روضي ته خو یې وروړه ګرانه
حالات د ژوند د سهارنو او ماښام در کوم

بس د یتیم ماشوم په څیر پر خړو خاورو ناست یم
ریاض په لاس دغه څه تورې او کلام درکوم

ریاض .ط.

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

ستر سالار

اکبــر د زمانې او ستر سالار و دلښکر
امام د قافلې مو و منصور غازي رهبر

درمان و او ټکور و وزخمې افغانستان ته
درمل د ولســـونو د هر چا د زړګي سر

روزلي یې ګلونه شازلمي سپین فدایان و
تیار یې کړل ساتونکي د قرآن په هر سنګر

له دینــه نذرانه شو ځان يې کړ ټوټه ټوټه
په اور کې لولپه سو ښائستــــه نازک بشر

خاوند وُ د کلک عزم مدبر و او زکي
څښتن و د پـــوهۍ لکه پاچا هم قلندر

ریښتیا لویه هستي وه په امتِ مسلمه کې
را پاتـــــــه جانشین و د اتل ملا عمــــر

لیکلی دتاریخ پر لویه ټنـــــډه قهرمان
ریاضه ځان مې  ځارشه او لوګی شه له دلبر

نسیم ریاض
/channel/Qanitagha
/channel/alasar_basri_sanga

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي

نوي خوندوره ترانه

کـــسر
د حسن به دي څومره احترام واي که دي پام واي
په څنګ کې به دي زما زړګی ارام واي که دي پام واي

اواز/قاري ظهیـرمـل مستغفر
شاعر/محمدنسیم ریاض

#العصردترانو_سترمرکز
/channel/alasar_044

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

دلته راسره اوسئ مــوږ به له تاسو سره د خپل
زړه درد دشعر په ژبه شریک کړو هیله ده زموږ
له نـــــــــیمګړوغزلو او پنځونو نه خوند واخلې
ورورمو محمد نــــــــــــــــــــــــسیم ریاض


https://t.me/joinchat/AAAAAEf4TYnFigM6TcPqfQ


/channel/Riazgollab

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
که موچینل پرمختګ نه کوي اندیښنه مکوۍ
یوازی اویوازی له موږ سره اړیکه ونیسۍ.
ددی چټک لیسټ څخه ځانونه برخمن کړۍ

نوټ:ممبرزبایدتر 100 کم نه وی

له موږسره اړیکه ونیسۍ👇
                             @listejunaid

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

دغه دی تاسو ورداخل سئ

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

کیږده وروره پښه دې پر عناد باندې
بر کړه واک او زور دې پر تضاد باندې

دا اولس له تا څخه خدمت غواړي
وکړه ترحم پر وران هیواد باندې

ګوره مغرو نه شې په څوکۍ منصب
ډیر مغروره ړنګ پر دې بلاد باندې

کړی عبادت چي دې عبث نه شي
پام کوه پر هغه تیر جهاد باندې

توره او خنجر درسره ساته تل
مه کوه تکیه پر زنده باد باندې

پریږده د ګودر، چنار، ټپې کیسې
کېنږدې قدم پخپل مراد باندې

واوره ښه په غور د ریاض کلام
ویې کړه لږ سوچ پر انتقاد بادندې

نسیم ریاض

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

غزل

چي په خوله کې مي لفظونه شي راټول
او دمه شمه دا ستا د یاد پر شپول

لکه شپون چي میږي وشړي وغره ته
او تکیه شي پر زنکون کیږدي پکول

رقیبان را پسي ګرځي او ما وژني
چي په لاره یم روان وهمه مول

دلته خلګ دیانت ته کله ګوري؟
دلته خلګ په پيسو باندي کړي تول

څه زلمي خو لا غزا نه ناخبر دي
ورنه هیر د پیغمبر پریشوی خول

چي د سپین چتر تر سیوري لاندې ژوند کړي
بختور دی ها اولس او ها کهول

چي په مینه کې ښه غرق نه شې ریاضه
کله کیږي بیا دې توري غزل بول

نسیم ریاض

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

النبوي اداره یې وړاندي کوي
نوي ښايسته نعت شريف

کسر

شات دي که شکرې دي
سـتا د خـولې خبرې دي
ســتا د ګـلابـي شـونډو
ښــــکلې مــــلـغلري دي

اوازونه د
: حافظ عبدالحليم حليميار
او : مدني اشنـا
شاعر : نسیم ریاض
#النبوي_دترانو_سترمرکز
/channel/abawynat388

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

#د_ترنم_خپرنځي_لخوا_وړاندي_کيږي
/channel/Taranumpublisher13

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

خــــوږه حبیبه ته چي لاړي مهاجر د کلي
له ژړا مات شول درپسې واړه حجر د کلي

چي تا به کیښود مبارک قدم په کومه ځمکه
له حاله وتی په سلګو وو لر او بر دکلي

اوښکې یې توې شوي پر لمنه ډیر یه وژړلو
د بیت الله نه چي رخصت سوې په سفر دکلي

هم دې په څنګ کې درسره وُ ابوبکرِ صدیق
تل به لُمړی ؤ تې ساتلې له خطر د کلي

چي یې تنها کړې له خپل کلي او وطنه څخه
هغه ړانده وو هغه خلک وو ناخــــبر دکلي

کله چي واوري ستا د ژوند دا ستړې ستړې کیسي
ریاض غرق فرق سي او مدهوش سي بس بهر دکلي

نسیم ریاض

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

النبوي اداره یې وړاندي کوي
نوی ترنم

له ټول جهانه  ښکلی دی جانان افغانستان
راځئ لا یې اباد کړو ځان ایمان افغانستان

آوازونه،..
محترم ملاعبدالباري مخلصیار
او حمدالله عرفان

شاعر،. محترم نسیم ریاض

#النبوي_دترانو_سترمرکز
/channel/abawynat123

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

النبوي اداره یې وړاندي کوي
ښکلی په زړه پوری ترانه داستقلال په ویاړ


د میر ویس نیکه مسکن دی
د ابدال دغزا کور دی
د ملالې خور وطن دی
د خوشحال د سترګو تور دی
پرې رپان سپینه جنډه ده
امارت دی او وحدت دی

ترانه ویونکی
حق دوست جانان
شاعر محمدنسم ریاض
#النبوي_دترانو_سترمرکز
/channel/abawynat123

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

دلته څوارلس قرنه وروسته یو عمر و
بس په شان لکه عمر د پیغمبر و

د عربو د عجمو د زړو پير و
هم ملنګ و هم پاچا هم قلندر و

ټول امت به تر ابد ورباندې ویاړي
د سپین قشر انساني د زړګي  سر و

د هر ظلم او فساد پر سر ګوزار و
مجاهد و د غزاوو ستر رهبر و

چې یې پروت د ترحم لاس پر ملت و
پرې ټکور د هر مظلوم زخمي  پرهر و

په وجود کې مې اروا پسې خپه وه
د بیلتون غږ یې پر ما کړی اثر و

د ریاض د هیلو غر ورپسې ړنګ شو
درد د هجر يې له لوړ فلکه بر و

نسیم ریاض

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

څوک په چاباندي مین وي چي زهیر وي
څوک بیا دمره ګیلمن وي چي زهیر وي

چا په زړه وي یو دوه درې غشې خوړلي
څوک له زړه نه ډیر غمجن وي چي زهیر وي

څوک د چا له یوسفي مخ نه ازارې وي
څوک له سترګو نه دردمن وي چي زهیر وي

چا دیار پر مړوند ټوله شپه سباکړه
څوک تنها ځانته مدفن وي چي زهیر وي

څوک پلنګ کي تر درنو توسانو لاندي
څوک په دښت کې بي بړستن وي چي زهیر وي

څوک جوړه غاړه غړۍ او څنګ پر څنګ وي
څوک بیالیري له وطن وي زهیر وي

څوک ریاض غوندي د چا بیلتون مات کړی
څوک وصال نه بر خمن وي چي زهیر وي

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

غږ. منصورآغا شهاب
اياس جان
مدت خپلواک
ريـــاض
ياسربدري
حنفي زرمتی
مستغفرګربز
عبدالباقي مهاجر
سعادت مل

#العصرنشرياتې_اداره
/channel/alasar_mediaa

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

د حسن پر ښکلا دي زه غزل لیکمه یاره
د سپین مخ پر بریښنا دي زه غزل لیکمه یاره

ښایئست او نورانیت دي تجلا نړۍ ته ورکړه
هم دا دی پر صدا دي زه غزل لیکمه یاره

خندا دي خوښي کاندي له مغربه تر مشرقه
پر یوه یوه مسکا دي زه غزل لیکمه یاره

د میني و تکمیل ته دي سرونه نزرانه سول
په ستره سپیڅلتیا دي زه غزل لیکمه یاره

د عشق د تفسیر ټکې چي حاصل کړو له مجازه
د عشق له دي معنا دي زه غزل لیکمه یاره

اجماع ته د الفاظو مراقب شم په خلوت کي
د نوم پر معما دي زه غزل لیکمه یاره

صفت ته دي الفاظ د ریاض ګونګ دي په قلم کي
د میني پر بینا دي زه غزل لیکمه یاره

ریاض

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

هیله ده د چینل په نشر کي ټول ملګري همکاري وکړي

Читать полностью…

محمدنسیم ریاض

پري شونډې مي خوږې سي او شکرې سي دلبره
له نام ســــــــــــره دي ګډې څوخبرې سي دلبره


جمال کي دي څرګند نور د جلال دی د زړه سره
د حــــــــــــــسن دي شعاوې جلوګري سي دلبره

یاسین او په طه موخوله خوږه سي چي یي لولو
کلام که کلیمې وي مــــــــــــــــلغلرې سي دلبره

چي څوک دي په سپیڅلي عشق کي غرق سي او مدهوش سي؟
مجنون سي او له خپل کلي نه لَرې سې دلــبره

چي نـــــوم دي کله لولم دورودونه در ډالۍ کړم
څـــو کرښې مي د سرو زرو بڅرې سي دلبره

چي کله پر ممبر ناست وي او ستا دعشق تفسیر کړي
هم دا ریاض خبرې بختورې شي دلبره

ریاض

Читать полностью…
Subscribe to a channel